د ایران او افغانستان ترمینځ پوهنتوني او سوداګري ملګرتیاوې
(last modified Tue, 30 Jul 2019 00:00:54 GMT )
Jul 30, 2019 04:30 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان ترمینځ پوهنتوني او سوداګري ملګرتیاوې

د ایران او افغانستان د پوهنتونونو ترمینځ د ملګرتیا د دوو هوکړه لیکونو لاسلیکیدل او د چابهار په شهید بهشتي بندر کښې د افغانستان د خصوصي برخې د سوداګرو او تاجرانو د وړومبني دفتر پرانسته.

 د افغانستان د یو خصوصي پوهنتون او د ایران له فني او حرفه اي پوهنتون او د خراسانِ جنوبي ولایت د مرکز بیرجند د پوهنتون ترمینځ د ملګرتیا دوه هوکړې لاسلیک شوې.

د افغانستان د میوند نومې پرائیوټ پوهنتون استازي چې ایران ته په سفر راغلی، د ایران له فني او مسلکي پوهنتون او هم داشان له بیرجند پوهنتون سره رسه یې د روزنیزو، تحقیقاتي او ټیکنالوجیکو ملګرتیاؤ تفاهم نامې لاسلیک کړې دي.

د میوند خصوصي پوهنتون د مشرتابه پلاوي غړي محمد رسول حسیني چې په تهران کښې د اِلِکامپ په نامه د الیکټرانک او کمپیوټر او د الیکټرانک تجارت د نړیوال نندارتون د کتنې لپاره ایران ته راغلی و، د آوا خبري آژانس خبریال ته یې په مرکه کښې، د ایران د اسلامي جمهوریت له فني او حرفه اي او بیرجند پوهنتونونو رسه د ملګرتیا د دوو هوکړو د لاسلیکیدو خبر ورکړ.

د ایران له فني او مسلکي پوهنتون سره د ملګرتیا هوکړه لیک د تیرې چنګاښ میاشتې په نهویشتمه نیټه په تهران کښې لاسلیک شو او د بیرجند له پوهنتون سره شوې پریکړه د هغې په سبا یعنې د چنګاښ په دیرشمه نیټه د خراسانِ جنوبي ولایت په مرکز بیرجند ښار کښې لاسلیک شوې ده.

*/*/*/*/*/*

د ایران له فني او حرفه اي پوهنتون سره د شوې هوکړې له مخې دواړه لوري د ګډو روزنیزو دورو د ترسره کولو، د محصلانو او مدرسانو لپاره د تحصصي ښوونیزو ورکشاپونو د ترسره کولو، د مطالعاتي فرصتونو د تیرولو په لړ کښې د علمي پلاویو د تبادلې، د ګډو نړیوالو کانفرنسونو د ترسره کولو، دګډو تحقیقاتي پروژو د ترسره کولو، په سیالو او د فني او مسلکي برخې په پيښو کښې د ګډون، د استادانو او محصلانو د تبادل، د مهارتي زده کړو په برخه کښې د تجربو د تبادلې، د علمي پلاویو د غړو او مدرسانو لپاره د روزنیزو دورو د ترسره کولو او په ګډه د ماډرن فني او حرفه اي کلاسونو د تعریفولو او جوړولو په سر موافقې ته سره ورسیدل.

هم داشان د روزنیزو، تحقیقاتي او ټیکنالوجیکي ملګرتیاؤ په هوکړه لیک کښې چې د بیرجند پوهنتون او د میوند د لوړو زده کړو د موسسې ترمینځ لاسلیک شو، دواړو لورو د تحقیق، تدریس او د نظر د تبادلې لپاره د علمي پلاویو د غړو، محققانو او متخصصانو د تبادلې په سر هوکړه وکړه.

دواړو لورو هم داشان موافقه وکړه چې د دواړو هیوادنو ترمینځ په نړیوالو غونډو، کانفرنسونو او همفکریو کښې د استاذانو او محققانو د ګډون لپاره ضروري اسانتیاوې برابرې کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/

په عین حال کښې د ایران د تخنیکي او مسلکي پوهنتون د تحقیقاتو او ټیکنالوجۍ د برخې مرستیال رضا زنګنه د دغه پوهنتون د وړتیاؤ او د افغانستان له پوهنتونونو سره یې د ملګرتیا د فرصتونو او زمینو په هکله وویل: فني او حرفه اي پوهنتون د دریم نسل له پوهنتونونو دی او دنده یې اشتغال او د کار کسب د فرصتونو برابرول دي. مونږ ود ایران په ۱۱۱ ښارونو کښې ۱۷۳ پوهنځي لرو او له دې امله ویلې شو چې دا یو ستر پوهنتون دی. فني و حرفه اي پوهنتون نن سبا د ډیپلومې او ګریجویشن په کچه ۱۶۰ برخو کښې څه باندې یو لاک شپيته زره محصلین لري.

رضا زنګنه د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو له استازي سره د هوکړې په هکله هم وویل: مونږ د افغانستان د پرائیویټ پوهنتونونو په استازیتوب د میوند پوهنتون له مالي او ادارې مرستیال ښاغلي حسیني سره ډیرې ښې خبرې اترې درلودې.

هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې افغانستان د ایران په شان یو د پراختیا په حال کښې هیواد دی او په دې وجه د کار ماهر ځواک ته اړتیا لري، څرګنده کړه: مونږ د ترسره شویو خبرواترو له مخې د ګروهنې او ملګرتیا څرګندونه مو وکړه چې د افغانستان په پوهنتونونو کښې د ایران د فني و حرفه اي پوهنتونو د یو ماډل د عملي کولو لپاره ځینې بیخ بیناوې ولرلی شو، په ګډه توګه د محصلینو روزنه وکړو، د محصلینو تبادله وکړو، د هغو د کارګاهو او ټریننګ سنټرونو له سنبالښت سره مرسته وکړو او هم داشان د دغو دوستانو لپاره د ښوونکي یا مربي د روزنې دورې ترسره کړو.

*/*/*/*/*/*/*/*

د ایران د فني و حرفه اي پوهنتون د تحقیقاتو او ټیکنالوجۍ مرستیال په دې خبرې سره چې د دغه پوهنتون څه باندې شل پوهنځي د افغانستان په ګاونډي ولایتونو لکه خراسانِ شمالي، خراسان رضوي، خراسان جنوبي او هم داشان په سیستان او بلوچستان کښې دي، ټینګار وکړ چې فني و حرفه اي پوهنتون داسې ډیر امکانات او بنسټیز جوړښتونه لري چې د افغانستاني محصلینو کوربه توب پرې کولی شي.

د هغه په وینا، د ایران فني و حرفه اي پوهنتون ۱ زر ۴۴ کارګاهې او لیبارټرۍ لري او هم داشان لیلیې او د سلف سرویس له مناسبو امکاناتو برخور دی.

زنګنه د میوند پوهنتون او د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره د شوې هوکړې د جزئیاتو په هکله هم وویل: د هغو خبرواترو له مخې چې د میوند پوهنتون له مرستیال سره مو وکړې، ښايي په وړومبي پړاؤ کښې د (ډوول ډګري) په بڼه محصلین واخلو مثلاً محصلین په اول او دویم کال د افغانستان په پوهنتونونو کښې عمومي او بنیادي درسونه ووایي او د تخصصي درسونو لپاره زمونږ پوهنتونونو ته راشي او بیا مونږ ورو ورو خپلې تجربې د افغانستان پوهنتونونو ته منتقلې کړو او مرسته وکړکو چې دغه محصلین په خپل هیواد کښې تحصیل وکړی شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د معلوماتي او ارتباطي ټیکنالوجۍ د روزنیزو فعالینو په شمول د دغې برخې د فعالانو یو پلاوی د ایران په اِلِکامپ نړیوال نندارتون کښې د شتون لپاره تهران ته راغی او د ایران د معلوماتي او ارتباطي ټیکنالوجۍ له وړاندې کونکو مختلفو ارګانونو او شرکتونو سره یې ملاقاتونه او خبرې اترې وکړې.

ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې په کابل کښې هم د معلوماتي او ارتباطي ټیکنالوجۍ یو نړیوال نندارتون جوړ شي.

د افغانستان د تجارت او کاروبار د انکشاف مرکز عمومي مشر صیام پسرلی وايي چې ایراني شرکتونو ته په کابل کښې ترسره کیدونکي دغه نندارتون کښې د ګډون بلنه ورکړی شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د بندرونو او سمندر کچ کونې له سازمان او له چابهار بندر سره د چابهار بندر له لارې د افغانستاند ټرانزټي شیانو د انتقال په لړ کښې د یو افغانستاني شرکت د ملګرتیا د موافقې له لاسلیکیدو وروسته د چابهار په شهید بهشتي بندر کښې د افغانستان د خصوصي برخې (پرائیویټ سیکټر) د تاجرانو او سوداګرو وړومبنی دفتر هم پرانستل شو.

د سیستان او بلوچستان د بندرونو او سمندر کچ کونې د چارو لوې مدیر بهروز آقايي د چابهار په شهید بهشتي بندر کښې د افغانستان د خصوصي برخې د وړومبني دفتر د افتتاح په مراسمو کمښې وویل: د چابهار بندر د مختلفو هیوادونو په تیره بیا د افغانستان او هندوستان د  سوداګرو کوربه دی او نور هیوادونه هم کولی شي چې د چابهار په موافقې کښې په شاملیدو سره د دغه سمندري بندر له امکاناتو او تحفیفاتو برخور شي.

هغه په دې خبرې سره چې هڅه کوي شیان له چابهار بندر څخه په ډیرې چټکتیا سره ووځي او په دې لړ کښې د تاجرانو اندیښنه کم نه کم حد ته ورسي، وویل: تر څو چې شیان په بندر کښې وي، تاجران باید له ډیر کم زحمت سره مخ شي او ورته د خدماتو وړاندې کول مناسب وي چې دا خبره د ټولو اداري برخو په ایجنډا کښې شامله ده.

هغه زیاته کړه: د چابهار بندر ته چې هر څومره زیات بار راشي دومره تاجرانو ته ډیر تخفیفات او تشویقات ورکول کیږي.

بهروز آقايي په دې خبرې سره چې د افغانستان په نسبت د نزدې والي او دوستۍ احساس لري، وویل: په ایران کښې د ګڼ شمیر افغانانو استوګنه او د ایران او افغانستان د دواړو ولسونو ترمینځ کلتوري ګډولې او د لوې ادارې د اقتصادي ټیم پراخې بازار موندنې سبب شوې دي چې افغانستاني تاجران په دغه بندر کښې شتون ولري.

هغه څرګنده کړه: هیله من یو چې د چابهار بندر د سوداګرو توقعات په غوره ممکنه طریقه پوره کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

په دغو مراسمو کښې هم داشان په چابهار بندر کښې د افغانستان د حماس قبادي شرکت د دفتر مشر سید نجیب قبادي هم وویل: ضروري ده چې د افغانستان شیان د چابهار له بندره نیغ په نیغه ټرانزټ شي او په بارولو او کوزولو کښې ډیر لږ وخت ولګي.

قبادي وویل: که هڅونې او تخفیفات پایداره وي نو خدمات په لنډ وخت کښې وړاندې شي نو کوی شو چې خپل ټول شیان د چابهار بندر له لارې یوسو.

دا په داسې حال کښې دي چې د چنګاښ د میاشتې په څلورمه نیټه د ایران د ولسمشر د اقتصادي مرستیال په شتون سره یولړ مراسمو کښې د یو افغانستاني شرکت او د چابهار بندر او د سیستان و بلوچستان ولایت د بندرونو او سمندرونو د چارو د ادارې ترمینځ د شیانو د ټرانزټ په لړ کښې د ملګرتیا یوه موافقه لاسلیک شوه.

د دغې موافقې لاسلیکونکي د چابهار بندر او د سیستان و بلوچستان ولایت د بندرونو او سمندرونو د چارو د ادارې لوې مدیر انجنئیر بهروز آقايي او له افغانستانه د حماس قبادي لاجسټکي شرکت عامل مدیر سید نجیب قبادي وو.

د چابهار بندر مسئولان ټینګار کوي چې په روانو حالاتو کښې د افغانستان د ډول ډول صادراتي شیانو په تیره بیا د تازه او وچې میوې د بارولو، وړلو او انتقال لپاره هیڅ ډول محدودیت نه لري او په دې بندر کښې کشتۍ ته د انتقال او بارولو بهیر هم په ډیر لږ وخت کښې ترسره کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*