د ایران او ترکیې ولسمشرانو په انقره کښې ملاقات وکړ
Sep 16, 2019 16:44 Asia/Kabul
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني په انقره کښې له خپل ترک همرتبه رجب طیب اردوغان سره وکتل
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر چې د ایران، ترکیې او روسیې د ولسمشرانو په غونډه کښې د ګډون لپاره انقرې ته تللی، له دغې درې اړخیزې غونډې مخکښې یې د ترکیې له ولسمشر سره ملاقات او خبري اترې وکړې.
د ایران او ترکیې د ولسمشرانو حسن روحاني او رجب طیب اردوغان د ملاقات اصلي چورلیزونه دوه اړخیزې اړیکې، د اقتصادي اړیکو د پراختیا طریقه او د دواړو لورو د علاقې او دلچسپۍ وړ مسائل وو.
د ویلو ده چې د ایران، ترکیې او روسیې پنځمه سرمشریزه، د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره د آستانه بهیر د ضامنو دریو هیوادونو د سلامشورو په دوام کښې ترسره کیږي.