د مستضعفینو د بسیج د جوړولو کلیزه
ګرانو دوستانو په دې لیکنه کښې د مستضعفینو د بسیج د جوړیدو د کلیزې په مناسبت د دغه ارګان د جوړیدو او د هغه د کار او کړنلارې په هکله لولئ.
د ایران د اسلامي انقلاب په برکت یو جوړ شوی ارګان (بسیج) دی. دا هغه ارګان دی چې د اسلامي انقلاب په پياوړتیا او له ډول ډول دسیسو سره په مبارزې کښې یې ډیر مهم رول لرلی دی. د (مستضعفینو بسیج) د ایران د اسلامي انقلاب یو بې ساری امتیاز ګڼلی شو. دغه ارګان باید هم د معنا او هویت له نظره او هم د قالب، د تشکیلاتو د ډول او برابریدنې له نظره د انسان په تاریخ کښې یو بې مثاله نوښت وبلل شي. په حقیقت کښې د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر ا مشر حضرت امام خمیني(رح) په حکم د متسضعفینو د بسیج جوړیدل د خلکو په لاس د اسلامي انقلاب د ساتنې او ټینګښت لپاره د دغه ستر رهبر د بصیرت او دوراندیشۍ نښه ده.
په نړۍ کښې د انقلابونو یو ستر تاوان د خلکو ډډې ته کیدل او د انقلاب په بریاؤ باندې د یو خاص ګوند یا پرګنې او زیاتره د پوځیانو واکمنیدل دي. په زیاتره انقلابونو کښې کومو کسانو چې د سلطه ګرو واکمنانو ځاې نیولی د انقلاب له اهدافو او د ټولو انقلابونو د مهم هدف په توګه د ټولنیز عدالت له رامینځته کولو لرې شوې دي. خو د ایران د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) د اسلامي انقلاب د لاسته راوړنو او ارزښتونو د ساتنې لپاره د بسیج د جوړولو په حکم سره خلک په ډاګر کښې وساتل.
د اسلامي انقلاب له کامیابۍ کابو نهه میاشتې وروسته یعنې د ۱۹۷۹ کال د نومبر په ۲۶ نیټه د اسلامي انقلاب ستر مشر امام خمیني په یو حکم کښې د ۲۰ میلیون کسیز بسیج د جوړولو حکم صادر کړ. امام خمیني د مستضعفینو د بسیج د جوړولو د حکم په وخت د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د یوه ډله غړو په کتنه کښې د هیواد د دفاع د ضرورت په هکله وفرمایل: د اسلامي حکومت ټول خلک باید پوځیان وي. پکار دي چې پوځي زده کړې ولري... یو مملکت پس له څو کلونو په یو داسې هیواد بدلیږي چې په ۲۰ میلیونو ځوانانو سره ۲۰ میلیونه ټوپک وال ولري، شل میلیونه پوځ ولري او دا یو داسې هیواد دی چې تاواني کیدی نه شي.
د امام خمیني له دغو څرګندونو وروسته د اسلامي انقلاب شورا د بسیج د ملي ارګان جوړول تصویب کړل. دغه ارګان ټولو د ټولو رضاکارو کسانو د راغونډولو او ورته د ټریننګ ورکولو ترڅنګ هغوي له هر ډول ګواښ او له کورني او بهرني تیري سره مقابلې ته چمتو کول. په دغې مصوبې کښې د ملي بسیج اداره د مشرتابه یا په ولسمشرۍ پورې د پیئلې رهبرۍ شورا تر نظر لاندې جوړه شوه. د ملي بسیج د فعالیت د جوړیدو لا څو میاشتې نه وې تیرې چې د چارو چلول یې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ته وسپارل شول. د اسلامي شورا د مصوبې له مخې دغه ارګان د (مستضعفینو د بسیج برخه) تر عنوان لاندې د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران کښې شامله شوه او قومنداني یې سپاه ته وسپارله شوه.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
*/* د اسلامي انقلاب د اهدافو سترتوب او د دښمنانو د دسیسو پراخوالی تقاضا کوي چې د اسلامي انقلاب او د هغه د ارزښتونو او اهدافو د ساتنې لپاره د مختلفو پرګنو خلک په ټولو ډګرونو کښې د یو منظم او مسجم ارګان په چوکاټ کښې خپل شتون او ملاتړ څرګند کړي. د بسیج د جوړولو یو ستر هدف د اسلامي انقلاب په دفاع او امنیت کښې د ولسي ګډون ساتل او پراخول وو. د ملي وحدت او پیوستون پياوړتیا او له انقلاب او له اسلامي جمهوري نظام سره د خلکو د د نه شلیدونکې غوټې کلکول د بسیج د جوړولو دویم هدف و.
بسیج په خپل څلویښت کلن عمر کښې د خپلو اهدافو ستره برخه ترلاسه کړې ده. که بسیج نه وی نو معلومه نه وه چې د اسلامي انقلاب برخلیک به څه و. د اسلامي انقلاب په ساتنې او د هغه د بریاؤ په ټینګښت کښې هم دا د بسیج رول دی چې د دغه ولسي ارګان د جوړیدو کلیزه لاهم په درنښت سره نمانځله کیږي او هڅه کیږي چې د اسلامي انقلاب د ارزښتونو د لوړاوي لپاره د بسیجي کلتور او تفکر د ټولنې په ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري برخو کښې وساتلی او پراختیا ورکړی شي.
په تیرو څلویښتو کلونو کښې د بسیج د ژوند یو مهم پړاؤ په ۱۹۸۰ لسیزه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د صدام رژيم د تپلي جنګ اته کلن دوران دی. د بسیج د جوړولو لپاره د امام خمیني د حکم د صادریدو لا یو کال نه و شوی چې د عراق بعث رژیم د تنکي اسلامي نظام د پرځولو او د ایران خلاف د لویدیځ او ختیځ د دوو سترو قدرتونو او خپلو نورو انډوالانو په ملاتړ سره د ایران خلاف هراړخیزه حمله پيل کړه. په دغه شان حالاتو کښې چې جنګیالي ځوانان د امام خمیني رح په اشارې سره، د بسیجي تشکلونو لاندې په خودجوشه توګه جبهو او محاذونو ته لاړل او د مقدسې دفاع په اتو کلونو کښې یې ډیرې حماسې او بې مثاله قربانۍ ورکړې.
بسیجیان هغه رضاکار ځواکونه وو چې د خپل هیواد او انقلاب د دفاع لپاره په لوړو انګیزو سره د جنګ ډګرونو ته تلل او له ځانه د تیریدنې او سرشیندنې په روحیې سره یې د ایران په تاریخ کښې تل پاتې حماسې ثبت کړې. د جنګ په سنګرونو کښې د هم دغو ولسي او بسیجي ځواکونو د شتون برکت و چې د ایران د اسلامي جمهوریت په خاورې باندې د صدام له تیري یو کال وروسته د صدام بعث رژيم په دفاعي حالت کښې راغی او د پاسدارانو لښکر له خوا له منظم شویو ولسي ځواکونو جوړو پوځي یونټونو په پرله پسې عملیاتو سره د عراق د بعث رژیم پوځ له خپلو ټولو نیولو سیمو بهر وشړه.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= په تپلي جنګ کښې د بسیجیانو د حماسې اتو کلونو د ایران د خلکو په ذهنونو کښې د بسیج او بسیجي نوم له ځانه په تیریدنې، د ایثار او قربانۍ په روحیې او میړانې سره پوخ کړی دی. امام خمیني(رح) د بسیج د جوړیدو په کلیزه کښې په خپل وروستي پيغام کښې وفرمایل: که وغواړو چې د سرشیندنې، خلوص او قربانۍ او د خدای له مقدس ذات او اسلام سره د خپلې مینې بشپړ مصداق وړاندې کړو نو کوم کس به یې له بسیجیانو زیات حقدار وي؟ بسیج یوه شجره طیبه او هغه پیاوړې او له میوې ډکه ونه ده چې غوټۍ یې د پسرلي او د مینې د یقین د تاندوالي خوشبويي ورکوي. بسیج د عشق ښوونځی او د هغو ګمنامو شهیدانو او شاهدانو مکتب دی چې منونکو یې په لوړو او غورو ګلدستو باندې د شهادت او میړانې بانګونه ویلې دي. بسیج د پاک اسلامي فکر د خاوندانو میقات او معراج دی چې روزل شویو یې په ګمنامۍ او بې نشانۍ کښې نوم او نشان ګټلی دی. بسیج د خدای مخلص لښکر دی چې د جوړیدو کاپي یې ټولو مجاهدینو له اول نه تر آخره پورې لاسلیک کړې ده. زه تل د بسیجانو د خلوص ارمان کوم او له خدایه غواړم چې له بسیجیانو سره مې محشور کړي ځکه چې په دې دنیا کښې مې ویاړ دا دی چې خپله بسیجي یم.
بسیج په مختلفو برخو کښې د ځینو خاصو دندو د ترسره کولو لپراه یوازې یو معمولي او ولسي ارګان نه دی. بسیج یو تفکر او د ایران په اسلامي جمهوریت کښې یو کلتور دی. د امام خمیني ځاې ناستي حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د بسیج په هکله فرمایلې دي: که وغواړو چې بسیج په لنډه توګه معرفي کړو نو باید ووایو چې بسیج یوه داسې ټولګه ده چې په کښې ډیر پاک انسانان، کار ته د هیواد ترټولو تیار او سرشیندونکي ځوانان د دې ولس د لوړو اهدافو په لاره کښې او کمال او نیکمرغۍ ته د هیواد د رسولو لپاره راغونډ شوې دي... بسیج د هغو تشکیلاتو نوم دی چې په کښې متفرق او یوازې کسان په یواې سترې او منسجمې ټولګې او د هیواد په مسائلو او د ولس په ضرورتونو باندې په یوې پوهې، ژمنې، بصیرې و بینا ټولګې بدلیږي. هغه ټولګه چې دښمن ویروي او دوستان هیله مند او ډاډمنوي، په حقیقت کښې ټول مومن، پوه، بصیر، عاشق او په کار باندې پوه او میئن انسانان چې په هر ډګر کښې دي او د ولس لپاره ګټه ور دي، د بسیج برخه ده په دې وجه بسیج یو مقدس نوم دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*