سباون لسیزه
(last modified Tue, 04 Feb 2020 09:46:08 GMT )
Feb 04, 2020 14:16 Asia/Kabul
  • سباون لسیزه

د اسلامی انقلاب په راتلو سره د استکبار دښمنۍ ، سلطې نه منلو او ختیځ او لویدیځ پورې د نه اړوندوالی ، خپلواکۍ ، ازادي ، د فسطین په شان له مظلومو ملتونو دفاع ، د اسراییلو نفی او په درستې دنیا کې له ازادی غواړو غورځنګونو د ملاتړ په شان نوی مفاهیم رامینځته شول او دغه چورلیزونه د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنی سیاست په چورلیزونو بدل شول .

دایران اسلامی انقلاب بی شکه په نوی پیړۍ کې یوه نوی ښکارنده ده چی په نړۍ کې په نویو او تازه پیغامونو سره وځلیده . داانقلاب چی د اسلام له سیاسی تعلیماتو یې سرچینه اخیستی وه ، د امام خمینی رح په مشرۍ او د ایرانی اولس په غوښتنه له لومړیو وښودله چی اسلام پال او ایډیال پال دې او له زبرځواکونو سره اړوندوالی پرته د ایرانی ټاټوبی لپاره ازادۍ او خپلواکۍ غواړی ، ظلم نه منی ، او مستکبرانو ته اجازه نه ورکوی چی تر سلطې لاندې یې راولی او انرژۍ او طبیعی زیرمې یې چورتالان کړی . د اسلامی انقلاب په راتلو سره د استکبار دښمنۍ ، سلطې نه منلو او ختیځ او لویدیځ پورې د نه اړوندوالی  ، خپلواکۍ ، ازادي ، د فسطین په شان له مظلومو ملتونو دفاع ، د اسراییلو نفی او په درستې دنیا کې له ازادی غواړو غورځنګونو د ملاتړ په شان نوی مفاهیم رامینځته شول  او دغه چورلیزونه د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنی سیاست په چورلیزونو بدل شول .

دغه اسلامی انقلاب ټول پوهه کړل چی غواړی په خپلو پښو ودریری او هیڅ ختیځ او لویدیځ زبرځواک ته د لاس وهنې اجازه نه ورکوی . له دې اړخه دغه انقلاب عزت غواړې ، خپلواکۍ غواړې ، له ظلم د خلاصون زیرې ورکونکې او د انسانی او معنوی ودې په لور د حرکت سبب شو اوډیر زړونه یې له ځان سره یو ځای کړل . تر ظلم لاندې مسلمانانو په زړونو کې یې هیلې رامینځته کړې او په نړۍ کې د مسلمانانو د سیاسی غوښتنو د زیاتیدا ، د کړچارونواو اسلامی حساسیتونو  د پیاوړتیا او سوچه محمدی (ص)اسلام ته د ګروهنې د زیاتیدا سبب شو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

طبیعی ده چی د داسې انقلاب لومړنی نتیجه چی له هیواده د پردیو لاسونه لنډ کړل او په خپلې ازادۍ او خپلواکۍ یې ټینګار درلود ، د مستبکرانو دښمنۍ وی . له همدې امله د اسلامی انقلاب له لومړیو د ایران پرضد ډیرې دښمنیانې پیل شوې . د انقلاب په لومړیو کې په ایران کی د قومی تعصباتو لمسول هغه غلیمانه دسیسه وه چی د انقلاب په هماغه پیل کې د ایران په ختیځ ، شمال ختیځ او جنوب لویدیځ کې د ناامنیو سبب شو چی د امام خمینی رح په لارښونو ، بصیرت او په دغه دسیسه کې د نفوذیانو د رول په جوتیدا سره  دغه خوځښتونو ختم شول او په ایران کی بیا د ملی  یو موټی والی او وحدت ښکلی جلوه جوته شوه . خو په هماغو ورځو کې وه چی د امریکا او د هغې د هم تړونو په وسیله  ستره دسیسه جوړه شوه . هغو چی د ایرانی ملت ترمینځ یې له درز اچونې کومه ګټه نه وه کړی ، دې ځل یې په ایران سخت جنګ وتپه . او د صدام حسین په مشرۍ اود لویدیځو حکومتونو او څه د پاسه ۳۴ هیوادونو په ملاتړ سره د ایران پرضد اته کلن تپلې جنګ پیل شو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د جنګ په پیلیدا سره درست ایرانې ملت د یوه لاس په شان متحد شو او د امام خمینی رح په لارښونو او ارشاداتو سره د جنګ ډګرونو ته ورداخل شو تر څو له خپل ټاټوبی دفاع وکړی . د ایران ځوانانو د خدای او وطن لاه عشقه یې زړونه ډک وو ، په ډیرو کمو امکاناتو سره د سرشیندنې او ایثار ډیرې ښکلی منظرې نندارې ته وړاندې کړې  او جاویدانه شول او دښمن یې له خپلې خاورې وویسته او امنیت او ارامښت یې راستون کړ . اسلامی ایران په داسې ځوانانو او د خپل ستر رهبر په هدایت سره له یوه نابرابر جنګ سرلوړې راووته ، داسې جنګ چی ټولو قدرتونو پکې لاس درلود خو بالاخره سرشیندونکیو ایرانی ځوانانو د امریکا او د هغې د متحدانو درست ناسم معادلات ګډوډ کړل .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

له تپلی  جنګ اود خپل امنیت په ساتلوکې د ایران د قدرت  له جوتیدا وروسته د دښمنانو بله لاره دا وه چی د ایران شاو خوا هیوادونه ناامنه کړی او ورو ورو دا ناامنۍ د ایران داخل ته راولی . هغو په دې لاره کې هم له بندون سره مخامخ شول . اسلامی ایران د قران کریم او د پیغمبر اکرم ص  د نورانی تعلیماتو په اساس په خپل بهرنی سیاست کی هیڅکله ئپه سیمه او په تیره بیا له خپلو ګاونډیانو سره په جنګ پسې نه دې او د ې په اپوټه په سیمه کی د امنیت او ثبات د رامینځته کولو او په سیمه پالنې ټینګار لری  او خپل ځان ژمن بولی  چی پکې رول ولوبوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره د ایران په بهرنی سیاست کې نوی سیمه پالنه او د اسلامی ایران سیاستونه په تیرو لسیزو کې بڼه غوره کړه . هغه سیمه پالنه چی زیاتره د سیمې له هیوادونو په تیره بیا مسلمانوګاونډیانو سره د تعاملاتو د زیاتیدا په معنا ده . د عربانو او اسراییلو د سولې او له استکبار او سترو قدرتونو پورې تړلیو عربی حکومتونو سره د مبارزې په شمول د مینځنی ختیځ اصلی مسلې هغه دوې موضوګانې وی چی د ایران اسلامی جمهوریت  نیغ په نیغه د سیمې له مسلو سره تړی .

د صدام حسین نسکوریدا او په عراق کی د شیعی حکومت راتلل د ایران په سیمه ایز سیاست کې د بدلانه یو بل پیچومې رامینځته کړ او د ایران په بهرنی سیاست کې یې سیاسی او امنیتی اپروچ یا کړچار پیاوړې کړ .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

امریکا په سیمه کی له درندو ناکامیو اود نقشو په پرله پسې ماتو او مالی تاوانونو پسې په سیمه کی د داعش ځیږه او وینه بهونکی ترهه ګره ډلګۍ رامینځته کړه تر څو له یوې خوا له اسلامه ویرونې سره د سوچه محمدی (ص) اسلام د پراختیا مخنیوې وکړی او له بل پلوه د مقاومت په کرښه کې مسلمان هیوادونه تباه کړی . په ۲۰۱۴ کال کی دا خونړۍ دسیسه رامینخټه شوه او داعش لومړې په سوریه او بیا په عراق کی قدرت زیات کړ . په سوریه او عراق کی د داعش په قدرت زیاتولو سره  ایران په دغو هیوادونو کی په قانونی شتون سره د عراق او سوریې د حکومتونو په ملګرتیا او همداراز د روسیې په شاند هیوادونو په مرستو د داعش پرضد فعالیت وکړ . د انقلاب فرزانه رهبر ایت ا... خامنه ای له لومړیو داعش د امریکا جوړه شوی ډله وبلله او د سیمې له هیوادونو یې د هغې د ویستلو لپاره فعال رول ولوبوه . ایران له داعش سره په مبارزه کې په سیمه کی فعال غړی سنبال او سیمې ته یې په سلګونو پوځی سلاکاران ولیږل  او له بل پلوه یې رضاکار شیعی ځواک جوړ کړ چی زیاتره غړیو یې په عراق او لبنان کې زده کړې کړی وې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د عراقی او سوری قوماندانانو په وینا ایران له داعش سره په جنګ کې زیات رول درلودلې دې . د ایران د قدس ځواک  قوماندان سردار شهید قاسم سلیمانی د داعش د ترهه ګرې ډلې د حملو په وړانادې د عراق د پلازمینې بغداد د دفاع عملیاتو قوماندانۍ وکړه . هغه په سوریه کی هم شتوندرلود او د جنګی نقشو په پلانولو او منظمولو سره یې داعش له دمشق لیرې کړ  او د داعش تر نیواک لاندې سیمو له ازادلو سره یې مرسته وکړه . په نهایت کې د درستو اسلامی لکه عراق ، سوری ، کردی ، لبنانی ، ایرانی او افغانی ځواکونو په ملګرتیا سره په سختو عملیاتو کې نیول شوی سیمې په بشپړه ازادې شوې او داعش په خپلو ټولو ویرونکیو جنایتونو سره سره ختم شو او سیمې ته امنیت ستون شو . د داعش له دړې وړې کیدا وروسته د صیهونیست رژیم د جنګ وزیر اویګدور لیبرمین د هرتزلیا په کانفرنس کې وویل د بشار اسد حکومت د ایران له پوځی مرستو پرته خپل ژوند ته دوام نشو ورکولې  او حتی روسیه هم له ایران پرته داعش ته ماته نشوه ورکولې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د سیمې ثبات او امنیت ساتل تل د ایران لپاره اهمیت لری او ایران هیڅکله په سیمه کی د تاوتریخوالی او جنګ پیلونکې ندې .  د اسلامی انقلاب د سیاست کړچار په ښو اړیکو او د هر هیواد له مسلمانو وروڼو سره د زړونو تالیف دی ، خو د تیری  او سترو شخصیتونو د ترور په بڼه کې غلې نه پاتې کیږی او سخت  غچ اخلی . اوس د امریکا په لاس د  سردار سلیمانی له شهادته وروسته د دغه حکومت توره او وینه بهونکی څیره  ټولو لپاره روښانه شوی ده ، اوس د سیمې هیوادونه په تیره بیا عراق دې نتیجې ته رسیدلی چی تر څو چی امریکا په سیمه کی شتون ولری ، دغه سیمه به امنه نه وی . هغو له خپل هیواده د امریکایی عسکرو د ویستلو غوښتونکی دی او په دغه سیاست کې هم ایران د سیمې له هیوادونو سره مرسته او ملاتړ کوی .