په ایران کې میوزیمونه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i93295-په_ایران_کې_میوزیمونه
د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې په ایران کې د میوزیمونو د کتنې د لړۍ له ننني څلورم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه مطلب کې به د جواهراتو ملي خزانې ته وګرځو او د ایران د یوه تر ټولو ښکلي میوزیم کتنه به وکړو او وبه ګورو چې کوم کوم تاریخي او ارزښتمند ملی آثار پکې ساتل کیږي . له مونږ سره ووسئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2020 10:30 Asia/Kabul
  • په ایران کې میوزیمونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې په ایران کې د میوزیمونو د کتنې د لړۍ له ننني څلورم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه مطلب کې به د جواهراتو ملي خزانې ته وګرځو او د ایران د یوه تر ټولو ښکلي میوزیم کتنه به وکړو او وبه ګورو چې کوم کوم تاریخي او ارزښتمند ملی آثار پکې ساتل کیږي . له مونږ سره ووسئ.

خوږو دوستانو   دایران دملی جواهراتو په خزانې کې  موجود جواهرات د نړۍ په جواهراتو کې یوه ګران بیّه او ستره ټولګه ده .ددغې ټولګې هره یوه برخه  د ایران په ټيو هسکولرونکو پړاؤنو او تاریخ کې  یوه مخینه لرونکي پيښه ده .ددغو تاریخي  قطعو او برخو اهمیّت  یوازې د دوي اقتصادي ارزښت ته نه محدودیږي .د تاریخ په  اوږدو کې واکوالانو او حاکمانو له جواهراتو څخه  د زیور اوښکلا په توګه استفاده کړې  او  ددربار زیاتره  ولوله او جلال ئې  نندارې ته وړاندې کړی دی .خو په حقیقت کې باید ووئيل شي دغه ارزښتمند جواهرات ، دایران د خزانې د قدرت او زیرمه کولو پشتوانه او ملاتړ هم حسابیږي . 

Image Caption

 

           په ایران کې د جواهراتو  د جوړولو او د خزانو د غونډولو د سنت  او دود په باب  دقیق تاریخ  نه دی معلوم،خو  له اسلامه وروسته د پاچایانو او حکمرانانو په ژوند کې له جواهراتو د استفادې اوج د صفویه دوران ته ورګرځي . په  کلي توګه  دصفوي پاچایانو څخه تر وړاندې پورې  ډير کم واکوالان او حکمرانان وو چې د جواهراتو او ګران بیّه کاڼو دغونډولو او یا ساتلو په فکر کې نه وو،او یوازې ځیني ګران بیّه کاڼي او طلا د پانګې په بڼه د تاجرانو او شتمنو کسانو په لاس په لاس کیدله . البته  په صفویّه پړاؤ کې د وخت د  واکوالانو په فرمان سره ،  د شاوخوا هیوادونو  یا د ایټالیا او فرانسې په څير لیرې هیوادونو ته  د جواهراتو او ګران بیّه کاڼو د غونډولو او اخستلو لپاره سفیران او استازي لیږدول کیدل او په دغه کار سره د ایران په خزانې کې د ګران بیّه خزانې د ساتنې او غونډولو لپاره  لومړنی ګام پورته شوی دی.له دې وروسته  نادرشاه افشار او قاجاري پاچایانو هم د دغې خزانې په غونډولو کې ډير رول درلودلی دی .په نهایت کې د جواهراتو اوسنی خزانه  په ۱۳۳۴لمریزکال یا په ۱۹۵۵ کال کې  جوړه شوي  او په ۱۹۶۰کال کې  د ایران   د مرکزي بانک په تاسیس سره  افتتاح شوي  او دغه بانک ته سپارل شوې  او اوس هم  دایران داسلامی جمهوریت  دمرکزي بانک په خزانې کې ساتل کیږي.

     دغه ملي خزانه  چې  د جواهراتو ملی میوزیم  هم نومول کیږي ،  په خاصو ورځو کې د مینه والو د نندارې لپاره پرانیستل کیږي .  نو د مطلب په دوام کې  دغې خزانې ته ورځو څو ووینو  چې څه پکې موجود دي .

Image Caption
Image Caption

 

               دوستانو د  ایران دملی میوزیم د جواهراتو  دلیدو لپاره باید  مرکزي بانک ته چې په تهران ښار کې واقع دی ، لاړ شو . نو ددغه بانک په تهه خانو کې  په هغو کوټو او  کې ساتل کیږي ، چې  دیوالونه ئې د  یومیټر په پلنوالي سره  په ۱۹۶۵ کال کې  جوړ شوي  دي .

د ملي جواهراتو په خزانې کې  جواهرات او قطعې  او ډول ډول  ښختې  په شپږ دیرشو خورجینو  کې دسته بندي شوي دي .  ددغو خورجینو  محتوا ډير ډولوالی لري  او زیاتره پکې  مختلفوشکلونو سره زیورات، تاج او نیمتاج، د خولۍډول ډول تاجونه،ګلدانونه،د خواړوشیان،چِلمان،هیندارې،د ښکلا لپاره ډول ډول شیان ،شمعدانونه ، فیروزې،تورې،خنجرونه ، ډالونه، ساعتونه ،د قلم او پنسل د کیښودو ډبي (پنسل باکس)په یاقوتو او لالونو جوړ شیان ، ټوپک ، عصا، میډالونه ، کټونه ، کُلپی ستنې ،ګل دستې  مروارید او داسې نور په لسګونو  په زړه پورې شیان  ساتل کیږي .

            ترټولو لومړی شئ چې میوزیمّ ته په ورتلوسره توجه جلبوي،تخت طاؤس (PEACOCK THRONE  )دی چې د شیشې په چوکاټ کې ساتل کیږي،اصلي خزانه ده . دغه تخت طاؤؤس په هغه تخت یا ګدۍ سره چې نادرشا له هنده  راوړی،فرق لري .هغه تخت دنادرشا له وژل کیدا وروسته ټوټه ټوټه او  چورتالان شو .فتح علی شا قاجار په ۱۸۰۲کال کې  ددغه ښکلي  تخت د بیا جوړولو امر صادر کړ  چې  په خزانې کې  د موجودو  جواهراتو او طلا ګانو په وسیله  جوړ شو او د هغه ښکلي لمر سترګې په علت چې د تخت په پاسنئ برخې کې  جوړه شوي،د لمر تخت یا تخت خورشید (SUN THRONE) نومول کیږي .  وروسته وروسته  فتح علی شاه قاجار  له طاووس  تاج الدوله سره له وادۀ وروسته  ددې نامه ،؛ تخت طاووس  کیښودله . د ملی جواهراتو  خزانې ته  له منتقلولو مخکې د  تخت طاووس  د ساتلو ځاي  ،د ګلستان په ماڼۍ کې ؤ . اوس ئې هم یوه واړه نمونه،د کاخ ګلستان  په سلام تالار یا حال کې شته، څو  د فتح علی شاه د تخت بریښونکي شي .

Image Caption

 

          دوستانو په دغې خزانې کې یو بل ښکلی تخت هم شته چې په تخت نادري  (NADERI THRONE ) مشهور دی . خو دغه تخت  له نادرشا افشار سره  اړوند نه دی ، بلکې  ددې مشهورتیا،یکي یوه شوّنه ده . دا تخت هم د فتح علی شاه قاجار په حکم سره جوړ شوی،خو  په پاچائۍ ماڼۍ کې د کیښناستو لپاره  نه، بلکې دې ځل د هغو  وختونو لپاره چې په ښکار به تلو او یا به ئې د لښکر روزنیز کیمپ په لور د تلو اراده درلوده،نو ورڅخه به ئې استفاده کوله .دغه تخت  د جوړښت له پلوه داسې  پلان شوی چې  د وړلو وړ دی او هره برخه ئې جلا کیدلی شي . په حقیقت کې  دغه تخت  دلرګي له دولسو بیلابیلو برخو جوړ شوی دی .  دواړو خواؤ ته ئې  دوې آژدهاوې (غټ مار)  او د پوړئ په لاندینۍ برخې ئې  یو پړانګ  او ددغه تخت د پاسه یو طاووس  جوړ کړی چې ددغه تخت ښکلا ئې دوه چنده کړې ده  او دا درست کارونه په طلا سره شوي  او په ډيرو ګران بیّه او نادرو  کاڼو  سره ښکلی کړ ائ شوی دی .

        په میوزیم کې د نادري تخت په مخامخ  برخې کې ، د جواهر جغرافیائي کُره  جوړه شوي او کیښودل شوي  ده چې په ۳۴کلوګرامه طلا، درې زره شپږ سوه شپږ پنځوس ګرام جواهراتو،د آلماس او زمردو  او یاقوتو   د څه دپاسه یوپنځوس زره  درې سوه شپږ شپیته  قطعو او ټوټو  جوړه شوې ده . دغه  ډيره په زړه پورې او ښکلي  کُره  دناصرالدین شاه  په حکم او په ۱۹۱۲کال کې  او  په خزانې کې له موجودو جواهراتو جوړه شوې ده  .  دغه ښکلي کُره زمین   له دې زیاته چې له جغرافیا پلوه سمه  وي،د جواهراتو د جوړونې له نظره ډيره د  ستاینې وړ ده .په دغې کُره زمین کې سمندرونه،په زمردو سره او  د  وَچې برخې ئې هم په یاقوتو سره  ښودل  شوي دي او ایران هم  په آلماس (ملغلرې ) سره  مشخص شوی دی .

                خوږو دوستانو  همدااوس د ایران  دملی جواهراتو په خزانې کې یوو ، یوه داسې ډیره ښکلي او په زړه پورې او جلبونکی میوزیم چې لیدل ئې په ژوند کې یوه نه تکراریدونکي تجروبه ده . په دغه میوزیّم  کې  د نړۍ یو ټر ټولو مهشور آلماس ساتل کیږي چې نړیوال شهرت لري او دایران په ملي جواهراتو کې په لومړی لمبرکې دی .دا آلماس یا ملغره دریای نور(DARIA-E- NOOR)  نومیږي . د دریای نور آلماس په باب باید ووئيل شي ، چې  له نادرشا افشار تر مخکې پورې  اوه ګورګاني پاچایان  ددغه  دریای نور آلماس  خاوندان تیر شوي  او  د نادرشا له وژل کیدا وروسته ،  دغه آلماس  دهغه لمسي  شاهروخ  میرزا ته  ورسید، وروسته بیا  د امیر علم خان خزیمه  لاس ته ورغی او له هغه وروسته هم د لطف علی خان  زند په برخه شو .  کله چې لطفعلی  خان  دمحمد خان قاچار په مقابل کې ماته وخوړله،نو دریای نور آلماس ئې د قاجار د جواهراتو خزانې ته منتقل کړ .وروسته وروسته  بیا دغه آلماس  د ایران  ملی بانک ته سپارل شوی او له دې وروسته  بیا د ایران دملی جواهراتو خزاتې ته ورسید. دغه آلماس  په سوونو رنګونه لري  او له هرې خوا چې ورته ګورې نو مختلف رنګونه پکې څپې وهي .وئيل کیږی، دغه آلماس دوه ټوټې شوی  او بله ټوټه ئې چې  په : نور العین : نامې سره پيژندل کیږي،په یوه بل نیم تاج باندې چې  له پهلوي پړآؤ سره  اړه لري،واقع  شوې ده .

Image Caption

 

           پر  دریای نور آلماس یا ملغلرې  سربیره  یو بل آلماس  هم شته چې  تل  له دغو دواړو سره یو ځاي  یادول کیږي . دغه آلماس،کوه نور (KOH-E-NOOR) نومبږي .دغه دواړه  آلماسونه  له نادرشاه افشار سره اړونده دي  چې په هند باندې په حملې کې ترلاسه شوي  وو .خو له بده مرغه  کوِه نور آلماس  د نادرشاه  له مرګه وروسته  د احمدشاه دراني په وسیله  افغانستان ته وړل شوی دی . له احمد شاه وروسته مظفري شاه شجاع ته منتقل شوی  او بیا  د شاه شجاع له  ماتې وروسته د هند یوه سردار  او په شیر پنجاب مشهور  مهاراجه رنجیت سنګ  ته ورسید. دغه لال یا  آلماس  وروسته  بیا  ایسټ اینډیا کمپنۍ  په لاس کې ورغی او په دې وسیلې سره ئې انګلستان ته لاره وموندله او ملکه ویکټوریا ته ډالۍ شو .همدااوس هم  دغه ګوهر یا ملغلره یا کوِ نور آلماس  د انګلستان د اوسنۍ  ملکې  مور ملکه الیزابت  په تاج کې  کیښودل شوی او  دبریتانیا  له یو شمیر نورو سلطنتي  جواهراتو سره یو ځاي  د  لندن په ټاؤر کې ساتل کیږي .

              دوستانو نادری جقه(NADIR AIGRETTE)(د تاج یوه برخه)د ایران د سلطنتی جواهراتو یوه ټوټه ده چې د جواهراتو په ملي خزانې کې ساتل کیږي. جقه نادري،یو ډول د خولۍ مخکینۍ برخه ده.دخولۍ د مخکینۍ برخې د هغو جواهراتو یوه ټوټه ده چې د پاچایانو په خولۍلګول کیده .دغه لال  د زمرد پر یوه کاڼي سربیره  چې په مینځ کې ئې لګول شوی،په واړو او غټو آلماسونو سره  هم  ښکلی کړی شوی دی . ددغې ټوټې یا جقې  په لاندینۍ برخې کې ، درې ځوړند زمرد کاڼي  چې ډير ښکلی رنګ لري،موجود دي او په پاسنۍ برخې کې ئې  هم  اوه کُنجونه دي  او دواړو خواؤ ته ئې هم د آلماس ګل  ډيرې په  زړه پورې او ښکلي برخې جوړې شوي چې له هرپلوه نظرجلبوي اوپه زمردو، طلاګانو او واړو واړو آلماسونو پخل شوی دی . ددغې جقې  وزن ۳۳مثقال او ۱۶ نخود دی .

Image Caption

 

            دوستانو د ایران د ملی جواهراتو خزانه د نړۍ یو ترټولوښکلی میوزیّم شمیرل کیږي چې د جواهراتو د جوړونکو هنرمندانو په نه بیانونکو ښکلاؤ په لیدو سره به حک بک پاتې شئ او د تاسو له یاده به هیڅکله هم  دلیدو خاطره ونه وځي .او که کله هم  ایران ته سفر  راوکړئ،او تهران ته راچکر شوئ نو حتما د ایران  د ملی جواهراتو خزانې د لیدو زحمت وکړئ څو په یاد کې مو د یوه  داسې ځاي دلیدو خاطره پاتې شي چې هیڅکله هم د  تکراریدو نه  ده.

 خوږو ملګرو د ایران د ملی میوزیمونو دلیدو د لړۍ د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤ،نو په بلې اونۍکې تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،او له لوي خدایه درته نیکمرغي اوسلامتیا غواړو،بریالی ژوند ولرئ .

 (سیماب)

***********************************************