په ایران کې د لرغون کوټ سیل
د ایران لاسی قالین د تاریخ په اندازه عمر لری . د نړۍ یو تر ټولو زوړ فرش یا قالین پارازیک په نوم پیژندل کیږی
قالین د بشر یوه ارزښتمنه بریا ده چی په ګانډو اوطرحوکې یې د اوبدونکیو باورونه ، اعتقادات ، هنر او کلتور احساسولې شو . د ایران لاسی قالین د تاریخ په اندازه عمر لری . د نړۍ یو تر ټولو زوړ فرش یا قالین پارازیک په نوم پیژندل کیږی ، د ایرانی قومونو د ذوق او هنر نښه ده . دغه قالین په ۱۹۴۹ میلادی کال کې د پروفیسر رودنکو په وسیله د جنوبی سایبریا د اوست اولاکان کې د پازیریک په نوم په کوڅه کې وموندل شوه او حاضر دمه د سن پطرزبورګ ښار په ارمیتاژ لرغون کوټ کې ساتل کیږی . د پروفیسر ردونکو له نظره د ا قالین دغه قالین د پارت یا ماد ایرانی قوم د لاس هنر دی او د خراسان د شمال په سیمه کی اوبدل شوی ده .
د قالینو کارپیژاندی باوری دي چی د قالین او قالین اوبدنې لومړنې ځای په اسیا کې دې . د هغو په باور ایران ، ترکستان او قفقاز د قالین اوبدلو د هنر لومړنی ځایونه دي . د بیلګې په توګه له میلاده مخکې په اومې پیړۍ کې مشهور یونانی شاعر هومرپه لرغونی ایرانی کی د تخت یادونه کوی چی په ارغوانی رنګ قالینې پټ شوی وو . همداراز نورو شاعرانو ، مورخانو او لیکوالانو په خپلو لیکنو دغه ټکی ته اشاره کړی ده چی ایرانیان عادت لری چی په نرمو او لطیفو قالینو ارام وکړی . پر دې سربیره د ترکیې ، اسپانیا ، ترکمنستان ، افغانستان ، قفقاز ، پاکستان ، هند ، مصر ، چین او حتی رومانیا او بالکان په شان هیوادونو کې هم قالین او قالین اوبدنې دوده او دوی هم په دې زمینه کې فعالیت درلودلی دی .
««««««««««««««««««««««««««««««
ایرانی قالین له یوې یا څو طرحو ، ډیزاینونو او اوبدلو پورې نه محدودیږی . په ایرانی طرحوکې شاه عباسی ، اسلیمی ، افشان ، بته جقه ، درختی ، شکارګاه ، قابی او ترکمن ته اشاره کولې شو چی په دغو طرحو کی هر یوه بیا نور ې ډیرې طرحې لري . ایرانی قالین په رنګونو کې د تنوع په خاطر مشهوره ده . په دغو قالینو کې موجود رنګونه له ۱۵ تر ۲۵ پورې متفاوت رنګونه دی او هر رنګ خپله خاصه معنا لری .
د قالینې د صنعت او هنر د بهتر درک لپاره باید د ایران د قالینو لرغون کوټ ته ولاړ شو . دغه میوزم د ایران د دودیز او سوچه هنر په چوکاټ کې د ایرانی کلتور د دودولو او پراخولو په خاطر رامینځته شوې دې .
د ایران د قالینو لرغون کوټ د پارک لاله په نوم ښکلی پارک کې او د تهران په مرکز کې پروت دې . دغه میوزم په ۱۳۵۶ کې جوړ شوی دی او ډیره ښکلی معمارۍ لری . د هغه د بهر برخه د قالین اوبدنې د دار په شان ده . د ایران د قالین میوزم ۳۴۰۰ مربع میټر مساحت لری او دوه هالونه لری چی د راز راز لاسی قالینو او ګلیم د نندارې لپاره ترې استفاده کیږی . د ایران د قالین په میوزم کې د همکف پوړ هال د قالینو دایمی نندارتون ته بیل دې او د دوهم پوړ هال د موقته نندارتونونو د ترسره کولو لپاره برابر شوی دی . د دغه میوزم د جوړولو هدف په مخینو ، د هنر د تاریخی بدلونونو او کیفیت کې څیړنه ، د ایران د قالینو صنعت ، راغونډول او د راز راز لاسی قالینود نمونې اخیستل دی او هرکال د جوړیدا له لومړیوتراوسه خپلې هنری خزانې کې نوی قالینې زیاتوی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران د قالینو په لرغون کوټ کې د بیلا بیلو پړاونو د قالینو ارزښتمنې نمونې ساتل کیږی . په دغه میوزم کې کابو ۱۵۰ قالینې ، غلیچې او ګلیم ساتل کیږی چی د کاشان ، کرمان ، اصفهان ، تبریز ، خراسان او کردستان په شمول په ایران کې د قالین اوبدنې د ټولو مهمو مرکزونو بافتونه شامل دی . د دغه میوزم د هرې قالینې تر شا یوه خاصه کیسه موجوده ده په دغه میوزم کې یوه ښکلی غالیچه د میرزا کوچک خان جنګلی په غالیچې مشهوره ده چی د کاشانی قالین اوبدونکیو په وسیله اوبدل شوی ده . په دغه قالیچه کی دغه ملی روحانی شخصیت په پوځی جامو کې په ټوپک او طمانچې سره ښودلی کیږی .احتمالاد قالیچې د اوبدلو تاریخ د قاجار پړاو وروستی کلونه دی .
په دغه میوزم کی یوه بله خاصه قالینه له تبریزښارسره اړونده ده او لهخ ۱۲۲۰ هجری قمری کال سره اړه لری . دغه ښکلی قالین چی په قاب قابی فرش مشهوره ده ، له ۲۵ قابونو جوړه شوی ده چی پکې د فردوسی د شاهنامې کیسې بیان شوی دي او د چای خانې د نقاشیانو په سټایل انځور شوی دی . د هر قاب لاندې د شاهنامط یوه کیسه موجوده ده چی په شعر هم اوبدل شوی ده . د دغې قالینې دپاسه یوه کتیبه موجوده ده چی پکې د قالینې د اوبدلو تاریخ او ځای ته اشاره شوی ده .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
قالین اوبدنه د ایرانیانو د پام وړ هنرونو یوه اصلی برخه ده او ډیرې پراخې طرحې او ښکلی نقوش لری . په راز راز قالینو کې تصویری قالین ځانګړی ځای لری . د دغه ډول قالینو اوبدل له تیر وخته موجود دی او د نهمې هجری قمری پیړۍ له وروستیو د هغه اوبدل بیا پیل شوی دی او تر ننه دوام لری . د ایران د قالینو په میوزم کې د بایسنغری شاهنامې تصویرونه نندارې ته وړاندی شوی دی چی پکې د ایران د بډایه کلتور ، هنر ، مذهب ، اسطورې او ادبیاتو ځینې برخې لیدل کیږی .
د ایران د قالینو میوزم یوازې د ښکلیو او تاریخی قالینو نندارتون ته ندی بیل بلکې په دغه لرغون کوټ کې بیلا بیلې برخې وجود لری چی پکې د قالین اوبدنې هنر سره اړونده بیلا بیل کلتوری او هنری فعالیتونه هم ترسره کیږی ، لکه د قالین اوبدنې ، طراحۍ او د بیلا بیلو ورکشاپونو ترسره کول وغیره .
د ایران د قالینو د میوزم یوه مهمه برخه د هغه کتابتون دی چی پکې کابو ۷۰۰۰ ټوکه کتابونه ساتل کیږی . دغه کتابونه په فارسی ، عربی ، فرانسې ، انګلیسی او جرمن ژبو د څیړاندو او هنردوستانو په اختیار کې دي . همداراز د ایران او ختیځ ټاټوبی له قالینې پورې اړونده تحقیقات ، خپرونې او کتابونه ، د مذهب ، هنر او د ایران د ادبیاتو په زمینه کی هم ډیر کتابونه د میوزم په کتابتون کی موجود دي . د کتابتون تر څنګ د میوزم کتاب خرڅولو دوکان هم فعال دی . د میوزم د نندارتون په هال کی هم د ایران د لاسی هنرونو ، قالین اوبدلو په ارتباط فیلمونه او سلایډونه نندارې ته وړاندی کیږی .
پای