د فرانسې ځوانانوته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود روښانونکی لیک
(last modified Mon, 09 Nov 2020 12:25:50 GMT )
Nov 09, 2020 16:55 Asia/Kabul
  • د فرانسې ځوانانوته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود روښانونکی لیک

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې دفرانسې ځوانانو  ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د روښانه کونکي لیک  په باب  له دوهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

   خوږو دوستانو په دغه ننني دوهم مطلب کې نیّت لرو،څو دفرانسې  ځوانانو ته داسلامی انقلاب دستر لارښود له پیغام څخه په الهام اخستو سره، د لویدیځي سیاستونو له منظره  دبیان د آزادۍ غلط کارندوالی بیان کړو او نندارې ته وړاندې کړو،چې د فرانسې حکومت  داسلام په وړاندې  دغلیمانه دریځونو  او ددغه الهي دین  دپيروکارو  مقدساتو په سپکاویو سره تر ټولو   واړۀ انساني اخلاقیات هم  ترپښو لاندې کوي  او  دښاریزو احترام او بشري حقوق  نه رعایتوي .

Image Caption

 

 د بیان آزادي یوه ترټولو ارزښتمنه انساني غوښتنه او حق دی،خو که سم تعریف ورځیني  ونه شي،نو  ورځينی ډيره لګښتي او ناوړه  استفاده او ناسم اخستونونه کیږي .له دې امله د بیان آزادۍ سمې پيژندګلوۍ او د دې د حدودو او اساس ټاکلو ته پام له ډير زیات اهمیّته برخمن دی . داپه داسې حال کې دي، چې  لویدیځ د لیبرل ډيموکراسۍ  دسیاستونو په غوره کولو او په درستې نړۍ کې  د څه دپاسه یو میلیارډ مسلمانانو د سپيڅلتیاؤ  په سپکایو سره،دخپلو سپکو  اقداماتو  په توجیه پسې دي .

                دوستانو  په دغه نننی او  دوهم مطلب کې  د فرانسې ځوانانو ته د  اسلامی انقلاب د معظم لارښود او د مسلمانانو د ولی امر  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  له لنډ پیغامه په الهام اخستو سره،د لویدیځي سیاستونو له پلوه  د بیان د آزادۍ  غلط کارندوالی  بیانوو او  نړۍ ته ښایو چې  د فرانسې حکومت  د اسلام په وړاندې د غلیمانه  دریځ په غوره کولو او دغه راز د ددغه ستر الهي دین د پیروکارو دمقدساتو په سپکاویو سره ، تر ټولو واړه اسلامی اخلاقیات چخڼي کوي او د ښاریزو احترام او  انساني حقوق نه رعایتوي .

د  انساني حقوقو منشور د برابرولو  موضوع، که څه هم  په ظاهره،د بشري ټولنو  انساني حقوقو ته د  احترام  لپاره برابر  شوی ،خو  نن سبا  له بده مرغه  دغه موضوع (یعني د بشري حقوق) له دې مخکې  د انسانانو د اساسي حقوقو د دفاع لپاره  وي ، د نړۍ د سلطه غواړو  قدرتونو د نارواؤ ګټو د  پراخولو لپاره یو لاسوند او  آوزار دی ، چې لویدیځّي هیوادونه په تیره بیا امریکا او اروپائي اتحادیه د خپلو مخالفو هیوادونو په ضد کار کوي .د دوي له نظره ،هغه هیوادونه چې له فکري،اقتصادي او سیاسی نظره  د لویدیځ تابع نه وي  او د دوي د ګټو  دتامینولو په لاره کې ګام  نه پورته کوي ،دښمن ګڼل کیږي . لکه څنګه چې  دم ګړۍ،د نرم جنګ دوران دی،دغه حکومتونه   دخپلو عدالت غواړو او حق پالو مخالفانو دله مینځه وړلو لپاره  د بشري حقوقوددفاع، ډيموکراسۍ او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  په څير د پوچو توجیهاتو له لارې،چې د نړۍ په عمومي افکارو کې ئې روا بریښوي،د جنګ ډګر ته واردیږي  او په دې وسیله د خپلو مخالفانو حیثیّت او هویّت  له مینځه وړي .

Image Caption

 

                 د فرانسې  ځوانانو ته  د متفکر  او روڼ اندي رهبر حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  پيغام، ددغه هیواد  او دنورو لویدیځي هیوادونو  دځوانانو دپرګنو د بصرت  زیاتول او د  خبرو وجدانونو د ویښولو  په دلیل  دی . دوي ددې په اساس  ځوانانو ته سپارښته کوي ،  چې ؛  له خپل ولسمره وپوښتئ ،  ولې  د خداي د لوي پيغمبر  له سپکایو څخه ملاتړ کوي  او دا  د بیان آزادي ګڼي ؟ آیا   دبیان آزادۍ معنا بد رد وئیل ،  هغه هم  مقدس او ځلانده څیرو ته .؟ آیا دغه احمقانه کار د هغه ملت  شعور ته سپکاوی نه دی چې  دی (ماکرون ) ئې خپل ولسمشر ټاکلی دی .؟

  دپام وړ تکی  دلته دی، هغه فرانسه چې  ځان د ډيموکراسۍ  او آ زادۍ ځانګو ګڼي ،  دفرانسې  ځوانانو ته دا سلامی انقلاب د معظم لارښود د پيغام  له خپریدو وروسته  ئې  په اینسټاګرام کې  د ایران د اسلامی جمهوری نظام  له رهبرۍ سره اړونده پاڼه یا  اکاؤنټ وتړۀ. !!! څرنګه کیدلی شي ،دغه حکومت دهغه څه لپاره چې  پخپل تاوان ئې ویني ،یو لړ محدودیّتونه تعریفوي ، خو  د نورو ددینونو مقدساتو ته دس پکاویو لپاره هیڅ چوکاټ په نظر کې نه  لري ؟

د بیان آزادي  د هغو حقوقي آزادیو یو ډول دی چې  دبشري حقوقو په ټولګې کې ورته  پام شوی دی ، هغه څه چې  په نړیوالو سندونو کې د  ؛ بیان د آزادۍ؛په تعریفولو کې ئې وینو ، هیڅکله هم  دنورو د عقیدو د سپکاوي او یا مسخره کولو لپاره  هیڅ توجیه نشته . دبیان آزادي تر  هغه حده  کارندوالی  لري ، چې  د  نورو له حقوقو سره په ډغرې کې نه وي .په نړۍ کې د څه د پاسه یو میلیارډ  مسلمانانو د احساساتو او عقیدې  داغي کول ، ، د بیان د آزادۍ په پلمه نه یوازې له هیڅ منطق او استدلال سره  نه یوازې سمون نه خوري ، بلکې  له همدغو سندونو،کنونشنونو او تړونونوسره په  تضاد کې دي  چې  د بیان آزادي  ئې د یوه انساني حقوق په توګه معرفي  کړې ده .د مثال په توګه،په ۱۹۶۶کال کې  د مدنی اوسیاسی حقوقو   د نړیوال میثاق د نولسمې مادې  دریم بند  ،  په ډاګه د بیان آزادي د خاصو مسئولیّتونو او حقوقو ته پابند کړي دي  او دا ئې د ټاکل شوو   هغو  محدودیَّتونو تابع  کړې  چې  په هغو کې د ملی امنیت یا دعمومی نظم  یا د عمومي اخلاقو  دساتنې په څير  موردونو  او نورو حیثیّتونو یا  حقوقو ته  احترام اوعزت ورکول ذکر شوي دي . همداراز  د  بشري حقوقو  دامریکائي کنونشن  د څوارلسمې مادې  لومړي بند په ۱۹۶۹ کال کې د هغوکسانو حق چې د یوې قانوني رسندويې  په وسیله  د  عمومي خپره شوي ځپونکي،یا د ځينو څرګندونو،یا سطحي یا غیر دقیقو نظرونو په دلیل  ئې تاوان لیدلی،په ځواب وینې او تعقیبونې کې خوندي بللي دي .د بشری حقوقو اروپائي دیوان هم  په ډيرو دوسیو کې د اسلام  پشول ددینو  سپکاوي، د بیان د آزادۍ  په تعریف کې  نه دي شامل کړي .

             د بشري حقوقو په ملاتړ کې د فرانسې  هیواد د ادعاګانو جدي خلاف ورزۍتل ښکاره دي .  په فرانسې کې د ؛ د سکارف یا حجاب  دمنع قانون؛  چې په ۲۰۰۴کال کې تصویب شوی ، د فرانسې د مسلمانانو د ټولنې  د محدودولو لپاره  ؤ،ددغه قانون په سبب،د فرانسې   مسلمانان ، چې  په څه د پاسه شپږ میلیون نفوسو سره د اروپا تر ټولوستر مسلمانه ټولنه  ده،په ښونځیو  او حکومتي او عمومي ځایونو کې د سکارف یا حجاب  له درلودلو منع شوي  دي .او په فرانسې کې د واکمن سیاسی جوړښت سیکولر ماهیّت ته په پام سره، د مسلمانانو  اود تورپوستو او عرب توکمو په څير دفومي او توکمیزو لږکیو په څير دیني لږکي یا اقلیّتونه  په رسمیّت نه پيژندل کیږي  او نه یوازې د پارلیمان  او د نورو فیصله کونکو څوکیو څخه محروم دي، بلکې  د افراطي  او توکمپالو تاؤتریخوالو په نښه هم کیږي  او حتی په څرګنده  ددغه هیواد  لوړروتبه حکومتي  چارواکو په وسیله  ئې  دعمومي رسندویو په وسیله سپکاوي کیږي .دغه سترې ټولنیزې ډلې تر یوه حده څنډې ته شوي  دي،چې  په فرانسې کې  هیڅ یو سیاسی ګوند او ډله ټپله  دوي ته نمایندګي نه ورکوي  او له هیڅ یوه ستر روڼ انده او سیاسی ځواکه برخمن  نه دي .

Image Caption

 

        د شارلي ابدو له بې شرمه  او سپکې خپرونې  او د اسلام د ګران پيغمبر  او   د مهربانۍ او رحمت  بیلګې حضرت محمد مصطفی(ص) په شان کې له ښکاره سپکاویو څخه دملاتړ په وړاندې د فرانسې چلند  هم ښودلې ده ، په فرانسې کې له اسلامه د ویرولو پروسه    حجاب یا ستر ته محدوده  نه ده  او ددغه هیواد  حکومتي او رسندوئي  سیاستونه تل  له مسلمانانو څخه د نفرت او کرکې  دفضا  درامینځةکولو لپاره ده .لکه څنګه چې  په جوماتونو اومسلمانانو باندې  حملې  ډير کم انعکاس لري . مثلا د ۲۰۲۰کال د اکتوبر په اتلسمه نیټه  کله  د ایفل ټاؤر په شاوخوا کې  پر دوو مسلمانو میرمنو یو توکمپال کس په چاقو سره حمله  کوي ،نو دغه خبر د فرانسې په رسندویو کې څه خاص  انعکاس نه لري . همداراز  په بوردو  او بزپریس  ښارونو کې  هم پر جوماتونو  حملوهم ډير لږ انعکاس درلودلی دی .

فرانسه چې ځان د آزادۍ ځانګو ګڼي  او ددینونو سپيڅلتیاؤ ته سپکاوي د بیان د آزادۍ په ټکي سره توجیه کوي ، هغه کسان چې  د حکومت په کرکیجنو او نفرت اچونکو سیاستون ونیوکې کوي ،څنډې ته کیږي . د مثال په توګه ،په فرانسې کې پر سیکولرزم  د څارونکي کمیشن مدیر نیکولاس کډن، چې په مسلمانانو د سټیکر په لګولو کې د حکومت په وروستیو  چلندونو نیوکې کړې وې ، د حکومتي چارواکو له سخت او تند  غبرګونو سره مخامخ  شوی او ځينو ئې  د  مستعفی کیدو غوښتنه کړې ده .

                دوستانو هرډول ترهه  ګر اقدام  چې د هر  هیواد،ملت او دنړۍ په هر ځاي کې  وي، او ترینګلتیاؤ او ناکراریو ته لمن وهي  او داسلامی نړۍ په ضد له اوسنیو شرائطو څخه د ناسمې استفادې زمینې برابروي،باید محکوم شي . د فرانسې چارواکي باید پام ولري،هغه سپکاوي چې  دوي د انساني اخلاقیاتو په نظرکې له نیولو پرته د اسلامی ټولنې سپيڅلتیاؤ ته ئې کوي، د ترهه ګرۍ له نورو افراط پالو اقداماتو څخه لا کم نه دی،الهی دینونو ارزښتونو ته سپکاوي  په هماغه اندازه  محکوم دی  چې د ترهه ګروچلند د رټلو وړ دی .اساسا د نورو په ضد بې سببه تاؤتریخوالي او تیري رټل شوي دي  او  یو الهی دین ئې نه تائيدوی .

بې شکه ، د اوسنیو حالاتو لومړنی مسئولیّت ،   دهغو چارواکو دی ، چې د مسلمانانوڅخه د  همدردرۍ  او د شارلي ابدو په څير د  خپرندویو  د چټي  اقداماتو د مخنیوي لپاره   د هڅې په ځاي ، پر خپلو غلیمانه دریځ ټينګار کوي ، او د مسلمانانو  احساسات لمسوي . دغه  اقدامات به  ددغه هیواد پر اقتصاد منفي اغیزې وشیندي ، ځکه  ددغه هیواد د شیانو په ضد پراخ ولسي  بایکاټونه  هم شروع شوي دي . په عربی هیوادونو کې د  فرانسې  د ولسمشر په  وروستیو کرغیړنو څرګندونو پسې  د فرانسوي شیانو د بایکاټ ؛ هشتګ   په لومړني ټرنډ  بدل شوی  چې  په دې پسې  د کویت ، قطر ،اردن ،عراق  او ځینو نورو هیوادونو پشمول د عربو هیوادونو له ډيرو مارکیټونو فرانسوي شیان بایکاټ شوي دي .

Image Caption

 

                     په دې توګه،په هغې فضاکې،چې له اسلامه د ویرولو  پروسه د بیان په آزادۍ سره توجیه کیږي ،او مسلمانان لمسوي ، ددغه هیواد حکومت  پخپل تاوان  عمل کوي . دوي باید  پام ولري ، چې   په دغه ډول دوه ګوڼو معیارونو کې  دا افراط پال دي ، چې د راتلونکي کال د انتخاباتو په درشل کې  دخپلو سیاسی موخو دپرمخ بیولو لپاره  له خړو اوبو کبان نیسي  او  دغو رامینځةشوو ا ختلافاتو ته  لمن وهي  او پخپله ګټه ورخيني استفاده کوي . په دې توګه،ورځ تر بلې  د هیواد  مدني آرامښت او ټولنیز انسجام  کمییږي او  ټولنه  به ددیني  تاؤتریخوالو ، افراط پالنې او درز اونفرت په لور وکاږل شي .

 خوږ و دوستانو ، ددغه مطلب وخت  پاي ته په رسیدو دی ،  په پاي کې  دغې جمع بندۍ ته رسیږو چې  لویدیځي هیوادونه  د ولسواکۍ په  نامې سره  تل د خلکو  عقیدې ته دا حترام  خبره کوي ، خو هغه څه چې په نړۍ کې  دڅه دپاسه دوه میلیارډمسلمانانو  عقاید داغی کوی ، د عقایدو  دخلاف ورزۍ ممنوعیّت او  دغه راز د احترام  هیڅ خبره نه کوي . د بیان آزادي ، بې شکه  د اخلاقي ارزښتونو د له مینځه وړلو د آزادۍ او د سپکاویو د آزادۍ په معنا  نه ده ،  که  ده ، نو بیا ولې د فرانسې  هیواد چارواکو دوه ځله همدغه خپروندویه د فرانسې د ملی ارزښتونو ته د سپکاویو او د فرانسې په ولسمشر د ملنډو وهلو  په خاطر بنده کړې وه ؟

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************