سجیل بالیسټک توغندې، د ایران د توغندوي توان نښه
(last modified Fri, 22 Jan 2021 16:39:55 GMT )
Jan 22, 2021 21:09 Asia/Kabul
  • سجیل بالیسټک توغندې، د ایران د توغندوي توان نښه

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د پیامبر اعظم ۱۵ مانورې ترسره کیدو او د بالیسټک توغندیو ویشتل کیدو یوځل بیا د نړۍ پام د ایران د اسلامي جمهویرت توغندوي توانمنیو ته راواړوه.

د سپاه پاسداران هوايي ځواک د تیرې مرغومي د میاشتې په ۲۷ نیټه د پیامبر اعظم ۱۵ په نامه پوځي مشقونو په دویمه ورځ د هم دغه ځواک د اطلاعاتي سیسټمونو له خوا د فرضي دښمن د تیري ګرو کشتیو د موقعیت له معلومولو وروسته د مینځ واډنه بالسټک توغندیو په کارولو سره د ۱۸۰۰ کیلومیټرو په فاصلې سره د هند سمندر په شمال کښې موجود یوشمیر اهداف ویجاړ کړل.

فاکس نیوز امریکایي چینل په دې هکله رپورټ ورکړ چې ایراني توغندي د هند سمندر په شمال کښې د امریکې د (نیمټز) نومې جنګي بیړۍ په تقریباً سل مایلي واټن کښې لګیدلې دي. دا پیښه په نړۍ کښې د کشتۍ ضده بالیسټک توغندیو په بحث کښې یو سټراټیجک بدلون دی ځکه چې تر ننه پورې هیڅ کوم هیواد دا ډول توغندي، په دې رول او دې واټن سره نه دي کارولي.

په یاده مانوره کښې (قدر) او (عماد) توغندي او (سجیل) توغندی استعمال شول چې وتوانیدل د ۱۸۰۰ کیلومیټرو په فاصله کښې په ډیر رساوالي سره سمندري اهداف وولي. داشان د ایارن د سمندري میزایلونو واټن له دوه چنده اوښتی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

سجیل بالیسټک میزایل د ایران یو ډیر چټک بالسټک توغندې ګڼل کیږي. د سجیل توغندي جوړول او د وسله والو ځواکونو په عملیاتو کښې یې شاملیدل د ایران د دفاعي توانمنیو پیاوړتیا ته د دفاع وزارت د پاملرنې نښه ده. د امریکې نیشنل انټرسټ خبري سایټ په ۲۰۱۷ کال کښې د (نړۍ ولې باید له ایراني توغندیو وویریږي؟) تر عنوان لاندې یو رپورټ کښې، سجیل توغندې د ایران د توغندوي صنعت د ترقۍ نښه بللې وه. د خرمشهر توغندي له مخ کتنې نه تر مخکښې پورې سجیل د ایران جوړ ترټولو پرمختللې توغندې ګڼل کیده ځکه چې د جامدو سونګو په کارولو سره یې د ۶۵۰ کیلوګرامه درندې خولۍ د وړلو توان درلود.

*/*/*/*/*/*/

 

 

سجیل د جامدو سونګو لرونکو بالسټک توغندیو له نسل څخه وړومبنې لرواټنه توغندې دی. د پوځي کارپوهانو په وینا، د داسې یو میزایل د جوړولو ټیکنالوجۍ ته د ایران لاسرسې یعنې دا چې ایران د بالسټک توغندیو د جوړولو په برخه کښې د ټیکنالوجۍ لوړ حد ته رسیدلې دی. سجیل۲ توغندې د سجیل ۱ پرمختللې ډول دی چې ورسره په پرتله کښې د توغولو لپاره لږ وخت اخلي او په دې وجه زیاته عملیاتي چټکتیا لري. د پوځي چارو کارپوهان سجیل بالسټک توغندې په ایران باندې د صهیونیسټي رژیم د هر ډول تیري لپاره د ایران له وړومبنیو انتخابونو ګڼي او دا هغه موضوع ده چې دغه توغندې یې له مخکښې نه زیات د پاملرنې وړ ګرځولې دی ځکه چې د ایران او نیواکي فلسطین ترمینځ فاصله یوازې ۱ زر او ۳۰۰ کیلومیټره ده او دا توغندې له ۷ نه تر ۱۰ دقیقو پورې تل ابیب ته رسیدې شي.

د صهیونیسټي رژیم پوځي کارپوه طال عنبر باوري دی چې که ایران سجیل توغندي د نیواکي فلسطین په لور وتوغوي نو د هغه جامدو سونګو او ډیرې چټکتیا ته په پام سره، د صهیونیسټي رژیم د توغندي ضده سیسټمونو لپاره یه د هغو مخنیوی ډیر ګران وي. اسرائیل چې نن سبا له بالیسټک توغندویو سره د مقابلې لپاره کوم سیسټمونه لري په هغو کښې ترټولو ترټولو نوی (آرو۳) دی. د سجیل توغندي د ځانګړتیاؤ په بیانولو کښې دې ټکي ته اشاره شوې ده چې دغه توغندې له دغو سیسټمونو د اوړیدو او د خپلو اهدافو د ویشتلو توان لري.

*/*/*/*/*/*/*/

 

 

له سطحې نه د سطحې ویشتونکې سجیل بالسټک توغندې د بلاک۱، بلاک۲ او بلاک۳ په شمول دریو برخو جوړ شوی دی. دغه توغندې په څه باندې ۲۳ ټنه وزن او د جامد سونګو په دوه مرحله ایز موټر سره چې د حرکت چټکتیا یې په یوه ثانیه کښې تر ۴ زره او ۳۰۰ میټرو پورې رسیږي، په ډیرې ځیرکتیا سره د په نښه شویو اهدافو د نابودولو توان لري. د دغه توغندي فاینل واټن ۲۰۰۰ کیلومیټره دی او د ایران ډیر پیاوړې بالیسټک توغندې ګڼل کیږي. که څه هم د سپکې خولۍ په وړلو سره دغه واټن لازیاتیدې شي.

سجیل د بیلیدونکې خولۍ په وړتیا سره دوه پړاویز میزایل دی چې وزن یې ۶۵۰ کیلوګرامه اعلان شوی دی. د سجیل توغندي اوږدوالی تقریباً ۱۸ میټره او قطر یې ۱۲۵ سینټي میټره ده او له مختلفو زاویو د توغول کیدو توان لري. په کلي توګه بالسټک توغندي له ثابتو او متحرکو لانچرونو څخه په عمودي توګه یا په ترڅ توغول کیږي او د ځمکې له مداره وځي. پوځي ماهران باوري دي چې سجیل میزایل د شهاب۳ توغندي پرمختللې ماډل دی. شهاب توغندي مایع سونګ استعمالوي چې نن سبا زیاتره د سپوږمکۍ وړونکو توغندیو د توغولو لپاره کارول کیږي. که څه هم نن سبا هم ځیني هیوادونو د بالسټک توغندیو په تولید کښې لاهم مایع سونګ استعمالوي خو (جامد سونګ) او (مرکب جامد سونګ) چې په کښې د جامد سونګو په اپوټه د سونګو ماده او اکسایډ کونکي ګډ شوي دي او سونګ د شیشو په شکل بدلیږي او د سوزیدو بهیر ته دوام ورکوي او نن سبا ډیر دود سونګ دي. د مایع سونګو په پرتله د جامدو سونګو د کارولو ډیره مهمه ګټه د ډیر وخت لپاره د دغو سونګو کاریدل دي. مایع سونګ ډیره لږه ماندګاري لري او پکار دي چې څه وخت پس د توغندي سونګ خامخا بدل شي خو جامد سونګ تر څو کلونو پورې صحي پاتې کیدې شي په دې وجه د دغو میزایلونو استعمال هم اسان دی.  */*/*/*/*/*

یو عامل چې د توغندوي په ډیزایننګ کښې ډیر اهمیت لري، له توغولو مخکښې د میزال د تیارولو چټکتیا ده. د توغندي ډیزاینرانو سجیل د دغې ځانګړنې په پیروۍ سره جوړ کړی دی. د ایران د جامد سونګو د وړومبني لرواټنه توغندي په توګه سجیل میزایل په څو دقیقو کښې توغول کیدو ته تیاریږي او له توغیدو وروسته یې توغونکې ګاډی هم په چټکۍ سره د توغولو له ځایه لرې کیږي چې په سجیل بالسټک توغندي کښې دغه ځانګړتیا له توغیدو مخکښې د میزایل د نابودۍ د احتمال د کمیدو سبب کیږي. په عین حال کښې د دغه توغندي د زیاتې چټکتیا په وجه یې د چاودیدو امکان ډیر کم دی.

سجیل توغندې په دوو انجڼنو سره دوه مرحلې لري او د نوي نسل د جامدو سونګو د کارولو او ډیرې چټکتیا په وجه یې په هدف باندې د لګیدو امکان ډیر زیات دی. د سجیل د عمل مکانزم په دا ډول دی چې د ځمکې له مداره د توغندي له وتلو وروسته توغندي په افقي حالت کښې راځي او له مداره بهر حرکت کوي او د هدف د پاسه له رسیدو سره سم دوباره مداره ته داخلیږي او د ځمکې د جاذبې په کارولو او ډیرې زیاتې چټکتیا سره په هدف متمرکز کیږي او ورغوټه کیږي. د ځمکې مدار ته د سجیل بالسټک توغندي د ستنیدو او په نښه باندې د لګیدو ګړندې والی یې تقریباً ۱۳ ماخ دی چې دغه خپله د ټولو دافع هوا سیسټمونو لپاره د توغندي له مینځه وړل (ناممکنه) کوي.

*/*/*/*/*/*/*/

 

په دغه توغندي کښې نوی نیويګیشن سیسټم او ډیر پیچلي سنسرونه د هغه د رساوالي د زیاتیدو سبب شوي دي او د دنیا د پرمختللو راډارونو لپاره یې د سجیل معلومول ډیر ګران کړي دي. سجیل په یو داسې ډول ډیزاین شوی دی چې د امریکې (پاټریوټ) او د اسرائیلو (آرو۳) نومې دافع هوا او توغندوي ضده سیسټمونه یې د مقابلې توان نه لري . په سجیل توغندي کښې د راډار ضده پوښښونو کارول د ایران د دفاعي او پوهنتوني برخې د ماهرانو په هلوځلو سره ممکن شوي دي. د ځانګړي رنګ، د توغندي د باډۍ د جنس او د ځینو خاصو الیکټرونیکي سیسټمونو استعمال، له راډاره د دغه توغندي د تښتیدو ارګان دي چې په هره برخه کښې ایراني ماهران توانیدلي دي ډیرې لوړې ټیکنالوجۍ ته لاس پیدا کړي او له خاصو ځانګړتیاؤ یې هم ګټه پورته کړې ده. په سجیل۲ توغندي کښې د میزایل په خولۍ کښې یولړ بدلونونه شوي دي په تیره بیا د لارښوونکو پرو ورزیاتیدل، چې ورسره د دغه میزایل رسا والی ډیر زیات شوی او له ۵۰ میټرو کم شوی دی. سجیل۲ توغندي د سجیل۱ په نسبت په ماډرن نیويګیشن سیسټم او دقیقو او پرمختللو سنسرونو سنبال شوی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*