د رڼا سرچینې (۱۵۰) د ارزښت ورکولو نظام رهبري
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۵۰م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د زخرف سورت له ۳۱م څخه تر ۳۲م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.
«ولید بن مغیره» (Al-Walid ibn al-Mughira)، هغه نوم چې د ټولو عربو قبیلو لپاره، حتی د مدینې او شام خلکو لپاره هم پېژندل شوی او آشنا وو. هغه د قریشو تر ټولو بوډا او اغېزمن شخص وو، چې عظمت او واکمني یې لرله اوهغه ته یې «حکیم عرب» ویلو. ډېرو شاعرانو به خپل شعرونه د نظر ورکولو لپاره، هغه ته لوستل. هر هغه شعر چې هغه به خوښ کړ، هغه به غوره شعر ګڼل کېده. همدارنګه هغه ډېره لویه شتمني لرله؛ سلګونه اوښان یې د سوداګرۍ لپاره او سلګونه غلامان او وینځې یې په واک کې وو.
ولید ځینې وخت د مکې ټولو خلکو ته به څو ورځې ماښام او غرمه خواړه ورکول. ټولو به د هغه درناوی کاوه او خبره یې منله. نوموړی هغه څوک وو چې یوازې به یې د کعبې د یوه کال د پوښ لګښت ورکولو، په داسې حال کې چې ټولو قریشو به خپل مالونه او شتمنۍ راټولولې، ترڅو په یوه کال کې د کعبې کور ته پرده برابره کړي. له همدې امله هغه د ټولو قریشو په وزن برابر وو او هغه به یې« عِدْل» نومولو.
یوه ورځ د قریشو مشران ورته راغلل او ويې ویل: ته چې هوښیار او ځېرک یې او شعر او وینا ښه پېژنې، موږ ته ووایه، محمد چې څه وايي، هغه څه دي؟ آیا جادو دی، که سحر دی، که خطابه ده؟ ولید بن مغیره وویل: باید د هغه خبرې له نژدې واورم، بیا به نظر ورکړم. نو له همدې امله پاڅېده او راغی، په حجر اسماعیل کې د محمد صلی الله علیه و آله وسلم خواته نږدې کښېناست او پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ته یې وویل: اې محمده! د خپل شعر یوه برخه ما ته ووایه.
پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم وفرمایل: شعر نه دی، بلکې د خدای کلام دی چې پیغمبران یې رالېږلي دي. ولید ترې وغوښتل چې د هغه یوه برخه ورته ولولي. د خدای پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم هم د «فصلت» سورت یوه برخه ولوستله، تر هغه چې ۱۳م آیت ته ورسېد چې فرمايي:
«فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنْذَرْتُکُمْ صاعِقَةً مِثْلَ صاعِقَةِ عادٍ وَ ثَمُودَ:
که د دې آیاتونو له اورېدو یې مخ وګرځاوه، اې پیغمبره! ووایه زه تاسو له هغه صاعقې څخه وېروم، لکه هغه چې پر عاد او ثمود قومونو راغلې وه».
همدا چې ولید دا آیت واورېد، سخت وډار شو او پر بدن یې ویښتان ودرېدل. نور یې ونشو کړای چې وزغمي، پاڅېده او د قریشو پر ځای خپل کور ته ولاړ او دروازه یې کلکه بنده کړه. د قریشو څو تنه نوموتي کسان د ابوجهل خواته ولاړل او ويې ویل: «ولیده، ستا تره، د محمد دین منلی دی! او له هغه وخته چې د محمد خوا ته تللی، نور زموږ خوا ته نه دی راغلی. هغه د محمد خبرې واورېدلې او خپل کور ته ولاړ».
بله ورځ ابوجهل د ولید کور ته ولاړ او په غمجن غږ سره یې ورته وویل: کاکا! موږ دې وشرمولو او رسوا دې کړلو! ولید له دې خبرې حیران شو او ويې ویل: څنګه اې وراره؟ ابوجهل په هماغه غږ سره وویل: ځکه چې د محمد دین دې منلی دی! ولید بن مغیره یوه ترخه موسکا وکړه او ويې ویل: «هېڅکله! ما د محمد دین نه دی منلی او لا هم د خپل قوم او پلرونو پر دین (بت پرستۍ) باندې پاتې یم.
خو دا هم باید ووایم چې ما له محمد څخه یوه سخته خبره واورېده چې بدنونه لړزوي». ابوجهل چې د ولید له دین څخه ډاډمن شو، ويې ویل: ستا په نظر آیا هغه خبره شعر دی؟ ولید وویل: نه، هغه څه چې ما واورېدل شعر نه وو. ابوجهل وویل: نو ستا په نظر هغه خطابه وه؟ ولید په متفکرانه حالت سره وویل: نه! ځکه چې خطابه یو تړلی کلام دی، خو د محمد خبرې تیت پرک کلام دی، چې له یو بل سره ورته والی نه لري او ځانګړې ښکلا لري. ابوجهل بیا وپوښتل: که نه شعر دی او نه خطابه، نو څه دی؟ ولید وویل: پرېږده چې په اړه یې ښه فکر وکړم.
بله ورځ د قریشو مشرانو ولید بن مغیره یې ولیدلو او ويې ویل: ښه، ستا په نظر هغه څه چې هغه وايي، څه دي؟ ولید وویل: ووایاست چې د محمد خبرې سحر دي، ځکه چې د خلکو زړونه یې خپل لوري ته جذب کړي دي!
«عروة بن مسعود ثقفي» (ʿUrwah ibn Masʿūd al-Thaqafī)، د طائف (Taif) ښار یو مشر وو. هغه نه یوازې په طائف کې لوی او محترم وو، بلکې د حجاز ډېری خلکو به هم په لویوالي پېژانده. عروة بن مسعود ثقفي، د عربي ټاپووزمې دویم لوی شتمن ګڼل کېده. هغه او ولید بن مغیره، د محمد صلی الله علیه و آله وسلم له بعثت مخکې، په خپلو لویو شتمنیو سره د عربو رهبري کوله او خپل باورونه یې په اسانۍ په ټولو ځایونو کې خپرول. خو کله چې د خدای له لورې یو پیغمبر، هغه هم له کمزورو او محرومو طبقو څخه، په مکه کې راڅرګند شو، هر څه بدل شول.
شتمنه طبقه، له نورو ټولنیزو طبقو څخه زیات، محمد صلی الله علیه و آله وسلم یې د نبوت ادعا له امله سپک کاوه او ورسره یې مبارزه پیل کړه. دوی په لومړي سر کې وویل: خدای خپل پیغمبر د بشر له جنسه نه ټاکي؛ فرښتې ښه کولای شي دا مسئولیت پر غاړه واخلي! خو کله چې هغوی ته د پخوانیو پیغمبرانو بېلګې وړاندې شوې چې پیغمبران له بشر څخه وو، ويې ویل: که ټاکل شوې وي چې خدای له بشر څخه پیغمبران وټاکي، له محمد څخه زیات مستحق کسان هم شته. مقصد یې ولید بن مغیره او عروة بن مسعود وو. البته حق یې درلود چې دا ډول بهانې راوړي؛ ځکه د دوی په نظر؛ مال، شتمني، ظاهري مقام او شهرت د انسانانو د ارزښت معیار وو او د قبیلې مشر کولای شول چې خدای ته تر ټولو نژدې کس وي.
نو دوی ته حیرانوونکې وه چې دا د خدای فضل د دوی له ډلې پر یوه باندې هم نازل شوی نه دی او د محمد په څېر پر یوه یتیم باندې نازل شوی دی او دا د دوی لپاره د منلو وړ نه وو. هغه څه چې دلته ویلای شو هغه دا دي چې د دوی فکر د دوی ناسم فکري نظام ته ورګرځېده او بې له شکه د بشري ټولنو لوی آفت او د فکري انحراف اصلي لامل همدا ناسم نظامونه دي چې ځینې وخت حقایق په بشپړه توګه سرچپه ښيي.
په داسې حال کې چې په هغه نظام کې چې پر صحيح اصولو ولاړ وي، الهي بلنه هغه چا ته ورکول کېږي چې د تقوا روح یې ټول وجود ډک کړی وي؛ یو هوښیار انسان، قوي اراده لرونکی، پیاوړی، زړور او دردپېژندونکی؛ نه هغه کسان چې ښایسته کاليو، قیمتي ماڼیو، بېلابېلو زیورونو او تجملاتو باندې تړلي وي او په زړه کې نه بتانو باندې عقیده لري او نه په بل څه باندې، بلکې یوازې هدف یې په ټولنه کې خپل نوم روښانه کول دي!
خدای تعالی د زخرف سورت په ۳۱ او ۳۲ آیاتونو کې هغو کسانو ته چې د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم له پیغمبرۍ څخه ناراضه وو، دا ډول فرمایي:
«وَ قالُوا لَوْ لا نُزِّلَ هذَا الْقُرْآنُ عَلى رَجُل مِنَ الْقَرْیَتَیْنِ عَظِیم / أَهُمْ یَقْسِمُونَ رَحْمَتَ رَبِّکَ نَحْنُ قَسَمْنا بَیْنَهُمْ مَعِیشَتَهُمْ فِی الْحَیاةِ الدُّنْیا وَ رَفَعْنا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْض دَرَجات لِیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضاً سُخْرِیًّا وَ رَحْمَتُ رَبِّکَ خَیْرٌ مِمّا یَجْمَعُونَ:
او ویې ویل: ولې دا قرآن پر یوه لوی سړي (شتمن او مقام لرونکي) له دې دوو ښارونو (لکه له مکې څخه پر ولید بن مغیره او له طائف څخه پر عروة بن مسعود باندې) نه دی نازل شوی؟! آیا هغوی دي چې ستا د پروردګار رحمت وېشي؟ موږ یو چې د دوی د حیات وسایل مو په دنیوي ژوند کې د دوی ترمنځ وېشلي او ځینې مو پر نورو په درجو کې ( په مادي او معنوي کمالاتو کې) لوړ کړي، ترڅو ځینې یې ځینې نور په خدمت کې ونیسي، او ستا د پروردګار رحمت له هغه څه چې دوی یې راټولوي، ښه دی.»
ژباړه: زماني