د ایران لرغون کوټ سیل (۱۶)
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i96074-د_ایران_لرغون_کوټ_سیل_(۱۶)
د محسن مقدم پلرنې کور د تهران له لرغونو او ارزښت لرونکو او یادګارو ځایونو دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2021 08:53 Asia/Kabul
  • د ایران لرغون کوټ سیل (۱۶)

د محسن مقدم پلرنې کور د تهران له لرغونو او ارزښت لرونکو او یادګارو ځایونو دی

مقدم موزیم یا کور چې ځینې باوري دې د څیزونو او معمارۍ له امله د ایران ترټولو ګران کور دی په تهران کې د دې ښار د شمالي ضلع په امام خمیني سړک واقع دی. دا کور اوږدې کیسې لري او د دې جوړښت د قاجار دورې ته ګرځي. د مقدم کور، د تهران د احتسابیه ادارې مشر او په برن سوئیس کې د ایران مختار وزیر (له سفیر وروستو) احتساب الملک محمد تقي خان کورنۍ د اوسیدو ځای و. بیا دا کور د زوي دکتر محسن مقدم (1900-1987) چې د تهران پوهنتون د لرغون پیژندنې استاد و، په اختیار کې و، احتساب الملک دوه زامن حسن او محسن نومیدل چې د زدکړو د دوام لپاره یې اروپا ته ولیږل. حسن مقدم په ادبي، سیاسي او ټولنیزه حوزه کې ډیر فعال و خو په ځوانې کې د ټي بي بیمارۍ له کبله مړ شو. له هغه ډیره مشهوره ډارامه«جعفر خان له فرنګ راغۍ» پاتې ده.

خو د محسن مقدم داستان له یو بل توپیر سره مخ شو، هغه په فرانس کې له سلما کویومجیان چې د بلغار اصالت یې درلودو اشنا کېږي. سلما خپل زدکړې په سورن پوهنځي، لوور او د لرغون پیژند پیرس په انسټیټیوټ کې ترلاسه کړې. هغې په ۱۹۳۶ کال کې له محسن مقدم سره واده وکړ او ایران ته راغله. دوي په کلتوري وزارت کې وګمارل شول او د ایران د لرغونو آثارو څارنې ماموریتونه یې ترسره کول. همداشان د عتیقات ادارې تخنیکي څارونکې په توګه په شوش کې فعالیت کولو. له هغې وروستو، سلما د ایران د ملي موزیم د کتابتون مشره شوه. دوي د خپلو علمي فعالیتونو ترڅنګ د ایران د تاریخي او کلتوري میراث د ساتنې لپاره د تاریخي څیزونو او آثارو راټولول پيل کړ. دې جوړې ډیر قیمتي آثار راټول کړ لکه کاشي، د تراشیدلو کاڼو ټوټې وغیره  له تاریخي او دودیزو ځایونو په الهام سره دوي د دې لرغونې حویلې په کونجونو کې په زړه پورې څیزونه نصب کړ او نور تاریخي څیزونه لکه لوخې، شیشه، نقاشي، سیکې، مهرونه او تاریخي سندونه او نور څیزونه په دغه پلرني کور کې د موزیم په بڼه تنظیم کړې او ساتلې دي. دا کور په ۱۳۵۱ کال کې د محسن مقدم لخوا د تهران پوهنتون ته ډالۍ شو او نن د تهران له لرغونو او یادګارو ځایونو دی چې په موزیم کې بدل شوې دی.

لکه څنګه چې مو اشاره وکړه، د محسن مقدم پلرنې کور د تهران له لرغونو او ارزښت لرونکو او یادګارو ځایونو دی. دا کور اوس هم په دوه زره یو سل او اوولس مربع متر باندې شتون لري او اصلي ودانۍ ته په کلونو کې بیلابیلې برخې زیاتې شوې دي. محسن مقدم په ۱۹۸۷کال کې په ۸۶ کلنۍ کې مړ شو او سلما تر ۱۹۹۰ کال د هغه د میراث ساتنه کوله او له هغې وروستو د تهران پوهنتون د دې مسؤل شو. دا موزیم په ۲۰۰۰ کال کې د ایران د ملي آثار په توګه ثبت شوی دی. دا ملي اثر د معمارۍ له مخې هم خپل سارې نه لري. د دې عمارت نورې ودانۍ هم د ایراني هنر سمبولونه دي. د دې کور د معمارۍ یو ترټولو اصلي ځانګړتیا له تاریخي آثارو سره د دې معمارۍ فضا ده.

لومړې څیز چې مقدم کور ته په ننوتلو سره د خلکو پام ځان ته جلب کوي، فیروزه حوض او په شاوخوا کې شمدانونه دي چې ډیره ښکلې ننداره یې رامینځته کړې ده او په کور يې د مینې او خلوص ډکه فضا واکمن کړې ده. د میوزیم په ځمکو کې کرل شوې ګلونه، کار او د ځای جوړونه هم د سیلانیانو او لیدونکو لپاره ډیره خوندور فضا لري او د ایراني باغونو نمایندګي کوي. مقدم کور له درېو انګړونو جوړ شوې دی چې بهرنې انګړ، دنننې انګړ او دریم انګړ لري.

کله چې اصلي ودانۍ ته را ننوځې نو کولی شۍ د مقدم کورنۍ له فعالیتونو، کارونو، علمي او شخصي ژوند سره زیات اشنا شۍ چې د انځورونو په چوګاټ کې، د شخصي څیزونو په توګه نندارې ته وړاندې شوې دي. د اصلي ودانۍ په بله برخه کې یا د استقبال په تالار کې د پخلنځي څیزونه، لرګو جوړ څیزونه، لرغوني صندوقونه پراته دي. د استقبال په تالار کې د علمي فعالیتونو او له میلمنو د میلمستیا څیزونه هم شتون لري چې په اوس وخت کې دا آثار او تاریخي څیزونه په مقدم موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې دي.

د دې عمارت یو بله ودانۍ چې «خانه اربابي» نوم لري. په دې عمارت کې د محسن مقدم د ژوند په وخت کې په ۱۹۶۶ کال کې د هغه له شاګردانو ډاکټر ابولقاسمي په مرسته د اروپا د مینځنۍ دورې په بڼه جوړ شوې د، ډاکټر مقدم هڅه دا وه چې د ایران د خلکو له هنرونو یوه برخه په دې ځای کې نندارې ته وړاندې کړم. دا ودانۍ بیلابیلې برخه لکه کدخدا، حمام، صدفي کوټه، د دخانیاتو څښلو کوټه، او زیرخانه لري.

د اربابي عمارت په شمالي ضلع کې، په څو ستونو یو دالان د ډاکټر مقدم لخوا جوړ شوې او دا د زندیه او قجار زمانو له ټایلونو سره سینګار شوی دی. د دالان په مینځ کې یو وړوکې حوض چې له فتحعلي شاه قاجار حمام سره تړون لري اېښودلې شوط چې اوبه یې په فوارې تویږي او له وړوکې نالۍ ډنډ ته داخلیږي. دا په اسپانیا کې د باغ الحمرا سمبول دی چې دکتر مقدم دغه هیواد ته په سفر کې لیدلې و او له هغې یې اخذ کړې و.

د مقدم کور یو ترټولو ښایسته ځای دیوار تجدد دی چې د هوشنګ سحون مهندس د معماری او طراحې د مهارت نښه ده. دا دیوال چې له څو مارپیچي ستنو چې له اصفهان څلویښت ستنو ماڼۍ ته ورته دي جوړ شوې دی او د انګړ بهرنۍ او دنننۍ انګړ یې له یو بل جدا کړې دی. وایي چې ډاکټر مقدم دا ستنې د ناصر الدین شاه د خور د ماڼۍ د ویجاړولو پرمهال دې ځای ته انتقال کړې وې.

اوس د مقدم کور دننني انګړ ته ورځو، دا انګړ قاجار کوټه، ناستې کوټه او زیر ځمکه لري. قاجار کوټه ډاکټر مقدم د قاجار او زندیه له وختونو ډیر ارزښت لرونکي آثارو سره سینګار کړې ده. له اصفهان د زندیه ګچو جوړه طاقچه او د ناصرالدین شاه د میرمنې له ماڼۍ راوړې اور ځای په دې کوټه کې شتون لري چې له هم دې امله دې ته د قاجار کوټه ویلې کېږي. له ځینیو نورو  اثارو چې د قاجار او پهلوي دورې پورې اړ دي کولی شو د ناستې په کوټه کې ننداره کړو چې په تیر وخت کې د ډاکټر محسن مقدم او میرمنې یې د اوسیدو اصلي ځای و. په دې برخه کې یو شمیر قلمدان، بکسونه او د ډاکټر مقدم لخوا جوړ شوې نقاشۍ نندارې ته ایښودلې شوې دي.

په مقدم کور په پایه کې، یو بل انګړ ته رسیږو، دا انګړ په لومړیو کې د پخلنځۍ او د خدمتګارو د استوګنې ځای لري او په شرقي جنوب برخه کې یو بل انګړ واقع دی، په محسن مقدم د ژوند په وخت کې له هغې د انبار په توګه استفاده کیده خو اوس له بیا روغونې وروستو دغه برخه د موزې د ادارې په توګه فعالیت کوي.