د علامه محمد اقبال د زوکړې کلیزه
(last modified Tue, 09 Nov 2021 00:30:03 GMT )
Nov 09, 2021 05:00 Asia/Kabul
  • علامه محمد اقبال
    علامه محمد اقبال

د نومبر د میاشتې نهمه نیټه د مشهور شاعر علامه محمد اقبال لاهوري د زوکړې کلیزه ده.

د تهران راډیو ډیرو ګرانو او قدرمنو مینه والو السلام علیکم!

علامه اقبال یو عارف مسلکه او رسیدلی انسان و چې تقریباً یونیم سل کاله مخکښې د پاکستان په سیالکوټ ښار کښې وزیږیده. . علامه اقبال د فارسۍ او اردو ژبو د ډیر ستر شاعر دی چې هم د پاکستان ملي شاعر دی او هم په شاعرِ مشرق باندې مشهور دی.

مسلمِ اول شه مردان علی                            عشق را سرمایه ی ایمان علی

از ولای دودمانش زنده ام                            در جهان مثل گهر تابنده ام

زمزم ار جوشد زخاک من ازوست                 می اگر ریزد ز تاک من ازوست

مرسل حق کرد نامش بوتراب                      حق «یدالله» خواندش اندر کتاب

هر که دانای رموز زندگیست                      سِرِّ اَسمای علی داند که چیست

خاک تاریکی که نام او تن است                 عقل از بیداد او در شیون است

شیر حق این خاک را تسخیر کرد                 این گل تاریک را اکسیر کرد

مرتضی کزتیغ او حق روشن است                بوتراب از فتح اقلیم تن است

هر که در آفاق گردد بوتراب                      باز گرداند ز مغرب آفتاب

از خود آگاهی یداللهی کند                       از یداللهی شهنشاهی کند

ذات او دروازه ی شهر علوم                      زیر فرمانش حجاز و چین و روم

حکمران باید شدن بر خاک خویش             تا می روشن خوری از تاک خویش

دا د علامه محمد اقبال له وړومبنیو شعرونو څخه دی. د اقبال اجداد او نیکونه د کشمیر برهمن وو او په یوې سني مذهبه کورنۍ کښې وزیږیده.

پلار یې له خاتم الانبیاء صلوات ا... علیه سره د مینې په وجه د هغه نوم (محمد) کښیښوده او د کور په مکتب کښې یې ورته د قرآن زده کړه ورکړه. ځلمي محمد د قرآن کریم په رڼا کښې د پيغمبر اکرم له اهل بیتو علیهم السلام سره مینه وموندله او ژبه یې د هغوي په مدحه کښې خلاصه شوه. هغه د رسول ا... مبارک د ګرانې لورې بي بي فاطمه زهرا سلام الله علیها د مقام او منزلت په مدحه او ستاینه کښې په یو شعر کښې وايي:

مریم از یک نسبتِ عیسى عزیز                               از سه نسبت، حضرت زهرا عزیز

نور چشم رحمة للعالمین                                       آن امام اولین و آخرین

آنکه جان در پیکر گیتى دمید                                   روزگار تازه آیین آفرید

بانوى آن تاجدار هل أتی                                        مرتضى مشکل گشا، شیرخدا

مادر آن مرکز پرگار عشق                                      مادر آن کاروان سالار عشق

آن یکى شمع شبستان حرم                                     حافظ جمعیت خیر الامم

تا نشیند آتش پیکار و کین                                      پشت پا زد بر سر تاج نگین

در نواى زندگى سوز از حسین                                 اهل حق حرّیت آموز از حسین

سیرت فرزندها از امّهات                                        جوهر صدق و صفا از امّهات

مزرع تسلیم را حاصل بتول                                     مادران را اسوه کامل بتول

علامه محمد اقبال خپلې زده کړې د کور له مکتبه او د قرآن کریم له زده کړې څخه پيل کړې، بیا یې عربي، فارسي او انګریزې ژبې زده کړې او د فلسفې د شاګردۍ لپاره د لاهور پوهنتون ته لاړ. ورپسې یې د فلسفې په برخه کښې دکترا یا پي، ایچ، ډي له کیمبرج پوهنتون او د جرمني له میونخ پوهنتون څخه ترلاسه کړه او (په ایران کښې د فلسفې د بهیر) په هکله یې خپله رساله ولیکله. د رسالې موضوع یې له ایران او فارسۍ ژبې سره د مینې او دلچسپۍ نښه ده او دغې مینې یې بیا په شعرونو کښې هم وده کړې ده.

سره له دې چې هغه د تحصیل او تدریس په لړ کښې کلونه کلونه په اروپا کښې ژوند تیر کړی او اروپايي لیکوالانو او ژباړونکو سره یې ناسته پاسته درلودلې ده خو هیڅکله د غربي ژوند په پړق پړوق کښې ګیر نه شو او تل یې مسلمانان، ځان پيژندلو او سوچه محمدي اسلامي ته ورستنیدو ته بللي دي. علامه اقبال همیشه له دې خبرې ګیله مند و چې مسلمانان د لویدیځ کلتور په وړاندې په ځان بایلنې اخته شوي او خپل اصلیت هیروي. هغه مسلمانان په خپلو کلتوري او دیني شتمنیو باندې تکیې کولو ته هڅولي دي.

خاور که آسمان بکمند خیال اوست                            از خویشتن گسسته و بی سوز آرزوست

در تیره خاک او تب و تاب حیات نیست                      جولان موج را نگران از کنار جوست

بتخانه و حرم همه افسرده آتشی                             پیر مغان شراب هوا خورده در سبوست

فکر فرنگ پیش مجاز آورد سجود                           بینای کور و مست تماشای رنگ و بوست

گردنده تر ز چرخ و رباینده تر ز مرگ                      از دست او به دامن ما چاک بی رفوست

خاکی نهاد و خو ز سپهر کهن گرفت                        عیار و بی مدار و کلان کار و تو بتوست

مشرق خراب و مغرب از آن بیشتر خراب                  عالم تمام مرده و بی ذوق جستجوست

ساقی بیار باده و بزم شبانه ساز                              ما را خراب یک نگه محرمانه ساز

علامه محمد اقبال لاهوري په خپل شعر او شاعرۍ کښې زیاتره له فارسي ژبي شاعر (مولانا) څخه متاثر دی تر دې چې وايي: مولوي زه له ځان سره اشنا کړم او دا وجه وه چې ځان مې ومونده.

پر دې سربیره یې له حافظ شیرازي سره هم ځانګړې مینې او ارادت لرلی دی، لکه څنګه چې یې په خپله لیکلي دي: هر کله به مې چې د تفکر ذوق او قوې اوج اخیسته نو په ما کښې به د حافظ روح راڅرګندیده او زه به خپله حافظ کیدلم.

په عین حال کښې د نړۍ خلک، له دې زیات چې اقبال د یو شاعر په توګه وپیژني، د هغه په انقلابي افکارو یې پیژني. په حقیقت کښې شعر د هغه لپاره یو اوزار او وسیله وه چې وکړې شي خپل فکر په لا اغیزناکه او موثره توګه مطرح کړي. هغه څه چې د علامه اقبال شعر ته ځانګړی رنګ و بو ورکوي، د هغه دیني او سیاسي افکار او نظریات وو. هم هغه ډول چې په خپله یې ویلي دي،  شعر یې هدف نه و بلکې د خپل مقصد د بیانولو لپاره چې د مسلمانو ولسونو خبرول او بیدارول وو، د شعر ژبه یې خپله کړه او نه یوازې ځان شاعر نه بولي بلکې په شاعر نومول کیدو باندې خوشاله هم نه دی.

نغمه کجا و من کجا، ساز سخن بهانه ای است            سوی قطار می کشم ناقه بی زمام را

د علامه محمد اقبال لاهوري یو مهم هدف په ځان باندې د ختیځو ولسونو باور او د نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د وحدت رامینځته کول وو. دغه متفکر سیاستوال وړومبنې کس و چې د هندوستان د مسلمانانو لپاره یې د یو خپلواکه هیواد آیډیا مطرح کړه او دغه آیډیا بلآخره د پاکستان هیواد د جوړیدو سبب شوه.

دغه ستر متفکر به تل کوشش کوه چې خلک خبر کړي او د استعمار له بنده یې خلاص کړي، له دې امله یې د خواوشا استعمار شویو اسلامي هیوادونو ته په ژور نظر کتل. اقبال له خپلو لوړو افکار او له الهي کلام څخه په الهام اخیستو سره د ولسونو د بیدارولو د لارې برابرونکی و او دا هغه افکار وو چې جرړه یې د اسلام او د رسول ا... مبارک د اهلبیتو علیهم السلام په پیژندګلوۍ کښې وه.

هغه بیداري او دیني هویت ته ستنیدل د مسلمانانو د پرمختګ ډیر مهم عوامل ګڼل او په دې لاره کښې د جغرافیايي پولو قائل نه و او مسلمانو ولسونو ته یې د یو واحد امت په سترګه کتل. لکه چې په یو شعر کښې وايي:

قلب ما از هند و روم و شام نیست                                  مرز و بوم ما بجز اسلام نیست

د اقبال باور دا دی چې اسلام له جغرافیايي پولو او د انسان د ترقۍ او لوړتیا له ابتدايي مراحلو د مخکښې تګ لپاره ترټولو غوره عملي وسیله لري. اسلام په یو خاص هیواد یا ټاټوبي پورې پيئلتیا نه لري، اسلام واحد نظام، قوانین، آداب او دودونه لري او تر هغې اعتباري جغرافیا محدود نه دی چې لویدیځوالو جوړه کړې ده. د هغه له نظره، اسلام او اسلامي امت هیڅ پوله او سرحد نه لري او ټوله اسلامي ټولنه یو امت دی او د یو واحد وجود په شان ده او له نورو سره یوازنۍ پوله او سرحد یې عقیده او ایمان دی.  

 نه افغان و نه ترک و نی تتاریم                               چمن زاریم و از یک شاخساریم

تمیز رنگ و بو بر ما حرام است                                که ما پرورده یک نو بهاریم

په کومه زمانه کښې چې اقبال ژوند کوه، د مسلمانانو د ډول ډول کورنیو او بهرنیو ستونزو او مسائلو ته په پام سره د سوچه محمدي اسلام او د واحد اسلامي امت د عملي کیدو خوب په حقیقت بدل نه شو او د اسلام او مسلمان امت دغه دردونه، له ناچارۍ، د جانسوزو چغو او فریاد په توګه د هغه له زخمي زړه څخه راووتل او اسلام ته په ژوند بخښونکو شعرونو بدل شول. هغه دې باور ته ورسیده چې په دغه زمانه کښې نور نو هیڅ داسې کس نه شي موندل کیدې چې د سوچه اسلام په حقانیت پوه شي.

عصر من داننده اسرار نیست                          یوسف من بهر این بازار نیست

خو هغه د مسلمانانو راتلونکي ته ډیر هیله مند و او په خپلو شعرونو کښې به یې عجم د دغه راتلونکي بیرغوال معرفي کول. هغه عجمي ځوانانو ته په خطاب کښې داسې وايي:

چون چراغ لاله سوزم در خیابان شما                                 ای جوانان عجم جان من و جان شما

غوطه ها زد در ضمیر زندگی اندیشه ام                              تا بدست آورده ام افکار پنهان شما

مهر و مه دیدم نگاهم برتر از پروین گذشت                        ریختم طرح حرم در کافرستان شما

تا سنانش تیز تر گردد فرو پیچیدمش                                 شعله ئی آشفته بود اندر بیابان شما

فکر رنگینم کند نذر تهی دستان شرق                                پاره لعلی که دارم از بدخشان شما

میرسد مردی که زنجیر غلامان بشکند                                دیده ام از روزن دیوار زندان شما

حلقه گرد من زنید ای پیکران آب و گل                             آتشی در سینه دارم از نیاکان شما

د دغه انقلابي پوهاند له وفات نه کلونه وروسته، په ایران کښې یو ماشوم وزیږیده چې (روح الله) نوم یې پرې کښیښوده. څه موده پس روح ا... بدل شو په امام او په یو داسې بې بدیله رهبر او مشر چې په دنیا کښې یې ډیر بتان نسکور کړل او ډیر انسانان یې د استعمار له جغه آزاد کړل. دغه بې مثاله مشر نن مونږ د خمیني په نوم پیژنو، روح الله الموسوي الخمیني.

زیاتره متفکران په دې باور دي چې د اقبال آرزوګانې د ستر خمیني په انقلاب کښې پوره شوې دي. د دغو دوو سترو انقلابي شخصیتونو سیاسي افکار یې له ډیرو اړخونو څخه یوبل ته ورته بللي دي. هغو دواړو به د واحد امت د جوړولو او وحدت فکر کوه او د سوچه محمدي اسلامي د راژوندي کولو خبره به یې کوله. دواړو خلک له استکبار سره مقابلې ته رابلل او له نړۍ څخه د شیطان د لاسونو تر بشپړې نابودۍ پورې یې د دغې مبارزې په جاري ساتلو ټینګار درلود.

 لاله این چمن آلوده رنگ است هنوز               سپر از دست مینداز که جنگ است هنوز

فتنه ئی را که دو صد فتنه به آغوشش بود         دختری هست که در مهد فرنگ است هنوز

*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی