د پاکستان طالبانو ته د افغانستان د مخکيني حکومت ملاتړ حاصل دے
https://parstoday.ir/ps/radio/pakistan-i108208-د_پاکستان_طالبانو_ته_د_افغانستان_د_مخکيني_حکومت_ملاتړ_حاصل_دے
د پاکستان د ملي امنيت صلاحکار ادعا وکړه چې د پاکستان طالب ډلې ته د د هند او مخکيني افغان حکومت ملاتړونه حاصل دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 12, 2021 07:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان طالبانو ته د افغانستان د مخکيني حکومت ملاتړ حاصل دے

د پاکستان د ملي امنيت صلاحکار ادعا وکړه چې د پاکستان طالب ډلې ته د د هند او مخکيني افغان حکومت ملاتړونه حاصل دي.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې معيد يوسف د دغه هېواد له يوې رسنې سره په مرکه کښې ادعا وکړه چې پاکستان د افغانستان په طالبانو څه کنټرل نه لري او دغه هېواد خپلواکه دے او حکومت يې د چارو د چلولولپاره خپله خاصه طريقه لري.

د پاکستان د ملي امنيت صلاحکار نړيوالې ټولنې ته په افغانستان کښې د انساني بحران په اړه خبردرے ورکړ او زياته يې کړه: دغه بحران يوازې طالبانو ته زيان نه رسوي بلکه د دغې غميزې نتائج د عامه خلق لمن ته هم رسېدلي دي.

د پاکستان د ملي امنيت د صلاحکار څرګندونې په داسې حال کښې دي چې  رسنيو څو ورځې مخکې رپوټ رکړ چې د سراج الدين حقاني او د افغانستان د طالبانو د کورنيو چارو د وزير  په مېنځګړتيا سره د پاکستان د حکومت او تحريک طالبان ترمېنځ خبرې اترې شې دي.