افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
(last modified Thu, 15 Dec 2022 09:21:13 GMT )
Dec 15, 2022 13:51 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! د افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې نومې لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یو. نن هم  د دغو دواړو هیوادونو د تیرې یوې اونۍ د مهمو خبرونو، پيښو او بدلونونو په اړه شننې او څیړنې درته وړاندې کیږي، په دې هیله چې ګټه ترې واخلئ

په تیره اونۍ کښې پاکستان له ډدول ډول بدلونونو سره مخامخ و چې اقتصادي او امنیتي مسائل په کښې شامل وو.

وړومبې دا چې ډان خبري سایټ د تیرو دریو کالو ترټولو ټیټې سویې ته د پاکستان د اسعاري زیرمو د کمیدو خبر ورکړ. د دغه رپورټ له مخې د پاکستان اسعاري زیرمې په دې تیرو میاشتو کښې  په ۷۸۴ میلیون ډالري کمي سره شپږ میلیارډ او دوه اویا میلیون ډالرو ته وسیدې.

که څه هم د شهباز شریف تر وزیراعظمۍ لاندې د پاکستان حکومت مدعي دی چې د بهرنیو پورونو څه باندې یو میلیارډ ډالري قسط یې په دسمبر میاشت کښې له نیټې مخکښې ورکړی دی خو په دغه هیوادک ښې اقتصادي ټولنې باوري دي چې د پاکستان حکومت چې زیاتره د مسلم لیګ نواز څانګې او پیپلز پارټۍ په لاس کښې دی، په تیرو کابو اتو میاشتو کښې په اقتصادي برخه کښې څه خاص کامیابي نه ده لرلې. په هم دې وجه د پاکستان په پرائیویټ بانکونو کښې د موجودو اسعارو په شمول د هیواد د بهرنۍ کرنسۍ سطحه ټیټه شوې ده او دا یو داسې حالت دی چې د شهباز شریف د حکومت د دیوالیه کیدو له خطر سره مخامخوي.

د پاکستان دویم مهم خبر د پاکستان او ایران ترمینځ د ترجیحي تعرفې یا ټیرف د موافقې فعالول دي کومه چې تقریباً دوه میاشتې مخکښې د تهران او اسلام آباد ترمینځ لاسلیک شوې ده. د ایران د صنعت، معدن او تجارت د وزارت د ویاندوي امید قالیباف په وینا، له پاکستان سره د ترجیحی تعرفې به نظام پورې د اړونده ټولو شیانو واردات چې نزدې څلور کاله مخکښې ممنوع شوې وو، دغه بندیز پرې ختم شوی او له پاکستان سره د ترجیحي تجارت اصلي کړنلاره فعاله شوه. په دې بنیاد د پاکستان ۳ سوه او ۹ ډوله شیان او د ایران ۳ سوه او ۳۸ ډوله شیان به په کمې تعرفې سره صادر شي.

په ساده ټکیو کښې ویلې شو چې د ترجیحي موافقې له مخې، د دواړو هیوادونو ترمینځ اوسط ټیرف کابو نولس نیم فیصده کمیږي.

د ایران او پاکستان  د ګډې خونې مشر عبدالکریم ریګي په دې هکله باوري دی چې دې ته په پام سره چې په تیرو اوو میاشتو کښې پاکستان ته د ایران صادرات اووه سوه څلور ملیون ډالره او له دغه هیواد څخه واردات پنځه سوه درې شپیته میلیون ډالره وو چې راضي کونکي نه دي. هیله لرلی شو چې د ایران او پاکستان ترمینځ د ترجیحي ټیرف د موافقې په فعالیدو سره د دواړو هیوادونو د مبادلاتو اندازه ښه زیاته شي. په عین حال کښې د دغو دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ آزاد تجارت حتی له پنځو میلیارډ ډالرو د هغوي د مبادلاتو د اړولو لپاره ډیره غوره لاره ده.

*/*/*

د پاکستان په هکله دریم مهم خبر چې له امنیتي نظره د دغه هیواد لپاره ډیر مهم دی، د افغانستان په پلازمینه کابل کښې د پاکستان په سفارت باندې د حملې د عامل یا عاملانو د معلومولو په لړ کښې د تحقیقاتو په دوام باندې د اسلام آباد ټینګار دی چې په کښې د سفارت شاذدافیر ته تاوان نه و رسیدلی خو ساتونکی یې زخمی شوی و.

که څه هم طالبانو ویلي دي چې برید کونکی د داعش ترهګرې ډلې کس و او نیول شوی دی خو داسې ښکاري چې د طالبانو دغه اقدام د اسلام آباد چندانې رضایت نه دی جلب کړی ځکه چې پاکستان اندیښمن دی چې هسې نه په کابل کښې یې په سفارت باندې حمله په افغانستان کښې په خپلو سفارتکارانو باندې د ترهګرو بریدونو پیلامه وګرځی. به هم دې وجه د پاکستان حکومت له دغې حملې سمدستي وروسته له افغانستانه خپل سفیر وروغوښته. دې ته په پام سره چې په دې وروسته کښې تحریکِ طالبان ترهګره ډله د پاکستان له پوځ سره له اوربنده ووتله او په دغه هیوادکښې یې خپل بریدونه دوباره پیل کړل، دې مسئلې د پاکستان حکومت او پوځ دواړه اندیښمن کړي دي.

په هم دې وجه اسلام آباد په کابل کښې په خپل سفارت باندې حمله کونکو ته د سزا ورکولو غوښتونکی دی.

*/*/*/*/

 

ګرانو مینه والو په تیره اونۍ کښې په افغانستان کښې هم مختلفې پیښې رامینځته شوې دي چې زیاتره په امنیتي مسائلو پورې اړونده دي.

متحده عرب اماراتو ته د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب سفر له دوو اړخونو د پام او غور وړ دی. اول دا چې دغه سفر په کابل کښې د پاکستان په سفارت باندې له ترهګرۍ حملې وروسته وشه او ویې ښودله چې طالبان د پاکستان د قهر سړولو لپاره په دغه هیواد باندې د اماراتو له نفوذه د استفادې په لټه کښې وو. ځکه چې پاکستان د یو سخت دریځ په غوره کولو سره په دې لړ کښې د تحقیقاتو غوښتنه کړې وه.

دویمه موضوع، د ملا یعقوب له خوا له ځان سره له اماراتو څخه افغانستان ته د طالبانو د یو نارضا مشر ملا معتصم آغاجان راوستل وو. آغا جان دوه لسیزې مخکښې په افغانستان کښې د طالبانو په پخوانۍ واکمنۍ کښې د طالبانو د مالیې وزیر و خو دوباره د طالبانو له واکمنیدو وروسته افغانستان ته ستنیدو ته تیار نه شو. په دې وجه طالبانو افغانستان ته د ملا معتصم په ستنولو سره وښودله چې د خپلو مشرانو ترمینځ د یووالي او اتحاد پیاوړتیا غواړي.

*/*/*

د سوداګري او اقتصادي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د چابهار له سټراټیجک بندر څخه د استفادې لپاره په نوي ډیلي کښې د مرکزي آسیا د هیوادونو او د هندوستان د ملي امنیت د صلاحکارانو د غونډې له پریکړې د طالبانو هرکلي وښودله چې دغه ډله د یاد بندر په اهمیت باندې پوره پوه ده.

افغانستان په وچه کښې ګیر هیواد دی چې د ایران د چابهار بندر له لارې نړیوالو سمندرونو ته رسیدې شي. هندوستان هم چې ټاکلې شوې د دغه بندر له لارې له افغانستان سره خپلې اقتصادي همکارۍ زیاتې کړي، باوري دی چې د مرکزي آسیا هیوادونه هم له دغه ظرفیته استفاده کولې شي.

د سیمې د چارو کارپوه کامران نوري په دې هکله وايي: د ایران په ختیځ کښې پروت د چابهار سټراټیجک بندر د ایران یوازنۍ اوقیانوسي بندر دی چې د افغانستان سوداګر له دې لارې نړیوالو بازارونو ته رسیدې شي. طالبان هم چې په دې وروستیو کښې یې له پاکستان سره اړیکې ترینګلې شوې دي، غواړي چې د چابهار ارتباطي لاره وکاروي.

*/*/*/*/*/*/

په تیره اونۍ کښې د افغانستان یوه بله مهمه موضوع د ناامنیو او ترهګرو بریدونو دوام و چې د سیمه ایزو او نړیوالو غبرګونونو سبب شو. که څه طالبانو بیا هم ژمنه کړې چې په افغانستان کښې به پایداره امنیت ټینګ کړي او د پاکستان په سفارت باندې د حملې د عامل په نیولو سره به هم خپل دغه توان وښايي خو په دې لړ کښې په نړیوالو غبرګونونو او اندیښنو سترګې نه شو پټولې.

روسیې له مداخله غواړو څرګندونو پرته په افغانستان کښې د ناامنۍ د کړکیچ دوام ته غبرګون وښود خو امریکې له دغه فرصت نه په استفادې سره افغانستان په ډرون بریدونو وګواښه. په دې وجه طالبان په دې لړ کښې له دوو مهمو مسئولیتونو سره مخامخ دي. وړومبې دا چې په افغانستان کښې د ترهګرو حملو مخه ونیسي او دویم دا چې به افغانستان کښې د پوځي لاسوهنو د دوباره پیلولو لپاره د امریکې د پلمو د لارې د هواریدو مخنیوې وکړي. په دې وجه د افغانستان خلک تمه لري چې طالبان د دغه هیواد د واکمنانو په توګه د مسئولیت په احساس سره په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د فعالیت مخه ونیسي.

*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی