د پاکستان پارلمان د قران مجید سپکاوی وغاند
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان پارلمان په اروپا کښې د اسلامي سپیڅلتیاو د بې حرمتۍ د اقداماتو د تکرار د غندلو لپاره په یوه خوله یو پریکړه لیک خپور کړ.
د پاکستان پارلمان پرون په دغه پریکړه لیک کښې د اسلام ضد د سرزورو اقداماتو د تکرار د مخنیوي لپاره د لویدیځو حکومتونو په کمزوري کړچار باندې نیوکې سره د اسلام اباد له حکومته وغوښتل چې د سویډن او د هالینډ د سفیرانو په احضارولو سره د پاکستان د پارلمان او د خلکو سخت اعتراض هغوې ته ورسوي.
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند غړیو هم پرون په اسلام اباد کښې په اروپايي هیوادونو کښې اسلامي سپیڅلتیاو ته په بې حرمتۍ باندې اعتراض کښې غونډه وکړه او په سویډن او هالینډ کښې یې د قران سپکاوي وغندل.
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمان په کراچۍ ښار کښې په اروپايي هیوادونو کښې د اسلام پرضد له سپکاوي د ډکو کړچارونو په وړاندې د لویدیځو هیوادونو د مشرانو په شمول د نړیوالو ټولنو چپتیا په کلکه وغندله.
دغه راز د اسلام اباد د کراچۍ د لاهور او د پیښور په شمول د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کښې مذهبي ډلو او سیاسي فعالانو پرون له جمعې لمانځونو وروسته په اروپايي هیوادونو کښې د اسلام ضد او له سپکاوي د ډکو اقداماتو پرضد غونډې او مظاهرې وکړې.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي او لومړي وزیر شهباز شریف او د حکومت نورو وزیرانو هم په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی وغاند او د لویدیځو هیوادونو لخوا د دغه سرزوري کړچار د بندیدا غوښتنه یې وکړه.