درې پاکستاني وزیرانو د مالي فساد د څیړنې طریقې ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/radio/pakistan-i51692-درې_پاکستاني_وزیرانو_د_مالي_فساد_د_څیړنې_طریقې_ته_غبرګون_وښود
د پاکستان درې وزیرانو د پاناما پیپرز د مالي فساد د دوسیې د کمیټې د تحقیقاتو طریقه بې ارزښته وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2017 15:56 Asia/Kabul
  • درې پاکستاني وزیرانو د مالي فساد د څیړنې طریقې ته غبرګون وښود

د پاکستان درې وزیرانو د پاناما پیپرز د مالي فساد د دوسیې د کمیټې د تحقیقاتو طریقه بې ارزښته وبلله.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف، د ریلوی وزیر خواجه سعد رفیق او د ترقۍ وزیر احسن اقبال نن د خبریالانو په ټول کښې وویل چې د پاناما پيپرز د مالي فساد د دوسیې په لړ کښې د دغې کمیټې د غړو د تحقیقاتو روده ناسمه او سپکونکې ده.

همداشان د مالي فساد تحقیقاتي کمیټې ته د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف له وربلل کیدو وروسته د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان هم یوځل بیا د نواز شریف د استعفا غوښتنه وکړه.