له ګاونډي هېوادونو سره د تعلقاتو په پراختيا د پاکستان تاکيد
Apr 22, 2018 15:02 Asia/Kabul
په ملګرو ملتو کښې د پاکستان استازي له ګاونډي هېوادونو سره د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې مېرمن مليحه لودهي نن وويل، پاکستان له هند سره د اختلافاتو د هواري او همدارنګ په افغانستان کښې د جنګ د ختمېدو، د امنيت د ټينګېدو او صلحې او ثبات د رامنځته کېدو غوښتونکے دے.
دغې پاکستاني ډېپلومېټې همدارنګ وويل: په دغه هېواد کښې د ترهه ګرو تر پوره نابودۍ پورې له ترهه ګرۍ سره مبارزه هم هغه شان دوام لري او اسلام آباد تر اوسه په دې زمينه کښې يو لړ ښې کاميابۍ ترلاسه کړي دي.
پاکستان او افغانستان د ډيورېنډ فرضي کرښې او د پوله ايزو تاسيساتو د جوړولو په شمول د ځينو مسائلو په سره له يو بل سره اختلاف لري او يو بل له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ تورنوي.
ټیګونه