د غافر سورې له 38 تر 42آیتونو پورې تلاوت ،ترجمه او تفسیر
د قران د پلوشو مینه والو زمونږ نېکې پېرزوینې ومنئ،د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په دې برخه کې به د غافر د مبارکې سورې له اته دېرشم تر دوه څلوېښتم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.
په سر کې مو پام رااړوو د غافر سورې د اته دېرشم، نه دېرشم او څلوېښتم ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:
«وَقَالَ الَّذِی آمَنَ یَا قَوْمِ اتَّبِعُونِ أَهْدِکُمْ سَبِیلَ الرَّشَادِ»، «یَا قَوْمِ إِنَّمَا هَـذِهِ الْحَیَاةُ الدُّنْیَا مَتَاعٌ وَإِنَّ الْآخِرَةَ هِیَ دَارُ الْقَرَارِ»، «مَنْ عَمِلَ سَیِّئَةً فَلَا یُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَکَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَـئِکَ یَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ یُرْزَقُونَ فِیهَا بِغَیْرِ حِسَابٍ»
او هغه كس چې ایمان يې راوړى و، وویل: اى زما قومه ! تاسو زما پیروي وكړئ چې زه تاسو ته د هدایت لاره وښیم
اى زما قومه ! بېشكه همدا خبره ده چې دغه دنيايي ژوند خو لږه فايده ده او یقینًا اخرت چې دى، هم هغه د قرار كور دى
هر څوك چې بد كار وكړي، نو ده ته به بدله نه ورکول کیږي مګر په مثل د دغه (بد كار) او هر څوك چې نېك عمل وكړي، سړى وي، يا ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو دغه كسان به جنت ته داخلېږي، دوى ته به په دغه (جنت) كې بې حسابه رزق وركول كېږي.
په تېرو خپرونو کې مو وویل چې فرعون غوښتل حضرت موسی ووژني او په خپل ګمان ځان له هغه چې د پېغمبرۍ ادعا یې لرله خلاص کړي. د فرعون د دربار یو کس چې په موسی یې ایمان راوړی ؤ خو خپل ایمان یې پټاوه د موسی له وژلو د فرعون د غړولو لپاره اول له فرعون او درباریانو سره یې خبرې وکړې. د هغه خبرو دومره اثر وکړ چې فرعون فیصله وکړه خپل اقدام وځنډوي. هغه خپل وزیر ته امر وکړ چې د موسی د رسوا کولو لپاره یو لوړ برج جوړ کړي چې فرعون پرې وخیږي او وویني چې ایا د موسی هغه خدای چې ادعا یې کوي په اسمانونو کې شته که نه؟
روښانه ده چې موسی دغه شان ادعا نه لرله او فرعون د خلکو د غولولو لپاره غوښتل دغه کار وکړي. نو ځکه په دغه مرحله کې د آل فرعون مومن خلکو ته مخاطب کیږي چې هغوی خبر شي او د فرعون په وسوسه ناکو خبرو او نمایشي اقداماتو یې ونه غولیږي.
د آل فرعون مومن خلکو ته وویل: لاره هغه ده چې ما تاسو ته وښودله. هغه په خپلو خبرو کې دوو مهمو ټکو ته اشاره کوي:
لومړی دا چې د انسان ټول ژوند په دې دنیا کې نه رالنډیږي. د دې دنیا ژوند یوه تېرېدونکي متاع ده. دا عمر دا څو ورځې به په منډه تېرې شي او د مرګ منګولې به مونږ ټول راونیسي. له مرګه وروسته به بلې دنیا ته ځو چې زمونږ همېشنی کور دی.
بله دا چې: هغه څه چې په هغه نړۍ کې د انسان په کار راځي، نیک کارونه دي چې په دې دنیا کې یې کړې دي، ځکه چې هغه دنیا د ثواب او سزا دنیا ده او دا نړۍ د کار او عمل ځای دی. سزا او انعام هم د انسان د ښو او بدو کارونو په تناسب سره هغه ته ورکول کیږي او په دې چارو کې د سړي او ښځې تر مینځ هیڅ فرق نیشته او د خدای په وړاندې به د هغوي په مینځ کې پوره پوره مساوات ټینګ وي.
درسونه:
۱: مومن انسان همېشه د نورو د هدایت او ارشاد په فکر کې وي او هیڅکله دا دنده د هغه له غاړې نه ایسته کیږي.
۲: دنیا پایداره نه ده، خو قیامت به همېشه به موجود وي او د انسان ابدي کور دی. نو لازمه ده چې انسان له خپل ژونده په دنیا کې په ښه او صحیح توګه استفاده وکړي او همېشه نیک کارونه وکړي چې په قیامت کې ترې استفاده وکاندي.
۳:د کمالاتو لاسته راوړل او سعادت ته رسېدل، د انسان په جنسیت پورې هیڅ اړه نه لري او په دې خبره کې د ښځې او سړي تر مینځ هیڅ فرق نیشته.
۴: له ایمان سره که عمل نه وي هیڅ ګټه نه لري، لکه څنګه چې بې ایمانه عمل هم په دنیا کې پاتې کیږي او اخرت ته نه رسیږي. نو ایمان او عمل دواړه په یوازې سر د انسان د نجات سبب نه ګرځي.
اوس د غافر د مبارکې سورې یو څلوېښتم او دوه څلوېښتم ایتونو ته پام وکړئ.
«وَیَا قَوْمِ مَا لِی أَدْعُوکُمْ إِلَى النَّجَاةِ وَتَدْعُونَنِی إِلَى النَّارِ»، «تَدْعُونَنِی لِأَکْفُرَ بِاللَّـهِ وَأُشْرِکَ بِهِ مَا لَیْسَ لِی بِهِ عِلْمٌ وَأَنَا أَدْعُوکُمْ إِلَى الْعَزِیزِ الْغَفَّارِ»
او اى زما قومه! په ما څه چل دى چې زه تاسو نجات (او خلاصي) ته راغواړم او تاسو ما اور ته رابلئ
تاسو ما رابلئ د دې لپاره چې زه په الله سره كافر شم او له هغه سره هغه شى شریك كړم چې ما ته د دغه (شي په اله كېدو) هېڅ علم نشته، حال دا چې زه تاسو ډېر غالب، ډېر مغفرت كوونكي (الله) ته رابولم.
له دغو ایتونو معلومیږي چې د ال فرعون مومن له دې زیات خپل ایمان پټ ونه ساتلی شو او مجبوره شو چې د توحید او شرک په هکله خپل دریځ صفا او روڼ بیان کړي.
نو د قام د مشرانو په وړاندې یې چې هغه ته یې سپارښتنه کوله له خپلو خبرو لاس واخلي، په ډاګه وویل: تاسو په شرک اخته شوې یئ او فرعون چې په دې نړۍ کې هیڅ رول نه لري خپل خدای ګڼئ داسې خدای چې ستاسو د چارو تدبیر او چلښت یې په لاس کې دی. ګمان کوئ چې هغه ستاسو په هکله هره فیصله چې وغواړي کولې یې شي او تاسو یې باید پیروي وکړئ. تاسو داسې څیزونه له خدای سره شریک ګڼئ چې ورپاره هیڅ دلیل او منطق نه لرئ او یوازې د حدس او ګمان په اساس مو دغه غلط افکار منلې دي.
تاسو ما بلئ چې د یوازیني خدای انکار وکړم او هغه شریکان چې علم پرې نه لرم له هغه سره شریک وګرځوم. تاسو له ما غواړئ چې ستاسو غلطې او باطلې عقیدې ومنم، په داسې حال کې چې زه پوهېږم ستاسو دا شرکیه اعمال او افکار، له دوزخه پرته بله نتیجه نه لري او ما به هم ستاسو په شان به غضب ککړ کړي.
تاسو چې ما کومې لارې ته بلئ، تیاره او خطرناکه او په حقیقت کې غلطه لاره ده، خو زه تاسو روښانه لارې ته چې د عزتمن او توانمن خدای لاره ده چې په عین حال کې غفار او بخښونکی هم دی؛ بلم. زه تاسو د هغو ټول شریکانو پرېښودو ته بلم چې له خدای سره یې ګرځوئ که هغه انساني شریکان وي او که غیر انساني. له تاسو غواړم چې یوازې د خدای اطاعت وکړئ چې هم یې قدرت او ولکه په ټوله نړۍ خپره ده او هم یې مهرباني او رحمت په ټولو سیوری لري، په تېره بیا په هغو کسانو چې له خپلې غلطې او خرافاتي لارې راواوړي.
درسونه :
۱: خلکو په بلنه او ارشاد کې له دې ویره نه ده پکار چې مونږ یوازې یوو بلکې باید په دلیل او منطق سره حق څرګند کړی شي. د بې لارو کسانو ګڼ شمېر باید په انسان منفي اغېزه ونه شیندي اویا هغه په شک او دوه زړه توب کې وانه چوي.
۲: د انسان ژغورنه او نېکمرغي په توحید په عقیدې او د نیکو عملونو په کولو کې ده او د نړۍ د چارو په چلولو کې له خدای سره د هر شي او هر چا شریک ګرځول، انسان په دنیا اواخرت کې له ستونزو او سختیو سره مخامخوي.
۳: شرک هیڅ ډول عقلاني او منطقي بنیاد نه لري؛ یوه خرافاتي عقیده ده چې کله کله له جهله راپورته کیږي او کله هم خپلو نفساني غوښتنو ته د رسېدو لپاره د انسان له هوا او هوسه.
۴: خدای تعالی سره له دې چې د عزت او قدرت په اوج کې دی خو په عین حال کې یې رحمت او بخشش ټولو بندګانو ته شامل دی.
پای.