د غافر سورې له 48تر 52پورې د آیتونو ترجمه ،تفسیر او تلاؤت
ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په دې برخه کې به د غافر د مبارکې سورې له اته څلوېښتم تر دوه پنځوسم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.
په سر کې مو پام راګرځوو د غافر سورې له اته څلوېښتم تر پنځوسم ایتونو پورې تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:
«قَالَ الَّذِینَ اسْتَکْبَرُوا إِنَّا کُلٌّ فِیهَا إِنَّ اللَّـهَ قَدْ حَکَمَ بَیْنَ الْعِبَادِ»، «وَقَالَ الَّذِینَ فِی النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوا رَبَّکُمْ یُخَفِّفْ عَنَّا یَوْمًا مِّنَ الْعَذَابِ»، «قَالُوا أَوَلَمْ تَکُ تَأْتِیکُمْ رُسُلُکُم بِالْبَیِّنَاتِ قَالُوا بَلَى قَالُوا فَادْعُوا وَمَا دُعَاءُ الْکَافِرِینَ إِلَّا فِی ضَلَالٍ»
هغه كسان به (په ځواب كې) ووايي چې تكبر يې كړى و : بېشكه مونږ ټول په دغه (دوزخ) كې یو، بېشكه الله د بند ګانو په مينځ كې فیصله كړې ده.
او هغه كسان به چې (د دوزخ) په اور كې دي، د جهنم څارندویانو ته ووايي: تاسو له خپل رب نه دعا وغواړئ چې زمونږ په عذاب كې بس یوه ورځ تخفیف وكړي
دوى به (په جواب كې) ووايي: ایا تاسو ته به ستاسو رسولان په واضحو دلیلونو سره نه راتلل؟ دوى (دوزخیان) به ووايي: ولې نه (نو) دوى (د دوزخ څارندویي) به ووايي، نو تاسو (پخپله) دعا وكړئ او د كافرانو دعا نه ده مګر په ضیاع كې.
په تېره برخه کې مو وویل چې د کفر او شرک مشران او او لارویان به یې به دوزخ کې له یو بل سره شخړه او جګړه کوي. تر لاس لاندې کسان به خپل مشران د خپل دوزخ کېدو لام ګڼي او ترې به مرسته غواړي چې له دوزخه یې وژغوري.
دا ایتونه فرمایي:
د کفر مشران به چې د خپلو تر لاس لاندې کسانو له به څه ځواب نه لري، هغوی ته وایي: زمونږ ټولو برخلیک یو دی او ټول د دوزخ په عذاب ککړ یوو ځکه چې خدای په خپلو بندګانو کې فیصله کړې او دهغه د حکم په اساس مونږ ټول دلته یوو. مونږ که تېښتې او ژغورنې لاره لرله اول به مو ځان ژغورلی نو تاسو پوه شئ چې زمونږ له لاسه هیڅ نه کیږي.
تر لاس لاندې کسان به چې کله له خپلو مشرانو نهیلي شي نو د دوزخ ساتونکو او څارونکو ته به ورشي او ترې به وغواړي چې لږ تر لږه یوه ورځ یې عذاب ورکم کړي چې یو څه ارام او دمه وکړي.
خو پرښتې چې په دوزخ مامورې دي هغوی ته وایي: تاسو ولې د مستکبرانو د پېروۍ په ځای د الهي پېغمبرانو پیروي نه کوله؟ آیا هغوی تاسو ته څرګند دلیلونه رانه وړل او پرتاسو یې غاړې خلاصې نه کړې؟ دوزخیان به اقرار وکړي چې هو، پېغمبران راغلل او دهغوي پېغم مو واورېده خو خبره مو یې ونه منله او ترې انکار مو وکړ.
الهي پرښتې به وایي: نو قصور ستاسو خپل دی، اوس چې داسې ده نو اقرار او په تېرو کارونو پښېماني او ارمان هیڅ ګټه نه لري. نو هر څومره چې خدای وبلئ، ستاسو دعا نه قبلوي او په سزا کې مو هیڅ کمی نه راځي.
درسونه:
۱:کوم کسان چې په دنیا کې په کبر او غرور اخته دي او د حق په وړاندې خاضع نه دي، په قیامت کې به په داسې ذلت او حقارت اخته شي چې د تېښتې لاره به ترې نه لري.
۲: په انسانانو کې سمه او عادلانه فیصله کول د خدای کار دی. د نورو په هکله هسې په هسې قضاوت او رای قایمول نه دي پکار.
۳: د دوزخ عذاب به نه تمیږي او نه پکې تخفیف او رعایت موجود وي. نو ترڅو چې دنیا کې یوو باید د توبې او ستنېدو له فرصته استفاده وکړو چې د اخرت له عذابه بچ پاتې شو.
۴: په دوزخ کې به د بدچارو او کافرو انسانانو کار دومره سخت شي چې حتی د دوزخ ساتونکو ته به چې د هغوي په سزا مامور دي پناه وړي او له هغوي به مرسته غواړي. البته دغه مرسته غوښتنه به هیڅ ګټه نه کوي.
۵: د خدای سنت دا دی چې تر څو په چا غاړې خلاصې نه شي هغه ته سزا نه ورکوي.
تلاوت آیات 51 و 52 از سوره غافر
«إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِینَ آمَنُوا فِی الْحَیَاةِ الدُّنْیَا وَیَوْمَ یَقُومُ الْأَشْهَادُ»، «یَوْمَ لَا یَنفَعُ الظَّالِمِینَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ»
بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځې (هم) چې ګواهان به ودرېږي
په هغې ورځې كې چې ظالمانو (مشركانو) ته به د هغوى معذرت هېڅ نفع نه رسوي او د همدوى لپاره لعنت دى او د همدوى لپاره بد كور (دوزخ) دى
ترلاس لاندې او مستضعفو کسانو ګمان کاوه چې د کفر او طاقت خاوندان د ضرورت په وخت له هغوي سره مرسته کولې شي، خو په قیامت کې به د کفر مشران او سرغنه د هیچا مرسته نه شي کولی. د ظالمو او کافرو کسانو په اپوټه، پېغمبران او صالحان به په قیامت کې دخدای له پراخې مرستې ګټه پورته کوي. لکه څنګه چې دا ایتونه جوتوي: خدای تعالی د پېغمبرانو او مومنانو سرپرست دی او په دنیا او اخرت کې یې له هغوي سره مرسته کوي. خدای دلته د یو کلي اصل په توګه، په دنیا او اخرت کې له پېغمبرانو او صالحانو خپله بې دریغه مرسته اعلانوی.
په دنیا کې په غیبي امدادونو سره، د مومنانو روحیه پیاوړې کوي او د دښمانو په زړه کې رعت او وېره اچوي؛ همداراز د سرکښو دښمنانو توطئه شنډوي او د هغوي په خلاف واقعي مومنانو ته بری ورکوی.
خو قیامت د ظالمانو او کافرانو لپاره د رسوایۍ اوبدبختۍ ورځ ده. کله چې ټول مخلوق راجمع وي، د هغوي په خلاف به ګواهان شهادت ورکوي او په هغه لویه غونډه کې به هغوي ډېر رسوا شي. په هغه ورځ به شاهدان د مومنانو په ګټه شاهدي ورکوي او پر مستکبرانو به د هغوی د لاسبري سبب کیږي. مستکبر ظالمان چې په دغه محکمه کې به یې عذر نه منل کیږي او بې د خدای او د اهل محشر له لعنت او بدرد ویلو پرته به یې بل څه نه په نصیب کیږي، د دوزخ په ډېر بد ځای کې وي او له روحي او جسمي نظره به هم تر فشار او عذاب لاندې وي.
اصولا دا د قران طریقه ده چې د تېرو پېغمبرانو د تاریخ په بیانولو سره، له مستکبرانو او ظالمانو سره د مومنانو په مبارزه کې د خدای د مرستې واقعي بېلګې ذکر کوی. دا د دې لپاره دي چې مومنان د خپلې زمانې د بدماشانو په وړاندې، پایداري او استقامت وښیي او د خدای مرسته او پر دښمنانو بری یې په نصیب شي.
درسونه:
۱: د خدای یو قطعي سنت، د خدای له خوا د پېغمبرانو او مومنانو مرسته او پر باطل د حق آخري بری دی. البته په دې شرط چې مومنان د ایمان او د الهي پېغمبرانو د پېروۍ په لاره کې پایداري او استقامت ولري.
۲: د ایمان ګټې او فایدې په دنیا او اخرت کې د مومنانو لپاره ښکاره کیږي او یوازې په اخرت پورې نه دي ځانګړې.
۳:د مومنانو د مرستې په هکلکه دخدای وعدې، د هغوي د تسلۍ لپاره دي او هغوي ته د دښمنانو د ګواښونو، فشارونو او ځورونو په وړاندې هیله، ځواک او حوصله ورکوي.
پای.