May 12, 2016 07:44 Asia/Kabul
  • امریکا
    امریکا

د امریکا د جمهوریت غوښتونکو د جنجالی کاندید د رقیبانو څنګته کیدل، او د دغه ګوند د مشرانو ترمنځ د کړکیچ او لانجې زیاتوالئ، د آرام سمندر د دؤو غواړو د سوداګرې تړون له اجرا څخه د اوباما دفاع، او د امریکا په پوځ کی د جنسی تیری په باره کی د پنتاګون د راپور خپریدا، په تیره اونۍ کی د امریکا له ډیرو مهمو خبرونو څخه وه.

ه: تیره اونۍ، د جنجالی میلیاردر، ډونالد ټرامپ، د خپل ګوندی وروستئ سیال په څنګته کیدو سره، عملاً د امریکا د روان کال د ؤلس مشرۍ په انتخاباتو کی د جمهوریت غواړی ګوند وروستئ کاندید شو.
البته د دغه کاندید کیدو رسمی اعلان، د روان کال په دوبی کی د جمهوریت غواړو په ملی کنوانسیون کی، د لازم نصاب ترلاسه کولو ته اړتیا لری. سره له دې حاله،د تګزاس ایالت د محافظه کاره سناتور، تد کروز، او د اوهایو ایالت د والی، جان کیسیک، په څنګته کیدو سره، ډونالد ټرامپ، بی رقیب پاتی شوئ دئ. 
په امریکا کی ډیرو لږو سیاسی او انتخاباتی شناندو، د ګوند په داخلی انتخاباتو کی، د ټرامپ لپاره د بریالیتوب په چانس باندی باور درلود. ټرامپ تر اوسه پوری، حتی یو ساعت هم په دولتی مقامونو کی کار نه دئ کړئ، او په سیمه ایزه، ایالتی او فډرال کچه کی یی، په هیڅ انتخاباتو کی ګډون نه دئ لرلئ. سره له دې حاله، هغه شعارونه او وعدې چی ټرامپ په څو وروستیو میاشتو مطرح کړی دي، د زیاترو جمهوریت غواړو د خوښی وړ ګرځیدلی دي. له همدې کبله، نوموړئ د جمهوریت غوښتونکی ګوند مشهورو څیرو ته د ماتې په ورکولو سره، او د ګوند د ټولو مشرانو د مخالفت با وجود، د ګوند په داخلی سیالیو کی، په لمړی مقام کی راغئ.
پدغه اوږده او سخته لاره کی د ټرامپ د بریالیتوب لپاره، ګن دلیلونه مطرح شوی دي. مګر؛ شاید یو ډیر مهم دلیل یی، په امریکا کی له موجود وضعیت څخه د دغه هیواد د زیاترو خلګو شدیده نارضایتې او خپګان دئ. د امریکا د اقتصادی؛ ټولنیزو، کلتوری او هویتی کړکیچونو او مشکلاتو دوام، ډیر امریکایی ښاریز نا راضه کړی دي.
پدی منځ کی، ټرامپ د ګنو ټولنیزو اعتراض لرونکو او ناراضو کسانو د راغونډولو لپاره، د هڅې په کولو سره، د دغې عمومی غوښتنې واګې په لاس کی نیولی دي. سره له دې حاله، تر اوسه لا څرګنده نه ده، چی ټرامپ، په امریکا کی سترو اقتصادی او ټولنیزو مشکلاتو ته په پام سره؛ څرنګه غواړی خپلې طرحې اجرا کړی.
 د ؤلس مشرۍ په انتخاباتو کی، د امریکا د جمهوریت غواړو د نهایی کاندید مرتبې ته، د ټرامپ رسیدو، د دغه ګوند د مشرانو ترمنځ ژور اختلافات پایته ونه رسول. د دغه ګوند یو شمیر نفوذ لرونکو غړیو، له هغو څخه؛ جب بوش، او لیند سیی ګراهام، تیره اونۍ، ټینګار وکړ، چی ترامپ ته به رایه ور نه کړی. د« لیبر تارین » ګوند مشر، ګری جانسون هم، د جمهوریت غواړی ګوند مشرانو ته په یو پیغام کی، د ټرامپ په ځای د یو بل کس د موندلو غوښتنه وکړه.
خو له هرڅه څخه لا مهمه مسئله، په ۲۰۱۲ م کال کی د ؤلس مشرۍ په انتخاباتو کی، د باراک اوباما د جمهوریت غواړی ګوند د سیال«میت رامنی» سره، د ویلیام کریسټول د تیرې اونۍ د جمعې ورځې کتنه وه. د ویکلی اسټندرد محافظه کارې نشرئې لوی مدیر«کریسټول» هڅه کوی، چی د نوامبر میاشتې په انتخاباتو کی، د هیلاری کلنټن، او ډونالد ټرامپ په مقابل کی، یو بل کس را ولی.
رامنی ویلی دي: چی د دغو دؤو کاندیدانو هیڅ یو ته رایه نه ورکوی. نوموړئ د کریسټول له نظره مناسب انتخاب دئ. د کریسټول له قوله، رامنی حتی که پخپله ونه غواړی چی په انتخاباتی سیالیو کی برخه واخلی، له دریم کاندید څخه د هغه ملاتړ به اغیزمن وی. امریکایی محافظه کاران پوهیږی چی د جمهوریت غواړو د نهایی کاندید په توګه د ټرامپ شتون، د دغه ګوند د یو شمیر پلویانو د مخ اړولو سبب ګرځی. په ۱۹۸۴ م کال کی، د دموکراټ ګوند یو شمیر پلویانو، د ګوند له کاندید څخه د نا رضایتۍ له کبله،په ټول ټاکنو کی جمهوریت غواړی رونالد ریګان ته رایه ورکړه، چی په سیاسی عبارت کی، دغو کسانو ته«ریګانی دموکراټان ویل کیږی. کیدای شی پیښ بینی وشی، چی په ۲۰۱۶ م کال کی به، دغه وضعیت د جمهوریت غواړو لپاره تکرار شی، او هغوی د هغه جمهورت غواړی کس په پرتله، چی د لاتینی الاصلو په شمول، د لږکیو په وړاندی له کینې ډک دریځونه لری، دموکراټ کاندید ته ښه والئ ورکړی.
له هغه څه ورتیر، چی په کلیولند او هایو کی، د ګوند د ملی کنوانشین د ترسره کیدو په ورځو کی بڼه نیسی، د جمهوریت غواړو مشرانو ترمنځ د نښتو او لانجې نښې، له همدا اوس څخه لیدلې کیږی.
د امریکا ؤلس مشر، باراک اوباما، په تیره اونۍ کی اعلان وکړ: د آرام سمندر په دؤو غاړو کی د سوداګریز تړون په اجرا کیدو سره، نور نو له امریکا او د هغې له ملګرو پرته، بل هیڅ هیواد د نړیوال اقتصاد د قوانینو د ټاکلو توان نه لری.
د امریکا ؤلس مشر، د دغه تړون د تصویبولو لپاره؛ د یاد هیواد له پارلمان څخه د غوښتنې په کولو سره،څرګنده کړه: که ځان له نړیوال اقتصاد څخه لیری وساتو، یواځی به پاتی شو. اوباما وویل: نور هیوادونه باید، له هغو قوانینو سره چی، واشنګټن او ملګرو یی ټاکلی دي، په اقتصادی ډګرکی رول ولوبوی. د امریکا خارجه وزیر، جان کری هم، د ۲۰۱۶ م کال د اپریل په ۱۲ مه نیټه، د آرام سمندر د دؤو غاړو له سوداګری تړون څخه دفاع وکړه، او ویی ویل: دغه تړون، په ډیرو لوړو معیارونو سره سوداګری موافقه لیک دئ.
دغه تړون، له پنځو کالو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو، او هدف یی د هغو ۱۲ؤ هیوادونو په ملګرتیا په نړۍ کی د آزاد تجارت د ډیرې پراخې سیمې رامنځته کول دي، چی د نړیوال اقتصاد ۴۰ فیصده برخې په واګه کی لری.
د آرام سمندر د دؤو غاړو سوداګری تړون باید، د آرام سمندر د سیمې د ۱۲ ؤ هیوادونو له خوا تائید شی. د امریکا په کانګرس کی د دغه تړون په باره د نظر شدید اختلاف وجود لری.
د امریکا په سنټ کی د جمهوریت غواړی د اکثریت مشر، میچ مک کانال، ویلی ؤو؛ د آرام سمندر د حوزې د اقتصادی او استراتجیکو همکاریو د تړون څیړل باید، د ۲۰۱۶ م کال د ؤلس مشرۍ د انتخاباتو له ترسره کیدو وروسته دورې ته، وځنډول شی. مک کانال، چی له دې وړاندی یی د دغې موافقې په باره کی، اندیښنه ښودلې ده، وویل: د هغې د تصویبولو لپاره، په کانګرس باندی دباؤ اچول، د دغې موافقې برئ ترپوښتنې لاندی راوستای شی.
دغه ویناوې پداسی حال کی مطرح کیږی، چی په تیر دوبی کی هغه طرح، چی په کانګرس کی تصویبه شوې، او وروسته د باراک اوباما له خوا لاسلیکه شوه؛ کانګرس پدی باندی مؤظفوی؛ چی د آزاد تجارت هر موافقه لیک چی دولت تر ۲۰۲۱ کاله پوری لاسلیک کوی، د کوم بدلون پرته، تائید یا رد کړی.
سره له دې حاله، داسی بریښی چی د کانګرس جمهوریت غواړی هیله من دي؛ د آرام سمندر د حوزې د اقتصادی او استراتجیکو همکاریو د تړون، د څیړلو، او تصویبولو په ځنډولو سره، چی د نړۍ د اقتصادی چارو له پنځو څخه دوې برخې، او د سوداګری چارو له درو څخه یوه برخه سره نښلوی، دهغه بریالیتوب د دموکراټانو په نامه ثبت نه شی.
 تیره اونۍ د امریکا په پوځ کی د جنسی تیریو په باره کی د پنتاګون نوئ راپور خپور شو.
پنتاګون د تیرې پنجشنبې په ورځ، پخپل کلنی راپور کی اعلان وکړ:  د امریکا پوځ، په ۲۰۱۵ م کال کی، پدغه پوځی ارګان کی، د جنسی تیریو په هکله، نږدی ۶ زره راپورونه ترلاسه کړی دي. د امریکا د دفاع وزارت رپوټ د دی بیانونکئ دئ، چی په ۲۰۱۴ مو او ۲۰۱۵ مو کلونو کی ثبت شوی شمیرې، د ۲۰۱۲ م کال د شمیرې سره په پرتله کی، چی ۳۶۰۴ موردونه ثبت شوی ؤو، نږدی دوه چنده زیاتوالئ ښیې.
د دغه راپور په اساس، د امریکا په پوځ کی زیاتره جنسی تیری، د ناوړه او غچ اخیستونکی برخورد د کیدو څخه د ویرې له کبله، نه اعلانیږی. په پنتاګون کی، د جنسی تیریو سره د مبارزې د دفتر اجرایی سلاکار، نیت ګالبرایت، پدې باره کی وویل: د جنسی تیریو یواځی ۴۰ فیصده ښځینه قربانیان، او ۱۰ فیصده نارینه قربانیان، د جنسی تیریو موردونه،په خبرتیا رسوی. ګالبرایت وویل: په ۲۰۱۵ کال کی،د جنسی تیریو ۱۹ فیصده، د نارینه ؤو له خوا اعلان شوی دي.
دغه راپور اعلانوی؛ ۶۸ فیصده هغه کسان چی د داشان جرمونو په هکله خبر ورکوی، د خپلو همکارانو یا قومندانانو له منفی کړچار سره مخامخ شوی دي. دغه موضوع د دی سبب ګرځی چی ډیر لږ شمیر پوځیان، نه زغمیدونکو شرایطو ته په رسیدو سره، لوړ پوړو مقامونو ته د پیښې د خبر رسولو ته مجبور شی، او د دغه کار لپاره یوه لاره پیدا کړی. برسیره پر دې، زیاتره عسکر او پوځيان له دغه وضعیت سره عادت کوی، او کوم شکایت نه کوی. په هغو ۳۸ ؤ مواردو کی چی خبر ورکړ شوئ دئ، قربانیان له غچ اخیستونکو اقداماتو سره، چی د هغوی د حقوقو د نقضیدو سبب ګرځی، مخامخیږی.
د تیرو کلونو په اوږدو کی، د امریکا د پوځ یو مشکل، چی په ځلونو په رسنیو کی هم مطرح شوئ دئ، د یو او بل په نسبت د دغه هیواد د پوځیانو جنسی آزارونه دي. هغه مسئله چی نن ورځ، په یوې اساسی ستونځې باندی بدله شوې ده. د امریکا په پوځ کی د ښځینه پوځیانو وضعیت، دا ډول دئ چی په یوې ښځینه پوځی باندی، د هغې د پوځي ملګرو له خوا د تیری کولو احتمال، د جګړې په ډګر کی د دښمن په وسیله له وژل کیدو، په هغې باندی له تیری او تعرض څخه زیات دئ.
د امریکا په پوځ کی په ښځو باندی د تیری کولو اندازه، د غیر پوځې ټولنې له منځنی حد څخه لا زیاته او لوړه ده، او دې حد ته رسیدلئ دئ، چی د پوځ قوماندانو، د جرم د صحنو د تحلیلولو او تجزیې، او د قربانیانو سره د مرکې کولو لپاره، د قربانیانو ځانګړئ یونیټ جوړ کړئ دئ، تر څو دغه ځانګړئ یونیټ وکولای شی، د مجرمانو په هکله،د عدالت اجرا کیدا ممکن کړی.