Feb 21, 2022 14:48 Asia/Kabul
  • لویدیځي آسیا په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې او نۍ کې د لویدیځي آ سیا سیمې د ځينو مهمو په پاب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، په پيل کې درته د ځینو پیښو په باب یوه لنډه شان خلاصه، او بیا مو هم رابولووو ،د ځينو پيښو په باب د تحلیلي برخې آوریدو  او لیدو ته ، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي .

*/*/*/

د بحرین د انقلابي ولس د پاڅون یولسمه کلیزه

*/*/*/

د عراق د سترې محکمې یوه تاریخي فیصله

*/*/*/

                 نیواکي فلسطینیو ټاټوبو کې  د حزب ا... غورځنګ دډرون نفوذ

په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځیني مهمې پيښې وې ، البته اوس مو رابولوو ، دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته ، نو راسره ملتیا وکړئ .

******************

   دوستانو تیره اونۍ بحرین  دآل خلیفه رژيم په ضد د فرورۍ د څوارلسمې  د ولسي پاڅون د یولسمې کلیزې شاد ؤ .هغه څه چې ډير مهم وو،دا وو ، چې  د جنایتکار صهیونیسټي رژيم لومړ ی وزیر نفتالی بنټد بحرین د پاچا شیخ حمد بن عسی په بلنې سره د آل خلیفه رژيم په ضد دبحرین د ولس د پاڅون  له یولسمې کلیزې سره په یووخت  دغه هیواد ته سفر کړی او د آل خلیفه رژيم  چارواکو  ئې رسمي هرکلی وکړ . بنټ د اسرائيلو لومړنی صدراعظم ؤ چې  منامې  ته ئې سفر وکړ .

نفتالی بنټ  په دغه سفر کې د بحرین له پاچا حمد بن عیسی، ولی عهد او د بحرین د پاچا له زوي  سلمان بن حمد ال خلیفه  او همداراز  له یوشمیر نورو لوړپوړو چارواکو  سره په منامې ښار کې د پاچائۍ په ماڼۍ کې  لیده کاته وکړ . نفتالی بنټ همداراز  په بحرین کې له دیره صهیونیسټانو سره  او په بحرین کې د امریکا د پنځمې سمندري بیړۍ  له قوماندان جنرال براډ کوپر  سره  هم وکتل  او ورسره ئې خبرې اترې وکړ ې.

Image Caption

 

 بحرین ته د نفتالي بنټ سفر په داسې شرائطو کې شوی چې ددغه نیواکګر رژیم  خارجه وزیر یائيرلاپيډ  هم د تیر کال  دستمبر په وروستیو کې په بحرین کې د دغه رژيم د سفارت د افتتاح کولو په خاطر منامې ته تللی ؤ . د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزیر بنی ګانټز هم  په روانې فرورۍ میاشتې کې بحرین ته سفر کړی دی . بني ګانټز بحرین ته په سفر کې د بحرین  له دفاع وزیر عبدا ... بن حسن النعیمي سره یوه امنیتی موافقه لاسلیک کړي ا و دا ئې یوه تاریخي موافقه بللې وه . .

            مهمه موضوع دا ده چې بحرین ته د ګانټز او بنټ سفر په فرورۍ میاشت کې وشو ، دبحرین د آل خلیفه رژيم  په ضد د بحرین ولسی پاڅون هم د ۲۰۱۱کال په فرورۍ کې پیل شوی ؤ . بحرین ته د اسرائيلي چارواکو دسفر لپاره  ددغه وخت ټاکل ، په دې معنا دي چې  آل خلیفه رژيم  له صهیونیسټي جنایتکار رژيم سره یو ځاي  د بحرین د ولس د پاڅون د بې اعتباره کولو په لټه کې دی .

د بحرین رژيم او صهیونیسټي جنایتکار رژيم د ۲۰۲۰کال په ستمبر کې  د  امریکا د وخت د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په څارنې سره،د اړیکو د عادي کولو لپاره د سازباز موافقه لاسلیک کړې وه،چې  له هماغه وخته د مسلمانو ملتونو او  د ولسی اورګانونو او دیني او سیاسی شخصیّتونو ،او مسئولانو په سویه  د محکومیّتونو له پراخې څپې سره مخامخ  شوي دي . که څه هم د صهونیسټ رژيم لومړي وزیر بحرین ته له سفره مخکې ددغه سفر موخه ، د دواړو لورو ترمینځ د اړیکو د عادي کولو  دموافقې بشپړتیا بللې وه ،خو ددغو سفرونو اصلي موخه د بحرین د ولس په مقابل کې  له آل خلیفه  څخه د وحشي صهیونیسټي رژيم  ملاتړ دی .

په عین حال کې،دغه سفرونه،د آل خلیفه رژيم او دبحرین د ولس ترمینځ د درز د زیاتیدا سبب کیږي چې د بحرین ولس هیڅکله هم له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو عادي کیدا نه زغمي . د بحرین د اسلامی عمل غورځنګ په یوې اعلامیې  کې وئيلی دي ،د بحرین ولس ، د داسې نوي اساسي قانون د جوړیدا غوښته کوي ، چې  دبرخلیک دټاکنې حق به تثبیت کړي . د بحرین د شیعیانو رهبر شیخ عیسی قاسم  د فرورۍ د څوارلسمې د پاڅون د یولسمې کلیزې په مناسبت په وینا کې  ووئيل،د بحرین تر ټولو اصلی مشکل  سیاسی دی  ستونزه ده او دا مشکل د له عادلانه اساسی قانون پرته  د حل وړ نه دی .ځکه  بحرین له اوسني داسې سیاست سره چې  له ډول ډول ظلمونو او شکنجو  او تیریو سره  اداره کیږي ،ټارګټ شوی دی . د بحرین د فرورۍ د څوارلسمې   ائيتلاف  هم په یوې اعلامیې کې ټينګار کړی دی ،مونږ په بشپړ ډول  قانع شوی یوو چې د ډيموکراټيک بدلون کِلي،د امریکا،انګلستان او صهیونیسټي رژيم  دپوځي مرکزونو په نړیدا او له بحرین  د د وي په ویستلو کې  ده .

              په لویدیځي آسیا سیمې کې  په تیرې اونۍ کې یوه بله مهمه  پیښه ، دعراق د کردستان سیمې  دانرژۍ په باب ددغه هیواد د فیډرل محکمې فیصله وه . د عراق فیډرل محکمې د تیرې سه شنبې په ورځې  دعراق دکردستان د تیلو له صنعت سره اړونده  دتیلو او ګیسو قانون چېپه ۲۰۰۷کال کې تصویب شوی ؤ، د اساسی قانون خلاف اعلان کړی او د کردستان له چارواکو ئې غوښتي دي ،  د خپلو اومو تیلو تولید دې د مرکزي حکومت په  اختیار کې ورکړي . دعراق فیډرل محکمې  پخپلې فیصلې کې ، د تیلو د ویستلو ،صادراتو او  له نورو هیوادونو او بهرنیو شرکتونو سره ئې د تړون د کولو په زمینې کې د  اربیل د ځاي حکومت  اقدام  هم د عراق د اساسی قانون  د اصولو په خلاف  بللې او د کردستان سیمې  حکومت ئې پابند کړی چې  خپل درست تیلی عایدات  دې دبغداد  حکومت دتیلو وزارت ته وسپاري .

دعراق کردستان په ورځې کې څه دپاسه څلور لکه بیرله تیل تولیدوي .  دعراق دکردستان سیمې دتیلو دوسیه ، د بغداد او اربیل تریمڼځ یوه بحراني دوسیه ده . دواړو لورو  په وروستیو کلونو کې ، ددتیول د موضوع د حل لپار  سره خبرې اترې کړي دي ، خو عملا دغه موضوع  هماغه شان باقي پاتې  ده . دعراق فیډرل حکومت په دې اند دی چې  د عراق دتیلو او ګیسو  ویستل ، صادرات او کشفول د بغداد دمرکزی حکومت په اختیار کې دی،البته دعراق د کردستان ځاي حکومت هم په دې اند دی چې تیل او ګیس ددغه هیواد د فیډرل  حکومت په انحصار کې نه دي .

Image Caption

 

     د  عراق  د فیډرل  محکمې فیصله د کرد د ځاي چارواکو او ډلو ټپلو له پراخ غبرګون سره  مخامخ شوې ده .د کردستان ډيموکراټيک ګوند مشر مسعود بارزاني  په یوې خبرتیا کې وئيلی دي د د کردستان سیمې دتیلو اوګیسو په باب ،د  عراق  د فیډرل محکمې فیصله یوه بشپړ سیاسی  او د فیډرل عراق له اساسی قانون سره  په تضاد کې یوه فیصله ده  او موخه ئې  له کرد سیمې سره  دښمني  ده  او ددغه هیواد  دفیډرلي  نظام خلاف ده . . د کردستان  سیمې  مشر نچیروان بارزاني  هم خبرداری ورکړی دی ،  چې  ددغې فیصلې صادریدا ،  د تیلو او ګیسو د موضوع په باب دبغداد او اربیل ترمینځ مشکلات  نوره هم زیاتوي . د اربیل ځاي حکومت هم  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،د عراق د اساسی قانون ۱۱۷ ماده ، د کردستان سیمه   له بشپړ قضائي  او قانون جوړونکي او  اجرائي اختیاراتو  سره  یوه فیډرل صوبه یا ولایت  ګڼي  او د اساسی قانون ۱۱۲ماده هم   روښانوي چې  د  تیلو او ګیسو موضوع ، د عراق دمرکزي حکومت  د  انحصاري اختیاراتو په چوکاټ کې  نه ده او په دې معنا ده چې  کردستان سیمه د خپلو تیلو او ګیسو د پلیټ فارونو د ویستنې ، اکتشافونې او  پراختیا  حق لري او کردستان سیمې  همدغه حق ته په کتو سره  د خپلو تیلو اوګیسو  قانون په ۲۰۰۷کال کې تصویب  کړی دی .

په عین حال کې ، ډیری کرد ګوندونو او ډلو ټپلو ، ددغې فیصلې په هرکلي سره ، دا په دغې سیمې کې د پراخو فسادونو اودرغلیو نتیجه بللې اوهیله ئې ښودلې ده چې د دبغداد دحکومت په څارنې سره  دغه فیصله ، د کردستان سیمې  پر تیلی عایداتو ، ددغو عایداتو پرشفاف سازۍ  او د ملی فسادونو دکمیدا سبب شي .  

              د فلسطین د نیواکي ټاټوبو مینځ ته د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ د بې پيلو ټه الوتکې نفوذ، په لویدیځي آسیا سیمې کې د تیرې اونۍ یوه بله مهمه پيښه وه.د لبنا ن حزب ا...  غورځنګ د تیرې جمعې په ورځې  په یوې اعلامیې کې ووئیل ،د ؛حسان ؛ نومې بې پيلو ټه الوتکې ، تر څلویښتو دقیقو پورې  د نیواکي فلسطین دشمال تر اویا کلومیټرۍ دننه پورې الوت کړی او له  خپل ماموریت ترسره کولو وروسته په سرلوړۍ سره لبنان ته بیرته ستنه شوې ده .

 د حزب ا... غورځنګ دغه بریالیتوب ، ډير پراخ  انعکاسونه درلودل .  د صهیونیسټ رژيم د دولسم ټيلیویژني  چینل  دپوځي چارو یوه خبریال نیر دوري  په دې زمینې کې  وائي ، دنیواکي ټاټوبو مینځ ته د حسان نومې ډرون  واردریدا د حزب ا...له خوا یوه بریالۍ هڅه وه.دغه صهیونیسټي کارپيژاند زیاته کړې،د اسرائيلو فضا ته د دغه بې پيلوټه الوتکې له واریدیدا وروسته ،د اسرائيلو هوائي ځواک،د چورلکو او همداارز د وسپنیز ډال له لارې دغه ډرون نسکور کړ او له دې وروسته چې خیال وشي،ددغه بې پيلوټه الوتکې مخه ئې  نیولې ده ، ناڅاپي مو ولیدل چې  نوموړی ډرون بریالی شو،روغ رمټ  لبنان ته بیرته وګرځي .

Image Caption

 

د صهیونیسټي رژيم  د کان چینل د پوځي چارو یو شناندی روعی شارون هم د نیواکي فلسطین په فضا کې  دحزب ا...غورځنګ د ډرون د الوت په غبرګون کې ، یوې امنیتي سرچینې له قوله  وائي ، ددغه بې پيلوټه الوتکې  په واریدیدا د اسرائيلو  د پوځ  ځواب مبالغه وه او حتی جنګي الوتکو ،چورلکو او وسپنیز ډال ئې مخه ونه نیول شوه .په حقیقت کې مونږ  حسن نصر ا...ته یوه معنوي کامیابي ډالۍ کړه .

د صهیونیستي رژيم د دیارلسم ټيلیویژنی چینل د پوځي چارو یوه بل شناندي  او کارپوه  اورهیلر هم  په دې زمینې کې ووئيل ،له ۲۰۰۱۸ کال څخه  د لومړي ځل لپاره ،د الجلیل او صفد سیمې اوسیدونکو د حزب ا..غورځنګ د بې پيلوټه الوتکې  د واریدیدا په دلیل،د خطرې د سایرن غږونه واوریدل .د اسرائيلو د هوافضا دفاعي سسټمونو  هڅه وکړه . دغه ډرون نسکور کړي ،حتی د اسرائيلو وسپنیز ډال په نامې سره دفاعي سسټم تامیر،هم یو توغندی وتوغوۀ، خو  له بده مرغه د حزب ا... ډرون بریالی شو ، لبنان ته بیرته وګرځي او روغ رمټ پر مځکه کیښني .د اسرائيلو هوائي ځواک  جنګي الوتکې او چورلکې  چمتو کړې څو دغه ډرون نسکور کړائ شي،خو بریالي نه شول او پخپلو هلوځلو کې ناکام شول .

د صهیونیسټ رژيم کان ټيلیویژنی چینل په دې زمینې کې ووئيل ،  داسرائيلو پوځ  باید د حزب ا... د ډرون په نسکورولو کې د وسپنیز ډال دفاعي سسټم  دناکامۍ علت وارزوي . دغه چینل د صهیونیسټي رژيم په پوځ کې د زیرمه ځواک یوه افسر اسحاق برک له قوله  ووئيل ، په راتلونکي هر یوه جنګ کې به د اسرائیلو  هوائي ځواک  څرنګه  له درو زرو توغندیو او راکټونو سره مقابله وکړي،په داسې حال کې چې  دیوه ډرون په مخه نیونې کې  ناکام شول؟ په ورپسې  جنګ کې  به  هره ورځ د مونږ په لور په سلګونو ډرونز راولیږدول شي  او مونږ ورته هیڅ ډول چمتووالی نه لرو .

*************

دوستانوپه تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې د  ځینو مهمو پیښو په اړه د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو . ..........................

( سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

 

 

ټیګونه