May 28, 2022 16:31 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه

تقریبا جبهې ته نږدې وم ، کله ستون شوم واقعا زړه می ډک شوی وو ، ومې لیدل چی څومره مصیبت زغمم . خو خلک څومره ارامه دي ، زړه مې غوښتل چی لږ تر لږه د نورو سیمو خلک هم پوهه شي چی څه شوی دي . همدغه فکر مجبوره کړم چی زمین سوخته ولیکم

ایراني لیکوالان په هغو کتابونو کې چی د جنګ په اړه لیکل شوی دي ، هڅه کوي  نړیوالو ته له جنګه خپل تعریف وړاندې کړي . نور باید پوهه شي چی له جنګه زمونږ تعریف له وژلو تعریف ندې ، زمونږ تعریف له هغو کسانو دې چی ودریدل او مقاومت یې وکړ . ځینې هیوادونه په جنګ کې په مالي ګټو او د ټاټوبی پراختیا پسې دي ، په داسې حال کی چی مونږه وجنګیدو چی څه له لاسه ورنکړو ، مونږه دفاع وکړه او دا دفاع یوه انساني دفاع وه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

شک نشته چی له اسلامی انقلاب او په دو داخلی او بهرنی جنګونو کې د ایرانی ولس اوږدمهاله دفاع تقریبا په یو وخت دوو ښکارندو د ایران په تاریخ کې د نویو ادبیاتو د ظهور لپاره زمینه برابره کړه . یو هغه موضوع ده چی له اسلامی انقلابه وروسته د اوسنی تاریخ په بحث کې وجود لری ، دا حقیقت دې چی د انقلاب د تاریخ او جنګ ترمینځ پوله له یوه بله دومره د جلا کولو نده . له دې مقولې سره سره سپیڅلی دفاع د ایران په تاریخ کې متفاوته پیښه ده او د یوه بریالی دفاعی جنګ په چوکاټ کې یې ورایښت موندلې دې . هغه دفاعی جنګ چی د حماسی او مقاومت ادبیاتو د رامینځته کیدا سبب او په نتیجه کې په دې حوزه کې د ډیرو کتابونو د خپریدا سبب شوی دی .

حبیب احمد زاده د شطرنج با ماشین قیامت په ناول سره د سپیڅلی دفاع د ادبیاتو په ډګر کې په مهمې څیرې بدل شو ، خو هغه له دې مخکې د داستان های شهر جنګی ټولګه لیکلی وه او د سپیڅلی دفاع د سینما په ډګر کې یې هم فعالیت کاوه . د اتو بوس شب سینمایی فیلم فیلمنامه چی کیومرث پور احمد جوړ کړی دی ، د احمد زاده په سیمایی فعالیتونو کې شامل دی . هغه د هغو کتابونو په اړه چی د ایران او عراق د جنګ په زمینه کې یې لیکلی دی ، وایی د جنګ د ادبیاتو مشهور تعریف  له هر جنګه زمونږ په دنیا کې د کسانو د کیسې راپور او بیان کیدلې شی . هر کس چی لومړې او دوهم نړیوال جنګ یا هر جنګ یې تجروبه کړی وی ، د جنګ د ادبیاتو حوزې ته ورداخل شوی دی ، خو هر کس د نړۍ په هر ګوټ کې له دې مقولې جلا تعریف لري . هغه کس چی په افغانستان ، بالکان یا قفقاز کې ژوند کوي ، له جنګه جلا جلا او ځانګړی اخیستونونه لري ، خو ټول په یوه څیز کې مشترک دي او هغه د جنګ سپیره زشته او د تباهۍڅیره ده . د ایران د جنګ په اړه په مشهور تعریف سره خبرې نشو کولې . له نورو هیوادونو سره د ایران د جنګ د توپیر وجه د جنګ اصلی او انساني څیره ده چی البته د تاوتریخوالي په دنیا کې هم کله انساني کارونه وینو چی د لیکوالانو په وسیله د پام وړ ګرځیدلي دي او روایت کیږی .

مونږه باید په دغه کړچار سره له جنګه نړیوالو ته خپل تعریف وپیژندو چی تر څو ناوړه تعبیر رامینځته نشی . نور باید پوهه شی چی له جنګه زمونږ تعریف وژل ندي زمونږ تعریف له هغو کسانو دې چی مقاومت یې وکړ . ځینې هیوادونه په جنګ کې په مالي ګټو او د ټاټوبی پراختیا پسې دي ، په داسې حال کی چی مونږه وجنګیدو چی څه له لاسه ورنکړو ، مونږه دفاع وکړه او دا دفاع یوه انساني دفاع وه .

«««««««««««««««««««««««««««««««

د هغه تعریف په اساس چی یو لیکوال له جنګه لری ، د مقدسې دفاع ادبیات په حماسې متکی دی خو د هغه حماسه د شاهنامې له حماسه سره توپیر لری . د عاشورا له حماسې اخیستل شوی په مظلومیت سره اخښلی یوه حماسه .

د هغو اثارو شمیر چی د جنګ په موضوع سره لیکل شوی دی ، ډیر زیات دي خو د پروګرام فرصت ته په پام سره څو کتابونه په اجمالی توګه معرفی کوو . دوه کتابونه د دغه پړاو خاطرو ته بیل دي  او دوه کتابونه هم له مهمو ایراني ناولونو دي .

دا هغه کتاب دې چی د خرمشهر د جنګ او کلابندۍ په وخت کې د سیده زهرا حسیني د خاطراتو په اړه چی کابو ۱۶۰ ځله بیا چاپ شوی دی . هغه چی په هغه وخت کې اولس کلنه انجلۍ وه ، په دغه کتاب کې د جنګ د تاریخ یوه برخه وړاندی کوی ، چی غالبا د خرمشهر په نیواک او فتح پورې لړه لري . هغه په دغه کتاب کې د مقاومت د پیل له ورځو او له هغه وروسته ورځو جزیات روایت کوی .

دا کتاب د تپلی جنګ په موضوع سره د د خپل ژوند لیک په تر ټولو زیاتو خرڅیدونکیو کتابونو کې شامل دې . هغه دا کتاب خپلې مور ته وړاندې کړې دې . د کتاب د نومولو دلیل هم  همدا دې . دا په کردی ژبه هماغه مور ده .

له هغه پړاوه د عکسونو ورځاي کول د کتاب ښکلاوې زیاتې کړي دي . په دغه کتاب کې ذکر شوی خاطرې په دو ښارونو بصرې او خرمشهر کې تیریږي او د عراقي عسکرو په وسیله د خرمشهر کلابندۍ کلونه د کتاب مرکزي چورلیز جوړوي . کتاب په دریو برخو مشتمل دې . د کتاب لومړۍ برخه په عراق کې د حسینی د ژوند لومړني کلونه او د عراق د دولت تر فشار لاندې د هغې د کورنۍ اجباری مهاجرت روایت کوی . د کتاب دوهمه برخه د عراق او ایران په جنګ کې د حسینی د فعالیتونو شرحې ته بیلا ده . د کتاب دریمه برخه هم د حسینی د شخصی ژوند او د هغې د واده د کیسې په  هکله ده .

دغه کتاب د پال سپراکمین په وسیله په انګریزی ژبې ترجمه شوی او  په ترکی ، استانبولی ، اردو ، اسپانیایی او عربی ژبو  یې هم ترجمې خپرې شوی دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

سفر به ګرایی ۲۷۰ درجه ، د احمد دهقان ناول دې چی ډیر یې د جنګ بهترین ناول بولي . دا کتاب د خپلې خاصې لیکنې او ژوراو له جنګه ځانګړی روایت په وجه له ډیر توده هرکلی سره مخامخ شوی دی . د کیسې لیکنې شل کلنه ، د مقدسې دفاع د کال د څلورم پړاو انعام  او د پایداری ادبیاتو شل کلنه جایزه د دغه کتاب ویاړونه دي . دا کتاب هم د امریکا په راتګریز پوهنتون کې د مینځنی ختیځ د مطالعاتو د مرکز د مشر مرستیال پال سپراکمین په وسیله په انګریزی ژبه ژباړل شوی او د جنګ په موضوع سره لومړنې ایرانې ناول دې چی په امریکا کی خپور شوی دی .

د کتاب کیسه د ناصر له ژبې بیانیږی . ناصر ځوان جنګیالې دې  چی په ځلونو یې په جبهه کې د ګډون مخینه درلودلی ده . د امتحاناتو په مینځ کې یې درس پریښودلی او خپل ملګری علی سره یو ځای د جنوب جنګی سیمې ته تللی دی . هلته له خپلو پخوانیو دوستانو سره د بیا کتنې په ترڅ کې د مهمو عملیاتو له نږدی ترسره کیدو اطلاع پیدا کوی . په عملیاتو کې یې ډیر دوستان زخمی او شهیدیږي ، پخپله هم ژوبل کیږی . څو ورځې خپل ښار ته ستنیږی او عادی ژوند پیلوی تر دې چی له یوه ملګری د ټیلګراف په ترلاسه کولو سره یې د ژوند بهیر بدلیږی .

سفر به ګرایی ۲۷۰ درجه د احمد دهقان  ډیر مهم اثر دې او د کیسې راوی هم هغه دې ، داسې راوی چی شوخ طبع دې او هم د جنګ په جبهه کې په خپل تیز نظر او کتنې سره هغو چی طنازانه اړخ لري ښکار او روایتوی . خودا د سکې یو مخ دې او په بل مخ د اور توپان او د مرګ ترخه سیوره ده  او د ټانکونو حمله . دهقان د کیسې په دغه اړخ کې د جنګ ډیرې وحشتناکې صحنې انځور کړی دي ، تر دې چی نږدې ملګرې  ناصر یې ټانک ته ځان اچوی او .... ، له دې ټولو سره سره دهقان ښی چی ژوند ته هیله او البته جنګیدل هماغه راز دوام لری .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د دختر شینا کتاب د میرمن قدم خیر محمدی کنعان  خاطرات دی چی د بهناز ضرابی  زاده په همت  راټول شوی دی . دا کتاب  له جنګه د میرمنو د خاطراتو په حوزه کې په لومړنیو خپرو شویو کتابونو کې شامل دی او کابو ۱۱۰ ځله بیا چاپ شوی دی او ډیر لوستونکي لري . شهید ستار ابراهیمی د همدان ولایت یو ستر شهید دې چی د والفجر اته په عملیاتو کې شهید شوی دی . د کتاب روای له هغه سره په ۱۴ کلنۍ کې واده کړی دی او پینځه بچیان لري . په ۲۴ کلنۍ کې په جنګ کې خپل خاوند له لاسه ورکوی او له هغه وخته یې بیا واده ونکړ او په یوازېسر یې خپل بچیان لوی کړل . دا کتاب عاشقانه دې چی د دغې میرمنې له ژبې  روایت کیږی  او مونږ ته په اوسنی وخت کې د سرشیندنې او ایثار په لوړ ځای او کیفیت کې ښی .

د هغه څه په مطابق چی په کتاب کې راغلی دی ، میرمن محمدی د ۱۳۸۸ کال په مرغومی کی د خپلو خاطرو د روایت په حال کی وفات شوی ده . کتاب  په جنګ کې د ښکیلو کورنیو او د ښارونو د حالاتو واقعی روایت وړاندی کوی او څه په مثبته او څه  منفی توګه له حقیقت پالنې وراخوا یې څه ندی ویلی او خپل لوتسونکی ته ملموس انځور ښی .

د دختر شینا کتاب په ترکی ، استانبولی  ، انګریزی اوعربی ژبو ژباړ ل شوی دی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

عراق د ۱۳۵۹ کال د وږی په ۳۱ په ایران حمله وکړه . دا نیټه له ویتنام جنګه وروسته د شلمې پیړۍ تر ټولو اوږد جنګ وو . په نهایت کې دغه جنګ له اتو کلونو وروسته د ۱۳۶۷ کال په مرغومی په میاشت کې په اوربند سره پای ته ورسید . د دغه جنګ اوږدوالې ، د عراق له لوری له کیماوی وسلو استفاده او د ملکیانو ښکیلیدا او د عراق د پوځ لخوا د ایران د مسکوني سیمو بمبارولو دغه جنګ په پراخ جنګ او البته ایرانیانو لپاره په سخت جنګ بدل کړ .

د دغه جنګ له ختمیدا وروسته د هغه په اړه ډیر زیات کتابونه لیکل شوی دي چی  زمین سوخته چی احمد محمود لیکلی دی ، په هغو کې شامل دی . د دغه کتاب کیسه د هغې کورنۍ په اړه ده چی د جنګ په لومړیو ورځو کې خپل کور او ښار پریږدی . روای د دغې کورني یو غړی دی او د لیکوال د روایت ډول والې زیاتره مستند ته نږدې دې  . دا موضوع له هغې فضا او پړاوه د لیکوال د پیژندګلوۍ ښودنه کوی  او کتاب ته تاریخی او البته باورمند شکل ورکوی .

احمد محمود د دغه ناول د لیکلو لپاره د خپلې انګیزې په اړه وایی کله مې چی په جنګ کې د خپل ورور د وژل کیدا خبر واوریده ، له تهرانه روان شوم او جنوب ته لاړم ، سوسنګرد ته لاړم ، هویزه ته لاړم  ، دغو ټولو سیمو ته لاړم ، تقریبا جبهې ته نږدې وم ، کله ستون شوم  واقعا زړه می ډک شوی وو ، ومې لیدل چی څومره مصیبت زغمم . خو خلک څومره ارامه دي ، زړه مې غوښتل چی لږ تر لږه د نورو سیمو خلک هم پوهه شي چی څه شوی دي . همدغه فکر مجبوره کړم چی زمین سوخته ولیکم ، د سړی او د هغه دردونو او کړاونو په اړه کتاب .

 

ټیګونه