May 29, 2022 10:04 Asia/Kabul
  • الهي نومونه 89 (مُستعان نوم)

نن د خدای تعالی له مبارکو صفتي نومونو څخه د (مُستعان) نوم څیړنه کوو

ګرانو ملګرو په تیر یو پروګرام کښې مو د سوره اعراف ۱۸۰ مبارک آیت ته اشاره وکړه چې په کښې راغلي دي: ښه نومونه (اسماء الحسنی) خاص خدای لره دي نو بس هغه، په دغو (نومونو) راوبولۍ او کوم کسان چې په الهي نومونو کښې تحریف کوي هغوي په خپل حال پریږده.

د دې آیتِ شریف په شان نزول کښې راغلي دي: کله چې مشرکانو له رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) څخه واوریدل چې وايي،  یا اَللهُ یا رَحمانُ! نو په طعنې سره یې وویل چې دی مونږ د ګڼو خدایانو له منلو منع کوي خو په خپله څو نور معبودان رابولي. دغه وخت یو آیت نازل شو او د ګڼو خدایانو تصور یې رد کړ او ويې فرمایل: « قُلِ ادْعُواْ اللَّهَ أَوِ ادْعُواْ الرَّحْمَنَ أَیّاً مَّا تَدْعُواْ فَلَهُ الْأَسْمَآءُ الْحُسْنَى‏» یعنې ووایه: که الله راوبولۍ او که رحمان، (د دواړو پاک ذات یو دی) او هغه لره ډیر ښه او غوره نومونه دي.

البته لکه څنګه چې مو مخکښې ویلي دي، دا رابلل او لوستل د دغو مقدسو نومونو یوازې په خوله باندې د جاري کولو په معنا نه دي ځکه چې یوازې دعا او لمونځ کول او د الهي نومونو لوستل که څه هم د خدای ذکر او یاد دی خو انسان لوړې مرتبې ته نه رسوي بلکې هغه څه چې انسان د الهي قُرب او نزدې والي لوړې مرتبې ته رسوي، له دغو نومونو څخه صحي پوهه او د زړه حضور دی.

*/*/*/*/*/*/*

ګرانو ملګرو د ننني پروګرام لپاره مو له الهي نومونو څخه د (مستعان) نوم غوره کړی دی. د دې نوم جرړه (عون) د هغه کس په معنا ده چې پرې تکیه کیږي او ورڅخه مرسته غوښتل کیږي. د (استعانت) هم دغه معنا ده. دا کلمه په هغه ځاې کښې کاروله کیږي چې انسان په یوازې سر د یو کار د ترسره کولو توان نه لري او په بله وینا، استعانت د هغه کار د ترسره کولو په موخه د (مُستعین) او غوښتونکي کس د کمزورۍ او ناتوانۍ د ختمولو په معنا ده چې یوازې یې د ترسره کولو توان نه لري. هم دا وجه ده چې مومن انسان خپل هر څیز که هغه وړوکی وي او که ستر وي، یوازې له خدای تعالی غواړي ځکه چې متسعان خدای یې هم عزت او آبرو ساتي او ذلیله کوي یې نه او احترام او درنښت کوي او هم یې حاجت او ضرورت پوره کوي او زیاتره وختونه خدای تعالی د غوښتونکي بنده له غوښتنې زیات وربخښي.

مستعان نوم په قرآن کریم کښې دوه ځایه راغلی او یوازې د خدای تعالی لپاره استعمال شوی دی. (مستعان) د قدرت خاوند دی ځکه یو کس چې د بل چا مرسته کول غواړي هغه باید قادر وي او که داسې نه وي نو مرسته غوښتل به ترې معقول کار نه وي او قرآن هم د سوره اعراف په ۱۹۷ مبارک آیت کښې دا خبره په ډیره ښکلې توګه بیان کړې او فرمايي: « وَ الَّذِینَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لا یسْتَطِیعُونَ نَصْرَکُمْ وَ لا أَنْفُسَهُمْ ینْصُرُونَ : او له خدای پرته چې کوم کسان د مرستې لپاره رابولئ هغوي ستاسو د مرستې توان نه لري، هغوي د ځان مرسته هم نه شي کولې.

مستعان خدای چورلټ بې نیازه دی ځکه چې یو اړمن کس د بل اړمن کس مرسته په اغیزناکه توګه نه شي کولې او د بې نیازۍ دا صفت یوازې په خدای تعالی کښې موندی شو. هغه چې په خپله د فاطر د مبارکې سورې په ۱۵ مبارک آیت کښې د دې حقیقت یادونه کوي  او فرمايي: «یَا أَیُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَ اللَّهُ هُوَ الْغَنِی الْحَمِیدُ: ای خلکو! تاسو (په هر څه کښې) د خدای محتاج او اړمن یئ او خدای بې نیازه دی او کارونه یې ټول غوره او ښکلي دي.

او لا مهمه دا چې هیر نه کړو چې مستعان خدای د دې په ترڅ کښې چې (قادر) او (غني) دی، د سوره انبیاء په ۱۱۲ آیت کښې یې فرمایلي دي: « الرَّحْمنُ الْمُسْتَعانُ»،  یعنې ډیر بخښونکی او بهربان دی. بیشکه چې د خدای تعالی دا مهرباني او نه ختمیدونکی رحمت له بندګانو سره د مرستې کولو تقاضا کوي. یو بنده چې خپل هر ضرورت او حاجت د خدای تعالی په درګاه کښې بیان کړي له مستعان خدای څخه یې ځواب ترلاسه کوي.

*/*/*/*/*

مستعان یو الهي نوم دی او له بندګانو سره د خدای تعالی د مرستې او امداد بیانونکی دی. حضرت یعقوب علیه السلام د خپل زوي حضرت یوسف علیه السلام د بې درکه کیدو په وخه له خدای تعالی څخه استعانت او مرسته وغوښتله. د سوره یوسف د اتلسم آیت له مخې حضرت یعبوب علیه السلام د یوسف د هغه قمیص په لیدلو سره چې وروڼو یې په وینو ککړ کړی و، هغوي ته وویل: « فَصَبْرٌ جَمیلٌ وَ اللهُ الْمُسْتَعانُ عَلى ما تَصِفُونَ: بس زه صبر کوم ځکه چې په ښختیو کښې صبر کول ډیر ښایسته دي او دا تاسو چې څه وايئ په اړه یې له خدای تعالی څخه مرسته غواړم.

له رسول الله مبارک څخه په یو روایت کښې نقل شوي دي چې خپل ګران صحابي ابوذر غفاري ته یې وفرمایل: ای اباذره! کله چې یوه غوښتنه کول غواړې نو خپله غوښتنه او حاجت یوازې له خدای تعالی جل جلاله څخه وغواړه. په تحقیق سره چې خدای پاک د خپلې قضا او قدر په قلم سره د قیامت تر ورځې داسې لیکلي دي چې که ټول خلک راټول شي او کوشش وکړي چې تا ته کومه ګټه ورسوي خو خدای هغه ستا مقدر نه وي ګرځولې نو نه شي کولې. او که ټول خلک کوشش وکړي چې تا ته یو تاوان ورسوي خو خدای تعالی دې هغه تاوان مقدر نه وي ګرځولې نو هیڅ تاوان او ضرر نه شي دررسولې.

*/*/*/*/

مسلمانان د خدای تعالی د حکم له مخې په هر لمانځه کښې وايي: خدایه یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا څخه مرسته غواړو.

البته باید پام مو وي چې هم هغه خدای چې په سوره حمد کښې د"إِیاکَ نَسْتَعین" په جملې سره ځان یوازنې مستعان او مرسته کونکي بولي، د سوره مائده په دویم مبارک آیت کښې فرمايي: «  تَعاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَ التَّقْوى: یعنې د خیر او تقوا په کار کښې د یو بل مرسته وکړئ.

د تعاون کلمه هم د مرستې په معنې سره له (عون) څخه سرچینه اخلي. په دې وجه د هر مسلمان دنده ده چې د بندګۍ د اعلانولو لپاره د خدای د نورو مخلوقاتو او بندګانو مرسته وکړي. خو هیرول نه دي پکار چې هم هغه وخت چې له نورو څخه مرسته غواړو او هم هغه وخت چې د نورو مرستې ته ورځو، دا ټولې مرستې او کمکونه خدای تعالی ته ورګرځي او که د خدای ملاتړ نه وي نو د هیڅ­چا مرسته به د نورو لپاره هیڅ ګټه ونه لري. په دې وجه پکار دي چې بوازې په مستعان خدای باندې توکل وکړو. په زړه پورې دا چې د (توکل) په کلمه کښې د یو ډول ناتوانۍ څرګندونه هم شته یعنې متوکل کس په خپلې ناتوانۍ باندې د یو ډول پوهیدو په وجه په هغه بل کس متوسل کیږي چې د هغه د کمزورۍ د جبیره کولو توان لري او د خپلو چارو په لړ کښې ترې مرسته اخلي خو د پام وړ ټکی دا دی چې انسانان هم ټول په یو ډول کمزوري او ناتوانه دي او په بشپړه توګه پرې تکیه نه شي کیدې. په دې وجه ترټولو غوره کار دا دی چې زمونږ توکل په یوې مطلق قادري او غني سرچینې باندې وي.

هم هغه ډول چې د اسلام ګرانقدره پيغمبر په یو روایت کښې د توکل په تفسیر کښې فرمايي: د توکل معنا دا ده چې انسان یقین وکړي په دې چې سُود او زیان او بخشش او محرومیت د خلکو په لاس کښې نه دي او ترې هیله او امید نه دي ساتل پکار او که یو بنده د معرفت دې مرتبې ته ورسیږي چې له خدای پرته د بل چا لپاره کوم کار نه ترسره کوي او له هغه پرته له بل چا امید ونه لري او له هغه پرته له هیڅ چا ونه ویریږي او له خدای پرته بل چا ته د هیلې سترګې ونه نیسي، نو دا هم هغه د توکل معنا ده.

*/*/*/*/

ګرانو دوستانو د لیکنې په پاې کښې د تل په شان د مستعان خدای په لور لاسونه پورته کوو او د سفر دا دعا په ګډه لولو:

« اللَّهُمَّ بِکَ أسْتَعِینُ، وَعَلَیْکَ أتَوَکَّلُ، اللَّهُمَّ ذَلِّلْ لی صعُوبَةَ أمْرِی، وَارْزُقْنِی مِنَ الخَیْرِ أکْثَرَ مِمَّا أطْلُبُ، وَاصْرِفْ عَنِّی کُلَّ شَرٍّ، رَبّ اشْرَحْ لی صَدْرِی، وَیَسِّرْ لِی أمْرِی، اللَّهُمَّ إنی أسْتَحْفِظُکَ وأسْتَوْدِعُکَ نَفْسِی وَدِینِی وأهْلِی وأقارِبی وکُلَّ ما أنْعَمْتَ عَلیَّ وَعَلیْهِمْ بِهِ مِنْ آخِرَةٍ وَدُنْیا، فاحْفَظْنَا أجمعَینَ مِنْ کُلّ سُوءٍ یا کَرِیمُ *:

خدایه! له تا مرسته غواړم او پر تا توکل کوم. خدایه! د کار سختي راباندې اسانه کړې او د خیر له چارو څخه مخکښې له دې چې وغواړم، نصیب مې کړې او ټول شر راڅخه لرې کړي. پروردګاره! سینه مې پراخه کړې او کار مې اسان کړې، خدایه! له تا غواړم چې زما ځان، دین، کورنۍ، خپلوان او د دنیا او آخرت هغه ټول نعمتونه چې ما ته او دوي ته دې ورکړي دي، وساتې او مونږ ټور له هرې بدۍ خوندي وساتې، ای کریم ذاته.

*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی