Jan 18, 2022 11:56 Asia/Kabul
  • الهی نومونه
    الهی نومونه

نن غواړو چې د خدای تعالی د یو بل صفتي نوم ذُو الْجَلالِ وَ الْإِکْرامِ په هکله درسره وغږیږو

 دوستانو که مو یاد وي په تیرو ځینو پروګرامونو کښې مو د خدای تعالی د جلال او جمال نومونو په هکله خبرې وکړې او ومو ویل چې جلالي نومونه د خدای هغه نومونه دي چې د هغه د لوړې مرتبې او برترۍ او پرتم او جلال ښودنه کوي او په کښې قهر او غلبه او ولکه موجوده ده، لکه قهّار او مُنتقِم.

په مقابل کښې یې جمالي نومونه دي چې په کښې رحمت او مهرباني او تاندوالی موجود دی او انسان ځانته جذب کوي او د مینې، محبت او عشق سبب کیږي، لکه لطیف او رحیم.

په بله وینا، جمالي نومونه انسان په خدای تعالی میَنوي، داشان چې خدای تعالی ځانته نزدې احساسوي او خپل ملګری یې ګڼي. په عین حال کښې جلالي نومونه له هغه لوې او د لوړې مرتبې لرونکي خدای څخه د بنده د ویرې سبب کیږي چې د خبرو او عملونو څارونکی یې دی. په حقیقت کښې خدای تعالی په جمال نومونو سره بنده ځان ته وربولي او په جلالي نامو سره، هغه لا لوړې او د کمال مرتبې ته د رسیدو لپاره لازیاتې هڅې او کوشش ته مجبوروي.

په دې وجه جمال او جلال نومونه د خدای تعالی جاذبه او دافعه ځواک ګڼلی شو او هیرول نه دي پکار چې دغه دواړه تل یوځاې دي، یعنې جمال، بې جلاله او جلال بې جماله نه دی. د خدای تعالی له خوا رابلل او شړل، او جذبول او دفع کول د یو بل ترڅنګ دي.

ذُو الْجَلالِ وَ الْإِکْرامِ نوم دغه یوځاې والی په ښه توګه ښايي. ذُو الْجَلالِ وَ الْإِکْرامِ د خدای تعالی له اسماء الحسنی څخه هغه نوم دی چې په معنا کښې یې د هغه لوې ذات د جلال او جمال ټول نومونه شاملیږي.

«ذُو الْجَلالِ و الْإِکْرامِ» د جلال او اکرام له دوو کلمو جوړ شوی دی. (ذو) په عربۍ کښې د خاوند او لرونکي معنا ورکوي او ذو الجلال یعنې خدای تعالی په خپل ذات کښې د کمال، سترتوب او عظمت ټول صفات لري. جلال د قدر او منزلت د سترتوب او د عظمت او دبدبې په معنا دی.

ذو الاکرام هم په دې معنا دی چې خدای تعالی په خپلو بندګانو د کرم او بخشش خاوند دی. د کرم خاوند چې هر چا ته وغواړي، حتی د هغه له غوښتنې پرته یې وربخښي او خپله وربخښنه او عطا هیڅکله نه زبادي. کله چې له خپل بنده سره ژمنه کوي، هغه پوره کوي او که انسان ترې کوم حاجت وغواړي، له ضرورت نه مخکښې یې وربخښي. د خدای تعالی په کرم کښې هم دا بس ده چې د ګناهکار په یوازې بخښلو باندې بسنه نه کوي بلکې (کوم کسان چې وړتیا لري هغوي ته) ګناهونه په نیکیو بدلوي. له دې امله چې انسان نیک خصلتونه لري، خدای تعالی ورته کرامت وربخښلی او د عقل، ارادې، اختیار، د سوچ کولو او خبرو او لیکلو د ځواک په ورکولو او د خدای تعالی د بخشش او عفوې او نعمت او سخاوت او حکمت او مهربانۍ وغیره څخه په برخمنتیا سره یې نازولی دی.

لکه څنګه چې د سورا اسراء په ۷۰ مبارک آیت کښې فرمايي: او په رښتیا چې مونږ د آدم په اولاد کرم کړی دی.

«ذُو الْجَلالِ و الْإِکْرامِ» په قرآن کښې دوه ځله راغلی او دواړه ځله په الرحمن سوره کښې دی. سوره الرحمن د رحمان خدای په نامه شروع کیږي او په ذُو الْجَلالِ وَ الْإِکْرامِ نوم سره یې پاې ته رسیږي. په دغې مبارکې سورې کښې په دنیا او آخرت کښې د خدای تعالی د ځینو نعمتونو یادونه شوې ده.

 د سوره رحمن په ۳۷ آیت کښې متعال خدای د دنیا د مختلفو مادي او معنوي نعمتونو له یادونې وروسته فرمايي: «وَ یبْقى وَجْهُ رَبِّکَ ذُو الْجَلالِ وَ الْإِکْرامِ:  او یوازې ستا د پروردګار ذات پاتې کيږي چې د لويې دبدبې او عزت خاوند دی.

ورپسې د خدای تعالی د نعمتونو یادونه دوام مومي او د سورې په پاې کښې فرمايي: «تَبارَکَ اسْمُ رَبِّکَ ذِی الْجَلالِ وَ الْإِکْرام: ستا د رب نوم ډېر برکتناک دی چې د جلال او لويې دبدبې او عزت خاوند دی.

دا دواړه تعبیرونه د دې حقیقت بیانونکي دي چې هر څه په هغه پاک ذات باندې ختمیږي او هر څه چې دي، له هغه څخه دي، دنیا د هغه له خوا ده او آخرت هم د هغه له اړخه دی او د هغه جلا ل او اکرام په هر څه باندې خور دی. آیت ا... مکارم شیرازي او یوه ډله لیکوالانو د تفسیرِ نمونه په ۲۳ ټوک کښې د دې آیت په هکله داسې لیکلي دي: تبارک چې سرچینه یې برکة ده، د اوښ د سینې په معنا دی او له دې امله چې اوښان چې کله په اوده کیږي او په یوځاې ثابت پاتې کیږي نو خپله سینه په ځمکې لګوي. دا کلمه د ثابت او پایدار پاتې کیدو او دوامدارۍ لپاره استعمال شوې ده او هم داشان په دې وجه چې دوامداره او زوال نه موندونکې سرمایه په ګته ور موجود باندې ډیرې ګټې لري، مبارک ورته ویل کیږي او ترټولو غوره کس چې دا عنوان ورسره ښايي، د خدای تعالی پاک ذات دی چې د ټولو نعمتونو او برکتونو سرچینه دی.

ذوالجلال و الإکرام خدای د سترتوب او عظمت او فخر خاوند دی. هر شرف او لوې والی او عزت او قدرت هغه لره دی او د هغه په وسیله یې شتون لرلی او له هم هغه نه صادریږي، هم هغه ډول چې هر کرامت او فضل او نعمت او احسان د خدای په مرستې سره دی.

د اسلامي نړۍ ستر فلاسفر او عارف «محیی الدین عربی» باوري دی چې خدای تعالی (اکرام) په (جلال) باندې ورزیات کړ ځکه چې که انسان د خدای تعالی صفت له (اکرام) نه بغیر په جلال او ستروالي سره واوري نو په کښې ناامیدي او نهیلي رامینځته کیږي او ځان خدای تعالی ته له رسیدو ډیر لرې ویني. انسان د الهي عظمت او جلال په وړاندې ځان هیڅ نه ګڼي خو خدای پاک په (جلال) باندې د (اکرام) په ورزیاتولو سره، د انسان دا وهم او ویره ختموي او هغه خپلې مهربانۍ او کرم ته هیله مندوي. په حقیقت کښې په خپلو کښې د دغو دواړو نامو په یوځاې کیدو سره، پوهیدې شو چې که څه هم خدای تعالی ډیر باعظمته دی خو په عین حال کښې انسان ته د خپل فضل او کرم به سترګه ګوري او نازوي یې.

ذوالجلال و الإکرام مبارک نوم د نورو الهي نومونو په شان د خدای تعالی د جلال او جمال د یو اړخ بیانونکی دی او هر انسان په خپل ژوند کښې حقیقي کمال ته د رسیدو لپاره دغه نوم ته ضرورت لري تر څو په خپل وجود کښې یې جاري کړي او په ځمکه باندې د خدای تعالی خلافت عملي کړي.

دغه شریف نوم د خدای تعالی د جلالیت او جمال د حقایقو رازونه انسان ته څرګندوي تر دې چې د دغه ښایسته نوم د رڼا په لګیدو سره یې باطن روښانه او ښکلی شي او وجود یې جلیل القدره او د لوړې مرتبې خاوند ګرځي او د خدای تعالی په نزد تل پاتې عزت مومي چې په سیوري کښې یې د مؤمنانو په نزد عزیز او د کافرانو په نزد یې دبدبه زیاتیږي. په دې وجه څوک چې په ذوالجلال و الإکرام نوم باندې سنبالیږي، دښمنان ترې ویریږي او د جلال او قدرت په وړاندې یې خاضع او خاشع کیږي، ځکه چې خدای تعالی د خپلو دوستانو درنښت کوي او دښمنان یې ورله ناڅه او حقیر ګڼلي دي.

له رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) څخه په یو حدیث شریف کښې لولو چې یو کس د خدای تعالی په محضر کښې دعا کوله او ویل یې: یا ذوالجلال و الإکرام. پیغمر اکرم وفرمایل: تا چې خدای تعالی په دغه نوم وباله نو دعا دې قبوله شوه، هرڅه چې غواړې، ویې غواړه.

نو ګرانو دوستانو مونږ هم د پروګرام په پاې کښې چې د خدای تعالی د ذوالجلال و الإکرام نوم په نوم ښایسته شوی دی، له تاسو دوستانو د اجازې په غوښتلو سره، لاسونه دعا ته پورته کوو او په ګډه وایو:

اللَّهُمَّ بَارِکْ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ، وَ بَارِکْ لَنَا فِی یَوْمِنَا هَذَا الَّذِی فَضَّلْتَهُ وَ کَرَّمْتَهُ وَ شَرَّفْتَهُ وَ عَظَّمْتَ خَطَرَهُ. اللَّهُمَّ بَارِکْ لِی فِیمَا أَنْعَمْتَ بِهِ عَلَیَّ، حَتَّی لا أَشْکُرَ أَحَدا غَیْرَکَ وَ وَسِّعْ عَلَیَّ فِی رِزْقِی یَا ذَا الْجَلالِ وَ الْإِکْرَامِ. اللَّهُمَّ مَا غَابَ عَنِّی فَلا یَغِیبَنَّ عَنِّی عَوْنُکَ وَ حِفْظُکَ وَ مَا فَقَدْتُ مِنْ شَیْ ءٍ، فَلا تُفْقِدْنِی عَوْنَکَ عَلَیْهِ، حَتَّی لا أَتَکَلَّفَ مَا لا أَحْتَاجُ إِلَیْهِ، یَا ذَا الْجَلالِ وَ الْإِکْرَامِ.

خدایه! محمد او د محمد کورنۍ ته برکت ورکړې او مونږ ته هم په دې ورځې برکت راکړې چې هغه ته دې برتري او کرامت او شرافت ورکړ او مرتبه دې ور له لوړه کړه. خدایه ماته په رابخښلو نعمتونو کښې دې برکت راکړې چې له تا پرته د بل هیڅ چا شکر ونه کړم او رزق مې پراخ کړې، ای د سترتوب او بزرګوارۍ خاونده. خدایه! هر څه چې له ما غایب شوي دي پروا نشته خو هسې نه چې ستا مرسته او ساتنه رانه واخیستلې شي او هر څه چې مې ورک کړي دي، په هغه کښې رانه خپله مرسته ونه ګرځوې چې کوم څه ته ضرورت نه لرم، د هغه لپاره ځان ونه کړوم، ای د سترتوب او بزرګوارۍ خاونده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی