پولیتیکو: د ایران وړتیاوې لا ځپل شوې نه دي
پارس تودی- یوې امریکایي مجلې د ایران په وړاندې د امریکا او د اسرائیلو د جګړې د پایلو او د ایران د راتلونکې پړاو په اړه د یوې روښانې انګېړنې د نه شتون په هکله د شک په څرګندولو سره ولیکل چي د ایران د نظام جوړښت تر ډېره کچې پورې یوموټی پاته دی
د پارس تودی له راپور سره سم، د پولیټیکو امریکایي مجلې په یوه راپور کې د دې په بیانولو سره چي ایران ونزوئلا نه دی، ولیکل: ټرامپ د ونزوئلا په شان د ورته پېښو د بیا تکرارېدو په فکر کدی دی او غوښتل یې چي په یوه چټک او پرېکنده عملیات سره، هر څه هواره کړي، لیکن ایران یوه مذهبی هیواد دی چي نژدې د تېرو پنځو لسیزو په موده کې تثبیت شوی دی. د ایران رهبر د یوې پیچلې ادارې مدیریت یې کول او سیاسي، مذهبي او فوځي مشري په غاړه لرله او د تشو د ډکولو لپاره یې پلانونه جوړ کړي وه.
پولیټیکو زیاته کړه چي د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د نسکورتیا لپآره د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ هیلې به هیڅکله پوره نه شي.
د دې راپور په پای کې راغلی دی چي په داسي حال کې چي د ایران امنیتي وړتیاوې تر ډېره کچه پورې لاس نه خوړلې پاتې دي، په مقابل کې ټرامپ د جنګ د دوام لپاره هیڅ طرحه نه لري.