ننګرهار کښې یو پاکستاني ډرون نسکور شوی دی
Mar 04, 2026 13:20 Asia/Kabul
طالبانو د پاکستان یوه جاسوسي بې پایلټه الوتکه نسکوره کړه.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي دي، په ننګرهار ولایت کښې د طالبانو د خالد بن ولید ۲۰۱ قول اردو اړونده امنیتي ځواکونو د پاکستان هغه بې پایلټه الوتکه چې د دوي د سنګرونو د ویشتلو نیت یې درلود، پیدا کړې او نسکوره یې کړه.
د ځايي سرچینو په وینا، دا پیښه بیګا د یاد ولایت په نظرخیلو سیمه کښې رامینځته شوې ده. دغه ډرون له لیدل کیدو وروسته ویشتل شوی او له امله یې نسکور شوی او اور یې اخیستی دی.
د خالد بن ولید ۲۰۱ قول اردو ویاند وحیدالله محمدي ټینګار وکړ چې دا اقدام د امنیتي ځواکونو د هوښیارۍ، دقت او چمتووالي په برکت شوی دی.
ټیګونه