الهی نومونه (۹۸)
د اسلام ګران پیغمبر(ص) فرمایی ، ای خلکو په خپل نفس او ځان کې الهی اخلاق رامینځته کړئ
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په تیرو پروګرامونو کې مو وویل چی الهی نومونه د عبودیت او بندګۍ په لاره کې د ګام کیښودلو لپاره د خدای تعالی د پیژندلو بهترینه او اساسی وسیله ده . په بله وینا انسان د اسما حسنی د درک او پوهیدا په رڼا کې پوهیږی چی خداوندمتعال له هر ډول عیب ، نقص او حتی تصور ، تجسم او همداراز هغه وصف چی عموما مخلوقاتو پورې اړه لری ، پاک او مبرا دې او مهمه دا چی مونږه هم د د انسانانو په توګه چی خدای تعالی د هغه د ځای ناستی او خلافت په هدف پنځولی یو ، د الهی نومونوپه هر څه زیات شناخت سره خپلو انساني کمالاتو ته نږدې کیدلې او خپل وجود له عیبونو او بدرنګیو پاګولې شو . د خدای تعالی یو نوم چی زمونږ د پاکی او انساني کمال د تحقق لپاره ښه وسیله ده ، د طاهر نوم چی د پاک او پاکیزه په معنا دې . دغه نوم له طهر ټکی اخیستل شوی دی او مشتقات یې په قران کریم کی ۳۱ ځله کارول شوي دي .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
متعال خدای هم طاهر او پاک دې او هم د ټولو څیزونو او موجوداتو پاک کونکې او مطهر دې . یعنی طاهر خدای انسان له ظاهری او باطنی ، بدنی او روحي نجاستونو پاکوی . خدای تعالی هماغه ډول چی د انسان ظاهر او بدن د اوبو په شان په څیزونو سره له ککړتیاو او ظاهری نجاستونو پاکوی ، په باطن کی هم خپل ښه بندګان له اخلاقي نجاستونو او پلیدیانو تطهیر کوي او هغو ته له افراط او تفریطد پاک کیدا لاره ورزده کوي او ورسره مرسته کوی چی د اعتدال هنر ترلاسه کړی تر څو په خپل حد کې د طاهر کیدا په صفت ښکلې شی . د بیلګې په توګه د انسان روح د سخاوت په نوم په فضیلت سره له زیات غوښتنې د اسراف او تفریط د بخل په شان فضیلت سره پاکوی . همداراز د شجاعت فضیلت ته اشاره کولې شو چی خدای پاک په هغه سره انسان له بی پروایی افراط او د هغه تفریط ویرې ، ژغوری .
«««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلام ګران پیغمبر(ص) فرمایی ، ای خلکو په خپل نفس او ځان کې الهی اخلاق رامینځته کړئ . په بله وینا ځان په الهی اخلاقو ښایسته کړې . یعنی که خدای تعالی طاهر دې ، انسان ځان پاک او پاکیزه کړی . البته دغه طهارت او پاکی مرتبې او درجې لري . د طهارت او پاکی تر ټولو لوړه مرتبه او درجه د خدای تعالی د ګران رسول حضرت محمد مصطفی ص او پاکو اهل بیتو اطهارو پورې اړه لري .
د احزاب سورې ۳۳ ایت کې داسې فرمایی ، له دې پرته بل څه ندی چی خدای تعالی اراده کړی ده چی له تاسو د پیغمبر اکرم له کورنۍ رجس او پلیدی لیرې کړی او تاسوپاک او مطهر کړي .
خدای پاک په دغه مبارک ایت کی چی پعه ایت تطهیر مشهور دې ، فرمایی چی الهی اراده دا ده چی د خدای پاک د پیغمبر (ص)اهل بیت پاک او مطهر کړی . ځکه چی د سبحان خدای کلام پاک دې او له پاک کس پرته بل څوک هغه نشی ترلاسه کولې . باید له هرې ناپاکۍ او ککړتیا لیرې وی . دغه حقیقت د واقعه سورې په ۷۷ او ۷۹ ایتونو کې داسې راغلې دې ، یقینا دغه قران هغه قران دې چی ارجمند او ارزښتناک چی له هر ډول تحریف او بدلیدا خوندی دې ، له پاک شویو پرته د هغه حقایقو او اسرارو ته بل څوک لاس رسی نلری .
د قران مفسر ایت ا... مکارم شیرازی په تفسیر نمونه کې د دغه ایت په اړه د دې پوښتنې په ځواب کې چی په قران کې له مطهرون کوم کسان دي ؟ داسې لیکلي دي ، پوهیږو چی داسې کسان زیات وو چی قران یې د خدای پاک د رسول پیغمبر اکرم له مبارکو شونډو اوریده او د حقیقت دغه زلالې اوبه یې د وحی سرچینه بلله ، خو د دښمنۍ ، تعصب او ضد باندې ککړ وو ، له هغو مبارکو ایتونو یې ډیره کمه ګټه هم پورته نکړه ، خو داسې ډیر کم کسان چی لږ یې ځان پاک کړ او د حقیقت معلومونې او تحقیق په روح سره یې ورته مراجعه وکړه نو هدایت شول . پر دې اساس هر څومره چی د انسان تقوا او پاکی زیاته شی ، نو د قران کریم زیات او ژور مفاهیم ترلاسه کوی ، په دې ډول ایت په هرو دو اړخونو یعنی جسمی او روحی اړخونو کې صادق دې . مشخصه ده چی رسول ا... مبارک او ایمه اطهار ، مقربې پرښتې د مقربانو ښکاره بیلګې دي او د قران کریم حقایق له ټولو بهتر درک کوي .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
طهارت له ککړتیاو او خباثت د داخل او بهر پاکول دي . په اسلامي علومو کې طهارت معمولا په دو ډولونو ویشل کیږی ، یو له نجاستونو ظاهری طهارت او بل باطنی پاکی چی په وضو ، غسل یا تیمم سره ترلاسه کیږی . په ظاهری طهارت کی نه ینوازې بدتن ، لباس ، خوړه وغیره الوده وی بلکې له شرعی نظره هم باید طاهر وی .
د بیلګې په توګه په یوه روغتون کې که وینه وتویول شی ، نو په اوبو او ضد عفونی کونکی موادو سره وینځل کیږی چی میکروب یا جراثیم یې له مینځه لاړ شي ، خو شرعی پاکی دا ده چی په هغه ځای کی درې ځله اوبه واچول شی چی لوړه درجه لري . جالبه ده پوهه شو چی خدای تعالی د مایده سورت په ۶ ایت کې د غسل ، وضو او تیمم لپاره له ضروری حکمونو وروسته فرمایی ، خدای تعالی نه غواړي تاسو لپاره سختی رامینځته کړی بلکې غواړی تاسو پاکیزه کړی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
په احادیثواو روایتونو کې د لباس او بدن طهارت او پاکی چی په وضو ، غسل او تیمم سره ترسره کیږی ، د انسان له داخلی تزکیې سره نیغ په نیغه ارتباط لري . د بیلګې په توګه امام صادق علیه سلام فرمایی د جمعې غسل پاکونکې او د ګناهانو کفاره دی له جمعې تر بلې جمعې . په همدې اساس ظاهری طهارت د روح د طهارت سریزه ده چی هغه هم د خدای په درګاه کې د عملونو د قبلیدا سبب کیږي .
خدای تعالی په سوره شمس کې له څو عظیمو قسمونو وروسته فرمایی ، په تحقیق سره هغه کس وژغورل شو چی دغه نفس یې پاکیزه کړ او خپل ځان یې پاک کړ او بې ګټې شو هغه کس چی هغه یې ککړ کړ .
دغه دومره ټینګار د دغه حقیقت ښودنه کوی چی د نفس او زړه پاکی د بدن له پاکی ډیره مهمه ده . نو ځکه ویل کیږی چی انسان چی هر څومره سختی ، مصیبت او کړاو تیر کړی ، باید د هغه د پاکولو اقدام وکړی او د خپل داخل په پاکولو سره ځان له باطنی نجاستونو ازاد او پاک کړي .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په فقهی اصطلاحاتو کې طاهر د نجس ټکی په مقابل کې د پاک په معنا دې . په اسلامي فقه کې نجس هغه څیز ته ویل کیږی چی د پلیدی او ناپاکی په خاطر باید له هغه ډډه وشی او له هغه لیری کیدا او ډډه شرعې بیان کړی ده ، مثلا اوبه چی نجاست پکې شامل وی ، د څښاک نده او ورسره وضواو غسل نشی کیدلې او په هغو جامو سره چی نجسې شوی وی ، لمونځ نشی کیدلې وغیره .
د نجس ټکې یوځل د توبه سورت کې د مشرکانو په وصف کی بیان شوی ده او فرمایی ، ای هغو کسانو چی ایمان مو راوړې دې ، حقیقت دا دې چی مشرکان ناپاک دي .
د دغه ایت په عرفاني تفسیرونو کې راغلی ، هغه کس چی مشرک دې همیشه نجس دې . ځکه داسې کس خپل خدای نه پیژنی او په غیر خدای تکیه کوی او هغه لپاره د مشرک ټکې کارول کیږی . له بلې خوا د اسلام په سرکینیو وختونو کې د نبی مکرم ص پروګرام روښانه وو او ټولو ته پته وه چی حضرت محمد ص د نورو پیغمبرانو په شان غوناړی په ټولنه کی د لوړ اخلاقی ارزښتونو یوه لړۍ خپره کړی . له دې سره سره مشرکان د اسلام د نفوذ د لارې پر سر تر ټولو ستر خنډ وو او هیڅکله حاضر نه وو له رسول ا... مبارک سره یو ګام پورته کړی بلکې په دوانداره توګه له هغه حضرت سره په جنګ وو او د هغه حضرت د وژلو سریزې یې برابرولې نو ځکه دغه کسان ناپاک وو . د قراني علومو ستر استاد او مفسر ایت ا... سبحانی په دې باره کی داسې وایی ، په یقین سره هغه کسان چی د پیغمبرانواو الهی نبیانو د دعوت د خپریدا مخه نیسي او اجازه نه ورکوي چی الهی کسان ټولنه له اجتماعی او اخلاقی ځوړتیا وژغوري او انسان چی په ټولو موجوداتو کې افضل دی له کاڼی ، لرګی پالنې ، زنا او فحشا وغیره وژغوری ، ناپاک دي .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
عزیزانو د پروګرام وخت پاید ته ورسید د خدای په امانۍ په ترڅ کې د تل په شان لاسونه دعا ته پورته کوو او د دعای جشن کبیر د دعا ۲۵ بند په خپلو کې زمزمه کوو ،
خدایا له تا غواړم د تا د نوم په برکت ، ای صورت پنځونکیه ، ای اندازه کونکیه ، ای تدبیر کونکیه ، ای پاکونکیه ، رڼا بخښونکیه ، ای اسانونکیه ، ای ځیرې ورکونکیه ، ای ویرونکیه ، ای مخکې کونکیه ، ای ځنډونکیه ، ته پاک او مبرا یې له تا پرته بل معبود نشته ، فریاد فریاد ، پالونکیه مونږه د جهنم له اوره وساته .
پای