تاریخ پاڼه
نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا د میانې د میاشتې له ۴ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۴ نیټی سره برابره ده
۳۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په څوارلسمه نیټه، د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد ستر مشر امام روح ا... موسوی خمینی (رح) له هڅو ډک او نه ستړی کیدونکی اوه اتیا کاله ژوند وروسته له نړۍ سترګې پټې کړې. د دغه اعلان له اوریدو وروسته اسلامی نړۍ په یوهیړ سره په ویر او ماتم اخته شوه. حضرت امام خمینی (رح) د دولس سوه یو اتیایم هجری لمریز کال د تلې د میاشتې په لومړی نیټه، د ایران د مرکز په خمین ښار کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. د حضرت امام خمینی (رح) سیاسی فعالیتونه د هغوئ له علمی او کلتوری فعالیتونو سره په یو وخت پیل شول. د شاه د استبدادی رژیم پر ضد د امام مبارزې او په ایران کښې د امریکی لاس وهنه په دیارلس سوه دوه څلویښتم هجری لمریز کال کښې زیاته شوه او بالاخره امام خمینی (رح) د شاه د رژیم لخوا ترکیې ته او بیا عراق ته جلاوطن شو. امام په عراق کښې د جلاوطنۍ په دیارلسو کلونو کښې د زیاتو شاګردانو له روزنې سربیره د شاه د رژیم د فاسد ماهیت او په ایران کښې د امریکې د ناروا طمعو په ډاګه کولو لاس پورې کړ او د بیداروونکو اعلانیو په صادرولو سره یې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب زمینې برابرې کړې. بالاخره د مبارزو له زیاتیدو، فرانسې ته د امام له هجرته او ایران ته له برمناکه راستنیدا وروسته په دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال کښې د ایران اسلامی انقلاب بریالیتوب ته ورسید. د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د ایران په خلاف د عراق د بعثی رژیم د تپل شوی جنګ په شمول د ابر قدرتونو او د انقلاب د کورنیو او بهرنیو دښمنانو له دسیسو سره سره امام خمینی (رح) د هغه وخت په سختو او مشکلو حالاتو کښې په هوښیارۍ او میړانې سره د ایران د خلکو مشری او لارښونه وکړه.
د هغه بزرګوار د رحلت په مناسبت د تسلیت په وړاندې کولو سره د امام خمینی (رح) په حقله د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای یوه غوره وینا نقلوو چې فرمایی:
د هغه پاڅون د الهی پیغمبرانو علیهم السلام پاڅون رایادوی. هغه د دینی تفکر راژوندی کوونکئ، د ایمان د لمبې بلوونکئ او د ډېرې لویې ولسی حماسې زیږوونکئ دی.
۳۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په څوارلسمه نیټه، د رهبرۍ د خبرګانو جرګې حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د ایران د اسلامی جمهوری نظام د معظم رهبر په توګه غوره کړ. د حضرت امام خمینی (رح) له رحلته څو ساعته وروسته د خبرګانو جرګې د هغه د ځائ ناستی د ټاکلو لپاره یوه غونډه جوړه کړه او د حضرت امام خمینی (رح) د الهی سیاسی وصیت پاڼې له لوستلو وروسته د ایران د اسلامی نظام د راتلونکی رهبر په اړه بحث او څیړنه پیل شوه. د دغې جرګې غړیو چې د خلکو له لوری ټاکل شوی دی، له بشپړه څیړنو وروسته د حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د ځانګړنو او لوړ شخصیت له امله هغه د اسلامی انقلاب د معظم رهبر په توګه غوره کړ. د اسلام او اسلامی علومو په باره کښې روښانه فکر، په فقه او اسلامی حقوقو کښې د استنباط قدرت، د وخت او اوسنۍ زمانې د تقاضو مطابق مسائلو په اړه زیاته اګاهی او شناخت او همداراز د میړانې، تدبیر او محکم مدیریت په شان خصوصیتونه د دې سبب شول چې د خبرګانو د جرګې غړی په زیاترو رایو سره حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د معظم رهبر په توګه غوره کړی. له هغه کاله تر اوسه پورې حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د حضرت امام خمینی (رح) له لارې او طریقې څخه په پیروۍ او د اسلام د لوړو تعلیماتو له مخې اسلامی انقلاب په حکمت، تدبیر، دوراندیشۍ او قابلیت سره رهبری او هدایت کړئ دی. آیت ا... العظمی خامنه ای په دیارلس سوه اتلسم هجری لمریز کال کښې د ایران په مشهد مقدس ښار کښې زیږیدلئ دی.
۳۳ کاله پخوا، د نولس سوه نهه اتیایم میلادی کال د جون په څلورمه نیټه، د چین د پلازمینې پیکنګ په (تیان آن من) میدان کښې د چینی محصیلینو د وژلې پېښه رامینځته شوه. په زرګونو چینی محصیلین په دغه ورځ په تیان آن من میدان کښې چې د آسمانی سولې په معنا دئ، راغونډ شوی او د خلاصې سیاسی فضا د رامینځته کولو، د کمیونیسټ ګوند د قدرت د کمولو او د پارلیمان او د هغه د ټاکل شویو استازو د قدرت د زیاتولو غوښتونکی وو.
د حکومت د خبردارۍ باوجود د محصیلینو مظاهرو دوام وموند او بالاخره د چین پولیسو او پوځی ځواکونو له وسلې څخه په استفادې سره احتجاج کوونکی محصلین وځپل. د دغه اقدام په دوران کښې یو شمیر محصلین ووژل شول او یا ژوبل شول. له محصلینو سره د چین د حکومت سختې مقابلې او د هغوئ وژلې لویدیځو حکومتونو ته یوه پلمه په لاس ورکړه چې د پیکنګ په خلاف په پراخو تبلیغاتو او د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ باندې د دغه حکومت په تورنولو سره پر چین دباؤ زیات کړی.