Jun 11, 2022 14:22 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د اتبار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې دوه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې میاشتې له ۱۲ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۱۲ نیټی سره برابره ده

۶۲  کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه دیرشم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، ستر مسلمان عالم او پوه میرزا محمد حسین فاضل تونی په تهران کښې وفات شو. هغه په دولس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال کښې د ایران په فردوس ښار کښې وزیږید او د ادیب نیشابوری په شان د خپلې زمانې له نامتو عالمانو څخه یې علمی فیض حاصل کړ او لوړو علمی او معنوی درجو ته ورسید. فاضل تونی په فقه، اصول فقه، حکمت، عرفان، ریاضۍ،نجوم او عربو ادبیاتو کښې پراخه پوهه درلوده او بیا په وروسته وختونو کښې د تهران پوهنتون د ادبیاتو په څانګه کښې د استادۍ پر پوسټ غوره شو او د عربۍ ژبې او ادبیاتو او فلسفې تدریس ورته ورپه غاړه شو. له میرزا فاضل تونی څخه د (حکمت قدیم)، (الهیات) او (حواشی بر اسفار) په شان ارزښتناک کتابونه په یادگار پاتې دی .

 

۳۲  کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، ستر او قدرمن عالم آیت ا... شیخعلی مشکات په نهۀ اتیا کلنۍ کښې له دې فانی نړۍ سترګې پټې کړې او ابدی دنیا ته لاړ. هغۀ د اصفهان په علمیه حوزه کښې د مقدماتو او مختلفو سطحو د علومو له زده کولو وروسته قم ته لاړ او له حضرت آیت ا... شېخ عبدالکریم حائری یزدی،سید محمد حجت کوه کمره ای او سید محمد تقی خوانساری یې علمی استفاده وکړه. آیت ا... مشکات بیا نجف اشرف ښار ته لاړ او د هغې حوزې د علماو له څو کالو شاګردۍ او ترې د علمی فیضه له حاصلولو وروسته اصفهان ته راستون شو.

(حاشیه بر کفایة الاصول)، تقریرات دروس حضرات آیات حائری یزدی، آقا ضیاءالدین عراقی و سید ابوالحسن اصفهانی د هغۀ له علمی اثارو څخه دی.

 

۲۹  کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجری شمسی کال د غبرګولی د میاشتې په دویشتمه نیټه، د کروشیا پلازمینې په زاګرب کښې د ایران په سفارت کښې ایرانی ډېپلومېټ رسول منتظری چې په بوسنیا هرزګوینا کښې د صربانو د نژاد پرستانه اقداماتو قربانیو او ښکیل شویو مسلمانانو ته د خپل هیواد د لېږل شویو مرستو د مسئول په توګه د وظیفې د ترسره کولو په وخت د کرواټو فوځیانو په لاس شهید شو.

 

۲۷ کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور اویایم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، یو مبارز عالم آیت ا... میرزا کاظم دینوری په درې نوی کلنۍ کښې وفات شو. هغه د مقدماتی علومو له زده کړې وروسته نجف اشرف ته لاړ او لوړو علمی درجو ته ورسید. آیت ا... دینوری بیا وطن ته راستون شو او د دینی وظیفې په ترسره کولو، د جًمعې د نمانځۀ په قائمولو او همداراز د دین په ترویج او تدریس یې لاس پورې کړ.د هغه له اثارو څخه د خپلو استادانو د فقې او اصولو د درس تقریرونه او توضیح المسائل رسالې ته اشاره کولئ شوو.

 

 

او د جون دولسمه نیټه د ایشیا په ختیځ کښې د فلپائن هیواد د خلقو لپاره یوه مهمه ورځ ده. دغه ورځ د فلپائن د ملی ورځې په توګه نومولې شوې ده. فلپائن د ایشیا په ختیځ کښې د مجمع الجزائر په بڼه شپږ اویا میلین نفوس لرونکئ هیواد دی. د دغه هیواد زیاتره خلک مسیحیان دی. مسلمان اقلیت هم د دغه هیواد په جنوب کښې ژوند کوی. په اتلس سوه اته نوېم میلادی کال کښې د جون دولسمه نیټه، له اسپانیا څخه د خپلواکۍ د اعلان ورځ ده او په همدې وجه د فلپائن د ملی ورځې په توګه نومولې شوې ده.