Jun 12, 2022 09:47 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه ۲۴

ګرانو ملګرو کتابونه د علم باغونو نومې لړۍ له یوې بلې لیکنې سره مو په خدمت کښې حاضر شوې یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو،

په نړۍ کښې د کتابونو د صفحو د ښایسته کولو کیفیت د وخت په تیریدو سره په ټولنه کښې د هنر د عمومي طریقې، د نظر وړ زمانه کښې د چاپ د صنعت د پرمختګ او د موجودو ګرافیکي ټیکنالوجیو په شان مواردو پورې ځانګړی تړاؤ لري. خو د تاریخ په اوږدو کښې داسې نه وو او د کتاب د ښایسته کولو هنر یا هم هغه د کتاب سنګار، یو داسې هنر و چې یوازې د هنرم په ذهن او قلم پورې اړونده او پيئلی و.

تصویر جوړونه یوه داسې نه ختمیدونکې دنیا ده چې د خلاقیت یوه دنیا په کښې پنځوله کیږي او پر هغو خوندونو سربیره چې په دې پيشه کښې موجود دي، د مهارت او تجربې په ترلاسه کولو سره له ګڼو کسب و کارونو سره همکاري کولې شي چې له امله یې ډیر عاید ترلاسه کیدې شي. د کتاب د متن انځورګري هغه ډیر خلاقانه او په زړه پورې کار دی چې د چاپ په صنعت کښې ترسره کیږي.

تصور وکړئ چې بصري دنیا له سره کوټلو کلماتو او عبارتونو څخه کشف شي او د یو هنرمند په ګوتو دوباره وپنځوله شي او البته که دغه کتابونه د کیسو او داستانونو وي نو د یو هنرمند له خوا یې په تصویري بڼه دوباره بیانول د لوستونکي او کتونکي لپره په زړه پورې او په عین حال کښې تازه کیدې شي.

د داستاني کتاب د متن انځورګري، ډیره له لوړو ژورو ډک تاریخ لري او په مختلفو طریقو ترسره کیږي. انسان له زرګونه کلونه مخکښې څخه پوهیده چې د تصویر د اوزار په مرستې سره کولې شي ډیر مفاهیم په غوره توګه منتقل کړي، داسې مفاهیم چې ورپاره کلمات موجود نه وو او که وو هم نو پوره سمون یې نه خوړه حتی په ګڼو توصیفي کلماتو سره..........

تصویر سازي د تاریخ په اوږدو کښې له تصویري روایت ګرۍ یا تصویري داستان وینې پرته بل څه نه وو خو په لیکلې بڼه د کیسې پیلیدل، د افسانوي تمدنونو په پیلیدو او د لیکونکو لیکو د شکلونو په پیدا کیدو سره وو چې ترټولو پخواني پ کښې د مصري هیروګلیف خط او د سومري او عیلامي په شان لرغوني میخي خطونه دي.

د دغو لیکل کیدونکو خطونو په مرسته د اسطورو افسانې په ډبرینو کتیبو او مهرونو یا پاپیروس لیکل کیدې. په دغو ټولو تصویرونو کښې د نړۍ او انسان د پنځون، له طبیعته د پورته او غیرمعمولي ځواکونو او د وتلې نړۍ په هکله کیسې موجودې وې چې په داستاني انځورونو کښې به سره اړوندیدلې.

د تصویر سازۍ هنر د خط له تخلیق مخکښې په عصرِ حجر یا د کاڼي په زمانه کښې، په اروپا کښې د لاسکو Lascaux و التامیرا  Altamira په شان او په ایران کښې د میر ملاس Mirmalas  په شان غارونو کښې د نقاشۍ په نمونو کښې، له جادويي نقاشۍ پرته بل څه نه و. په هغه پړاؤ کښې به نقشونه، په ځناورو باندې د ولکې لپاره د ښکار په وخت او په نورو وختونه کښې د طبیعت او په داسې نورو قدرتونو باندې د برلاسي کیدو په موقع د انسانانو د ډله ایز ژوند دنننې ته د طبیعت د نړۍ د اسراري قدرتونو د جادويي انتقال په لړ کښې کښل کیدل.

خو ورو ورو د کاڼي په نوي پړاؤ کښې د کرهڼې او څارویو د ساتنې په پیلیدو او په ښارونو کښې د انسان د ټولنیز ژوند د ابتدايي نښو په راڅرګندیدو سره، سپيڅلي باورونه او حماسې او افسانې رامینځته شوې. د مقدسو کتابونو له متنونو سره مله انځور جوړونه، د پیغمبرانو د کیسو او د مذهبي روایتونو د بیانولو، د فرښتو د څیرو د تجسم کولو او د خیر او شر د ځواکونو د مخامخیدنې د ښودلو لپاره یوه وسیله جوړه شوې ده.

په منځنیو پيړیو کښې یعنې له ۵۰۰ نه تر ۱۲۰۰ میلادي پیړیو پورې به راهبانو او غیرروحاني کاتبانو کتابونه لیکل. وروسته بیا دغو کاتبانو د پوهنتونونو او تجارتي مرکزونو په خوا کښې کارګاوې جوړې کړې. د مینځنیو پیړیو په پاې کښې یې د سنګارونکو، د څپرکي د سرټکو د ښایسته کونکو او د بوټو د نقشونو د ډیزاینونکو په شان سمون خوړونکي صِنفونه جوړ کړل. د مینځنیو پیړیو په وروستیو کښې هم د څپرکي په نمایشي سرټکیو او په ډول ډول بوټو او عجیبه ځناورو وغیره په شان نقش و نګار سره یې د حاشیو او څنډو په ښایسته کولو سره په لاس لیکلي کتابونه ولیکل شول.

له ۱۳۰۰ نه تر ۱۴۰۰ میلادي کلونو کښې د رنسانس پړاؤ په اوایلو کښې په لاس د لیکل شویو کتابونو د سنګارولو او ښایسته کولو هنر په فرانسې او شمالي اروپا کښې خپل اوج ته ورسید. له دې امله چې ډیرو لږو خلکو په لاس د لیکل شویو او سنګار شویو کتابونو د اخیستو توان درلود، د ارزان بیه کتابونو د تصویرونو لپاره تقاضا زیاته شوه. د دغې غوښتنې په ځواب کښې لرګین چاپ دود شو. د کاغذ د تولید د زیاتیدو او د روغني سیاهیو د  ایجادیدو ترڅنګ د لرګي د چاپ مشینونو په ورپسې سلیزو کښې د پرمختګ لاره هواره کړه.

د ۱۴۰۰ او ۱۵۰۰ میلادي کلونو ترمینځ د رنسانس د ترقۍ او غوړیدا په پړاؤ کښې د جوهانِس ګوتنبرګ "Johannes Gutenberg  له خوا د منفردو قطعاتو په کارولو سره د چاپ د مشین جوړ شو او د کتابونو د تولید او نشر په لړ کښې یې د پام وړ بریا ترلاسه کړه. د دغې سلیزې په پاې کښې په څه باندې دوو سوو مرکزونو کښې د چاپ له زرو زیاتې کارګاهې جوړې شوې او تقریباً څلور زره کتابونه له لسو نه تر شلو میلیونو پورې نسخو کښې چاپ شول. دا شمیر د ګوتنبرګ له پړاوه مخکښې د ټولو لیکل شویو کتابونو څخه ډیر و.

په اروپا کښې د چاپ د صنعت په راتلو او په ۱۷۰۰ کلونو کښې یې په پراختیا او د چاپي موضوعاتو لپاره د تقاضا په زیاتیدو سره د ډیزایننګ او ګرافکس هنر د کتاب سنګارونې د هنر د یوې برخې ځاې ونیوه او د ګرافیک هنر ته د علم او ټیکنالوجۍ په وررسیدو سره د چاپ، کاغذ جوړونې او د حروفو د ایښودلو په شمول ټولو برخو کښې بنیادي بدلونونه رامینځته شول.

په اتلسمې پيړۍ کښې د داستاني کتابونو تصویر سازۍ چندانې رونق نه درلود او ناشرانو به د نویو ناولونو لپاره تصویر سازي نه کوله. په هغه زمانه کښې تصویر ګري یوازې دزیات خرڅ لرونکو او کامیابو کتابونو لپاره کیدله او تصویر لرونکي کتابونه به معمولاً په محدود شمیر کښې چاپ کیدل.

د نولسمې پيړۍ په اوایلو کښې حالات بدل شول او تصویر سازي د کتابونو د خرڅون د زیاتیدو سبب شوه. په دغې پیړۍ کښې (د پيک ویک یادداشتونه The Pickwick Papers) په عنوان سره  د چارلز ډیکنز Charles Dickens د تصویر سازی شوي کتاب خپریدل د ناول د چاپیدو په صنعت کښې د انقلاب رامینځته کیدو سبب شو. د په زړه پوري داستان او طنز سره مل  د دغه اثر د تصویر سازۍ محبوبیت بې مخینې و او سبب شو چې دا بهیر د نورو کتابونو په لړ کښې هم دوام ومومي. په نتیجه کښې په دغه پړاؤ کښې د داستان تصویر سازۍ ډیر رواج ومونده او ډیر لوستونکي یې د ځان په لور جذب کړل او یو ډول تبلیغات ګڼل کیدل. د پلورنځیو په شوکیسونو کښې به تصویرسازي شوي کتابونه نندارې ته وړاندې کیدل او مشتریان به یې ځان ته راکښل.

د نولسمې پيړۍ په وروستیو کښې د تصویر سازي شویو کتابونو محبوبیت کم شو او تصویر سازي نوره د کتاب د پلورل کیدو ضامنه پاتې نه شوه. په ۱۹۳۰ لسیزې کښې د غټانو نالونه ډیر کم تصویر سازي کیدل. د عکاسۍ، ټیلیویژن او سینما په راتلو سره د تصویر سازي شویو کتابونو محبوبیت ختم شو او په حقیقت کښې د دغه ډول کتابونو ځآې، فلم ونیوه. تصویر سازۍ د ماډرن لیکوالانو په داستانونو کښې هیڅ ځاې نه درلود او هغه به یوازې د کتاب د جلد او د مشتري د جذبولو لپاره استعمالیده.

د دویم نړیوال جنګ نه په وروسته کلونو کښې زیاتره ډیزاینرانو د کتاب ښکلې کولو دودیزې طریقې پریښودلې او په طراحۍ کښې یې نویو نظریو ته مخه کړه. په اتیایمه لسیزه کښې د طراحۍ او ګرافکس په هنرونو کښې د فني انقلاب دوام، په طراحۍ، حروفچینۍ او چاپ کښې لاچټکې طریقې رامینځته کړې او ګرافکس ډیزایننګ ډیجیټل پړاؤ ته ورسید او د پنسل، کاغذ او سیاهۍ رول لا کم شو.

د ټیکنالوجۍ پر ودې سربیره ځیني لیکوالان هم د داستان د تصویر سازۍ سخت مخالف وو او باور یې درلود چې تصویر سازي د لوستونکي ذهن اړوي او په مطلب اخیستنه کښې یې تیرباسي. امریکايي لیکوال هِنري جیمز Henry James  باوري و چې د داستان نثر په کافي اندازه مجسم کونکی دی او تصویر سازۍ ته ضرورت نه لري. هغه به ویل چې تصویر سازي او نثر د یو بل سیالي کوي او که څه هم سفرنامې یې تصویر سازي شولې خو هیڅکله یې اجازه ورنه کړه چې ناولونه یې تصویر سازي شي.

نن سبا تصویر سازي هم په سنتي او هم په ډیجیټل طریقه کیږي او چاپ کیدې شي. د تصویر سازۍ د سټایل او طریقې انتخاب د هنرمند په سلیقې او نظریې او د کتاب په موضوع پورې تړاؤ لري. خو له یو واحد داستان څخه څو مختلف تصویرونه خلق کیدې شي. ‍هر څیز د تصویر ګر هنرمند په ذهن او د هغه په ذهن کښې د داستان په انګازو پورې اړه لري.

دوستانو اوس د کتابونو زیاتره تصویر ګرۍ د پرمختللو ټیکنالوجیو او سیسټمونو او په دغو سیسټمونو باندې د پوهیدونکو ماهرانو په مرسته ترسره کیږي. خو په پخوا وختونو کښې د تصوری ګر هنر او د هغه خلاق ذهن د کتابونو د تصویرګرۍ اصلي بنیاد و. کتاب سازي او کتاب ښایسته کول په حقیقت کښې د کاغذسازۍ، مرکب یا سیاهي سازۍ، خوشخطۍ، صحافۍ یا پاڼې د کتاب په شکل رایوځاې کولو، رنګ سازۍ او تذهیب په شان دودیزو فنونو ټولګه وه چې په یو په زړه پورې او ښایسته قالب کښې د یو خاص متن د تولیدولو لپاره استعمالیدله.

*/*/*/*

ګرانو دوستانو د دې لړۍ په راتلونکې برخې کښې به د دغو هنرونو او د هغو د ځینو ځانګړو نمونو پیژندګلوي دروکړو.

*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

 

 

 

---------------------------------------------------

 

 

 

 

 

 

 

          

 

ټیګونه