Jun 13, 2022 14:55 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د نهی ورځ،یا ۳ شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې څلورویشتمه نیټه ده چې د۱۴۴۲ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې د میاشتې له ۱۴ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۱۴ نیټی سره برابره ده.

۱۰۵۶ کاله پخوا، د درې سوه اوه اتیایم هجري قمري کال د ذیقعدې په څوارلسمه نیټه، یو مسلمان خطیب او واعظ ابن سمعون په بغداد کښې وفات شو. هغه خپله زیاتره مشهورتیا په وعظ او خطبو کښې تر لاسه کړه، خو د حدیثونو د راغونډونې په لاره کښې یې ډیر تکلیفونه هم و زغمل او د هغو د اوریدلو لپاره یې ګڼ شمیر سفرونه وکړل. د ابن سمعون په ټولو آثارو کښې کولئ شو د الامالي کتاب ته اشاره وکړو. د دغه توانمن خطیب په ځائ پاتی  آثار تر اوسه په دمشق کښې د ظاهریه په کتابتون کښې ساتل کیږي.

 

 

۲۸۶  کاله پخوا، د یو زرو اووه سوه شپږ دیرشم میلادی کال د جون په څوارلسمه نیټه، فرانسوی فیزیک پوه چارلس اګسټین ډی کولمب وزیږید. هغه د زده کړو له ترسره کولو وروسته د الیکټریسټی او مقناطیس په زمینو کښې تدریس پیل کړ او په دغو زمینو کښې یې له ځانه زیات تالیفات په یادګار پریښودل. کولن له تدریس سره سره خپلو تحقیقاتو ته هم دوام ورکړ او بالاخره د فیزیکس په علم کښې د داسې قوانینو پر برابرولو بریالئ شو چې د هغه په نوم یعنی د کولن په قوانینو نومول شوی دی. دغه فرانسوی فیزیک پوه په اویا کلنۍ کښې مړ شو.

 

۲۰۲  کاله پخوا، د اتلس سوه شلم میلادی کال د جون په څوارلسمه نیټه، د مصر عسکرو د محمدعلی پاشا په قوماندانۍ پر سوډان حمله وکړه او د دغه هیواد یوه ستره شمالی برخه یې ونیوله، همدې سره په یو وخت انګریزان هم د سوډان پر جنوبی برخې په حملې سره پر دغه سیمې مسلط شول. خو د سوډان خلکو د مهدی سوډانی په مشرۍ له اتلس سوه یو اتیایم میلادی کال څخه د مصر د سلطې او د برطانیې په خلاف خپله مبارزه پیل کړه او په اتلس سوه پینځه اتیایم میلادی کال کښې یې مصری او انګریزو ځواکونو ته سخته ماتی ورکړه او د خپل هیواد پراخه برخه یې ازاده کړه. خو په اتلس سوه اته نوېم کال کښې مهدی سوډانی د مصر او برطانیې له ګډو ځواکونو څخه ماتی وخوړه او د هغه تړون له مخې چې برطانیې او مصر یو کال پس په خپلو کښې لاسلیک کړ، د سوډان واک په ګډه توګه په اختیار کښې واخیست. سوډان د نولس سوه شپږ پنځوسم میلادی کال په جنورۍ کښې بشپړه خپلواکی ترلاسه کړه.

 

۱۱۳  کاله پخوا،د دولس سوه اته اتیایم هجری لمریز کال د غبرګولی په څلورویشتمه نیټه، مشروطه غواړی مجاهدین تهران ته ورسیدل او د ورکوټی استبداد پړاؤ یې ختم کړ. له قزوین څخه د ګیلان د مجاهدینو او د اصفهان له لیارې د بختیاری مجاهدینو په ننوتلو او د دولس سوه اته اتیایم لمریز کال د غبرګولی په څلورویشتمه نیټه د تهران ښارپه فتح کولوسره ، محمد علی شاه قاجار د یوه پړاؤ لنډې خوله لانجو ډکې باچاهې وروسته دقدرت له ګدۍ لیری کړئ شو او د ورکوټی استبداد پړاؤ ختم شو. ده چې د روسانو په قدرت باندی په تکیې سره د هیواد د خلکو د غوښتنې په وړاندی سخت مقاومت کړئ ؤ، پلازمینې ته د مجاهدینو له ننوتو له خبریدا او د روسانو له واقعی ملاتړه له ناهیلئ وروسته په اندیښنې سره د ټانګې څخه په استفادې سره د روسیې سفارت ته پناه یوړه او په دی توګه د ایران په تاریخ کښې یو نوئ فصل پیل شو. د تهران فتح کونکو وروسته په یوه غونډه کښې محمد علی شاه له واکمنئ څخه ګوښه کړئ او د هغه زوئ احمد شاه یې په دی مقام و ټاکه . د تهران فتح کیدل او له سلطنته د محمد علی شاه قاجار ګوښه کیدل د وړوکی استبداد ختمیدل او د ملی شورا د دویم پړاؤ د جوړیدو پیل ؤ.

 

۴۲  کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال د غبرګولی په څلورویشتمه نیټه، مجاهد عالم آیت ا... غلام حسین تبریزی عبدخدایی په اوه نوی کلنۍ کښې وفات شو. هغه د دینی علومو مقدمات په تبریز کښې تیر کړل او وروسته نجف اشرف ته ولاړ او د علامه سیدمحمد کاظم یزدی په محضر کښې یې د ترقئ درجې کچ کړې. آیت ا... عبد خدایی بیا په ایران کښې د رضا خان د استبدادی حکومت په وخت کښې په تبریز کښې د تذکرات دیانتی مذهبی مجله خپره کړه او د رضا خانی ضده مبارزو په دلیل یې په میاشتو میاشتو پټ ژوند کوه . هغه له دیارلس سوه لسم لمریز کاله د خپل ژوند تر پایه پورې په مشهدکښې استوګن ؤ .

 

او له ننه ۴۲  کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په څلورویشتمه نیټه ، د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامی شورا یو سلو شلو استازو د اولسمشر بنی صدر د سیاسی وړتیا نه درلودنې طرحه وړاندی کړه . وروسته له هغه چې د ایران پر خلاف په جنګ جبهو کښې د عراق د بعث رژیم د تیریګرو ځواکونو د یرغل پر خلاف اولسی مقاومت د درستو قواو د قومندان په توګه د بنی صدر له لوری د اړین ملاتړ د نه کولو په خاطر ، مخ پر کمزورتیا شو او له اسلامی شورا، قضائیه قوې او نورو انقلابی ارګانونو سره د اولسمشر اختلافات ډیر زیات شول. همدغه راز د اختلافاتو د ختمولو او تفاهم لپاره د امام خمینی (رح) نصیحتونو هم نتیجه ورنکړه. ددیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی د څلورویشتمې نیټې په ناسته کښې د اسلامی شورا د یو سلو شلو استازو لیک ولوستل شو چې پکښې د بنی صدر د سیاسی وړتیا د جاجونی غوښتنه وشوه او په دوه چنده بیړې سره یې د مطرحولو غوښته وکړه . اسلامی شورا کښې د بنی صدر د سیاسی وړتیا د نه درلودنې طرحې په تصویبیدا پسی حضرت امام خمینی (رح) هم هغه د ایران د اسلامی جمهوریت له اولسمشرۍ لیری کړ . د بنی صدر په لیری کولو سره که څه هم د شته اختلافاتو او کار ړنګونو یوه اصلی جرړه وایستل شوه خو بیا د نظام پر ضد د ورانکارو فعالیتونو ، وسله والو او خونړیو نښتو څو میاشتنی پړاؤ پیل شو چې د نظام د جګپوړوچارواکو نیولی د بازار او کوڅو تر خلکو پورې د ګڼ شمیر کسانو د شهادت لامل شو.