تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ یا ۴شنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۱۵ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۱۵ نیټی سره برابره ده.
۹۴۳ کاله پخوا، د پینځه سوم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په پینځلسمه نیټه، یو لوئ مسلمان لغت پیژاندی او پوه ابن فاخر په بغداد کښې وفات شو. هغه په ځوانئ کښې مکی او یمن ته ډیر سفرونه وکړل او د هغه وخت له عالمانو څخه یې دانش کسب کړ او بالاخره په لغت او حدیث کښې د استادئ مقام ته و رسید. د ابن فاخر د لیکلو روده پر ویاړمن نثر ولاړ او له لفظي سنایو خو فصیح او روښانه رودو سره اخښلئ ؤ. د ابن فاخر په ټولو اثارو کښې کولئ شو د جواب المسایل کتاب ته اشاره وکړو.
۱۷۴ کاله مخکې د ۱۸۴۸ میلادي کال د جون د میاشتې په ۱۵ نیټه
د جرمني صدراعظم اتو فون بیسمارک د برلین مشهور او تاریخي ښار یې د دغه هیواد د پلازمینې په توګه و ټاکل . د جرمني امپراتورۍ د مرکز په توګه د برلین ټاکنه د جرمني د یوالۍ د پلان د اجرا نه ورسته ترسره شوه بیسمارک د هغه طرحې اصلي پلانونکۍ وو.
د دوهم نړیوال جنګ ورسته برلین هم د جرمني په څیر په دووختیځو او لویدیځو برخوکې وویشل شو . خو د ۱۹۹۰ میلادي کال په سپټامبر کې د برلین د دیوال د نړیدو ورسته د جرمني د دوو برخو د بیرته یوځای کیدو زمینه هم برابره شوه او یو څه موده ورسته د برلین دوو برخو هم د یوښار په حیث یو ځل بیا د جرمني پلازمینه شوه .
۱۰۴ کاله پخوا، د دولس سوه اوه نوېم هجری لمریز کال د غبرګولی په پنځه ویشتمه نیټه ، نامتو عالم او مجاهد آیت ا... سید مصطفی مجتهدی کاشانی وفات شو. هغه د ایران په یوه مینځنی ښار کاشان کښې یوی علمی کورنۍ کښې و زیږید او د خپلو زده کړو مقدمات یې له خپل پلاره زده کړل. بیا د خپلو زده کړو د تکمیلولو لپاره اصفهان او وروسته د عراق نجف ته ولاړ څو د لا زیاتو استازانو له علومو برخمن شی او بالاخره د اجتهاد مقام ته و رسید. آیت ا... مصطفی کاشانی په شعر ویلو کښې هم یوه لوړه طبعه درلوده او په عربی او فارسی کښې یې شعرونه ویل . خو د هغه مهمه ځانګړنه د ظلم سره ضدیت او عدالت غوښتنه وه . دغه قدرمن عالم د استبداد له مخالفانو او په ایران کښې د مشروطه انقلاب له طرفدارانو څخه ؤ او په ایران او عراق کښې د روسیې او انګلستان د استعمارګرانو د لاس وهنې سره یې مبارزې ته مخه کړه. منجمله د لومړی نړیوال جنګ او د برطانیې له خوا د عراق د نیواک په وخت کښې آیت ا... سید مصطفی کاشانی نه یوازی د نورو عالمانو په ملګرتیا د جهاد فتوی صادره کړه بلکه په خپله هم د استعمارګرو سره د جنګ جبهو ته ولاړ . د دی تر څنګ د هغه زوئ آیت ا... سید ابو القاسم کاشانی هم د پلار په شان د انګلستان د استعمار پر ضد په تیره بیا د ایران د تیلو د صنعت د ملی کیدا په وخت له لویو مبارزینو څخه ؤ.
۲۱ کاله پخوا، د دوه زره لومړی میلادی کال د جون په پنځلسمه نیټه، د روسیې ، چین، قزاقستان ، قرقیزستان ، تاجکستان او ازبکستان هیوادونو تر مینځ د یوی موافقې په لاس لیک سره د شانګای د ملګرتیا موسسه جوړه شوه. د دغې موسسې موخه د اقتصادی ، کلتوری او امنیتی ملګرتیاؤ پراختیا اعلان شوی ده . د شانګای د ملګرتیا موسسې مخینه یو زرو نهه سوه شپږ نوېم کال ته ور ګړځی چې له ازبکستان پرته دغو هیوادونو د باور د پیاوړتیا او په خپلو اوږدو سرحدونو کښې د امنیت د زیاتوالې لپاره د پنځم شانګای په نوم تړون لاس لیک کړ. دغه تړون په داسی شرائطو کښې لاس لیک شو چې شوروی سره پاشل شوئ ؤ او امریکا هڅه کوله د مینځنې آسیا په هیوادونو کښې نفوذ وکړی . د پنځم شانګای له تړون سره د ازبکستان په یو ځای کیدا سره دغه ډله په عمل کښې د شانګای د ملګرتیا په موسسې بدله شوه . دا مهال د ایران اسلامی جمهوریت، پاکستان، افغانستان او منګولیا هم د دغې موسسې څارونکی غړی دی . د شانګای د ملګرتیا موسسه د نفوسو، پراختیااو د اقتصادی او پوځی توان له نظره د سیمې یوه ډیره ستره موسسه ده.
او له ننه ۲ کال ورسته د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د غبرګولې د میاشتې په ۲۵ نیټه د ایران د سینما،تیاټر او ټيلیویژن یو مشهور لوبغاړی او د هنر یوه تل پاتې څيره محمد علی کشاورز د یوې ناروغۍ له امله په نوي کلنۍ کې وفات شو .
محمد علی کشاورز د۱۳۰۹ ه ل کال د وري د میاشتې په ۲۶ نیټه کې د ایران په اصفهان کې زیږیدلی ؤ،.
کشاورز د ښونځي په پړاؤ کې په تیټر او موسیقۍ کې کار ته مخه کړه او د تهران د ډراماټیکو هنرو د پوهنځۍ څخه فارغ التحصیل شو .هغه خپل هنري فعالیتونه په ۱۳۳۹ کال کې د ویالن سازکره مونا په نندارتون سره پیل کړ.
او د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۳لمریزکال په سینمائي فلمونو کې لوبې پيل کړې .خو د محمد علی کشاورز دځلیدونکي هنري فعالیتو دغوړیدا اوج،له اسلامی انقلابه په وروسته کلونو کې ؤ .هغه په کابو پنځوسو سینمائي فلمونو کې،څه دپاسه دیرشو ټيلیویژني سریالونو کې او همداراز په لسګونو تیاټر اوټيلی ویزوني لوبو کې رول لوبولی چې له هغو څخه ،آتش بدون دود،هزاردستان ،سرداران ، افسانه سلطان و شبان ، پدرسالار او ګرګ ها : نومې سریالونو او نورو لسګونو فلمونو ته اشاره کولی شو .