Jul 06, 2022 16:17 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر د میاشتې له ۷ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د جولای د میاشتې له ۷ نیټې سره سمون خوري .

    ۱۳۲۹ کاله پخوا د ۱۱۴قمری کال د ذی الحجې دمیاشتې په   اوه مه نیټه . داسلام دګران پیغمبر  یوپاک لمسی او دامامت دلړۍ پنځم ځلانده ستوري حضرت اما م محمد باقر علیه السلام  پّه ۵۷کلنۍ کې شهید شو . هغه بزرګوار په ۵۷قمری کال کې په مدینې منورې ښآر کې  نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې .  حضرت امام محمد باقر علیه السلام  په داسې وخت کې ژوند کاوه  چې  حکومت  د اموي ظالمو اومستبدو  واکمنانو په لاس کې ؤ.  هغه بزرګوار   دخپل پلار حضرت امام سجاد علیه السلام  له شهادت وروسته  دمسلمانانو رهبري او امامت په غاړه واخست .دحضرت امام محمد باقر علیه السلام  دامامت پړاؤ  له یوې خوا د امویانو دحکومت  په کمزورتیا او دړې وړې کیدا او  بنی عباسو ته دحکومت په منتقلیدو سره  او له بل پلوه   داسلامي ټاټوبی له پولو د ورآخوا  افکارو دمبادلې او  د اعتقاداتو  له ژباړې  سره  برابر ؤ . چې  دغه فضا پخپله دټولنې په سویه  د افکارو دمبادلې او د اعتقادي  بحثونو دپراختیا زمینې برابرې کړې وې. په دې مینځومیان  کې  دحضرت اما م محمد باقر علیه السلام  نوښتونو او ووخت پيژندنې  چې  دهغه بزرګوار په الهي تربیّت کې ئې جرړه درلوده، د اسلامی علوم  او لیدتوګو دخپراوي لپاره ئې مناسبه زمنیه برابره کړه . امام محمد باقر په لنډ اومناسب وخت کې چې  ترلاسه کړی ئې ؤ داسلامی علومو خپراوي او روزنې او ښونې ته مخه کړه او د لوي علمی مرکز بنسټونه ئې چې  دنامتو  څيړاندو او پوهې له مینه والو  به ډک ؤ پلان کړل.  دغه حساس موقعیَت  داسلامی تمدن په تاریخ کې  یو لوي سپرکی  پرانیست  او  ورپسې پړاؤنه  داسلام  له ودې اغیزمن  شول . دامام بزرګوار  لوړ علمی مقام  تر دې حده ؤ چې  هغه حضرت  په :باقرالعلوم : یعني  د علومو د څيرونکي  لقب ئې وموند.  دحضرت امام محمد باقر علیه السلام پاک حرم  په مدینې ښآر کې په جنت البقیع هدیرې کې دی .  ددغه لوي امام بزرګوار دشهادت په مناسبت  دتسلیت په ویلو سره  دحضرت امام محمد باقر علیه السلام یوه له نصحیته ډکه وینا درته  وړاندې کوو ، هغه بزرګوار فرمآئي  :،

 د دینا حریص  د  دوریښمو دهغه چینجي په څیر دی چې  هرڅومره پيهّ له خپل ځانه تاواوي نو بهر ئې تر ې وتل لامشکل کیږي .

 

 

۲۱۵ کاله وړاندې، د ۱۸۰۷ زیږدیز کال د جولای په ۷مه، د روسیې په هېواد کې د تیلسیت تاریخی تړون په همدې نامه سیمه کې، د روسیې د امپراتور لومړی تزار الکساندر او د فرانسې د امپراتور ناپلیون بناپارت ترمنځ لاسلیک شو.

ددې تړون له مخې، چې د دوو امپراتورانو د تړون په نوم دی، روسیه او فرانسه یو یولاس شول،د هغوی پر خاوره ددرېیم هېواد د تیری پر مهال به یو د بل مرسته کوی.

خو د دواړو هېوادونو د دوستۍ او تحاد پړاو یوازې تر ۱۸۱۰ زیږدیز کال پورې دوام وکړ.

په دې کال کې، د روسیې دولت په دې ټکی پوه شو چې له ناپلیون سره اتحاد او ملګرتیا به د روسیې بهرنۍ سوداګری له خنډ سره مخ کړی.

په همدې دلیل، دغه هېواد خپل اوبلارې د بې طرفه بېړیو پرمخ پرانیستل او روسیې ته یې د فرانسوی شیانو په وتګ هم درانه مالیات وضع کړل.

بالاخره ددې دوو امپراتوریو د اتحاد دوران، د ۱۸۱۲ زیږدیز کال د جون په ۲۴مه، پر روسیه د ناپلیون پر ناکام برید سره پای ته ورسید.

 

۸۵ کاله پخوا د ۱۳۱۶لمریز کال دچنګاښ دمیاشتې په شپاړسمه یو دینی عالم او فقیه آیت ا.... میرزا ابولهدی کرباسی وفات شو . هغه د دینی علومو دمقدماتو له زده کولو وروسته دخپلو درسونو دبشپړ ولو لپاره په کابو۱۲۸۱لمریز کال کې نجف اشرف ته لاړاودآیت ا...اخوند ملامحمد کاظم خراسانی او آیت ا... سید محمد کاظم یزدی دفقې او اصولو په درس خارج کې ئې ګډون وکړ . آیت ا... کرباسی ډیر کتابونه لیکلی دی چې په هغو کې پر :کفایة الاصول : حاشیې ، البدرالتمام ، زلات الاقدام او الفوائد الرجالیه نومې کتابونو ته اشاره کولی شو

 

۴۴ کاله وړاندې، د ۱۹۷۸ زیږدیز کال د جولای په ۷مه، د اقیانوسیې لویې وچې په شمال ختیځ د سلیمان د ټاپو ګانو ټولګې خپلواکی واخیستله.

دغه ټاپوګانې په ۱۵۶۷ زیږدیز کال کې د ارویانو لخوا وموندل شوې.

په ۱۸۸۵ زیږدیز کال کې جرمنی د سلیمان د شمالی ټاپوګانو د مالکیت ادعا وکړه او هغه یې ونیولې.

خو یوه لسیزه وروسته، بریتانیا دغه ټاپوګان ونیول.

د سلیمان په ټاپوګانو کې د بریتانیا له ښکیلاک سره مخالفت او د خپلواکۍ غواړو غورځنګ، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځ ته شو او بالاخره دغه هېواد په ۱۹۷۸ زیږدیز کال کې، د پوځی حکومت په لرلو سره خپلواک شو.

د سلیمان ټاپوګان کابو ۲۹ زره مربع کیلومټره پراخوالی لری او په هغو وړو هېوادونو کې راځی، چې له پرو ټاپو ګانو جوړ شوی دی او د اسټرالیا هېواد په شمال ختیځ، په ارام سمندر کې پروت دی.

 

او له ننه ۱۷ کاله وړاندې د ۲۰۰۵ م کال د جولای په ۷مه نیټه د لندن ښار د میترو یا ریل ګاډی په دریو تمځایونو او یوه مسافر وړونکی بس کې پرله پسې چاودنو ۵۰ تنه ووژل او تر ۷۰۰ ډیر ېې ټپیان کړل .

دا بریدونه د برتانېې په شمال سکاټلینډ کې د د نړۍ د آتو صنعتی هیوادونو د مشرانو له غونډې سره په یوه وخت تر سره شول .

د سیاسی کار پیژاندو په باور د لندن بمی بریدونه د افغانستان او عراق په نیواک او د دې هیوادونو د خلکو په بې دریغه وژله کې له امریکا سره د لندن د ملګرتیا په اعتراض کې تر سره شول .

له بلې خوا دې بریدونو د برتانېې د اطلاعاتی سیستم کمزورتیا هم په ښه ډول په ډاګه کړه .

لندن د دې ادعاء په مطرحولو سره چې مسلمانانو په دې برید کې لاس درلود د دې هیواد په مسلمانو اتباعو فشار چې د سیپتمبر ۱۱مې له پیښې وروسته پیل شوئ ؤ لا نور هم زیات کړ .