Sep 01, 2022 16:53 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه

د هزارو یک شب کتاب یا (یوزرو یوې شپې ناول) د تاریخي او هم د داستاني له نظره ارزښناک دی چي د کیسې په اصلي متن کې نورې کیسې بیانوي او یو په بل منډلی جوړښت لري. دغه کتاب په ټوله نړۍ کې پیژندل شوی دی او په لوېدیځ او ختیځ کې په معاصرو لیکوالانو یې اثر پروت دی.

د یو زرو یوې شپې ناول ته د نړۍ د ناولونو او کیسو د مور عنوان ورکولایشو، د کیسو داسي یوه ټولګه چي په پرلپسې پېړیو کې له یوه نسل څخه بل نسل ته منتقل شوی او د ټولنې پّ مختلفو پرګنیو کې بیان شوي دي، او د ختیځې ټاټوبې اخلاقیات، نفسیاتي ځانګړنې، باورونه او خیالونه په کښې نغښتې دي، د دې ناول اهیمت یوازې د هغه د ادبي جوړښت د امله نه دی بلکې په لومړڼۍ او مینځ پړاوه پېړیو کې د مینځني ختیځ ټولنیز تاریخ بیانوي، تر ټولو مهمه دا چي یوازنی نړیوال اثر دی چي لیکوال یې یوه مېرمنه ده، داسي یوه مېرمنه چي د هوښیارتوب او پوهې په وسلې باندې سمباله ده سرغړوونکی، مغرور او خونخوار باچا چي د حیواني غریضو سېمبول دی، له خپلې پوهې او فرهنګ څخه برخمنوي.

د یوزرو یوې شپې د ناول لومړۍ کیسه، (لیله او لیله) د شهریار په نامه د یوه باچا کیسه ده چي د وزیر د لور شهرزاد له لوري بیانیږي، د دې کیسې اکثره پېښې په بغداد او لرغوني ایران کې تیري شوي چي جړه یې د ایران د هزار افسان لرغونې کیسې ته ورګرځي.

د دې ناول فارسي متن د عبداللطیف طسوجی له لوري د قاجاریانو په پړاو کې لیکل شوی او چاپ شوی دی، د هزارو یک شب نوم هم د طسوجي تر ترجمې وروسته دې ناول ته ورکول شوی دی، د دې ناول په کیسو کې کمیډې، اخلاقي تعالیم، عدالت ته هڅونه، مېړانتوب، سرشیندنه، رسمونه او رواجونه، ټولنیزې ستونزې، سفرونه او د نړۍ له حیرانتیاو ډک کشفیات په څېر مضامین بیان شوي دي.

دغه ناول درې اصلې نسخې یا متنونه لري، هندی متن یې د هخامنشیانو پړاو ته ورګرځي او په سانسکریت ژبه ده، ایرانی متن یې د سانسکریټ نه لرغوني فارسی ته ترجمه شوې ده، عربی متن بیا په اتمه پېړۍ کې د پهلوي ژبې څخه عربۍ ته ترجمه شوې ده، خو په هره نوې ترجمه کې نوې نوې کیسې پکښې زیاتې شوي دي.

د هزار یک شب ناول جوړښت کښې ۱‍۱ دوام موندونکي، ۴۱ اوږدې کیسې او ۲۰۲ لنډې کیسې شاملې دي او په لسګونو خطي کیسې چي د کلاسیکو کیسو په توګه بیان شوي دي.

اکثره څېړونکي په دې باور دي چي دغه ناول ایرانی دی او اصل یې دوه زره کاله مخکې یعني د اشکانیانو پړاو ته ورګرځي، وروسته هندي حکایتونه ورزیات شوي او تر اسلام وروسته بیا عربي حکایتونه او افسانې او بیا مصری، یونانی او یهودی کیسې په کښې ځایول شوي دي.

ایرانی ډرامه لیکونکی بهرام بیضایی د هغو کسانو په ډله کې راځي چي په دې زمینه کې یې زیاتې څېړنې کړي دي او تاریخي اثارو ته په کتو سره، وایي چي هزارو یک شب ناول ایرانی اصلیت لري ځکه چي بنسټیزه کیسه یې ایرانۍ ده او هغه خپله د شهرزاد کیسه ده.

اصلي کیسه یا د بیضایي په وېنا، بنسټیزه کیسه، په داسي ډول ده چي دوه شاهزاده ګان د شهریار او شاه زمان په نامه د خپلو مېرمنو له خیانت سره مخامخیږي، شاه زمان خپله باچاهي پریږدي او د خپل ورور ملک ته ورځي، شهریار هم د خپلې میرمنې د خیانت په غچ کې هره شپه یوې انجلۍ سره نکاح کوي او په سبا ورځ کې یې د وژلې حکم صادروي. تر دې چي په ښار کې هیڅ یوه پېغله نه پاته کیږي یوازې د وزیر دوې لوڼې شهرزاد او دنیازاد پاتې وي، وزیر خپل لور شهرزاد باچا ته ور واده کوي، شهرزاد په اوله شپه کې شهریار باچا ته وایي چي یوه خور لري چي هره شپه ورته کیسه کوي تر څو خوب ورشي او ویده شي، او له باچا څخه د خپلې خور د رابللو غوښتنه کوي چي د اخري ځل لپاره ورته کیسه وکړي.

دنیا زاد راځي او شهرزاد کیسه پیلوي، شهریار باچا چي له کیسې څخه خوند اخیستې وه، سهار کې د شهرزاد د وژلې د حکم له صادرولو ډډه وکړه او هغې ته د کیسې تر ختمېدو پوري وخت ورکړ.

شهرزاد هر شپه کیسې ته دوام ورکوي او د یو زرو یوې شپې پوري یې غځوي، چي په پای کې شهریار باچا هم اعلان کوي چي نوري ښځې نه وژنې او شهزاد سره ګډ ژوند ته دوام ورکوي.

اکثره ختیځ پوهان په دې باور وه چي دغه ټولګه له مختلفو رېښو څخه اخیستنه کړې وه چي په پرلپسې پېړیو کې بشپړه شوی او له ۱۳ بیا تر څوارلسمې پېړۍ پورې ثابته بڼه خپله کړې ده، دا تصور چي دغه ناول په یوه لیکوال پوري اړوند دی ناسم سوچ دی، په حقیقت کې دغه ناول یوه مشترک او ګډ اثر دی چي نه یوازې د مختلفو پېړیو په ټېرېدو بشپړه شوې بلکې د مختلفو ګروهنو او رسمونو ښودونکی دی.

د دې ناول کیسې په څلورو برخو وېشلایشو:

لومړی ایراني ریښې لرونکې کیسې دي چي د فردوسي د شاهنامې او د مسلمان فاتحانو په لاس اسلام سره انطباق موندلي دي، چي تر ټولو لرغوني برخه یې همدغه کیسې دي، د دیوانو، پېرانیانو او فرشتو، همدارنګه د مسخ او حلول او ځناورو خبرې او خیالي بډاینې، د دغو کیسو ځانګړنې دي، د کیسې د اصلي شخصیتونو نومونه هم ایراني او کټګورایز یې هم په ایراني طریقې سره شوي دي.

 دوهم بیا رومانټیک حکایات دي چي د بغداد په ښار کې د هارون الرشید د خلافت دور بیانوي، رمانتیکې کیسې له مختلفو پایلو سره چي په کښې درباري او ښآري ژوند د جادو او پېرانیانو د کیسو ځای نیسي.

دریمه برخه یې بیا د سمندرکچ کوونکو کیسې دې چي تر ټولو مشهوره یې د سندباد بحري کیسه ده، د دغو کیسو حیرانتیا او دلچسبي د دروغو او حقیقتونو د ګډوله کولو د امله دي، دغو کیسو کې د هغو سمندر کچ کوونکو حماسې بیان شوي چي په لومړي ځل په قطب نما، میل رصد او اسطرلاب باندې سمبال شوي وه او د عراق له بصرې څخه د ناپېژندل شویو سیمو د کشفولو په موخه سمندر ته ورګډ شوي و.

څلورمه برخه بیا هغه کیسې دې چي د مصر په پلازمینې قاهرې کې د ښآري ټولنې په بتن کې رامینځ ته شوي پېښې بیانوي، دغو کیسو کې هم د اتلو له افسانې او دروغو ډکې صحنې او د مالدارو او سوداګرو له عیش او عشرت ډک ژوند روایت کوي.

البته داسي کیسې هم دې ناول شتون لري چي په یادو کټګوریو کې نه شاملیږي او یوازې عامي کیسې دي.

د چل او جادو په چوکاټ کې د مېرمنو کړچار او د ځواکمنو ښځو په ښودلو سره چي د شهرزاد له ژبې روایت کیږي د کیسې په بهیر کې یو انډول رامینځته کوي، د شهرزاد له لوري د یو زرو یوې شپې د کیسو له ختمېدو وروسته د مېرمنو حالات ښه کیږي او شهریار باچا سره د شهرزاد د خبرو طریقه هم په مناسبه توګه بدلیږي چي د نفسیاتي ناروغانو د درملنې له اوسني اوصولو سره سمون خوري.

د دې ناول یوه بله جذبوونکی لامل د هغه انځورونه او بصري وړتیاوې دي چي په همدې خاطر تر نن ورځې پوري حتي د سینما په صنعت کې هم ورڅخه اخیستنه کیږي، په کیسې کې دننه د بلې کیسې بیان او په لوبه کې بله لوبه هغه څه دي چي دغه ناول له نورو ناولونو څخه جلا کوي.

له مبالغې پرته هزارو یک شب ناول د مشرق ټاټوبې تر ټولو عام پسنده اثر بللایشو چي د سیمبولیک بڼې په درلودلو سره، د مشرق ټاټوبي او په تېره بیا د لوېدیځي اسیا له رازونو ډک روایتونه معرفي کوي، دغه تل پاته اثر د ایران، هند، عربو هیوادونو او د سانسکریټ او پهلوي لیکنو زېږنده بلل کیږي، د ارژانتینی مشهور لیکوال خورخه لوئیس بورخس په وېنا دغه اثر په یوه نړیوال ادبي خزانه بدله شوې ده، بورخش خپل ټول اثرات د هزارو یک شب پوري مدیون ګڼل، دغه ناول د نړۍ په اکثره لویو لیکوالانو لکه جووانی بوکاچیو،  جیمز جویس، اورهان پاموک ادگار،  آلن ‌پو، والتر اسکات او جان بارت باندې نه انکارېدونکی اغېز شیندلی دی، په دې توګه هزارو یک شب ناول د یوه پراخ فرهنګي راکړې ورکړې نتیجه ده چي په یوه تاریخي بهیر کې له لرغوني زمانو څخه تر اوسني زمانې پوري خوځنده، فعاله او ځلېدونکی پاته شوی دی.

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه