Sep 15, 2022 13:30 Asia/Kabul
  • کتابونه دعلم باغونه

دیجیټل کتابتون دکار مشخص وخت نلری ، هغې ته ورداخلیدا همیشه او هر وخت کې ممکنه ده او له هغه استفاده په وخت او ځای پورې محدوده نده .

 

ممکنه ده یو لرغون پیژاندې چی یو زر کاله نور کار کوی یو عمر وخت واخلی چی په فلاپی ډیسکونو کې موجود مواد او هغه سی ډی ګانې چی له مینځه لاړې دي ، بیا ترلاسه کړې شي ، هماغه ډول چی په سلګونو کلونه ولګیدل چی د مصر هیروګلیفونو رمزونه خلاص کړې شول یا د هخامنشیانو دمیخی خط اسرار کشف شول . خو یو څرګند ټکی موجود دې او هغه د راتلونکیو لپاره د یوه دیجیټل کتابتون جذابیت دې . هغه ځای چی هیڅ کاغذ پکې نشته دې . شاید هغو د دغې پوښتنې په  ځواب پسې وګرځي چی هلته څرنګه ځای وو ؟

کتابتونونه کولې شي او باید بدل شي . کتابونه په تیرو پینځه زرو کلونو کې د خټو له لوحونو دیجیټلی صفحو ته راورسیدل . په دغه بهیر کې کتابتونونه هم بدل شول او له پرتمینو او سترو ودانیو وړکوټی مجازی دنیا ته یې کوچ وکړ .

په تیرو وختونو کې ستر کتابتونونه د کلیساګانو په مرکزونو او یا د باچاهانو په ماڼیو کې وو . په دغو کتابتونونو کې د زرګونو سندونو په څنګ کې ارزښتمن او تاریخی اثار  له عمومی لاس رسی لیرې وو ته به وا چی لکه په عمرقید محکوم شوی وی تر څو په الماریو کې پاتې او رنګونه یې خراب او پرې دوړې پرتې وي .خو په تیرو څو پیړیو کې کتابونو شکل بدل کړ اوکتابتونونه هم بدل شول ، خو په دې مینځ و میان کې د واټیکان کتابتون په شان ځینې کتابتونونه هماغه راز د نفوذ وړ ندي .

کله چی د کتابونو خبره کوو نو د عمومی ځای تصور په ذهن کی راځی ، داسې ودانۍ چی پکې کتابونه په الماریو کی کیښودل شوي دي او لیوال هلته په مراجعې سره د خپلې خوښې کتابونه د امانت په توګه اخلي او څو ورځې ترې استفاده کوي او بیا یې کتابتون ته ورکوي تر څو نور ترې استفاده وکړي .

لکه څرنګه چی لومړنی مکتوب معلومات د کتاب په شکل وو ، دغو مرکزونو ته یې د کتابتون نوم ورکړی دی . کتابتونونه د وخت په تیریدا سره پراخ شول او ډول ډول شکلونه یې غوره کړل . په ننۍ دنیا کی داسې ډیرې کمې موسسې دي چی خپل کتابتون ونلرلې شي . شخصی کتابتونونه هم د تیرو کلونو په شان د کورونو د دیوال یوه برخه ځانته بیل کړي ده .

دیجیټل کتابتون هغه تازه اصطلاح ده چی یوازې څو لسیزې ترې تیریږي . دغه نوم هغه کتابتون اویا د معلوماتو مخزن ته ویلی شي چی د دودیزو کتابتونونو په شان طبقه بندي شوي خو په یوه خاص ځای یا الماریو کی نه بلکې د کمپیوټر په مجازی حافظه کې چی له همدې لارې هم وړاندې کیدلې شي .

دغه ټکې د شلمې پیړۍ د شپیتمې لسیزې له وروستیو په ژبو جاری شو او د کمپیوټر د علومو ماهران هغه د راتلونکیو کتابتونونو په توګه یاد کړل او ورته یې الیکټرونیکی کتابتون ، مجازی کتابتون او یا نور نومونه ورکړل  . په نویمې لسیزې کې په دنیا کې علمی اوروزنیزو موسسو د اطلاع رسونه اود هغې د چټکتیا د پرمختګ لپاره ډیجیټل کتابتون  په خپل کاری پروګرام کې راوستل .

کمپیوټر په همدې وخت کې ورو ورو عمومی شو او اینټرنیټ ته لاس رسی وده وکړه . همدغه چاره سبب شوه چی عمومی کتابتونونو خپل امکانات له همدې لارې پراخ کړل . له کتاب د استفادې سیسټم ، د هغه موندل او یا په دغو مرکزونو کې له موجودو ځینو اسنادو و اثارو او معلوماتو استفاده د کمپیوټر او بیا وروسته د اینټرنیټ له لارې پراخه شوه .

دیجیټل کتابتونونو په خپل کارکې دودیز کتابتونونه بیلګه وګرځول . کتابونه د موضوع په اساس عنوان ، او یا مولف په اساس طبقه بندۍ شوی ، په هغو ځایونو کې کیښودل شوی چی د پاسورډ له لارې ترې استفاده کیدلې شی . البته ځینې کتابتونونه چی عمومي دي د ورداخلیدا محدودیتونه نلری او پاسورډ ته اړتیا نشته دی .

په دیجیټل کتابتونونو کې موجود ډیر اثار د کتاب په شکل کی په دودیزو کتابتونونو کې موجود دي او هر څوک د هغه نسخه برابرولې شي . په راز راز شکل په دیجیټل کتابتونونو کې له موجودو ټولګیو ګټه پورته کیدلې شي . دکتابتون  شرایطو ته په پام سره کیدلې شی مثلا هغه د کمپیوټر په سکرین ولوستلې شی او یا چاپ کړې شی او یا شخصی کمپیوټر ته منتقل کړې شی .

د کتابتون د اینټرنیټی خدماتو اندازه د موسسې امکاناتو پورې اړه لری چی په حقیقت کې د هغو اداره کونکي دي . ستر کتابتونونه چی بډایه ارشیو لري د ډیرو کمو پیسو په ترلاسه کولوسره حتی د غوښتنې وړ له اثر یا اسنادوکاپی برابروی او غوښتونکی ته یې ورکوی . دغه کتابتونونه خپلو مالی امکاناتو ته په پام سره حاضر دي اړمنو ته پراخ خدمات وړاندی کړي . همدغه امکان ته په پام سره ده چی ځینې کتابتونونه د معلوماتو عظیمه اندازه راغونډه او انبار کړي ده .

د نړۍ په سویه معتبر دیجیټلی کتابتونونه له یوه بل سره ارتباط لري او له مشترکو شبکو له لارې د غوښتونکیو لپاره پراخ امکانات برابروي .

نن سبا د دیجیټل کتابتونونو د پراختیا لپاره داسې معیارونه رامینځته شوی چی له مخکې زیات په دې ډګرکې د ټولو پام ځانته جلبوي . نن دیجیټل کتابتونونه نور محدودیتونه ختموی ، په سانسور غلبه کوی و معلومات عمومي کوی او ټول ورته لاس رسي لري .

البته دیجیټل کتابتونونه د وخت په تیریدا سره د اسنادو اومکتوبو اثارو له ساتونکي مخکې لاړ دي او اوس پکې د اوریدو او لیدو برخې هم فعالې دي چی پکې د فیلم ، موسیقی ، اواز  او تصویر برخو ته اشاره کولی شو . د دغو کتابتونو معلومات په چټکتیا سره اپډیټ کیږی او نوی معلومات د پخوانیو معلوماتو په ځای کیښودل کیږی .

د دغو مرکزونو تر ټولو ستر امکان دا دې چی هر کس د دنیا له هرې سیمې د کمپیوټر له لارې له کتابتونونو سره ارتباط درلودلې شی او په ډیر وخت کې پراخو سرچینو ته لاس رسی درلودلی شی .

دیجیټل کتابتونونه د ژواک چاپیریال پلوی دي انو له کاغذ استفاده نه کوي . دې ته په پام سره چی هر کال په میلیونونو ونې په کاغذ د بدلیدا لپاره وهل کیږی ، د دیجیټلی اثارو چاپ د کاغذ د مصرف اندازه کموی او له دې لارې د ژواک چاپیریال په ساتلو کې مثبت رول لوبوي .

دیجیټل کتابتون دکار مشخص وخت نلری ، هغې ته ورداخلیدا همیشه او هر وخت کې ممکنه ده او له هغه استفاده په وخت او ځای پورې محدوده نده  .

ډیجیټل کتابتونونه په ډیر کم لګښت سره د دودیزو کتابتونو په نسبت پراخ امکانات رامینځته کوی او مثلا په زرګونو کسان د کتاب له یوی نسخې استفاده کولې شي .

دیجیټل کتابتونونه د دودیزو کتابتونونو په نسبت کم کارکونکي لري او د څو ماهرانو په ګمارلو سره عظیم امکانات برابروي . د دیجیټل کتابتون د کتاب دارانو دنده  ، انتخاب ، منظمول ، د لاس رسی لپاره عقلانی وړاندیز ورکول ،د سرچینو له جامعیت محافظت او د هغو د پایدارۍ تضمین دې .

کارپیژاندي د الکټرونیک وخت کتاب دارانو لپاره ځینې ځانګړنې بیان دي ، لکه هغو د معلوماتي سلاکارانو په توګه عمل کوي او د خلکو د معلوماتی اړتیاود پوره کولو او غوټو د خلاصولو لپاره بهترینې سرچینې ښی . د الیکټرونیکی معلوماتي سرچینو کارندوالې خلکو ته ورزده کوی . هغه سرچینې چی خاص استفاده کونکي ورسره بلد دي ، د لټون یا سرچ انجن کې اچوي  او یا داسې نور ډیر کارونه ترسره کوی .

دیجیټل کتابتونونه هم د کتاب دارانو مهارت ته اړتیا لري او هم د کمپیوټر د پوهانو مهارت ته .

دیجیټل کتابتون له درستې دنیا ګډو موضوګانو سره میناوال سره راغونډوی او هغو ته امکان ورکوی چی هر چیرته دي د خپلې دلچسپۍ وړ موضوګانو په اړه بحث وکړي . دا سبب کیږی چی د یوې سیمې یا هیواد پوهانو ترمینځ واټن له مینځه یوسی او هغو د نیا د نورو برخو له پوهانو سره خپل مساییل په بهتر ډول مطرح کړي .

په دیجیټل کتابتونو کې له یوی خاصې  سرچینې په یووخت استفادې امکان موجود دی اود فیزیکی کتابتونو په  اپوټه د مجازی کتابتونونو لپاره وخت او ځای مقولې کومه معنا نلری . له دې نظره چی د کتابتون خدمات په خاص وخت او ځای پورې نه دي محدود او په دغو کتابتونونو کې موجود معلومات د اونۍ په ټولو ورځو اوڅلورویشت ساعته د ترلاسه کیدو دي .

د دیجیټل کتابتونو د پراختیا په لړ کې په  د نیا کې اقدامات ترسره کیږی چی دو نمونو ته یې اشاره کوو.

ګوګل شرکت اعلان کړی دی یو پروګرام چی پرې کار روان دی  ، د کتاب الماري ، SHELVES FEATURE)) یا کارونکیو لپاره شخصی کتابتون دې چی هر کارونکې د خپلې خوښې کتابونه انتخاب او یا خپل شخصی کتابتون لپتاره ولرلې شی .

او بل خبر دا چی د کرونا په خپریدا سره د الوتونو په وخت د مسافرانو لپاره خوراک بند شوی او په الوت کی د هغو د شتون وخت همداسی تیریږی په داسې حال کی چی ځینو شرکتونو له دغه فرصته استفاده کړی او د کتاب د کلتور او کتاب لوستلو د رونق لپاره یې ګام پورته کړی دی . هغو مسافرانو لپاره دیجیتل کتابتون وړاندی کړی او هغو مطالعې ته هڅوی . البته دا موضوع له ۲۰۱۳ کال مطرح وه خو اوس جدی شوی ده او ځینې اجازه ورکړی ده چی مسافران د الوت په وخت کې له الکټرونیکی کتاب او شخصی ټیبلټ د دیجیټل محتوا د لوستلو لپاره استفاده وکړی .

او وروستې ټکی دا چی د ژواک چاپیریال په ساتلو د دنیا تمرکز او له کاغذ و پلاستیک او مرکب کمه استفاده سبب شوی ده چی د د پرزو او الو تولیدونکي هم د ژواک چاپیریال ساتلو باندی تمرکز وکړي . د انرژۍ په سرچینو کې محدودیت د کتاب په شمول د ټولو څیزونو د تولید اړخ هغه لوری ته ورکش ویلې دی چی په راتلونکی کی باید د طبیعت له کمو سرچینو استفاده وشي .

له بلی خوا د دیجیتل چاب بدلونونو د حکومتونو څارونکی لارې چارې هم د بیا کتنی له چیلنج سره مخامخ کړي دی . بی شکه پخواني څارونکی اوزارونه نویو اړتیاو ته ځواب نشی ویلې او په پخوانیو قوانینوکې بیا کتنه د ننۍ دنیا ضرورت دې .

لنډه دا چی نوی دنیا نوی کتنې ته اړتیا لری ، پراخه او اپډیټ کتنه ، داسې کتنه چی پوهې په اساس ده . د کتاب راتلونکې په ډیجیټل دنیا پورې تړلې دی، د هغه له ټولو مذبوتو او کمزورو ټکیو سره سره ډیجیټل کتابتون په مجازی دنیا کې نوی نړۍ ده چی کتاب ته یې لاس رسی اسانه او ټولو لپاره برابره کړی ده .

پای

 

ټیګونه