Sep 19, 2022 13:41 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځيني مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د مینځني ختیځ یا هماغه د لویدیځي آسیاسیمې د بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پیل کې درته د لویدیځي آسیاسیمې د ځينو مهمو بدلونونو یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو هم رابولوو،دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .هیله ده د  استفادې وړ مو وګرځي.

*******************

*/*/*/

دحسینی اربعیّن میلیوني ولولناک او تاریخي لاریون

*/*/*/

پر لبنانی بانکونو دحملو زیاتیدا

*/*/*/

او له سورئې سره د اړیکو داحیاء او پیاوړتیا لپاره  د حماس غورځنګ فیصله ، په تیرې اونۍ کې دلویدیځي آسیا  ځيني مهمې پيښې وې البته اوس مو هم رابولو د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

******************************

د لویدیځي آ سیا سیمې دتیرې اونۍ یوه مهمه پيښه  دحسینی اربعیّن  هغه ولولناک او پرتمین میلیوني لاریون ؤ چې البته  له څو اونیو راهسې پيل شوی ؤ او تیره اونۍ  دې ته پّ پام سره چې  داونۍ پاي په حسینی اربعیّن وشو،  اوج ته ورسید.

 سږکال  دحسینی اربعیّن  لاریون یا پياده روي هم دتیرو کلونو په شان د ولایت او امامت د آسمان د دریم ځلانده ستوري ،سید و سالار شهداء حضرت امام حسین علیه السلام  دڅلویښتۍ یا اربعیّن  په چورلیزتوب سره له مختلفو هیوادونو څخه د  دخلکو د کلتوري او اجتماعي پيوستون د ښکلو او په زړه پورې صحنو شاهد  ؤ .

د عراق د پوځ د لوئې درستیزوالۍ  ویندوي یحی رسول  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،دعراق پنځلس میلیون  او پنځه میلیون بهرني میلمانۀ سږکال په حسینی اربعیّن کې په کربلا کې میلمانه وو. هغه زیاته کړې، دسږکال دستورې  دزیارتوالو په منتقلولو کې له آسانتیاؤ سره یو ځای وې اوسترو امنیتی  یونټونه د زیارتوالو  او دستورو  د امنیت دتامینولو لپاره  کربلا معلی ته وارد شوي دی.

Image Caption

 

 د عراق د وسلوال ځواک د درستیزو الۍ ویندوي  همداراز ووئيل،امنیتي ځواک به  په کربلامعلی کې د زیارتوالو تر ستنیدا پورې دیره وي او د کربلا او دشاوخوا سیمو  امنیت دتامینولو لپاره  په ۲۴ساعتونو کې هوائي څارنه  هماغه راز دوام لري.

  د عراق د کربلا معلی  مرستیال والي عقیل الفتلاوي دتیرې سه شنبې په ورځې خبر ورکړچې  هره ورځ  څه دپاسه یو نیم میلیون زیارتوال کربلا ته واریدیږي.  هغه ووئيل،دغه ولایت په حیني اربعیّن شپو ورځو کې  داتیاؤ هیوادونو د حسینی زیارتوالو  کوربه دی او اټکل کیږي،چې سږکال به د زیارتوالو شمیر له شلو میلیونو زیات شي.

دعراق دمشترکو عملیاتو  دکمیټې قوماندانۍ  هم دتیرې جمعې په ورځې  په یوې اعلامیې کې دحسینی اربعیّن د میلیوني لاریون د دستورو په بشپړ امن سره د ترسره کیدا خبر ورکړ. په دغې اعلامیې کې  راغلي دي چې سردار عبدالامیر الشمري پخپله شخصا  کربلا ته د زیارتوالو د واریدیدا په بهیر څارنه درلوده او د لاریون په لاره کې هیڅ ډول ناکراري او ورانکاري نه ده رامینځةشوی .  دعراق دمشترکو عملیاتو  کمیټې  همداراز ټينګار کړی چې  په دغې مودې کې اطلاعاتي  کار کم ساری او ځانګړی ؤ .

     په لویدیځي آسیا سیمې کې  په تیرې اونۍ کې یوه بله  پیښه ، دلبنان په بانکونو باندې وسلوالې حملې  او په دغو حملو پسې  دبانکونو تړکیدا وه .   دلبنان سرچینو دجمعې په ورځې په لبنان کې په بانکي  لاکرونو باندې   د اوو وسلوالو حملو خبر درکړ.  دلبنان درسندوئي راپورونو په اساس،دغه درستې حملې  دهماغو ډیپازیټرو یا د پیسو جمع کونکو له خوا شوي دي چې لاکرې ئې تړل شوي دي او دوي غوښتل خپلې شتمنۍ بیرته ترلاسه کړي.

دغه حملې په داسې حال کې شوي دي چې  دتیرې چارشنبې په ورځې هم دلبنان رسندویو  خبر ورکړی ؤ چې د سالی حافظ په نامې سره یوې ښځې د لوبو د  یوې تمانچې څخه په  استفادې سره  دبیروت له یوه بانکه  خپلې  جمع شوي پیسې آزادې کړې . دلبنان سرچینو اشاره کړې وه چې هغې  دخپلې خور ددرملنې لپاره چې په سرطان ککړه ده ، دغو پیسو ته ضرورت درلود.

 ددغو حملو په زیاتیدا پسې ، د لبنان د بانکونو اتحادئې  اعلان وکړ  چې د ستمبر له نولسمې نیټې  یعنی له دوشنبې ورځې راهسې به  تر درو ورځو پورې د هیواد بانکونه تړل کیږي. دلبنان بانکونه په ډير سخت اقتصادي بحران کې  چې  دغه هیواد ورسره مخامخ دی ،د خپلو کریډیټونو یا شتمنیو او لاکرو له آزادولو ډډه کوي. دغه هیواد  له ۲۰۱۹کال راهسې تردې دمه  له سخت اقتصادی بحران سره لاس اوګریوان شوی دی،  یو داسې بحران چې  نړیوال بانک  دا   دا له ۱۸۵۰ کال راهسې تر دې دمه  تر ټولو بد اقتصادي بحران معرفي کړی دی.

         د لبنان  کرنسي  لیر د ډالر په وړاندې  خپل څه دپاسه پنځه نوي فیصدي ارزښت له لاسه ورکړی دی  او درسندویو په وینا، دلبنان  کابو اتیافیصدي خلک  د بې وځلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي.  په دغه هیواد کې متوسطه بیروزګاري هم  کابو دیرش فیصده زیاته شوې ده .

Image Caption

 

 د اقتصاد له دغه مخ  په وده بحران  سره سره، لبنان له سیاسی بندون سره هم مخامخ دی.  د لبنان  پارلیماني انتخابات په تیرې مئ میاشتې کې  ترسره شول او  له دې وروسته ، نجیب میقاتي  د نوي کابینې دجوړولولپاره معرفی شو ،خو هغه تر دې دمه  دکابینې په جوړولو کې بریالی شوی نه دی. د لبنان موقته لومړی وزیر نجیب میقاتی  دتیرې پنجنشبې په ورځې په بعبدا ماڼۍ کې  ددغه هیواد له ولسمشر میشل عون سره  له لیدو کاتو وروسته وئيلي دي، له ولسمشر سره لیده کاته لنډ وو او  له هیواده  بهر ته له سفره په راستنیدا پسې به بیرته له ولسمشر سره لیده کاته  وکړم   او بیا به  د حکومت تر جوړیدا پورې له ماڼۍ بهر ونه وځم.

په لبنان کې د حکومتی کابینې دجوړیدا بندون په داسې حال کې دی چې د راتلونکي اکتوبر په دیارلسمه نیټه  هم  د میشل عون  اوسنی ولسمشر پړاؤ  هم پاي ته رسیږي  او عملا که  تر هغه وخته پورې د نوي ولسمشر په سر موافقه ونه شي،نو په دغه اورګان کې به هم د قدرت تشه رامینځةشي. دغه چاره به دلبنان سیاسی بحران لاپيچلی کړي،ځکه  په داسې بڼه کې به کې  دلبنان موقته حکومت ته د ولسمشرۍ  د اورګان  اختیارات هم منتقل شي  چې عملا  یو بشپړ صلاحیّت لرونکی حکومت  نه دی او د قانون په اساس باید دنوی  حکومت تر ټاکل کیدا پورې یوازې  عادي چارې وسپړي  او د برخلیک ټاکونکو او مهمو مسئلو په باب  د فیصله کولو قدرت نه لري.   

      په لویدیځي آسیا سیمې کې دتیرې اونۍ یوه بله مهمه پيښه، له سورئې سره د رابطې داحیاء لپاره د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس فیصله وه.حماس غورځنګ  د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وئيلی دي،دغه غورځنګله دمشق سره داړیکو دبیرته پیلولولپاره  دخپلې فیصلې په چوکاټ کې،له سورئې سره د پیاوړو اړیکو په رامینځةکولو پسې دی.

د سورئې اوحماس  اړیکې له ۲۰۱۱کال راهسې له یولړ ترینګلتیاؤ سره مخ شوي دی.حماس غورځنګ په سورئې کې دبحران درامینځةکیدا په غبرګون کې ،په دمشق کې خپل دفتر  وتړۀ او د لورو اړیکې له تاؤتریخوالی سره مخ شوې.د یوې لسیزې له تیریدا وروسته حماس غورځنګ بیا له سورئې سره د اړیکو احیاء ته مخه کړې ده چې د فلسطینیو دلو له هرکلي سره  مخه شوی دی.

Image Caption

 

د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ یوه مشر خضرحبیب له سورئې سره د اړیکو د پراختیا لپاره دحماس دفیصلې په باب  ووئیل،دغه ګام په سمه لاره کې دی او  له صهیونیسټي دښمن سره  دمقابلې لپاره  دمقاومت د چورلیز د پياوړتیا سبب کیږی،د اړیکو غوڅيدا نه د سورئې او نه هم د حماس په ګټه ده او نه هم د فلسطین د آرمان په ګټه ...

خضرحبیب زیاته کړې،سوریه له صهیونیسټي دښمن سره  په نښتې کې  یو مهم رکن دی او دریځونه ئې اصولی اوثابت دي او دغه شان دریځونه،له صهیونیسټي رژيم سره دمقابلې لپاره د فلسطین،او د هغه د ملت  او دعربی امت  په ګټه دی.

د ډيموکراټيک جبهې دسیاسي دفتر یوه مسئول مقام طلال ابوظریفه هم په دې باب ووئيل،د سیاسی ځواکونو ترمینځ د اړیکوپراختیاپه خصوصي توګه د فلسطینی ملي فضا او په کلي توګه  له سورئې سره،یو مهم او ضروري ګام دی ځکه چې دغه هیواد د فلسطین دملت او موضوع ترڅنګ کلک دریدلی دی.

د فلسطین د پتمنو غورخنګ  ویندوي یاسرخلف هم په دې باب ووئيل،مونږ د فلسطین د ملت او مقاومتي چورلیز د انسجام د زیاتونې په چوکاټ کې  د هرهڅې  ملاتړ کړی او  د امت  او د هغه د درستو ارکانو وحدت،د فلسطین په ګټې کې او له هرې هغې صهیونیسټي پروژې سره په مقابلې کې ګڼو چې د فلسطین نابودي ئې هدف  وي .

= دوستانو دمینځني ختیځ سیمې د تیرې اونۍ د مهمو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام وخت هم همدمره ؤ نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو،باید ووایو چې  دتهران ریډیو د اڼټرنیټي پاڼې درک یا ایډریس  PARSTODAY.COM/PS هم درسره نوټ کړئ،تاسو زمونږ دغه انټرنیټي ایډریس بانډې تازه سیمه ایز او نړیوال خبرونه ،تبصرې،راپورونه، مرکې،مذهبی،سیاسی،سپورټي،روغتیائي،کلتوري او اجتماعي مطلبونه  هم لیدلی او آوریدلی شئ او دغه راز دتاسو پخپلو ښوښو لیکنو، پيغامونو، شعرونو،غږیزوپیغامونواو ښو ښووړاندیزونو او کرکتنو  مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ ،نو تربل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو،سرلوړي او بریالي  اوسوکاله ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه