Sep 22, 2022 15:26 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ښو عادتونو نومې لړۍ له ننني درې دیرشمې برخې سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په دې هیله چې داستفادې وړ مو وګرځي.

  له یوه ښه ژونده د برخمنیدا لپاره، دبدن سلامتیا او نفسیاتي روغتیا  هر دواړه ډیر اهمیّت لري. کله کله دخپلې خوښې ژوند ته د رسیدا لپاره ،دژوند په سټایل کې بدلون  اړین وي. د ښو عادتونو نومې لړۍ په  نننی مطلب کې سره باید ووایو چې پکار ده د غلطو عادتونو په ځاي  ښه عادتونه خپل کړو. لازمه ده  ووایو،هغه سپارښتنې چې په دغې لړۍ کې وړاندې کیږي،کلي دی او ممکنه ده له دوي ځيني د درستو لپاره مناسبې نه وي، د ضرورت په بڼه کې د خپل ژوند په سټایل کې د دځينو بدلونونو د رامینځةکولو لپاره حتما له خپل ډاکټر او سلاکار سره مشوره وکړئ .

نو خوږو دوستانو په تیرمطلب کې مو په مهارت سره د مسئلو سنجولو او حل کولو په اړه وغږیدو،په نننۍ برخې کې هم  دموضوع په حل کې د بې وسۍ،د موضوع د  حل د مهارت د ډول ډول ټکنیکونو او ټيکنیکونو ته د رسیدا د خنډونو د دلیلونو په باب  خبرې کوو.

ډیری کسان د یوې مسئلې په حل کولو کې خپلو تیروتنو ته متوجه نه دي او په همدې علت  دژوند له مشکلاتو سره د ډغرې په وخت  دغه مشکلات او ترینګلتیاوې په ښه ډول نشي حل کولی. ممکنه ده  دغه بې وسي اوکمزوري د مسئلو په حل کې ځیني دلیلونه لري، چې  په دوام کې  پر هغو ځينو رڼا اچوو. په هغو کې یو دلیل دا دی چې د مشکلاتو له رامینځة کونکو عواملو سره  نښې په سم ډول نه پيژندو. دیوه مشکل اصلي او جرړه ایز دلیلونو د  موندلو لپاره بایدښه فکر وکړو. په لومړنۍ نتیجې سره  فیصله ونه کړو او له خپل ځانه  سمې پوښتنې وکړوڅو ډاډمن شو اصلي دلیل پيدا کړو.

       لکه څنګه چې زیاتره غواړو خپل کارونه زر ترسره کړو،د حل لارې په ټاکنې کې دغه بیړه ،دمونږ ذهن ګمراه کوي او مونږد مشکل د اصلي دلیل د موندلو لپاره  مختلف حل لارې نشو پيدا کولی. له بل پلوه  پخپل علم له حده زیاته تکیه کول ، ممکنه ده مونږ  ګمراه کړي. یوازې دپوهې او علم درلودل ، دیوې مسئلې او مشکل د حل  دتوانمنۍ لپاره کوم دلیل نه دی،مونږ دباید ددې ترڅنګ منطقي تفکرهم ولرو،ځکه دمنطقي تفکر درلودل له مونږ سره مرسته کويڅو دمناسبوحل لارو دموندلو لپاره ښه آئيډیا او پنځونکی ذهن(creative) ولرل شو.

  د مونږ خوشالي او بریالیتوب،د یوې مسئلې په حل کولوکې د مونږ د توانمنیو له اندازې سره اړوندوالی لري. که د ژوند له مشکلاتو سره په چلند کې مناسبې حل لارې ونه موندل شو ، نو له ځينو مشکلاتو سره مخ کیږو. تل د کسانو ترمینخ په ارتباطاتو او تعاملاتو کې مشکلات موجود وي،که  دمسئلې او مشکل  دحل مهارت  ونه لرل شو،نو ناسم تفاهمونه نه شو ختمولی او له نورو سره پخپلو ارتباطاتو کې له مشکل سره مخامخ کیږو.  د کار په چاپيریال کې هم،بایددهغومسئلو دحل توانمني ولرل شو،چې رامینځة کیږي،که داسې نه وي،نود مشکلاتو په زیاتیدا سره بې وسي او کمزوري احساسوو او پخپل نفس باندې اعتماد له لاسه ورکوو.د څيړنو په اساس، هغه  کسان چې دخپل ژوند د مشکلاتو دحل توانمني نه لري،لازیات دسټریس په څير له روحي ناروغیو سره لاس او ګریوان کیږي.

  که فکر کوئ،هماغه شان چې باید دمسئلې دحل په توانمنۍ کې پیاوړی عمل نه کوئ،نو د مسئلې دحل دتخنیکونو په یادونې سره ،دغه مهارت په ځان کې پياوړی کولی کړئ.دده مهارت په پیاوړتیا سره،د مشکلاتو د رابرسیره کیدا په وخت،ددغو مشکلاتو دحل لپاره لازیات په نفس اعتماد لرو. نو له مونږ سره ووسئ چې د مشکلاتو د حل له ډول ډول ټکنیکونو سره آشنا شو.

دیوې مسئلې په حل کولو کې دمثبت فکر درلودل دغه مهارت ته درسیدا لومړنی ټکنیک دی.ځیني کسان کله په ژوند کې له یوه مشکل سره مخ کیږي،نو هغه د حل کیدو وړ نه ګڼي.دمشکل  د حل دغه کړچار،د یوې مسئلې  دحل په بهیرکې یوي خنډدی .په دغه حالت کې که انسان تصوّر وکړي چې یو مشکل د حل کیدو وړ نه دی،نو دزیار اوهڅې لپاره خپله انګیزه له لاسه ورکوي،البته که د یوه مشکل رابرسیره کیدا ، دخپل پرمختګ او ترقۍ لپاره یو فرصت وګڼي،نوپه لازیاتې انګیزې او په نفس باندې په اعتماد سره ئې دحل لپاره اقدام کوي.

ورپسې تخنیک چې په انسان کې د مشکل د حل مهارت پیاوړی کوي،دا دی چې خپل منفي تفکرات مدیریّت کړئ شي.د منفي تفکراتو مدیریّت او داحساساتو کنټرولول،د ناسمو فیصلو کولو او د تیروتو حل لارو مخنیوی کولی شيددغه کار لپاره خپل منفي افکار په یوه کاغذ ولیکئ،بیا ئې وارزوئ چې له هغو څومره سم دي.همداشان د هغو په ځاي مثبت فکرونه راولئ،نو تاسو سره مرسته کوي څو په لازیات په نفس باندې په اعتماد او فکر سره  مشکل حل کړئ.

               خلاقیّت  او نوښت هم دیوې مسئلې دحل کولو له مهارت سره ډيره مرسته کولی شي.ځکه کله کله د یوې مسئلې دحل لپاره پخوانۍرودې هیڅ کارندوالی نه لری.په همدې علت دخلاقیّت د روزنې  او دنوي آئيډیاؤ د درلودلو علت دیوې مسئلې دحل لپاره سمو حل لارو له کشفولو سره مرسته کولی شي. همداراز هڅه وکړئ هغه تیروتنې چې  په ژوند کې مو ترسره کړي دي ،ومنئ او ځان بشپړ  یا کمال پال (perfectionist)مه ګڼئ. کمال پال کسان په دې دلیل چې نه غواړي کومه تیروتنه وکړي ، معمولا د سمې حل لارې د کشفولو لپاره هیڅ قدرت نه لري. د ژوند تیروتنو منل لامل کیږی،ورڅخه درس واخستل شي  او له خپلو تجروبو څخه د مختلفو مسئلو دحل لپاره استفاده کیدلی شي.

د یوې مسئلې د حل دمهارت دیادونې په لاره کې  هڅه وکړئ چې له خپل ځانه مختلفې پوښتنې وکړئ.له ځانه دمختلفو  سوالونو په پوښتنې سره،د مشکل دحل لپاره مختلفې لارې پيداکیږي او تر ټولو ښه فیصله کولی شئ. ویره،  په ژوند کې یو مخه نیونکی عامل دی . پر دې اساس هڅه وکړئ چې ویره په ځان کې رانه ولئ. که  دنوو او مختلفو حل  لارو له امتحانولو وویریږئ،نو د مشکل دحل لپاره هیڅ فیصله نشئ کولئ. همداراز  دخپل مشکل په زمینې کې د برلاسه کسانو په بیلګه کولو سره ، دهغو له تجروبو استفاده کولی شئ، او هم دمختلفو حل لارو  دموندلو لپاره  له پوهو اوخبرو کسانوسره مشوره وکړئ.

    کامیاب کسان دهغو ناکامیو لپاره چې ممکنه ده  په ژوند کې ئې پيښې شي، پروګرام لري .پر دې اساس هڅه  وکړئ،تل څو حل لارې ولرل شئ څو د ناکامۍ په بڼه کې،ورڅخه استفاده وکړئ. همداراز تل په نظر کې لرئ،هغه حل لاره چې ټاکلې مو ده،دمشکل دحل لپاره ئې کارندوالی نه درلود،نو ناهیلی مه کیږئ او دنوو حل لارو دموندلو لپاره بیا هڅه وکړئ.ژمنتیا هم ډيره مهمه ده ،پر دې اساس دیوې حل لارې د ټاکلو په بڼه کې ئې انجام ته درسولو لپاره  په هغو ټولو ژمنو چې مو کړي دي پابنده ووسئ.

بې ځایه غرور او کبر د پرمختګ خنډ کیږی.په دې مغرورتیا چې زه خپل مشکلات په ځان له سره حل کولی شم،ممکنه ده،دتاسو دناکامۍسبب شي؛نو ځکه د ضرورت په بڼه کې له نورو کسانو مرسته واخلئ.همدارازحل لارې ته درسیدا لپاره،له لنډمهاله موخو څخه شروع کړئ او دهغو په اساس په مرحلو کې بریالیتوب ته  د رسیدا لپاره پرمخ لاړشئ. لکه څنګه چې تل    تل دنوو تفکرونو او رودو مطالعه ستاسو مخې ته راځي نو حتما ئې مطالعه کوئ،ځکه د مختلفو کتابونو په لوستلو سره،د تاسو ذهن د مشکل دحل لپاره دمختلفو رودو دموندولو او د یادونې لپاره روښانه کیږي.

همداراز ضرورت دی چې  په ځان کې پوښتنه کونکي مهارتونه پیاوړي کړئ او ښې پوښتنې ولرئ.کله چې دتاسو په وړاندې کومې پوښتنې رامینځةکیږي،نو له شرمیدا پرته،له تجروبه لرونکو کسانو پوښتنې وکړئ.حقیقت پالنه یو بل ټکنیک دی چې له تاسو سره  ددغه مهارت د پیاوړتیا لپاره مرسته کوي. پر دې اساس  تل له مشکلاتو سره په چلند کې،دیوې مسئلې دحل لپاهر حقیقت پاله حل لارې پیدا کړئ او په خیالاتو فکر مه کوئ. کله  دتاسو له نظره،یوه ترټولو کم عقله حل لاره،د مشکل د حل لپاره مناسبه حل لاره کیدلی شي،نوډیر زر قضاؤت مه کوئ او درستې حل لارې په ښه ډول وسنجوئ، او په آخر کې د مشکل  دحل لپاره مناسبې حل لارې ته درسیدا لپاره ،بیړه مه کوئ او په صبر سره د مسئلې د حل درست ګامونه پورته کړئ څو سمې حل لارې ته  ورسیږئ.

           د هغو ټکنیکونو ترڅنګ چې  دیوې مسئلې دحل  دمهارت د پیاوړتیا لپاره ئې یادوئ، ضرورت لري، له هغو مشکلاتو او خنډونو څخه چې ددغه مهارت  دپیاوړتیا دلارې په سر ممکنه ده رامینځةشي،څو مونږ دغه مهارت ته  د رسیدا په لاره کې له لالهاندۍ او سربدالۍ سره  مخ نه شو.

سټریس یو بل عامل دی چې په انسان کې د مسئلې دحل پوټینشل  کمولی شي. د مسئلې دحل په وخت دسټریس نښې نښانې لکه د ویرس  په مختلفو مرحلو کې نفوذ کولی  او د لامل کیدلی شي څو د مشکل حل له ستونزو سره مخ کړي. د سټریس درملنه  او د سټریس د کمولو مشق ترسره کول ، د انسان دتوانمنۍ دلوړتیا لپاره  لازمه چاره ده.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

 

 

ټیګونه