Oct 04, 2022 11:07 Asia/Kabul

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ؛کتابونه دعلم باغونه نومې لړۍ له ننني څلوردیرشم مطلب سره ستاسو په  خدمت کې  یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

   دوستانو دکتابونو پلورل ددنیا په تاریخ او کلتور جوړونې کې ډیر زیات اهمیّت لري او ډیری کلتوری پيښې  دکتابونو په پلورنځایونو کې رامینځةکیږي. نو په اوسني مطلب کې د دنیاد کتابونو د ځينو ښکلو او لویوپلورنځایونو په باب درسره غږیږو.

 بیونس آیرس د کتابونو دپلورنځایونو په پلارمینې مشهور دی،ځکه  په نړۍ کې له بل هر یوې پلازمینې زیات دلته کتابونه پلورل کیږي.  په ۲۰۱۵کال کې ګارډيّن خپرونې لیکلي دي ،د آرژانتین  په پلازمینې کې  د یو لاک کسانو  لپاره دکتابونو پنځویشت پلورنځایونه موجود دي.

ددغو پلورنځایونو تر ټولو مشهور پلورنځای ؛آل آتنئو ؛ نومیږي چې په ۱۹۱۹کال کې پرانیستل شوی دی .د     ( "El Ateneo Grand Splendid") نومې د کتاب پلورنځای د ارژانتین د   Grand Splendid تاریخي تئيټر په داخل کې دی چې  د تاسیس له وخت راهسې ، د سینما او نمایشي هنرونو ودانۍ ده . په دغې ودانۍ کې تر دې دمه هم  له وخت سره اړونده معمارۍ او ښکلاوې لکه صحنه ، او تیئټر سره پرَده ،دتیئټر جعبې  او بالکن  او داسې نور.

Image Caption

 

             کله چې بیونس آیرس  د د یوه ستر تجارتی مرکز او بندر په توګه  رڼا وموندله ،نو دغې سیمې ته د مهاجرانو سیلاب  ورمات شو او د هنری او کلتوري زمینو په ښکلا کې ئې ورسره مرسته وکړه.په دغه ځاي کې د کتابونو پلورل  په داسې حال کې پيل شول چې له دې مخکې دغه ودانۍ دنړیدا تر درشله رسیدلې وه.خو په ۲۰۰۰کال کې  د هغه کس په وسیله چې  ئې واخسته، ورغول شوه . همدااوس په دغه  کتابفروشئ کې  هرکال کابو یو میلیون لیدونکي  پيرپلور کوي  او زیاتره  پکې د پيانو دغږونکو په وسیله  لائيو(ژوندي) پروګرامونه اجرا کیږي.

د شکسپئير ایند کمپني(Shakespeare and Company)  تل دنړۍ  کتاب د ترټولو مشهور پلورنځای په توګه  یادیږي.د کتاب  دغه پلورنځايخپله نامه له یوه هغه پخواني پلورنځایه اخستې  چې په ۱۹۱۹کال کې د سِن پاریس  سین په کیڼ ساحل کې تاسیس شوی ؤ.شکسپيئر اینډکمپني نومې لومړنۍ  کتابفروشي،د سیلویا بیچ په نامې سره د یوې میرمنې په وسیله جوړ شوی ؤ.

دکتاب پلورنځي اوسنی ځای ، په ۱۹۵۱کال کې په پاریس کې د جارج ویټمن په وسیله افتتاح شو.هغه دغه فضا،د؛  کتاب په یوه ظاهري پلورنځاي کې سوشلیسټي مقدس ځاي؛په توګه وبلله او دشپې مهال د يرو لیوالو لیکوالانو  کوربه ؤ.مختلفو ادبي خپرندویو هم  هم دخپلو سرمقالو ادریسونه په دغه ځاي کې ثبت کړي دي .

            ددوهم نړیوال جنګ په اوږدو کې او د پاریس دنیواک په وخت کې، شکسپيّئر اینډ کمپني؛نومې پلورنځای وتړل شو،ځکه ددغه ځاي خاوند نه غوښتل په نازیانو کتابونه خرڅ کړي. یوه ورځ یوه پوځي افسردکتاب د اخستو لپاره پلورنځي ته ورغی،البته پر هغه د کتاب له خرڅولو ډډه وشوه . نازي افسر ووئیل، مازدیګر له پوځيانو سره یو ځای راځي او درست کتابونه به مصادره کړي. د کتابونو دپلورنځاي خاوند سملاسي پلورنځای وتړۀ او درست کتابونه ئې خپل کور ته منتقل کړل. همدغه موضوع سبب شوه شپږ میاشتې د نازیانو په کیمپ کې بندي شي  او دهغه دکتابونو پلورنځاي د جنګ ترپاي پورې وتړل شي.

په ۱۹۵۱کال کې جارج ویټمن په  هماغې سیمې کې دکتابونو پلورنځاي پرانیست او شکسپيئر ایند کمپني  نومې پلورنځای  یوځل بیا بڼه غوره کړه. ویټمن  په ۲۰۱۱کال کې  مړ شو  او اوس دهغه لور د کتابونو دغه پلورنځاي اداره کوي.

نن سباهغه لیدونکي او سیلانیان چې د بودجې کمښت لري  هم د کتابونو ددغه پلورنځاي په هال کې خپل ساعت تیری کولی شي. د کتابونو په آلماریانو کې د آرام لپاره  کټونه خم جوړ کړئ شوي دي . دیوالونه له کتابونو ډک دي،په داسې حال کې چې چتونه په غَټو غَټو لرګینو تیرونو سره او فرش هم په ګډو وډو(غیر متناسب)کاشیو سره ښکلي شوي دی.دکتاب د دغه پلورنځاي د افتتاح په وخت پکې څه دپاسه دیرش زره میلمانۀ دیره شوي وو.

 

           که دکتابونو  ددغو پلورنځایونو تاریخچې ته یوه ځغلنده کتنه وکړو،نو  متوجه کیږو چې په دوي کې هر یو له ځان سره اړونده ځیني کیسې لري،خو دنړس د کتاب تر ټولو ښکلی پلورنځاي چې د بې مخینې داخلی پلانونې سره ،دخپلو مشتریانو توجه د کتاب له اخستو ځان ته جلبوي، په درستې دنیا کې د کتاب د پلورنځایونو یوه بله جذابه بیلګه ده .

په پورتو کې د ؛لیوراریا للو(Livraria Lello)نومې پلورنځاي،د پرتګال یو تر ټولو پخوانئ کتابقروشي ده  چې د ګوتیک سټایل  په اغیزشیندنې کې مشهور دی . دکتاب دغه پلورنځاي په ۱۹۰۶ کال کې د خوزه  او آنتونیو لِلو نومې دوو وروڼو پهوسیله افتتاح شو .

د تاؤراتاؤ اندرپایو،په رنګینو شیسو سره له  لرګینو ښکلوکړکیواو چوکاټونو  سره  ددغه پلورنځای  داخلی فضا،ډيره لویه ده. ددغه پلورنځای چت ددغې ودانۍ یوه ترټولو ښکلي برخه ده.دغه شیشه ای چت د نیئو ګوتیک سټال د پلانونې جزیات لری او په دې کې له آبی او ځلیدونکو سرو رنګونو څخه استفاده شوې ده.ددې په مرکز کې د کاریګرئ انځورونه هم لیدل کیږی چې د هغو ترڅنګ په دې مضمون سره لیکل شوي دي چې؛په کار کې ښه والی دی؛

وئيل کیږي،چې د کتاب دغه پلورنځای  د ؛هیري پيټر؛ د کتابونو د لیکلو لپاره د ؛جی کی رولینګ ،الهام بخښونکی دی. هغه  په دغې برخې کې تر لس کلونو پورې د انګریزي ژبې په تدریس بوخت ؤ او د کتابفروشئ په دوهم چت کې دیوه هیمشني ګاهګ په توګه  د قهوه  چاي د څښلو لپاره تم کید.

        په ایمسټرډم کې د امریکا د کتاب (The American Book Center)) اې بی سي نومې مرکز،یوه داسې کتابفروشي ده چې له ګراؤنډ فلورڅخه ترلومړي چت پورې پکې  د وَنې یوه تنه له ورایه ښکاري .

د خبرواترو،ورکشاپونو او خپرندویو غونډې د وَنې دکور په برخې کې ترسره کیږي او دغه  جذابه فضاد هرې یوې خاصې پيښې لپاره رزرَؤ کیدلی شی.دغه پلورنځاي  د ارزان بیّه پلورنځي  په توګه د امریکا  دوو وروڼو په وسیله  به ۱۹۷۲کال کې افتتاح شو او په ډنمارک کې په هاګ ښار کې  یوه ورته پلورنځي خواهر فروشګاه دی.د کتاب دغه مرکز ، په اروپائي لوئې وچې کې د انګریزي ژبې کتابونو دیوه تر ټولو غوره  اوښه مرجع پلورنځاي په توګه  یادیږي.

 د پیډي فیلډ(Paddy Field) په نامې سره د کتاب پلورنځاي په یوې متروکه خونې کې واقع شوی دی،چې د چین د Xiadi  کلي په شاوخوا کې  او د شالیزاری پيَټیو  په مینځ کې دی.ددغه کلی مخینه چې د کتاب دغه پلورنځاي پکې موجود دی،څه دپاسه اته سوه کلونو مخکې ته ورګرځي، خو دهمدغې ودانۍ په څير خرابې شوي ودانۍ د ړنګولو په ځاي مرمت شوي دی اویوازینی شی چې له هغو اصلی ودانیو پاتې دی ،بهرني تراش شوي دیوالونه دي.

 وئيل کیږي ، د کتاب دغه پلورنځاي دLibrairie Avant-Garde،په وسیله  د کتاب د هغه خپلواکه پلورنځای چې په ۱۹۹۶کال کې په نانجینګ کې پرانیستل شو  او له هغه وخت څخه په درست چین کې  پراخ شو،اداره کیږي.

     پيډي فیلډ نومې کتابفروشي درې پوړیزه ودانۍ ده،په ګراؤنډ فلور کې  یوه نمایشي فضا ده،په لومړي پوړ کې د مطالعې یوه کوټه او په بَره بام باندې پلَن چت دی چې لیدونکي  ورڅخه د شاوخوا منظرو دلیدو لپاره  استفاده کوي . دا په داسې حال کې دي چې کله د کتاب د پلورنځاي پر ودانۍ د مرمت کار  پیل شو،نو یوازې  درې تراش شوي خټین دیوالونه  او د انګڼ څو خراب شوي دیوالونه ، د مخکینۍ ودانۍ باقي پاتې دي.

معمارانو د کتاب دغه پلورنځاي مرمت شوي ودانۍ د هغه دود او مادرنزم  ترکیب ګڼي چې   له هنره رانیولې تر اجتماعي علوموپورې  اته زره کتابونه پکې ځاي شوي دي. همداراز  یوه کافه لري چې د کلی او د شالیزارو څخه لوړه ده .

 په دې کې موجود کتابونه،د لرغونو کلو دساتنې،کلیوال تعلیم  او د کرهڼيزو تمدنونو د حفاظت په څیر بحثونو ته  بیّل دي.د کتاب په دغه پلورنځاي کې په ټول کال کې هنري  نندارتونونه تیئتري نندارتونونه او د موسیقۍ ژوندۍ اجرا ترسره کیږي.

د  تهران د عباس اباد د لوړو  څوکو په مینځ کې د یوه کلتوري مرکز او ښاری سیّل یوه ټولګه  موجوده ده  چې په هغو کې  دکلتور،کتاب او علم په حوزې کې یوه ځانګړي پروژه ده  دغه پروژه شپږ کاله مخکې افتتاح شوې ده . دتهران باغ کتاب،د نړۍ د کتاب تر ټولو ستر پلورنځاي دی .

        د تهران باغ کتاب نومې پلورنځاي په ایران کې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته یوه تر ټولو لویه کلتوری پروژه ده  چې  یو لک لس زره مربع میټر پراخوالی لري چې په پنځه شپیته زره مربع میټر برخې باندې ئې دنندارتوني،اداري او دغونډو هالونه جوړ شوي دي او نوره  برخه ئې  شنه فضا او یو مصنوعي سین یا دریاچه  جوړوي.  د تهران باغ کتاب نومې ټولګې  په داخلی فضا  کې د نندارتونونو شپاړس هالونه دي چې  د هر یوه هال پراخوالی، دوه زره مربع میټره دی او په دوو پوړیزې ودانۍ کې جوړ شوی دی.

 د تهران په باغ کتاب کې د کال په څلورو فصلونو کې د کتاب مصنوعي نندارتون  دایر دی . د کتاب د لټَوَلو او سفارش لپاره  د اطلاع رسونې پراخ چینل  پلان شوی دی چې د  اړتیاوړ کتاب ته دمخاطب لارس رسي انرژي او وخت تر ټولو کم  حد ته ورسیږي.په باغ کتاب کې دکتاب الیکټرانیکي چوکاټونه په رسمیّت پیژندل کیږي او دغو نوو چوکاټونو ته د مخاطبانو د لاس رسي آسانتیا لپاره  اساسی اقدامات شوي دي .

باغ کتاب  دوې مهمې او اصلي برخې لري. یوه د کتاب برخه او بله هم دعلم باغ  دی.دکتاب په برخې کې د  ما شومانو،زلمیانو او  د لویانو اوعمومي برخې شاملې دي. همداراز د موسیقۍ ځانګړي برخه هم د کتاب او ماشومانو ترمینځ لاریاتې رابطې د جوړولو لپاره پلان شوې ده. په دغې برخې کې  د ماشومانو د درستی کتابونو درست شعرونه له موسیقۍ سره یوځاي دي.

      د  امریکا نیوزویک خپرونې په یوه راپور کې ددغه باغ په معرفي کولو سره،دې ځینو مهمو ځانګړنو ته اشاره کړې  ده ،نیوزویک د تهران دباغ کتاب په باب لیکي چې د تهران دباغ کتاب له افتتاح مخکې ، د نړۍ د کتاب دترټولو لوي پلورنځاي په توګه د امریکا؛  بارنز اینډ نوبل ؛ په نامې سره د کتاب پلورنځاي  د ګینس دریکارډونو په کتاب کې ځای  موندلی ؤ . دغه  کتابفروشي، په نیویارک کې  په کابو څوارلس زره  مربع میټر مساحت کې واقع شوي او د کتابونو د آلماریو  اوږدوالی ئې کابو نولس کلومیټرو پورې اوږدیږي ،خو د تهران دباغ کتاب  پراخوالی ، یوازې د پلورنځي په برخې کې  څه دپاسه پنځه ویشت زره  مربع میټره دی.

=   دوستانو  کتابونه  دعلم باغونه نومې لړۍ  دنننی مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو ،له پاک خدایه درته سلامتیا او بریالیتوب غواړو .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه