د لویدیځې اسیا بدلونونه
د فلسطین د مقاومت ډلو د ګډو عملیاتو کوټې هم د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل په قدس او نیواکی لویدیځه غاړه کې زمونږ د مبارزانو او مجاهدانو پرله پسې اتلوالی د هغو کسانو د لارې څراغ دی چی د هغو تر شا به حرکت وکړی او تر هغه وخته چی صیهونیستی نیواکګر زمونږ په ټاټوبی کی پاتې شی او زمونږ د مقدساتو سپکاوی کوی یو دایمی ویره به تجروبه کړی .
فلسطینانو پرضد د صیهونیست رژیم جنایتونه
د نوی ولسمشر په ټاکلوکې لبنان د پارلیمان ناکامي
او سوریې ته د حماس د پلاوی سفر د تیرې اونۍ مهم بدلونونه وو .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
صیهونویست رژیم تیره اونۍ د نابلس محاصرې ته دوام ورکړ . د فلسطینی ځوان عدی التمیمی دوې اونۍ وړاندی مقاومتی عملیات چی د یوه صیهونیست د هلاک کیدا او یوه بل د ژوبلیدا سبب شوی وو ، د نابلس د کلابندۍ لپاره د تل ابیب پلمه ده .
دغه رژیم د نابلس له عملیاتو سره په یووخت د دغه ښار له فلسطینیانو سره ښکیل شو چی په دغو نښتو کې په لسګونو کسان ژوبل شول . همداراز دغه رژیم تیره اونۍ عدی التمیمی په داسې حال کی چی نیت یې درلوده نور مقاومتی عملیات ترسره کړي ، شهید کړ . په التمیمی سربیره دونورو فلسطینیانو فادی نوری او صلاح بریکی دي چی تیر زیارت او جمعې په ورځو اسراییلی عسکرو په وسیله شهیدان شول .
د التمیمی شهادت د فلسطیینانو له پراخ غبرګون سره مخامخ شو . د غبرګونونو اصلی چورلیز دا وو چی فلسطینان نه یوازې د صیهونیست رژیم له زیاتیدونکیو جنایتونو ویره نلری بلکې د مقابلې لپاره د هغو اراده زیاته شوی ده . د جهاد اسلامی غورځنګ د سیاسی دفتر غړی یوسف حساینه د التمیمی له اتلواله عملیاتو ستاینه وکړه او ویې ویل چی شهید التمیمی د شرارت ، قتل ، ترهه ګرۍ ، کرکې او دسیسو د ټولو اوزارونو په وړاندی مقاومت او له ځانه یې کمزوری ونه ښودله . هغه په دوام کې زیاته کړه زمونږ ملت له هغو ټولو ظلمونو او بی عدالتیو سره سره چی زمونږ ټاټوبی یې احاطه کړی دی هماغه راز مبارزه کوی او له دښمن نه ویریږی او شاتګ نه کوی .
د جهاد اسلامی غورځنګ یوه بل مشر خضر عدنان هم وویل د دغه شهادت غواړی اتل د شهادت روده د فلسطین د خلکو ، اسلامی امت او د نړۍ د ټولو پتیالیو د سرلوړی سبب دی او د هغه وینه به د ټولو انقلابیلانو او د مجاهدانو د لارې څراغ شی .
د فلسطین د مقاومت ډلو د ګډو عملیاتو کوټې هم د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل په قدس او نیواکی لویدیځه غاړه کې زمونږ د مبارزانو او مجاهدانو پرله پسې اتلوالی د هغو کسانو د لارې څراغ دی چی د هغو تر شا به حرکت وکړی او تر هغه وخته چی صیهونیستی نیواکګر زمونږ په ټاټوبی کی پاتې شی او زمونږ د مقدساتو سپکاوی کوی یو دایمی ویره به تجروبه کړی .
د فتح غورځنګ هم د یوې بلنې په صادرولو سره د شهیدانو د وینې په درناوی د تماس په ټولو برخو کی له نیواکګرانو سره د مبارزو د سختولو غوښتنه وکړه او د نیواکګر دښمن په وړاندی یې د ملی مبارزې په کړچار تینګار وکړ .
په عین حال کې د نابلس محاصره او د فلسطینی ځوانانو شهیدول د عربی پارلیمان غبرګون هم په ځان پسې درلوده . عربی پارلیمان د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل د صیعهونیست رژیم په وسیله د نابلس ولایت ظالمانه محاصره د ټولو نړیوالو قوانینو او نړیوال عرف ښکاره خلاف ورزۍ ده . د عربی پارلیمان په بیانیه کې راغلی دي نړیواله ټولنه په تیره بیا ملګري ملتونه باید خپل قانونی ، سیاسی او اخلاقی مسولیت پرغاړه واخلی او د نابلس ولایت د ظالمانه محاصرې د لغوه کولو لپاره اقدام وکړی ځکه چی د دغه ولایت خلک په ډیرو بدو شرایطو کې راغلي دي .
د لبنان پارلیمان تیره اونۍ د دریم ځل لپاره د ولسمشر د ټاکلو په خاطر غونډه جوړه کړه خو هیڅ کس په دریو کې دوه برخې راې ترلاسه نکړې شوې . د لبنان دولسمشر انتخاب چی باید د دغه هیواد د عیسایانو له مینځه وشی ، د پارلیمان له دریو برخو ، دوې برخې استازیو ته اړتیا لري ، . د لبنان پارلیمان ۱۲۸ غړي لری . د پارلیمان له غړیو ترلاسه شوی رایو جوته شوه چی د ولسمشرۍ کاندیدانو اکثریتی راې ندي ترلاسه کړې شوی . په دغو رایو کې میشل معوض ۴۲ راې ترلاسه کړې . ۵۵ استازیو سبینې راې صندوقونو ته واچولې . په اولسو رایو هم د لبنان الجدید ټکی لیکل شوی وو . یوه استازی هم په راې خپل نوم میلاد بومهلب ولیکه او څلور راې هم باطلې اعلان شوې . د نوی ولسمشر په انتخاب کې د پارلیمان په بیا ماتې پسې نبیه بری د اکتوبر ۲۴ د ولسمشر د ټاکلو دریمه غونډې د ترسره کولو نیټه اعلان کړه .
په لبنان کې د میشل عون د ولسمشرۍ پړاو د اکتوبر په ۳۱ پاې ته رسیږی . د نوی ولسمشر په ټاکلوکې د لبنان د پارلیمان ناکامی په داسې حال کی ده چی میشل عون هم له ۳۰ میاشتو ناکامۍ وروسته د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې د نوی ولسمشر په توګه وټاکل شو . داسې ښکاری د لبنان د پارلیمان استازي د اکتوبر تر پاې د نوی ولسمشر په ټاکلو کی بریالی نشی او دغه هیواد یو ځل بیا د ولسمشر په ټاکلو کې له سیاسی بندون سره مخامخ شی . دا په داسې حال کی ده چی اوسنې لومړې وزیر مجیب میقاتی چی د تیرې می میاشتې له پارلیمانی انتخاباتو وروسته د نوی کابینې په جوړولو مامور شو له پینځو میاشتو وروسته تراوسه نوی کابینه جوړه نکړې شوه .
په لویدیځه اسیا کې تیره اونۍ یوه بله پیښه ، دمشق ته د حماس د پلاوی سفر او د سوریې له ولسمشر بشاراسد سره کتنه وه .
د حماس او جهاد اسلامی غورځنګونو په شمول د فلسطینیو ډلو پلاوی د شورو په ورځ له کلونو وروسته سوریې ته ولاړ او له بشار اسد سره یې کتنه وکړه . دا له ۲۰۱۲ کال راهیسې سوریې ته د حماس د پلاوی لومړنې سفر وو . حماس د ستمبر په ۱۵ په یوه بیانیه کی ویلی وو چی د سوریې له دولت سره د خپلو اړیکو د عادی کولو او پراخولو نیت لری .
دا کتنه د لبنان د حزب ا... په میانځګړیتوب د سوریې د مشرانو او حماس ترمینځ له ناڅرګندو مزاکراتو وروسته ترسره شوه . حماس په خپله بیانیه کې ویلی دی دا فیصله د امت او د هغو د عادلانه ایدیالونو په خدمت کې ده چی په مرکز کی یې د فلسطین مسله په تیره بیا چټګ سیمه ایز او نړیوال بدلونونه دي .
بشار اسد په دغه کتنه کې وویل هغه څه چی اوس په فلسطینی ټاټوبی کی ترسره کیږی ، ثابتوی چی راتلونکی نسلونه به هماغه راز مقاومت ته پایبنده وی او مصلحت دا تقاضا کوی چی مونږه د مقاومت په څنګ کې ووسو ځکه چی مقاومت یوه ایډیا یا نظریه نده بلکې د خپلو حقوقو د بیرته اخیستلو لپاره یو اساسی اصل دې . بشار اسد تینګار وکړ سوریه چی ټول یې له له جنګه مخکې او جنګه وروسته پیژنی ، هیڅکله نده بدله شوی لاو د مقاونت ملاتړی به پاتې شی . هغه زیاته کړه د فلسطین د مسلې د تباه کولو لپاره په فلسطین او عربی سیمه کې ټولې هڅې بې نتیجې دی او همداسې به بې نتیجې پاتې شی او د فلسطینی ملت وحدت دهغه د قدرت اساس او د خپلو حقوقو د بیرته اخیستلو او له نیواکګر رژیم سره د مقابلې لپاره طاقت دې .
د حماس د سیاسی دفتر غړی او د دغه غورځنګ د پلاوی مشر ډاکټر الخلیل الحیه هم په دغه کتنه کې تینګار وکړ نن یوه مهمه ورځ ده چی مونږه په سوریه کې خپل فعالیت له سره پیلوو او له دغه هیواد سره د هغه د وحدت او ثبات د تحقق لپاره ملګرتیا کوو او مونږه د دغه هیواد پرضد د امریکا ، صیهونیست رزیم او یا بل هر لوری تیرې غندو او له هغه سره مخالف یو .
د حماس غورځنګ ویندوی حازم قاسم هم وویل له بشار اسد سره په کتنه کې د تیرو اختلافاتو په څنګته کولو او د فلسطیین د مسلې او ملت د خدمت په خاطر له سوریې سره د حماس د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وشو . حازم قاسم جوته کړه په دغه کتنه کې د ملی پخلاینې د خبرو اترو نتیجې چی په تیرو ورځو کې د فلسطینی ډلو ترمینځ په الجزایر کې وشوې او همداراز د دغو خبرو اترو د پیاوړتیا لارې چارې وجاجول شوې .
پای