Nov 06, 2022 14:18 Asia/Kabul
  • د لویدیځي آسیا د تیرې اونۍ ځيني مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې دلویدیځي آسیا  یا هماغه د مینځني ختیځ سیمې بدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پيل کې  درته ددغې سیمې دځينو مهمو پيښو په اړه یوه خلاصه درآورو، او ورپسې مو هم د ځينو  موردونو په باب رابولوو د تحلیلي برخې آوریدو ته .

*********************

*/*/*/   د صهیونیسټ رژيم د پارلیمان کنیسټ  انتخابات

*/*/*/

دنوی ولسمشر  له معرفي کیدا پرته  په لینان کې د میشل عون د ولسمشرۍ د پړاؤ پاي

*/*/*/

او بحرین ته د پاب فرانسیس سفر  په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې ځينی مهمې پيښې وې ،اوس مو هم رابولولو د ځینو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .

******************************

د صهیونیسټ رژيم د پنځه ویشتم پارلیماني انتخابات دتیرې سه شنبې په ورځ یعني د  نومبر په لومړۍ نیټه ترسره شول. دا په تیرو درې نیمو کلونو کې د صهیونیسټي رژيم د پارلیمان دریم ځل انتخابات وو.په نیواکي ټاټوبو کې  پارلیماني انتخابات ډير اهمیّت لري،ځکه د اسرائيلو سیاسی نظام یو پارلیماني سسټم دی. په نیواکي ټاټوبو کې  اصلی قدرت د مقننه قوې په اختیار کې دی  او دغه اورګان لومړی وزیر ټاکي .داسرائيلو پارلیمان(کنیسټ) ته د رسیدو لپاره  نصاب د درې اعشاریه پنځه ویشت فیصدي رايو ګټل دي. هر هغه ګوند چې درې اعشاریه    پنځه ویشت فیصدي راي وګټي، نو د پارلیمان څلور څوکۍ ئې ګټلي دي.

پنځه ویشتم انتخابات په داسې شرائطو کې ترسره شول چې  بنیامین نتن یاهو  دلومړي ځل لپاره  په وروستیو دیارلسو کلونو کې په دغو انتخاباتو کې د لومړي وزیر په توګه ګډون ونه کړ او قدرت ته دبیرته رسیدو هڅه کوي. د نتن یاهو  سیالانو تیر کال ائيتلافي کابینه جوړه کړه څو نتن یاهو له قدرته لیرې وساتي،خو یوازې یو کال ئې دوام درلود او ائيتلافي کابینه دړې وړې شوه.

په داسې حال کې چې  له انتخاباتو مخکې نظرغوښتنې، د سیاسی بندون دوام او د پارلیمان یو شپیتو څوکیو ته د یوه  ګوند  د نه رسیدا ښودنه وه،خو نتن یاهو اود  هغه متحدان  بریالي شول له   تمې لیرې نتیجه ترلاسه کړي ،یعني  دپارلیمان څلورشپيته څوکۍ ئې وګټلې . نتن یاهو چې له ۱۹۹۶کاله تر ۱۹۹۹پورې  په کلونو کې او ورپسې له ۲۰۰۹کاله تر ۲۰۲۱ پورې په کلونو کې ئې په ټول کې تر پنځلسو کلونو پورې داسرائيلو صداراعظمي  په غاړه درلوده، یو ځل بیا به د اسرائيلو د لومړي وزارت څوکۍ په  اختیار کې ولري او دې ځل  به له افراط پالو سره کابینه جوړه کړي. د احصایو په اساس، افراطي یهودیان بریالي شول دپارلیمان پنځلس څوکۍ وګټي. په حقیقت کې  ددغو انتخاباتو  نتیجې  په دې معنا دي چې نتن یاهو  د مالی فساد  په څو دوسیسو له تعقبییدا  سره سره  د صهیونیسټ رژيم دمشر په غوښتې کابینه جوړه کړي. نتن یاهو به دکابینې دجوړولو لپاره ۲۸ ورځې وخت ولري چې داسې ښکاري د مخکینیو پړاؤنو په  اپوټه به په دغه پړاؤ کې د کابینې د جوړولو لپاره څه خاص مشکل ونه لري.

Image Caption

 

ډیری کارپيژاندي  او شناندي په دې اند دي چې  دبنیامین نتن یاهو په مشرۍ  کابینه به په نیواکي فلسطین کې د ترټولو زوړپالو کابینه وي.په نیواکي ټاټوبو کې د شي پالو یو مشر ؛بتصلائل اصموطریچ؛ چې پارلیمان ته  رسیدلی دی، په ۲۰۲۰کال کې  ئې له  نقب صحرا پرته د سیمو اوسیدونکي فلسطینیان ؛ساعتي بم ؛ بللی وو چې باید  داسرائيلو په وسیله شنډ شي .  بن غفیر هم اساسا  له نیواکي ټاټوبو  دفلسطینیانو دویستلو غوښته کړې ده. دصهیونیسټ رژيم پخوانۍ خارجه وزیره زیپي لیوّني  د افراطي زوړ پالو قدرت ته رسیدا  ؛مرګوني بللې  او وئيلي ئې دي ، هغه اندیښنې چې   د انتخاباتو دغه پړاؤ د یوه مرګوني انتخاباتو په توګه بریښوي،  دبې قید و بنده رهبرانو او له خطرناکو آ ئيډیالوجیو سره د شریکو ګوندونو د سناریو له امله  ده ::

=    دعربی نړۍ یو غوه او مشهور تحلیلګر عبدالباری عطوان په یوه تحلیل کې لیکلي دي،صهیونیسټانو د کنیسټ په انتخاباتو کې  ا فراطي ښي پالو مذهبی ګوندونو او  له عربو څخه کرکه کونکو مشهورو توکمیزو ډلو ټپلو او  او هغو سیاستونو ته چې له درست نیواکي فلسطینه  د درستو فلسطینیانو د ویستلو او وژلو او ددغه نیواکګر صهیونیستي یهودي  هویّت د تقدیس غوښتونکي دي ،رائي ورکړي دي.د  عوتسما یهودیّت( یهودي قدرت) نومې  ګوند چې په دغو انتخاباتو کې ئې پنځلس څوکۍ ګټلي دي او ددغه عبری هیواد په لنډ تاریخ کې دوه ډير توکمپال شخصیّتونه ئې مشران دي ، چې یو ددغه ګوند رهبر بتصلائل اصموطریچ او د هغه مرستیال په توګه ایتمار بن غفیربه د کابینې دمهمې ستنې وي:::. شناندي په دې اند دي چې دنتن یاهو  له افراطي ښي پالو سره  ائيتلاف  به د نیواکي ټاټوبو په  داخل کې دتوکمپالنې او درز د زیاتیدا سبب شي  چې راتلونکي کابینه به  له جدي چیلنجونو  سره مخ کړي.

  پر دې سربیره، داسې ښکاري  د اسرائيلو پارلیماني انتخاباتو نتیجې به  سبب شي څو د نتن یاهو د تیر پړاؤ په څير   له عربو هیوادونو سره د صهیونیسټي رژيم  داړیکو د عادي کیدا پلان پرمخ لاړ نشي،ځکه چې د هغه ددغه پړاؤ متحدان ډير زیات عرب ضده او توکمپال دي . په عین حال کې په نیواکي ټاټوبو کې د یهوي افراطیانو قدرت ته رسیدا د فلسطینیانو او صهیونیسټانو ترمینځ  نښتې زیاتولی شي . د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس  ویندوي حازم قاسم  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  د کینیسټ دانتخاباتو ته امید ساتل  ؛یو سیاسی حماقت ؛ دی.انتخابات د افراطیان او لازیاتو افراطیانو صهیوینسټي زوړ پالو  ګوندونو ترمینځ  ترسره شوي دي، داسې ګوندونه چې دمونږ د ملت په ضد تیریګریو د دوام پر موضوع سره یو نظر لري:::  

Image Caption

 

   په لویدیځي آ سیا کې د تیرې اونۍ  یوه مهمه پيښه په لبنان کې د نوي ولسمشر له معرفی کیدا او دنجیب میقاتي  دنوی کابینې له جوړیدا پرته په دغه هیواد کې  دمیشل عون د ولسمشرۍ پړاؤ پاي ته ورسید.دتیرې اونۍ یکشنبې ورځ ، د لبنان د ولسمشرۍ په ځائيګي کې د میشل عون وروستۍ ورځ وه  او هغه  له څه دپاسه شپږو کلونو وروسته د ولسمشرۍ له ماڼۍ ووت. میشل عون دخپل کار په ترټولو وروستۍ ورځ د نجیب میقاتی دحکومت استعفی لاسلیک کړه، خو میقاتي  اعلان وکړ چې  خپل کار ته به دوام ورکړي.دلبنان موقته لومړی وزیر نجیب میقاتي د تیرې یکشنبې ورځې  د خپل هیواد دپارلیمان مشر ته په یوه لیک کې د میشل عون په وسیله د  خپلې کابینې داستعفی په فرمان  په لاسلیک اعتراض وکړ او ټينګار ئې وکړ،حکومت به په اساسی قانون کې دخپلو تعریف شوو درستو دندو ته دوام ورکړي.

په همدې اساس هم د لبنان پارلیمان،د نجیب میقاتي په مشرۍ ددغه هیواد اوسنی حکومت  د هیواد د چارو د اداره کولو دوام ته پابنده کړ.د لبنان دپارلیمان مشر نبیه بری  په یولړ څرګندونو کې ووئیل،پارلیمان لکه څنګه چې نه غوښتل  لبنان له نوي قانوني بحرانونو سره مخ شي، دغه شان فیصله ئې وکړه او په هیواد کې  ئې په اوسنۍ پیچلي او سختې ټولنیزې ،مالی او اقتصادي  مرحلې کې په هیواد کې د ثبات د ساتلو ضرورت ته په پام سره  دحکومتي اورګانونو دفعالیتونو دوام ته لومړیتوب ورکړ.

دلبنان پارلیمان  تر دې د مه په تیرو څلورو غونډو کې د درستو سیاسی لورو  دمنلو وړ   کاندید په باب  یوې موافقې ته د نه رسیدا په دلیل  د نوي ولسمشر په ټاکنې کې ناکام شو او ټاکل شوې  ده،راتلونکي پنجشنبې ورځې پنځمه غونډه، چې د میشل عون د ولسمشرۍ د پړاؤ له ختمیدا وروسته لومړنۍ غونډه ده د نوی ولسمشر د معرفی کولو لپاره ترسره شي.

په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې یوه بله مهمه پيښه،دبحرین پلازمینې منامې ته د  نړۍ  د کاتولیکانو درهبر سفر ؤ . پاپ فرانسیس  دتیرې پنجشنبې په ورځې د تش په نامه ؛سولې او ګډ ژوند ؛ نومې نمایشي کنفرانس څخه د ډيرو زیاتو نیوکو په سیوري کې چې  دآل خلیفه  حکومت له خوا ترسره کیږي، منامې  ته لاړڅو په دغه کنفرانس کې  ګډون وکړي.پاپ فرانسیس منامې ته له رسیدا وروسته پخپلې لومړنۍ وینا کې ، د دغه هیواد له مشرانو وغوښتل څو دلومړنیو بشری حقوقو  د خلاف ورزۍ نه کولو په باب دې  تضمین ورکړي او د هغو د پیاوړتیا لپاره دې هڅه وکړي.

Image Caption

 

بحرین ته د پاپ سفر،د بشری حقوقو د ډيرو ادارو اوفعالانو له پراخو نیوکو سره مخ شو. دبشری حقوقو مدافعو نړیوالو ډلو ټپلو  پر پاپ غږ کړی څو د بحرین د شیعیانو ،سیاسی فعالانو او  مخالفو شخصیّتونو په ضد ددغه هیواد دپاچائي نظام د اقداماتو په باب دې غبرګون وښئ. د بشری حقوقو دفاع  کونکي ادارې او  نورو اتو حقوقي ډلو، د سه شنبې په ورځې  له پاپ فرانسیس څخه وغوښتل چې علنا دې دبحرین پر رژيم دباؤ واچوي څو د ښاریزو دعادلانه  محاکمې  د حق د خلاف ورزي او دشکنجې تورونه  او د پانسیو درستې فیصلې دې لغوه کړي او دا درستې چارې دې په جدي توګه  وارزوي . دوي  همداراز   له مهاجرو کارګرانو، مخالفو آزادي غواړو شخصیّتونو ،خبریالانو  او نورو هغو کسانو څخه چې په ۲۰۱۱کال کې د اعتراضونو له ځپنو وروسته  تر دې د مه  په بحرین کې زنداني دي،د پاپ فرانسیس  د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د بحرین  الوفاق غورځنګ د تیرې پنجشنبې په ورځې دغه هیواد ته د پاپ فرانسیس د سفر په مناسبت او له دغه سفره د آل خلیفه رژيم  د ناسمې استفادې د احتمال په مناسبت،په یوې اعلامیې کې ووئيل، آل خلیفه رژيم د پاپ فرانسیس له سفره په ناوړه استفادې سره نیّت لري پر ظمل او مذهبی توپير برغولی کیږدي،خو ددغه رژيم زندانونه له روحانیونو،پوهنتوني استاذانو او ملی پالو شخصیّتونو ډک دي چې له ډول ډول شکنجو او سپکاویو سره مخامخ دي .

د بحرین یو مبارز روحاني او ددغه هیواد شیعیانو رهبر آیت ا... شیخ عیسی قاسم  هم دتیې  چارشنبې په ورځې د تش په نامه ؛سولې او ګډژوند؛ نومې  غونډې کې د شیخ الازهر او پاپ فرانسیس د شتون په باب غبرګون وښوداو  په یوې اعلامیې کې ئې، له غوره دیني او مذهبی شخصیّتونو وغوښتل ،په دغه سمینار کې د  ګډون په بڼه کې په میړنتوب سره خپل نظرونه اعلان کړي.

=  دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو بریالی اوسوکاله ووسئ.

 (سیماب)

*****************************************************