Nov 24, 2022 13:04 Asia/Kabul
  • د ایران سیل ۱۲۰

د ایران سیل نومې لړۍ ګرانو مینه والو السلام علیکم! نن هم د قزوین ښار د سیل په دوام کښې ستاسو ملګرتیا غواړو

ګرانو ملګرو د ایران په ډیرو ښارونو کښې له پخوا اهیسې خیر ښیګړه رسونکو کسانو د خلکو د څښلو د اوبو د برابرولو لپاره د صحي او د معمارۍ د اصولو په خیال ساتلو سره د اوبو زیرمې او ټینکۍ جوړې کړې دي چې اوس دغه جوړښتونه دهنري او تاریخي آثارو په توګه په یادګار پاتې دي. قزوین ښار هم د اوبو داسې ګڼې زیرمې لري چې د معمارۍ د هنر او د کاشي کارۍ له نظره د پام وړ دي. د قزوین د اوبو دغه زیرمې د هغو د جوړولو د بې سارې طریقې په وجه د دغه ولایت د سیاحت ډیرې مهمې جاذبې ګڼل کیږي. په یو داسې ښار کښې د اوبو د زیرمه کولو لپاره د څه باندې ۱۳۰ پرتمینو او ګرانبیه زیرمو جوړول او وقف کول چې له پخوا راهیسې د اوبو په کمي مشهور دی، د زرګونو کورنیو ټینکیو او د مسافرانو د استعمال لپاره په ښاري سرایو کښې د اوبو لسګونه زیرمو قزوین نن سبا (د اوبو د زیرمو په ښار) مشهور کړی دی. نو راځئ چې د قزوین د اوبو د ډیرې مشهورې زیرمې لیدو ته ورشو.

*/*/*/*/*/*/*

د قزوین ښار «آب انبار سردار بزرگ»  د ایران د اوبو ترټولو ستره یو ګنبد لرونکې زیرمه ده چې بنسټګران یې د فتحعلي شان قاجار له امراؤ څخه محمد حسن خان او محمد حسین خان سردار وو. د اوبو دغه زیرمه یوه مثلثي ډوله ګول دروازه لري او پنځوس ډبرینې زینې، او اوبو ته د رسیدو لپاره باید دولس نیم فوټه (۱۲.۵) کښته لاړ شئ. د اوبو زیرمه یې څلور ګوټه ده چې هر اړخ یې تقریباً ۱۷ میټره دی. د اوبو د دغې زیرمې ستر ګنبد د خښتو جوړ دی او د بادګیرۍ په ترټولو پورتنۍ برخه کښې جوړ دی او د ودانۍ له سطحې نه د ترټولو لوړې برخې لوړوالی یې تقریباً ۲۸.۵ فوټه دی او د زیرمې حجم یې ۳ زره او ۶۰۰ مکعب میټره دی.

د سردار بزرګ په نامه د اوبو دغه زیرمه نن سبا د قزوین د اوبو په میوزیم بدله شوې ده او د ایران د یو ملي اثر په توګه ثبت شوې ده.

په قزوین ولایت کښې د اوبو نورې د لیدو وړ زیرمې هم موجودې دي. د حاج کاظم په نامه د اوبو زیرمه د قزوین د اوبو یوه بله ستره او ډیره ښایسته زیرمه ده. دغه زیرمه چې په کال ۱۲۵۶ هجري قمري کښې جوړه شوې، څلویښت زینې لري  چې له تراشل شويو کاڼو جوړې شوې دي. د اوبو د ساتلو ځاې ته د رسیدو لپاره باید په زینو کوز شئ. د زیرمې په پورتنۍ برخه کښې څلور ایکزاسونه موجود دي چې بهرنۍ برخه یې په ټایلونو ښایسته کړې شوې ده. مرکزي دروازه یې هم په ډیرې ښکلا او ظرافت سره له خښتو او کاشیو یا ټایلونو جوړه کړې شوې ده.

*/*/*/*

په دوام کښې د قزوین په شمال کښې د الموت ښایسته او تاریخي سیمې ته ځو چې د افسانوي قلعو او د ښایسته طبیعت په لرلو سره د نړۍ په سویه د سیاحت د یوې سیمې په توګه مطرح ده. د الموت شهدت چې نن سبا د قزون د شمال د یوې غرنۍ برخې نوم دی، د هغې قلا د شتون په وجه دی چې ډیره موده د اسماعیلیه فرقې د مشر حسن صبّاح او د حکومت او د هغه د ځاې ناستو مرکز پاتې شوی دی. الموت قلا چې د باز په ځالې هم مشهوره ده، د ۲۱۰۰ میټره لوړ غره په څوکه جوړه ده. د قلا ګیر چاپیره څلورو لورو ته ژورې درّې دي او د ورتلو لاره نه لري او د ورننوتو یوازنۍ لاره د شمال ختیځې برخې په وروستي سره کښې ده. د الموت قلا د جوړیدو کال  په ۲۴۶ هجري قمري کال کښې د حمد ا... مستوفقي له خوا په لیکل شوي کتاب نُزهة القلوب کښې ذکر شوی دی. د موجودو منابعو له مخې دغه قلا د پیغمبر اکرم(ص) له کورنۍ څخه د حسن بن زید علوي په حکم جوړه شوې او په ۴۸۳ هجري قمري کال کښې د حسن صباح لاس ته ولویدله او په کال ۶۵۴ قمري کښې چې هم هغه شان د اسماعیلیه فرقې د واکمنانو مرکز و، د هلاکو خان مغول په حکم ورانه کړې شوه. مغولان هغه ډیر نفیس کتابتون ته ورسیدل چې اسماعیلیانو په څو کالو کښې په الموت کښې جوړ کړی و. هلاکو خان د کتابتون د ویجاړولو حکم ورکړ خو ایراني مورخ او ادیب علطا ملک جُوِیني له هلاکو خانه اجازه واخیستله چې د کتابتون نفیس کتابونه بیل کړي خو نور کتابونه او شیان یې وسوځول.

له دغې پيښې وروسته به یاده قلا د جلاوطنۍ د ځاې او زندان په توګه کارول کیدله. د شاه طهماسب صفوي د حکومت تر پیلیدو پورې په قلا کښې روغ ځاې نه و پاتې. د الموت قلا بیا وروسته څه موده د ګیلان او مازندران د واکمنانو په لاس کښې وه او مرمت یې وشه. په خواشینۍ سره کومې کیندنې چې په قاجار پړاؤ کښې د خزانې د موندلو لپاره په الموت قلا کښې وشوې، دغې قلا ته یې سخت تاوان ورسوه. */*/*

د سیمې خلکو الموت قلا ته د قلعه حسن نوم ورکړی دی چې په دوو برخو مشتمله ده. لویدیځه برخه چې ډیره لوړتیا لري، پورتنۍ او ستره قلا بلل کیږي. ختیځه برخه یې لاندینۍ او کوچنۍ قلا نوموله کیږي. د قلا اوږدوالی تقریباً ۱۲۰ میټره او پلن والی یې په مختلفو برخو کښې له ۱۰ نه تر ۳۵ میټرو پورې دی.

له دې امله چې په قلا کښې به ټول کال ډیرو ډلو شتون درلود او ډیرو اوبو ته به یې ضرورت لره، د قلا جوړونکو په ځانګړې هنرمندۍ سره د اوبو زیرمې جوړې کړې دي او په کاڼو کښې د اوبو د وړو لختیو په جوړولو سره یې له ډیر لرې نه اوبه دغو زیرمو ته رسولې دي. د قلا اوبه له «چشمه  کلدر» نومې چینې څخه چې د قلا د شمال لورې ته ده، برابریږي. د قلا ختیځه برخه  د عسکرو او د هغوي د کورنیو د استوګنې لپاره وه. په لویدیځه برخه کښې د اوبو درې وړې زیرمې او څو خونې وې چې د غر د کاڼو په تراشلو سره جوړې شوې وې خو اوس ورانې شوې دي. د قلا د پورتنۍ او لاندینۍ دوو برخو په مینځ کښې یو میدان دی چې ګیرچاپیره یې یو دیوال، قلا په دوو برخو ویشلې ده. د میدان په مینځ کښې ځینې ویرانۍ لیدل کیږي چې په دې ځاې کښې د موجود  ډیرو ودانیو پاتې برخې دي.

د قلا له برجونو څخه د شمالي، جنوبي او شرقي ګوټونو درې برجونه تراوسه موجود دي چې د ختیځ ګوټ برخ یې د نورو په پرتله په ډیر ښه حالت کښې دی. د قلا په داخلي دروازه کښې د غره د کاڼي په مینځ کښې د شپږ میټره اوږدوالي، دوه میټره پلن والي او دوه میټره دنګ والي لرونکی یو سُرنګ کیدنل شوی دی. له دغه سرنګ یا تونل څخه له تیریدو وروسته جنوبي برج  او جنوب غربي دیوال چې د کاڼي د تختې په شیب یا اُترايۍ جوړ شوی دی، څرګندیږي. دغه دیوال د قلا سویل لوري ته موجودې د ګازرخان له پراخې دښتې سره لګیدلی دی داشان چې د الموت درّې سیند ترې لیدل کیږي. د قلاب چاپیره دیوالونه او برجونه په هر ځاې کښې یو د پُشت بندۍ دیوال لري چې اته میټره لوړوالی لري او د اصلي دیوال په خوا کښې جوړ شوی دی او پلن والی یې تر دوو میټرو رسیږي.

د قلا د مختلفو برخو مصالح کاڼي، د ګچو ملات، خښتې، کاشیانې یا ټایلونه او سُفال دي. الموت قلا په ۱۳۸۱ کال کښې د ایران د یو ملي اثر په توګه ثبت شوې ده.

*/*/*/*/*/

ګرانو مینه والو اوس چې د الموت سیمې له تاریخي ځانګړتیاؤ خبر شوئ نو مناسبه ده پوه شئ چې دغه سیمه د ډیرو بارانونو او د واورو وریدو له امله د اوبو ډک سیندونه او د خوږو اوبو له چینو او د میوو له باغونو او سره زرغونو کروندو او شنو او پاکو درّو ډکه ده. د دغې سیمې یوه ښایسته جاذبه د اوان په نامه ستر ډنډ دی چې د سیمې د غرونو په مینځ کښې د فیروزې د یو غمي په شان ځلیږي. د اوان ډنډ اوبه خوږې دي او پراختیا یې څه باندې پنځه نیم هیکټاره ده.

د دغه ډنډ زیات نه زیات اوږدوالی ۲۷۵ میټره او پلن والی یې ۲۲۵ میټره دی او ژورتیا یې هم په مختلفو ځایونو کښې له یو نه تر شلو میټرو پورې رسیږي. د دغه ډنډ اوبه د هغه په ویخ کښې له موجودو چینو او هم داشان له باران او واورو پوره کیږي. دغه اوبه دومره رڼې دي چې ښه په اسانه د ډنډ ویخ او هلته موجودې چینې لیدل کیدې شي.

د ډنډ چاپیره دنګې ځنګلي ونې او هم داشان د ګیلاس، آلبالو، قندًق او غوزانو په شان د میوو له ونو د ډکو چمنونو شتون سبب شوی چې د دغه ډنډ طبیعت د مسافرانو لپاره ځانګړی جذابیت ولري. پر دې سربیره د دغه ډنډ د اوبو له بهیر څخه یو کوچنې او ښایسته سیند هم جوړ شوی چې په ګاونډي کلیو کښې ترې کروندګر  ګټه پورته کوي.

د ډنډ په سویل لویدیځ کښې د اوان په نام آبشار هم يوه ډیره ښایسته طبیعي ښکارنده ده. د آبشار لوړولی له درې سوه میټرو اوړي او چې لمر راوخیږژي نو د الموت د هوا په وږمو سره یو ښایسته د بوډۍ ټال (رنګین کمانن) جوړوي. د ویلو ده چې اوان ډنډ په ژمي کښې هم ځانګړی ښایست لري او د ساړه په زیاتیدو سره د ډنډ سطح یخ نیسي او کنګل کیږي داشان چې خلک پرې په اسانه پرې ګرځیدې شي.

*/*/*/*/*/*/*/ 

 ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه