Jun 17, 2023 09:17 Asia/Kabul
  • د ایران سیل ۱۴۵

د ایران سیل لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو، نن هم د د تهران ښار د سیل په دوام کښې د ایران د یو ډیر ښایسته پل کتو ته ورځو، نو په دې سیل کښې راسره ملګري ووسئ.

د تهران ستر ښار ته د سفر او د هغه له زیات ټریفک لرونکو سړکونو او لویو لارو د تیریدو په وخت به مو پام خامخا د «مدرس» په نامه سترې لارې ته اوړیدلی وي. خو د دغه سړک د ځانګړتیا وجه څه ده؟ په داسې حال کښې چې د نړۍ د سترو ښارو زیاتره لوې لارې ساده او له ښکلا خالي دي، مدرس ایکسپرس وی، یوه ډیره ښایسته ستره لاره ده او دا ځکه چې یوه برخه یې د عباس آباد له غونډیو تیریږي او دواړو لورو ته یې ښایسته پارک دی.

د مدرس په نامه دغه ایکسپرس وی څخه د تیریدو په وخت وینو چې، د لارې په ځینو برخو کښې د ګڼو شنو ونو په وجه د نور ښار په پرتله هوا څو درجې سړه وي. یوه وجه چې دغه لاره یې خاص او ځانګړې کړې ده، د «پل طبیعت» په نامه د یو ښایسته پل شتون دی. دغه ښکلی او منفرد پل «په ایران او هم داشان په ټول مینځني ختیځ کښې د پلي تګ د ترټولو د ستر پل» په توګه یادیږي.

پلِ طبیعت په ارګانیک او د ونو په شان ډیزاین سره یو جوړښت دی چې له ژواک چاپیریال سره ډیر سمون خوري او د هغه د ستنو دغه د ونو به شان شکل، د دې پل په وسیله له یو بل سره د لوې لارې د دواړو لورو  شنې فضا ته یو ډول دوام ورکونکی دی او په دې وجه یې نوم «پلِ طبیعت» دی.

دا پل یو منحني او درې پوړیز جوړښت لري چې د اصفهان له سي و سه پل او پلِ خواجه یې الهام اخیستی دی او د پلازمینې تهران د دوو مهمو پارکونو یعنې ختیځ لور ته د طالقاني پارک او د لویدیځ اړخ د آب و آتش پارک ترمینځ ۳۰۰ میټري واټن ډکوي او دغه پارکونه له یو بل سره نښلوي. حتی که دغو پارکونو ته د تګ نیت هم نه لرئ خو په پل طبیعت باندې ګرځیدل ډیر په زړه پورې دي او د پل دواړو لورو ته موجودې شنې فضا ته پام سره، په دغه چاپیریال کښې آکسیجن ډیر زیات دی او په زړه پورې هوا په کښې چلیږي.

لکه څنګه چې مو وویل، د طبیعت یا فطرت په نامه دغه پل درې پوړه لري او موټران پرې د تیریدو اجازه نه لري او یوازې د پلي تګ او له یو بل سره د دواړو پارکونو د نښلولو په موخه جوړ شوی دی. دغه پل په ځانګړې معمارۍ سره جوړ شوی او تقریباً ۲ زره ټنه وزن لري چې په ښایسته لایټننګ سره، د ایران پلازیمې په یوې اصلي نښې بدل شوی دی.

دغه پل په ۴۰ میټره لوړوالي کښې له هوايي جوړښتونو د ګټه پورته کونې ترڅنګ د هغه په جوړولو کښې د  فلزاتو پرې کولو، د قطعاتو جوړولو، لګولو او د ویلډنګ بهیر ته یې په پام سره  په ټول ایران کښې ځانګړی دی. د پل په جوړولو کښې ځانګړې مصالې او خاص پایپونه استعمال شوي دي او ورپاره ډیر غوره معیارونه او د خوندیتوب فاکتورونه په نظر کښې نیول شوي دي. دا پل داسې ډیزاین او طراحي شوی دی چې د طبیعي پيښو حتی د ۷ ریکټره زلزلې په وړاندې مقاوم او پیاوړی دی.

په زړه پورې خبره دا ده چې د پلِ طبیعت اصلي برخه د میرمن «لیلا عراقیان» په نامه یوې جینۍ په ۲۶ کلنۍ کښې ډیزاین کړی دی. د دغه پل معماري او ډیزایننګ د لیلا عراقیان او علیرضا بهزادي تر مشرۍ لاندې د دیبا په نامه د ټوکریزو جوړښتونو Diba Textile Architecture) ( په نامه ډلې کړی دی. لیلا عراقیان په ۱۹۸۳ کال کښې زیږیدلې او د تهران له شهید بهشتي پوهنتون څخه یې د معمارۍ په برخه کښې ګریجویشن کړی او د کاناډا له  UBC پوهنتن څخه یې په دې څانګه کښې د ماسټرۍ ډګري اخیستې ده. میرمن عراقیان د ۲۶ کالو په عمر کښې د پلِ طبیعت د طراحۍ په سیالۍ کښې ګډون وکړ او د ښاغلي علیرضا بهزادي په مرسته یې یو ډیزاین وړاندې کړ چې د غوره طرحې په توګه انتخاب شو. له هیواده بهر د دغې ایراني ډیزاینرې د معمارۍ په فعالیتونو کښې د کاناډا په ونکور کښې د بي، سي، پلیس سټیډیم د چت یا سیلنګ ټوکریز پوښښ ته اشاره کولې شو.

د تهران پل طبیعت ته د رسیدو لپاره د دواړو لورو له پاک څخه ورتلی شو. مونږ د آب و آتش پارک (Water-and-Fire Park)  چې ډیر ښایسته او د لیدو وړ دی، پل ته د رسیدو لپاره غوره کړی دی. دغه پارک د څو پارکونو او تفریحي امکاناتو ټولګه ده چې پل طبیعت ته له ورتګ مخکښې یې کتنه کوې شئ. له هغو نه د حضرت ابراهیم په نامه پارک نوم اخیستی شو چې د اوبو په فوارو، د اور په بُرجونو او ایمفي تیټر مشتمل دی. هم داشان بله برخه یې د بندرونو پارکPorts Park)  دی او ډیر ښکلی سمندري فانوس په کښې موجود دی. د دې ټولګې له نورو برخو کښې د وریښمو پل او د مینايي آسمان نماMina Dome)  ته اشاره کولې شو.

د لارښوونکو بورډونو په مرسته ډیر په اسانه د پل لارې ته رسیدې شو چې په حقیقت کښې د پل دریم پوړ ګڼل کیږي. دغه پوړ ۵۷۱ مربع میټره پراختیا لري او د سیلانیانو لپاره د تهران یو ښایسته پس منظر وړاندې کوي. له دغه پل څخه په لاندې لوې لارې باندې د تیریدونکو ګاډو د تګ راتګ تماشه او شمالي اړخ ته یې د البرز د ښایسته غرونو نظاره کیدې شي. دغه طبقه د عکاسۍ لپاره د سیلانیانو ډیر په زړه پورې ځاې دی.

په زړه پورې ده له دې امله چې دغه پل په منحني توګه ډیزاین شوی دی، د پل له یو سر نه د هغه بل سر لیدې شئ بلکې له هرې برخې یې چې تیریږئ، د پل بله برخه درته څرګندیږي.

ګرانو دوستان د تهران د پلِ طبیعت د پیژندګلوۍ په دوام کمښې مو په خدمت کښې یوو. د پل له دریم نه دویم پوړ ته راکوز شوي یوو. دې طبقې ته د رسیدو لپاره په پل کښې ځینې برخې جوړې شوې دي چې ډیر په اسانه یې د دویم پوړ ښایسته فضا ته تلی شو. د دې پوړ پراختیا ۲ زره ۸ سوه ۷۰ مربع میټره ده او ډیره په زړه پورې فضا لري او د کښیناستو لپاره په کښې د لرګي بنچونه جوړ کړی شوي دي. دلته لږه دمه کوې شئ او د ښکلا او ارامښته یې خوند اخیستې شئ.

خو د پلِ طبیعت یوه هیجان لرونکې برخه د هغه وړومبی پوړ دی چې یوشمیر کافه او رستورانونه په کښې موجود دي. د پلِ طبیعت (فُوډ کورټ) د هغه په ختیځه برخه کښې دی او په څو کافي شاپس او د ایراني او د فاسټ فوډز په رستورانونه مشتمل دی چې د نزدې ۳۰۰ کسانو لپاره ځاې لري. دغه طبقه تقریباً ۱۴۵۰ مربع میټره ده او دیوالونه یې د شیشو دي.

له لږې دمې او له ایراني او فرنګي خوړو له خوند اخیستو وروسته د پل بل اړخ ته ځو او طالقاني پارک ته رسیږو. دغه پارک د لوې لارې په ختیځ کښې پروت دی او د تهران یو ځنګلي پارک ګڼل کیږي. دغه ټولګه په ډول ډول جذابیتونو او امکاناتو سره، د ارام او د پاکې هوا لپاره یو مناسب ځاې دی. طالقاني پارک په حقیقت کښې د عباس آباد لوړو په یوه برخه کښې پروت دی او سیلانیانو ته ډیره ښایسته منظره وړاندې کوي.

د پل طبیعت په اخر کښې د طالقاني پارک لرګینه لاره ده. دغه لاره د پلي تګ او عکاسۍ لپاره مناسب ځاې دی. له دغې لرګینې لارې له تیریدو وروسته د پارک څپرونو یا کازیوګانو ته رسیږو. په هغو کښې د ځینو مخې ته د باربي کیو منقلونه جوړ کړې شوي دي ترڅو کومې کورنۍ چې د ساعت تیر ي او د رخصتۍ د ورځې تیرولو لپاره دغه پارک ته ورځي، هلته ارام وکړي او خواړه پاخه کړي یا غوښه وریته کړي. پر دې سربیره د پارک ځینې ځایونه ورزش لره ځانګړي کړی شوي دي او د پارک په مختلفو ځآیونو کښې د شطرنج میزونه لیدل کیږي چې کسان یې چاپیره کښیني او لوبه کوی.

بله په زړه پورې خبره دا چې د ایران ترټولو ستر بیرغ په دغه پارک کښې لګیدلی دی. د بیرغ ډنډه ۱۵۰ میټره لوړوالی او ۲۵۰ټنه وزن لري. د طالقاني پارک بیرغ د لوړوالي له نظره د دنیا دریم بیرغ ګڼل کیږي او د سمندر له سطحې د لوړتیا له نظره د دنیا ترټولو لوړ بیرغ دی.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه