د صهیونیسټ رژیم چارواکي نن یوه مهمه غونډه کوي
(last modified Sun, 13 Jul 2025 00:35:16 GMT )
Jul 13, 2025 05:05 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم چارواکي نن یوه مهمه غونډه کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو د ناجایز رژیم یوې رسنۍ بیګا راپور ورکړ لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو چې یو ستر دیکتاتور او ظالم سړی دی په قطر کښې د خبرو اترو په بهیر د غور کولو او د بندیانو د تبادلې د معاملې د موضوع د تعقیبولو لپاره نن مشوراتي غونډه ترسره کوي.

دغه راز د اسرائیلو دولسم ټیلي ويژن د یوې خبرې خارجي سرچینې په قول راپور ورکړ هیله کیږي چې اسرائیل نن په «موراغ» چورلیز باندې د کنټرول د ارتباط په شمول له غزې تړانګې د وتلو د محدودې په هکله نوي نقشې او پلانونه وړاندې کړي.

دغه سرچینې ټینګار کړی دی اسرائیل دغه پلانونه د قطر هیواد د مینځګړو غوښتنې ته په ځواب کښې وړاندې کوي.

دغه سرچینې زیاته کړه د قطر چارواکو اسرائیلو ته توضیح ورکړی دی چې د فلسطین حماس غورځنګ به مخکني پلانونه ونه مني او دغه موضوع ممکنه ده د خبرو اترو په کامل ډول د ماتي سبب شي.

د اسرائیلو نیواکګر او ناروا رژیم له دوه زره درویشتم میلادي کال راهسې د غزې د خلکو پرضد حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی چې تراوسه پکښې کابو اته پنځوس زره بې ګناه فلسطینیان شهیدان شوي او په لګونو نور ژوبل شوي هم دي.