May 29, 2023 14:36 Asia/Kabul
  • د ایران سیل (۱۴۳)

د ګلستان ماڼۍ میوزم په هغو ودانیو کی شامل دی چی د یونسکو د کلتوری میراث په لیسټ کې شامل شوی دی .

د ماڼیو میوزمونه د مختلفو تاریخي پړاونو روایتونه بیانوی چی له تیرو خلکو زمونږ لپاره پاتې شوي دی .

د ګلستان محل چی د تهران په تاریخي او قدیمی جوړښت کی پروت دی څه د پاسه ۴۴۰ کلونه زړوالی لری او د صفویه او قاجاره په پړاونو کې جوړ شوی دی . دغه ودانۍ د زیاتې مودې لپاره د قاجاره لړۍ د باچاهۍ کورنۍ کوربه وو .

د ګلستان ماڼۍ دلیدو لپاره د ټرانسپورټ په یوه چټکې وسیلې یعنی میټرو سره تللې شو . کافی ده د تهران د میټرو په لومړۍ کرښه کې د کهریزک په لور لاړ شئ او په پانزاده خرداد تمځای کی کوز شئ . د ګلستان ماڼۍ په میدان ارګ کی پرته ده چی له میټرو سره دومره واټن نلری او د تهران بازار بزرګ یعنی ستر بازار هم په دغه سیمه کی دی . په حقیقت کی د پانزاده خرداد واټ محدوده او د هغه شاوخوا د تهران لومړنی او پخواني برخې دی  او مهم سازمانونه او تاریخی ودانۍ پکې جوړې شوی دي چی د هغه په واټونو کې په پلی تګ سره د تهران د تاریخ دغه برخه لیدلې شئ .

د ګلستان ماڼۍ میوزم دروازه ډیر ه ښکلی او ښیرازه ده . دغه زاړه او قدیمی ټولګه د چنار او سرو ونو په ونو سره د باغ په مینځ کې پرته ده او د هغه په ګوټ ګوټ کې په ایرانی او اروپایی معمارۍ سره ښکلی ودانۍ تر سترګو کیږی . د ګلستان ماڼۍ میوزم په هغو ودانیو کی شامل دی چی د یونسکو د کلتوری میراث په لیسټ کې شامل شوی دی .

دغه ماڼۍ مختلفې برخې لري له ماڼیو او میوزمونو نیولی تر د کورونو حوضونو و پرتمینو هالونو ، هر یو پکی خپل مخصوم نوم لری چی د تخت مرمر عمارت ، شمس العماره عمارت ، خلوت کریم خانی ، د نګار خانه لرغون کوټ ، د برلیان هال ، عکس خانهمیوزم ، بادګیر عمارت ، الماس عمارت ، د عاج هال وغیره شامل دي .

Image Caption

 

ماڼۍ ته په ورداخلیدا سره په شیشه کارۍ سره ډیره ښکلی جلوه تر سترګو کیږی . د تخت مرمر ایوان هغه ځای دی چی قاجار پاچا هانو پکې د سلام دستورې ترسره کولې او د خلکو مختلفو پرګنو کولې شول د ملاقات لپاره هلته ولاړ شی . د دغه څو زره کلونو دستورو او دود مخینه د ایران په مختلفو تاریخي پړاونو کې لیدلی شو . د مرمر تخت چی په دغه ایوان کی لیدل کیږی ،  په ۱۸۰۶ میلادی کال کی د فتحعلی شاه قاجار په حکم جوړ شوی دی . دغه تخت د یزدله  سنګ مرمرو جوړ شوی دی . دغه تخت د حضرت سلیمان ع د داستان په اساس جوړ شوی دی . د ایوان له فرش د تخت لوړوالې کابو یو میټره دی او د سنګ مرمرو ۶۵ وړکوتی او سترې قطعې پکې شاملیږي او له څلور پلوه  د دریو دیوانو او شپږو پرښتو یا انسانانو په اوږه کیښودل شوی دی  . په مینځ کې دوه پوړې  چی  د پوړو په عمودی سطحې کې اژدها او په دواړو لورو کې لومړنۍ پوړې کې  د دوو حجازی شیرانو مجسمې تر سترګو کیږی .

د ګلستان ماڼۍ په میوزم کې او د ماڼۍ په اختصاصی عمارت کی یو . په دغه ماڼۍ کې ۵ هالونه موجود دي چی لیدل به یې ډیر خوند وکړي  او دا هالونه ، سلام ، اینه ، بریلیان ، عاج او ظروف نومیږي .

د سلام هال د دغې برخې یوډیر ښایسته هال دی چی له هماغه لومړیو د میوزم د جوړولو په خاطر  جوړ شوی وو خو بیا وروسته له زړه میوزم دغې ودانۍ  د سلطنتی تخت د انتقال  او د لوړ رتبه میلمنو د هرکلی د دستورو د ترسره کولو په علت  په سلام هال مشهور شو . په ایران کی د امریکا د لومړی سفیر بنجامین په خپل ایران او ایرانیان کتاب کی چی له ۱۸۸۲ او ۱۸۸۳کلونو په واټن کې دی ، لیکی د ناصر الدین شاه د سلطنتی عمارت ډیره ښکلی برخه هماغه د سلام هال دی چی د ابعاد ، جلال او پرتم له نظره د دنیا یو ډیر ښکلی هال دی  . د هغه چت او دیوالونه ډیر ښایسته سینګار شوي دي . د هال فرش د هغو ښکلیو کاشیو په وسیله چی په ښکلیو نقشونو سره د موزاییک په بڼه راغلی دی ، ښایسته شوی دی . د هال په مینځ کې یو ډیر ستر میز موجود دی چی ټولې برخې یې په زرینو ورقو سره پوښل شوي دي او د هل په دواړولورو کې کرسیانې کیښودل شوي دي چی هغه هم د سرو زرو په ورقو سره پوښل شوي د ي .

د ماڼۍ یو بل ښکلی هال د ظروف هال دی . ځینې ډالۍچی اروپایی باچاهانو قاجار باچاهانو ته ډالۍ کړی وو ، له سلام هال دغه عمارت ته انتقال شوی دي او په مخصوصو ویترنونو او الماریو کې کیښودل شوي دي . په هغولوخیو کې چی پکې هال کی کیښودل شوي دی ، د ناپلیون بوناپارټ له جنګ سره اړونده ، د روسیې د امپراتور نیکلای اول ډالۍ کړې سرویس ، د ملکه ویکټوریا وړاندی شوی سرویس جواهر نشان  او له ګران بیه کاڼو جوړو شویو سرویسونو ته اشاره کولې شو .

د دغه ماڼۍ یوه بله ډیره ښکلی او تاریخی برخه د عکس خانه لرغون کوټ د ی . ناصر الدین شاه قاجار له هغو باچاهانو وو چی د عکاسۍ له هنر سره ډیره مینه درلوده . هغه انځورونه چی پخپله هغه اخیستلې دي و له هغو انځورونو سره خپل  لاس لیک یې پرې موجود دې ، په دغه میوزم کی نندارې ته وړاندې شوي دي . د دغې برخط عکسونه د انګلستان له سلطنتی  ټولګې وروسته دوهمه ټولګه بلل کیږی چی میناوالو لپاره یې لیدل دیر دلچسپ دي . دغه ټولګه د عمارت بادګیر په بیس یا زیرزمین کې موجوده ده .

د بادګیر عمارت نوم د دغې ودانۍ له اړچت یادګیره اخیستل شوی دیچی د ګلستان ماڼۍ د زړوالی له نظره دریمه زړه ودانۍ حسابیږی ،دغه عمارت د فتحعلی شاه قاجار په پړاو کی د ایراني معمارانو په لاس جوړ شوی دی . د بادګیر عمارت په حقیقت کی ستر شاه نشین هال دی چی د معمارۍ له نظره ډیر ښکلی او ډیر سینګار شوی هال حسابیږي چی پکې د ایرانی معمارۍ هنرډیر ښه لیدل کیږی . دغه ودانۍ له دو ګوشوارو ، دو هشتیو او یوه حوض جوړ شوی دی . د دغه هال په ګوټ ګوټ کې اینه کارۍ ، منبت کارۍ ، اوه رنګه معرقونه تر سترګو کیږی . هغه تر ټولو مهمه تاریخي پیښه چی په دغه هال کی وشوه ، په ۱۸۹۵ م کال کی د مظفرالدین شاه قاجار تاج کیښودل وو .

Image Caption

 

د ګلستان ماڼۍ د ودانیو د ټولګې یوه ښکلی ودانۍ یعنی د شمس العماره ودانۍ ده . دغه عمارت په تیر وخت کط د تهران د سمبول په توګه بلل کیده  او په ۳۵ میټر لوړوالی سره د تهران تر ټولو لوړه ودانۍ حسابیده . دغه ودانۍ د ناصر الدین شاه قاجار په وخت کی جوړه شوی ده . هغه اروپا ته له سفره وروسته د اروپا د لوړو ودانیوتر اغیز لاندې راغلی وو او د دغه پینځه پوړیزه ودانۍ د جوړولو حکم یې ورکړ . شمس العماره چی ډیر ښایسته سینګار شوی دی ، د فلز لومړنۍ وداڼۍ هم حسابیږي . ودانۍ دوه یو شانته برجونه لري . کاشی کارۍ او کړکي یې په ایرانی سټایل دي او ډیر ه لږه لویدیځه  معمارۍ هم پکې لیدل کیږی .

حوض خانه د دغې ماڼۍ یوه بله برخه ده چی په میوزم بدله شوی ده . دغه برخه د ناصر الدین شاه قاجار په حکم فرنګستان ته له سفره وروسته دګلستان ماڼۍ د ټولګې په شمالی برخه او د عاج هال په بیس مینټ یا زیر زمین کی  جوړ شوی دی . د حوضخانې په شمالی برخه کی یوه فواره لیدل کیږی چی له قنات سرچینه اخلی . دغه ځای دساړې هوا د درلږدلوپه علت د قاجاری  او پهلوی دربایانو د ارام لپاره جوړ شوی دی . د ګلستان ماڼۍ حوض خانه په قاجار پړاو کې د ایرانی او اروپایی معمارۍ په تلفیق کولوسره جوړشوی وو . دغه حوض خانه په راتلونکی سلسله کی تخریب او د میوزم په یوه هال بدل شو. په وروستیو کلونوکې په د غه برخه کی د زړه کورونو د حوض په شان وړکوټې حوض جوړ شو اوهمداراز پکې د اروپایی باچاهانو د ډالۍ شویو شیانو او نقاشیانو تابلوګانو دنندارې میوزم جوړ شو . حاضر دمه د حوض خانه انګړ  د سیمون ون ګلدبز ، ایواز فسکی او مشهورو ایرانی نقاشانو یا پینټرانو  په شان د اروپایی نقاشانو د تابلوګانو دایمي نندارتون بدل شوی دی .

پای

 

 

 

 

ټیګونه