ښه عادتونه
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ښه عادتونو نومي لړۍ له ننني (اته دېرشم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، جسمي او رواني روغتیا دواړه د ارزښت وړ دي. کله ناکله د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، د ژوند په سټایل کې بدلون راوستل اړین دي. د ښه عادتونو په خپرونه کې د یوه بل ترڅنګ د ناوړه عادتونو پرځای، ښه عادتونه ځای پرځای کوو. اړینه ده هغه سپارښتنې چې په دې خپرونه کې وړاندې کیږي، ټولییزې دي او شونې ده ځیني یې د ټولو لپاره مناسب نه وي. د اړتیا په صورت کې په خپل ژوند کې د ځینو بدلونونو رامنځته کولو لپاره د خپل ډاکتر او یا سلاکار سره مشوره وکړئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو، په تېره خپرونه کې مو له مثبت او منفي اړخه پر ځان نیوکه وڅېړله. په دې خپرونه کې د ژوند پر ملګري نیوکه کول څېړو. د ژوند پر ملګري نیوکه کول یو مهارت دی، که سم او په خپل وخت ترسره شي، کولای شي په ژوند کې رغنده رول ولري.
د ژوند پر ملګري نیوکه او هغه ته ځواب ورکول، یوه هغه ستونزه ده چې ډېری کسان په خپل ګډ ژوند کې ورسره مخ کېږي. د هغه له دلیلونو شونې ده دا موضوع وي چې ځینې نیوکې د ښه والي پر ځای یوازې د مقابل لوري د تخریب لپاره بیانېږي او ځیني کسان د خپلو شاوخوا کسانو د نیوکو منلو ډېره کمه وړتیا لري. د ژوند ملګري نیوکې ته د ځواب ورکولو په څرنګوالي د پوهېدو ارزښت په دې کې دی چې ستاسو ځواب کولای شي ستاسو د اړیکې پر کمزورتیا او ښه والي ډېری اغېزه ولري. په هغه کچه چې ستاسو د ژوند ملګرې احساس وکړي چې تاسو د هغه غوښتنو ته ارزښت ورکوئ هغه به هم ستاسو اړتیاوو ته ډېره پاملرنه وکړي.
نیوکه کول د یوه بل ترڅنګ د مقابل لوري د پیاوړتیا او کمزورتیا ټکو بیان او د انسان د کړنو ښه والي په موخه ترسره کېږي. دې ته په کتو چې خاوند او مېرمن معمولا له یوه بل سره ترټولو نږدې اړیکه لري، شونې ده ووایو ستاسو د ژوند ملګری هغه څوک دی چې کولای شي تاسو قضاوت کړي او یا پر تاسو نیوکه وکړي. که تاسو او ستاسو مقابل لوری د نیوکې کولو له اصولو او همدارنګه د خپل ژوند د ملګرې نیوکې ته د ځواب ورکولو له څرنګوالي سره بلد یاست، نیوکې کولای شي ستاسو د دواړو د چلند په ښه والي کې ګټوره اغېزه ولري. له دې سره هغه اصولو ته چې په دې برخه کې شتون لري نه پاملرنه هم کولای شي ستاسو په اړیکه کې د خپګان او ځورېدو لامل شي او ځیني ستونزې له ځان سره ولري.
ځیني وختونه موږ د خپل چلند د بدلون اړتیا نه وینو او ویره لرو چې د دې موضوع په بیان سره به د خپل ژوند ملګرې خپه کړو؛ ځیني کسان هم له نیوکې سره په مخ کېدو سره ډېر ژر خپه کېږي او د مقابل لوري د خبرو پروړاندې دریځ غوره کوي. دا په داسې حال کې ده چې شونې ده په زړونو کې د دې نیوکو پر سموالي باور ولرئ. په همدې دلیل باید د ژوند ملګري نیوکو ته د ځواب لارې چارې زده کړو ترڅو زموږ اړیکه له ستونزې سره مخ نه شي. په دوام سره دا حل لارې څېړو.
په ټولییزه توګه وړاندې له دې چې پر کوم چا نیوکه وکړو له خپله ځانه وپوښتئ چې ولې غواړئ دا کار ترسره کوئ او ستاسو نیوکې ته څه اړتیا ده؟ آیا له دې کار څخه ستاسو موخه د مقابل لوري وده او پرمختګ ده او یا په دې کار سره غواړئ خپل خپګان او غصه له منځه یوسئ؟ له نیوکې کولو وړاندې یو څه مکث کول د دې لامل ګرځي چې احساساتي عمل ونه کړئ او پر خپلو خبرو ډېر کنټرول ولرئ.
د ژوند پر ملګرې د نیوکې کولو یوه مهمه لاره چې کارپوهان یې سپارښتنه کوي دا ده چې د خپل ژوند له ملګرې سره د خبرو لپاره د وخت او ځای شرایطو ته پام وکړئ، ترڅو په ډېر تمرکز سره د یوه بل خبرو ته غوږ ونیسئ. په پایله کې، د نیوکې بیان او او رېدو لومړنی شرط دا دی چې له احساساتو پرته په یوه آرام او مناسب موقعیت کې له یوه بل سره خبرې وکړئ. د مثال په توګه: کله چې ستاسو د ژوند ملګری له کاره راوګرځېد او ډېر ستړی و، خبرې کول نه یوازې ستاسو له اړیکې سره مرسته نه کوي بلکې شونې ده د ژوند د ملګري د بې تفاوتۍ، نه پاملرنې او یا د جنګ او اختلاف لامل شي.
همدارنګه هڅه وکړئ د خپلو خبرو لحن ته پام وکړئ او له سپکاوي او تاوتریخجنو خبرو ډډه وکړئ. کله چې په خپل ځان کې بدلون راولئ او صبر او زغم ولرئ، ستاسو د ژوند ملګری هم د وخت په تېرېدو سره ستاسو سره خپل چلند او خبرو ته بدلون ورکوي.
که احساس کوئ چې د مقابل لوري د خبرو په وخت کې منفي احساسات لکه: غصه او یا خپګان تجربه کوئ، هڅه وکړئ د څو ژورو ساګانو په ایستلو او یا د یوې لنډې مودې لپاره د بحث په بندولو سره خپل ځان غوره روحي شرایطو ته راولئ. ستاسو غصه کېدل او خپګان کولای شي د مقابل لوري نیوکې ته د نامناسب غبرګون پیل وي. هغه تکنیک چې په دې برخه کې کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي دا دی چې باور ولرئ نیوکه یوازې ستاسو د چلند یوې برخې پورې اړه لري نه ستاسو ټول شخصیت پوري. هغه کسان چې د نورو د نیوکو پر مهال ډېر ژر په غصه کېږي، معمولا نیوکې د خپل ځان د کمزورتیا او یا بدۍ په مانا ګڼي او له دې امله ډېر ژر ورته غبرګون ښيي.
نیوکې کولو ته فکر کول او په خپل وخت ورته غبرګون هغه نورې لارې دي چې په دې برخه کې له تاسو سره ډېره مرسته کوي. کله چې ستاسو د ژوند ملګرې پر تاسو نیوکه کوي اړتیا نشته چې هماغه وخت یې خبرو ته ځواب ورکړئ. شونې ده ووایئ که دا کار وکړم دا به فکر وکړي چې د هغې خبرو ته مې ارزښت نه دی ورکړی او لابه هم په غصه شي. نو لومړی ترې مننه وکړئ او دا ډاډ ورته ورکړئ چې د دوی پر خبرو به غور وکړئ؛ بیا په یوه مناسب فرصت کې د خپل د ژوند ملګرې نیوکو ته په ځېر سره فکر وکړئ. په دې فکر کړئ چې آیا د هغې په خبرو باور لرئ؟ آیا ستاسو د ژوند ملګرې ستاسو د شرایطو ښه والي په لټه کې ده یا یوزاې غواړې په نیوکې سره، تاسو وځوروي او یا ستاسو چلند ته د خپلې خوښې مطابق بدلون ورکړي؟ که احساس کوئ چې د هغې نیوکې په حقه دي هڅه وکړئ د خپل چلند بدلون لپاره پلان وټاکئ.
بیا که احساس کوئ چې د خپل ژوند د ملګري له نیوکو سره موافق نه یاستئ هڅه وکړئ په یوه آرمام او دوستانه ځای کې ورسره خبرې وکړئ، خپل دلیلونه بیان کړئ او د مقابل لوري خبرې واورئ. هڅه وکړئ د خپلو لیدلورو په بیانولو کې د شونتیا ترکچې په آرامه توګه خبرې وکړئ او له جبهې نیونې او دفاعي کړنو ډډه وکړئ. په پایله کې دې موضوع ته پام وکړئ چې تاسو د خپلو کړنو بدلون اړتیا نه لرئ او که د خپل ژوند د ملګرې خبرو په اورېدو سره بیا هم قناعت نه لرئ کولای شئ دا موضوع ورته روښانه کړئ.
کله چې غواړئ په دې برخه کې د خپل ژوند له ملګرې سره خبرې وکړئ باید له هغې سره د خبرو کولو دوه مهم اصول په یاد ولرئ: لومړی دا چې هڅه وکړئ د خپل ژوند د ملګرې په مخاطب کولو کې د «ته» له کلمې ډېر کم کار واخلئ. کله چې په خپلو جملو کې له دې کلمې کار اخلئ، د خپل ژوند ملګرې ته د ملامتیا حس ورکوئ او هغه غندئ. که څه هم ستاسو د ژوند ملګرې ملامته وي باید په غندونکې توګه ورسره خبرې ونه کړئ. دا ډول خبرې کول له بحث څخه د دوی د تلو لامل ګرځي او ستاسو سره د خبرو لېوالتیا نه لري.
دویم اصل دا دی چې د خپلو جملو په پیل کې د «زه» له کلمې کار واخلئ. د مثال په توګه: د دې جملې پرځای « ته تل په خپلو دې کړنو سره ما خپه کوي» غوره ده ووایئ: « زه ستاسو له دې چلنده ناخوښ یم.
تل دې موضوع ته پام وکړئ چې په خبرو کې د نارینه او ښځینه و ترمنځ ژنتیکي توپیر شته. نارینه اصولا لږې خبرې کوي او خبرو اورېدو ته لومړیتوب ورکوي. مېرمنې بیا خبري کول خوښوي او له اورېدو سره ډېره مینه نه لري. مېرمنې له نارینه وو دا تمه لري چې د دوی په څېر احساساتي غبرګون وښيي خو نارینه تل چوپتیا غوره کوي او هڅه کوي پاملرنه وکړي.
د چوپتیا او سخت غبرګون پرځای، خپل خپګان بیان کړئ. د ژوند ملګرې نیوکې سره د چلند څرنګوالي په اړه په داسې شرایطو کې، که احساس کوئ چې یوازې ستاسو د تخریب په موخه پر تاسو نیوکه کوي او یا د هغه تمې پرخلاف چې له تاسو یې لري نیوکه منونکی شخصیت نه دی، غوره ده په یوه مناسب وخت کې خپل خپګان ورسره شریک کړئ او هغه څه چې ستاسو په ذهن کې تېرېږي بیان کړئ. په ډېری برخو کې ستاسو او ستاسو د ژوند ملګرې ترمنځ ناخوښي او ناسم تفاهم د خبرو کولو له لارې له منځه ځي.
هڅه وکړئ د ناوړه چلندونو لکه بدله اخستلوڅخه ډډه وکړئ. د ژوند ملګرې نیوکو ته نه پاملرنه د دې لپاره چې هغه هم ستاسو غوښتنو ته پاملرنه نه کوي او یا پر هغه نیوکه کول یوازې د دې لپاره دی چې هغې ستاسو پر چلند نیوکه کړې ده نه یوازې ستاسو د ژوند په ګټه نه دی، بلکې ستاسو په ژوند کې د ډېرو ستونزو د رامنځته کېدو لامل هم ګرځي. د ځینو زوجینو لپاره د خبرو کولو ناسته د یوه بل ملامتولو په ډګر اوړي. ځیني وخت ستاسو د ژوند ملګرې د مطرح شوې نیوکې په ځواب کې خپله ټوله هڅه کوي، ترڅو ثابت کړي دا ډول چلند ډېر بدتره ستاسو په شخصیت کې دی. ځیني وخت نیوکه د دې لامل ګرځي ترڅو ډېری ناحل او پخواني خپګانونه بېرته سر خلاص کړي او ستاسو او ستاسو د ژوند ملګرې ترمنځ اختلاف ډېر کړي. د هیجان مدیریت له تګلارو کار اخیستل به د دې لامل شي، ترڅو تاسو د دې ډول چلندونو څخه ډډه وکړئ.
راز ساتنه یو هغه اصل دی چې باید مراعات شي. هېڅکله هغه نیوکې چې ستاسو د ژوند ملګرې پر تاسو کړي، یا هغه موضوعات چې تاسو ترې خپه شوي یاست له نورو په ځانګړې توګه له خپلې کورنۍ او یا د خپل ژوند له ملګري سره مه شریکوئ. کورنۍ د هغه حساسیت له امله چې د خپلو اولادونو په اړه یې لري، معمولا په دې برخه کې د منلو کمه وړتیا لري او حتی شونې ده تاسو هم ستاسو د ګډ ژوند لوري ته تحریک کړي.
او په پای کې، که احساس کوئ نیوکه کول او یا نیوکه منل ستاسو په کورنۍ په هغه کچه چې باید ستاسو او ستاسو د ژوند د ملګرې ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لامل نه ده شوې او حتی ځيني خپګانونه یې ستاسو ترمنځ رامنځته کړي دي، غوره ده د دې اختلافونو له ډېروالې څخه د مخنیوي او یا ستاسو او ستاسو د ژوند ملګرې ترمنځ غوښتنو او نیوکو سړېدو په اړه د کورنۍ له یوه سلاکاره مرسته وغواړئ. نیوکه کول او د ژوند ملګرې نیوکې ته د ځواب ورکولو لاره، ځانګړي اصول لري چې تاسو باید هغه زده کړئ او د مقابل لوري سره د مخ کېدو په وخت کې ترې کار واخلئ.
ژباړه: زماني