Dec 19, 2022 16:33 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ښه عادتونو له ننني (۴۰م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، جسمي او رواني روغتیا دواړه د ارزښت وړ دي. کله ناکله د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، د ژوند په سټایل کې بدلون راوستل اړین دي. د ښه عادتونو په خپرونه کې د یوه بل ترڅنګ د ناوړه عادتونو پرځای، ښه عادتونه ځای پرځای کوو. اړینه ده هغه سپارښتنې چې په دې خپرونه کې وړاندې کیږي، ټولییز دي او شونې ده ځیني د ټولو لپاره مناسب نه وي. د اړتیا په صورت کې په خپل ژوند کې د ځینو بدلونونو رامنځته کولو لپاره، د خپل ډاکتر او یا سلاکار سره مشوره وکړئ.

درنو مینوالو په تېره خپرونه کې مو د آنلاین اړیکو اصول وڅېړل. په دې پروګرام کې په بېلابېلو ډلو کې د آنلاین اړیکو اصول او آداب څېړو.

نن ورځ ټول کسان انټرنیټ او ټولنیزو پاڼو ته لاسرسی لري، حتی هغه کسان چې په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي.  دا لاسرسی ډېرې ګټې لرې له هغې ډلې: کولای شو په ټولې نړۍ کې له خلکو سره اړیکه ونیسو، د نړۍ له خبرونو او پېښو څخه خبر شو او انټرنیټي کسب او کار په لاره واچوو. د شاوخوا کسانو له حال څخه خبرېدل، له یوه بل سره د غوره او ګټورو مطلبونو شریکول او لسګونه نورې ګټې، چې زموږ سره مرسته کوي ښه ژوند ولرو. خو هغه موضوع چې په دې برخه کې  ډېر د ارزښت وړ ده، له انټرنیټ او مجازي نړۍ څخه سمه او اصولي کار اخیستنه ده. موږ ټول د ورځي په جریان کې څو ځلې خپلې ټولنیزې پاڼې ګورو او پیغامونه او مطلبونه یي وینو. نو له دې امله، اړینه ده چې د آنلاین اړیکو له اصولو سره بلد و اوسو ترڅو له ستونزې سره مخ نشو.

د کرونا ویروس له خپرېدو او د مخامخ اړیکو له محدودیت وروسته، ډېری دوستانه او رسمي ډلې په ټولنیزو پاڼو کې رامنځته شول، ترڅو خلک وکولای شي له یوه بل سره ډېر تعامل ولري. له دې مخې، اړینه ده له نورو سره د ګټورو اړیکو ټینګولو لپاره، یو څه اصول و پېژنو او هغه مراعات کړو. د برنامې په دوام کې، هغه اصول چې باید د بېلابېلو ډلو لکه: د کورنۍ، کاري او رسمي، ښوونځي او پوهنتون او دوستانه ډلو چې پکي غړیتوب لرو، له یوه بل سره یې څېړو.

د اړیکې ساتنې او اختلافونو څخه د مخنیوي لپاره د کورنۍ په ډلو کې د اړیکو اصولو رعایت، د نورو ډلو په پرتله ډېر ارزښت لري. له دې امله، د کورنۍ په ډلو کې د اصولو او درناوي رعایت ډېر ارزښت لري. په دې ډلو کې اړینه ده، چې د نورو پر وړاندې له یوه بل سره له شخړې ډډه وکړئ، همدرانګه په تمسخر او کنایې سره له یو بل سره خبرې مه کوئ او له نورو سره خپل اختلاف او خپګان په ډلو کې مه شریکوئ. له ناوړه ټوکو څخه ډډه کول او د هغو مشرانو درناوی چې په ډله کې شتون لري، هغه اصول دي چې باید مراعات شي. په دې ډلو کې باید د کورنۍ نور غړي له اجازې پرته مه شاملوئ او البته هڅه وکړئ په ډلو کې د هغه کسانو ترمنځ چې له یو بل سره اختلاف لري، سوله رامنځته کړئ.

همدرانګه اړینه ده چې د ځوروونکو مطلبونو له خپرولو ډډه وکړئ. هڅه وکړئ له خبر ورکولو پرته او په ناڅاپه توګه له ډلو مه وځئ. په ډلو کې د خلکو خصوصي مسائلو په اړه خبرې نه کول او غیبت نه کول هغه اصول دي، چې باید مراعات شي.  که یوه کس په ډله کې ناسمه موضوع بیان کړه، اړینه نه ده د نورو پر وړاندې د هغه تېروتنه یاده کړئ او یا د نورو املايي تېروتنې په ډله کې بیان کړئ. په ټولییزه توګه، له هر هغه کړنې چې د نورو د خپګان سبب ګرځي، ډډه وکړئ. د دې ټکو په مراعات سره، له شک پرته کولای شئ د کورنۍ په ډلو کې د هر ډول ستونزې له رامنځته کېدو مخنیوی وکړئ او همدارنګه له یوه بل سره صمیمي اړیکه ولرئ.

په کاري او رسمي ډلو کې چلند او خبرې کول هم د مدیرانو او رئیسانو د شتون له امله د نورو ډلو په پرتله ډېر حساسیت لري. شونې ده ستاسو له خوا یوه خبره د نورو د قضاوت لامل شي او ستاسو دندې ته ځیني ستونزې رامنځته کړي. له دې امله، باید ځینو ټکو ته پام وکړئ ترڅو ستاسو په کاري اړیکو کې کومه ستونزه پیدا نه شي. له دې امله، هڅه وکړئ تل په درناوي سره خبرې وکړئ او له جمعو فعلونو کار واخلئ او د غیر کاري مطلبونو له لېږلو او خبرو ډډه وکړئ. د ځینو موضوعاتو لکه: د سیاست او اقتصاد په اړه خبرې مه کوئ. په ډله کې له حاضرو کسانو سره ټوکې مه کوئ، حتی که ستاسو نږدې ملګری هم وي. د ټوکو ټکالو مطلبونو نه لېږل، له همکارانو سره بحث او شخړه نه کول، په کاري ډلو کې د آنلاین اړیکو نور اصول دي. همدارنګه پام وکړئ د شخصي مسائلو په اړه له خپلو همکارانو پوښتنه مه کوئ. د خلکو کاري تېروتنې په ډله کې مه بیانوئ او په ټولییزه توګه له عرف بهر کړنو څخه ډډه وکړئ.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو راهیسي د ښوونځیو او پوهنتونونو ډېری درسونه په مجازي بڼه ترسره شول او د دې لپاره چې زده کوونکي او زده کړیالان وکولای شي، د درسي مسائلو او آزموینو په اړه خبر شي، په اجباري توګه په ټولنیزو پاڼو کې ډلې یې رامنځته کړې. د کرونا ویروس له کمېدو وروسته، همدارنګه ځیني درسونه په آنلان بڼه ترسره کېدل. له دې امله اړینه ده، چې د دې ډول درسونو له اصولو او قواعدو هم خبر  شو.

په دې ډلو کې د درناوي ارزښت هم له کاري ډلو څخه کم نه دی او په یو ډول رسمي ډله ګڼل کېږي. په هماغه کچه چې په حضوري درسونو کې، خپلو ښوونکو او استادانو ته درناوی لرئ، باید په دې ډلو کې هم  ارتباطي ادب، درناوی او اصول مراعات کړئ. له ټولو ډېر مهم دا چې په ډلو کې له خپلو استادانو او ښوونکو څخه نمرې مه غواړئ. همدارنګه د غیر درسي مطلبونو له لېږلو هم ډډه وکړئ. تل ادب مراعات کړئ او له جمعو فعلونو څخه کار واخلئ. له خپلو ټولګیوالو او حتی نږدې ملګرو سره هم په دې ډلو کې ټوکې مه کوئ. هڅه وکړئ له یوه بل سره په شخصي او دوه کسیز ډول خبرې مه کوئ او که خصوصي خبرې لرئ، په شخصي برخه کې خبرې وکړئ. په درسي ډلو کې د هغه مسائلو په اړه خبرې وکړئ، چې ټول وکولای شي نظر ورکړي او ستاسو سره خبرې وکړي. همدارنګه کله چې استادانو او ښوونکو د آزموینو او نمرو په اړه خبره وکړه، تاسو هم نظر ورکړئ.

شونې ده داسې فکر وکړئ چې ترټولو ډلو کم جنجاله او ښه ډله، دوستانه ډله ده. باید ووایو چې داسې نه ده. په دوستانه ډلو کې، ځکه چې د ټولو عمرونه  نږدې یو ډول او ستاسو ترمنځ اړیکې صمیمي دي، احترام او ادب نه مراعاتوئ او د ډېر خپګان لامل ګرځئ. له دې امله، په دې ډله کې د اصولو او قوانینو مراعاتول هم اړین دي. نو هڅه وکړئ په دې ډلو کې له ځوروونکو ټوکو ډډه وکړئ او د یو بل شخصي مسائلو په اړه هم خبرې مه کوئ. په دې ډلو کې باید غیر اخلاقي مطلبونه هم خپاره نه شي او باید یو بل ته درناوی ولرئ. هڅه وکړئ له یو بل سره دوستانه چلند ولرئ او همدرانګه د خپلو ملګرو د ژوند شرایطو ته هم پام وکړئ. همدارنګه پام مو وي، څه سټیکرونه لېږئ او په دې برخه کې ادب مراعات کړئ او زیاتوالی مه کوئ. د هغه ګډو ملګرو په اړه چې په ډله کې نشته، د دوی له غیبته هم ډډه وکړئ.

او وروستی ټکی دا چې د هغو ګټو ترڅنګ چې په آنلاین بڼه د ټولو لپاره دي، ځیني ستونزې هم کولای شي ولري. له دې امله، باید هڅه وشي چې له مجازي نړۍ څخه په افراطي ډول کار وانه خیستل شي، ځکه چې دا شبکې رواني تړلتیا رامنځته کوي. داسې چې  ټولنیزې پاڼې پر روغتیا او رواني روغتیا منفي اغېزه کوي او دا اغېزه کولای شي د تاوتریخجن چلند، خپګان، افسردګۍ، لمسول کېدو، ژر خپه کېدو، په خوب او اشتها کې د ګډوډېدو،  د شخص تحصیلي ځوړ  او د نفسیاتي ستونزو له امله په جسم کې رامنځته شويو ستونزو په توګه پیدا شي. همدرانګه له مجازي نړۍ څخه د ډېرې کارونې له امله حرکت نه درلودل، د ډېر چاغوالي او مفصلي دردونو ډېر مهم عامل دی.  نو هېر یې نه کړو، چې په مجازي توګه په بېلابېلو ډلو کې د ګډون ترڅنګ، د حضوري اړیکو له ګټو له هغې ډلې: د کورنۍ او دوستانه اړیکو له خوندیتوب او پیاوړي کېدو غافل نه شو.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه