Dec 21, 2022 14:06 Asia/Kabul
  • هوشنگ مرادي کرماني
    هوشنگ مرادي کرماني

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د کتابونه د علم باغونه له ننني (۴۲م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

هوشنګ مرادي کرماني یو د معاصرو نامتو لیکوالانو څخه دی، چې آثار یې د ایراني فلم جوړوونکو د پام وړ ګرځېدلي دي. دی وايي: هېڅکله خپل آثار د فلم جوړولو لپاه نه لیکي؛ خو دوی خپله د سینمايي نسخو لپاره ډېره وړتیا لري. مرادي کرماني دا ځانګړنه د انځور لیکنې په توګه یادوي. د لوړ حس درلودونکي کېسې چې له سینما سره د ده له پخوانۍ مینې څخه سرچینه اخلي.

سینما ډېر نږدې د هغه له اختراع څخه لس کاله وروسته ایران ته راغله. هغه مهال سینما په ټولو هېوادونو کې، د کېسو د ښوودلو په وسېلې اوښتي وه. هغه کېسې چې د ټولو لپاره آشنا وې او سینما یوازې کېسو ته د عینیت ورکولو دنده درلوده، چې کلونه مخاطبانو خپله په خپل ذهن کې د هغه روایتونو په اړه چې اورېدلي یې وو انځور جوړونه کوله.

د ایران لومړني اقتباسي فلمونه، د لیلي او مجنون او د خسرو او شیرین فلمونه دي، چې په همدې نوم د ۶مې پېړۍ د ایراني نامتو شاعر نظامي ګنجوي د شعرونو له مخې وو.

عبدالحسین سپنتا

عبدالحسین سپنتا هغه لومړنی کس وو چې د ایران د سینما په برخه کې ادبي اقتباس ته یې مخه کړه. سپنتا چې د ادبیاتو په برخه کې له لوړ مقامه برخمن وو، په ۱۳۱۳م کال کې د فردوسي فلم چې دکارګردان په توګه د ده لومړنی مستقل کار وو، جوړ کړ. دا فلم د توس د حماسه ویونکي شاعر د ژوند او د شاهنامې کېسو د ځینو برخو په اړه وو. د همدې فلم جوړوونکي درېیم او څلورم فلم هم د ایراني شعرونو څخه اخیستل شوی وو.

د ایران سینما د اقتباسي فلمونو بله څپه، هغه فلمونه وو چې د بهرنیو متنونو له مخې جوړېدل. هغه کتابونه چې په نورو سیمو کې عمومي مینوال یې درلودل او ایراني فلم جوړوونکو د دوی خواته تلل. خو د دې ډېرو فلمونو په ناکامۍ سره، د ایران سینما بېرته پخواني ایرانیو متنونو ته مخه کړه. دا فلمونه لکه: امیر ارسلان نامدار، لیلي او مجنون، رستم او سهراب، بېژن او منیژه او رستم دستان هغه آثار وو چې له مخې جوړ شوي وو.

د ایران په سینما کې د بریالیو اقتباسونو پیل، بایدپه ۱۳۴۸م کال کې د داریوش مهرجويي د غوايي فلم یاد کړو. هغه فلم چې  د داریوش مهرجويي او د عزاداران بیل کتاب لیکوال، غلامحسین ساعدي ترمنځ د تعامل پایله وه. مهرجويي د غوايي فلم له جوړولو او د هغه د نړیوال بریا وروسته، په خپلو نورو فلمونو کې له ادبیاتو ډېر کار واخیست، تر هغه ځایه چې ځیني ورته د ایران سینما د اقتباس  پلار وايي.

داریوش مهرجويي؛ د ایران سینما د اقتباس پلار

په ۱۹۷۹م کال کې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، فلم جوړولو په ایران کې د نوي فضا له امله بل رنګ ځانته واخیست. د لومړنیو کلونو په ډېرو اقتباسونو کې بېړه، که څه هم کمزوري فلمونه یې رامنځته کړل، خو لیدونکي او د سینما مینوال له ډېرو کتابونو او ادبي آثارو سره آشنا شول او په ټولنه کې د مطالعې پر کلتور یې اغېزه وکړه.

بیا  ورو ورو د ایران په سینما کې داستاني ادبیاتو ځای پیدا کړ او فلم جوړوونکو د بریالیو او ډېر مخاطب لرونکو کتابونو ته په هیله مندۍ سره مخ کړه. د ایران سینما نور له اقتباس سره ناآشنا نه وه او مشهورو کارګردانانو له ادبي آثارو څخه فلمونه جوړول. ناصر تقوايي، مسعود کیمیايي، بهروز افخمي، کیومرث پور احمد، فرزاد موتمن او داریوش مهرجويي د ایران سینما مهم کارګردانان دي چې په تېرو څو لسیزو کې له داستاني کتابونو څخه یې اقتباس کړی دی.

د ماشوم او تنکي ځوانانو ادبیاتو په ایران کې له انقلاب وروسته په سینما کې ډېر نفوذ درلود او د هوشنګ مرادي کرماني نوم د هغه لیکوالانو په لومړي سر کی دی، چې د آثارو له مخې یې فلم یا ټلویزیوني برخې جوړې شوي دي. مرضیه برومند د مربای شیرین فلم، کیومرث پور احمد له ټلویزیوني ټولګو او مهرجويي د مور مېلمنو په فلم، ابراهیم فروزش د خمره په فلم او محمد علي طالبي د تیک تاک، کیسه برنج او چکمه په فلمونو سره هغه ایراني فلم جوړوونکي دي، چې د مرادي کرماني له داستاني کتابونو څخه یې سینمايي آثار رامنځته کړي دي. په حقیقت کې د مرادي کرماني د قصه های مجید کتاب چې د هغه هنري ژوند او کارونو کې د عطف ټکی دی، د ایران د تنکي ځوان د سینما په عطف ټکي هم اوښتی دی. هغه کتاب چې اصلي برخه یې، د خپله لیکوال ژوندپوري اړه لري.

هوشنگ مرادي کرماني

هوشنګ مرادي کرماني په ۱۳۲۳م کال کې د کرمان ولایت په سیرچ کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي کې پایته رسولي، هغه ځای چې له خپل نیکه او نیا سره یې ژوند کوو. له هماغه وړکتوب له لوستلو سره یې ډېره مینه درلوده او ځوان تره یې چې په کلي کې ښوونکی وو، په دې برخه کې بې اغېزې نه وو. له لومړنیو زده کړو وروسته کرمان ښار ته ولاړ او تر ۱۵ کلنۍ هلته اوسېده. دا وخت وو چې له سینما سره یې مینه پیدا شوه.

له ښوونځي وروسته پوهنتون یې پیل کړ او په تهران کې د ډراماتیک هنرونو پوهنځی ولوست او په همدې وخت کې د انګلیسي ژبې ژباړې په برخه کې هم لیسانس واخیست. په ۱۳۳۹م کال کې د کرمان په سیمه ایزه راډیو کې د لیکوال په توګه همکاري پیل کړه او له څه مودې وروسته په مطبوعاتو کې د کېسو په چاپ سره خپل مطبوعاتي فعالیت ډېر کړ.

په ۱۳۵۳م کال کې د قصه های مجید داستان یې ولیکه، د هغه تنکي ځوان کېسه چې د خپل نیکه او نیا سره ژوند کوي. هغه داستان چې د ۱۳۶۴م کال د غوره کتاب ځانګړې جایزه هم وګټله.

مرادي کرماني په ۱۹۸۵م کال کې د بچه های قالی باف خانه، داستان له امله د هانس کریسټین آنډرسن نړیواله جایزه هم وګټله او په ۱۹۹۲م کال کې د برلین د هانس کریسټین انډرسن نړیوالې جایزې د قضاوت کوونکو له لوري، د نړۍ ماشومانو په ادبیاتو کې د ژورې اغېزې له امله، د کال د غوره لیکوال په توګه وټاکل شو. ده همدارنګه په کاستاریکا هېواد کې د لاتین امریکا د ملي اتل او لیکوال خوزه مارتیني جایزه هم وګټله او په ۱۹۹۴م کال کې  د اتریش نوي ځوانانو او ماشومانو کتاب جایزې ګټل هم د هغه له بریاوو څخه دي.

د مرادي کرماني آثار د نړۍ په لسګونه ژوندي ژبو ژباړل شوي او د ماشوم او نوي ځوان په ادبیاتو کې، ځلانده او مشهوره څېره ده. په ایران کې له هوشنګ مرادي کرماني څخه د ادبیاتو د غوره او تلپاتې څېرې په توګه ستاینه شوې او دی د فارسي ژبې او ادب  اکاډمۍ ځانګړی غړی دی.

له متلونو او عامه دودنو څخه کار اخیستل، نظم او نثر کلمو محاوره يي کارونه، د هوشنګ مرادي کرماني د آثارو ځانګړنې دي. شونې ده هوشنګ مرادي کرماني یوازې هغه ایراني لیکوال وي چې د هغه له داستانونو څخه د ټلویزیوني او سینمايي اقتباس شوي آثار، ډېری د متفاوتو اړخونو له امله، ډېری غوره او ښه آثار رامنځته شوي دي. د قصه های مجید ټلویزویوني ټولګه، د لیدونکو په جذبولو کې د ایران ټلویزیون یوه غوره ټولګه ده.

قصه های مجید؛ د هوشنگ مرادي کرماني اثر

د هوشنګ مرادي کرماني په لیکوالۍ د قصه های مجید ټلویزیوني ټولګه توانیدلې څو نړیوالې جایزې وګټي.

هوشنګ مرادي کرماني د اقتباس مفهوم په اړه وايي: اصولا اقتباس یانې دا چې محتوا یوه ظرف څخه بل ظرف ته ولاړه شي. کله چې محتوا بل ظف ته ولاړه، د هغه بل ظرف شکل ځانته غوره کوي. له دې امله، د داستاني ادبیاتو محتوا هغه وخت سینما ته ځي، چې ځیني بدلونونه پکې رامنځته شي. سینما ټاکلی وخت لري. ډېری له ۹۰ تر ۱۲۰ دقیقې وخت لري، خو ادبیات ټاکلی وخت نه لري. دغه محدودیت کارګردان اړ باسي د وخت له مخې، ځیني کارونه وټاکي. له دې امله زه د لیکوال په توګه نشم کولای تمه ولرم چې هرڅه مې لیکلي په فلم کې راشي. ما له ۱۲۰ ډېرو کارګردانونو سره کار کړی دی. له لنډو څو دقیقه يي فلمونو نیولي بیا د ټلویزیوني ټولګو پوري. همدرانګه د ځوانو کارګردانانو او له پخوانیو کارګردانانو سره مې همکاري کړي ده او له هېڅ یوه سره مې ستونزه نه ده پیدا کړي.

او وروستی خبر دا چې د څلورم ځل لپاره هوشنګ مرادي کرماني، په ۲۰۲۲م کال کې د آسترید لیند ګرن نړیوالې جایزې ته نوماند شوی دی. د ایران د ماشومانو ادبیاتو تاریخ څېړنې مؤسسې، د دې خبر په اعلان سره لیکلي، دې بنسټ یوځلې بیا هوشنګ مرادي کرماني دې جایزې ته نومان کړی دی، ځکه دی هغه پنځوونکی دی چې زموږ په ټولنه کې لوستلو ته ارزښت ورکړی دی. مرادي کرماني د هغه آثارو په رامنځته کولو چې محروم او بېوځله ماشومان، د کودکان قالیباف تا کودکان روستايي در حاشیه کویر په کتاب کې انځور شوي د دوی د اړتیا او د رنځونو د بیانولو لپاره دي. دا غږ د دې لامل شوی چې زموږ په ټولنه کې لوستل دود شي.

زمونږ له نظره مرادي کرماني او د هغه کیسې، په دغې کلتوري پېښې کښې د شتون لپاره ډېره ښه نماینده کېدی شي، ځکه چې د هغه آثار د لوستنې د پراختیا لپاره څو بنیادي مؤلفې لري. د انساني ارزښتونو پایداري او پرې ټینګار، په ماشومانو او ځوانو مخاطبانو باندې یې پراخه اغېزشیندنه او خوند ورکول، په اسانه ترجمه کېدل او په نورو کلتورونو کې یې نفوذ او له هر څه ډېر مهم بنیادي انساني ارزښت چې په ځان کې د لوړو ادبیاتو کارنده والی لري، په هغو ادبیاتو کې چې د انسان د وجود د پاکولو لپاره پنځول شوې دي او انسان په یوې غوره طریقې، ښه او مثبت فکر ته نزدې کوي.

دا انعام د سویډن د یوې غوره لیکوالې آسټریډ لِنډګرِن په یاد کښې د سویډن د کلتور د وزارت له خوا له ۲۰۰۲ کال څخه پیل شوې ده او ګټونکي یې په اپریل میاشت کې اعلانیږي.

د یوې جینۍ او یوې ښځې او بیا وروسته د نړۍ د یوې مشهورې لیکوالي په توګه د آسټریډ لِنډګرِن  د ژوند ذکر همیشه د هغو خلکو په ژبه جاري دی چې په فردي کوششونو سره ځانونه د توجه او پاملرنې مرکز ته رسوي، نه د دې لپاره چې یوازې ځان بلکې د ځان په شان نور کسان او هغه ټول خلک چې له لیدل کیدو بې برخې دي، لیدل کیږي.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه