Dec 24, 2022 16:34 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د شاهڅراغ (ع) د پاک حرم ترهګریزې پېښې د شهیدانو له کورنیو سره په لیدنه کې، دا ناوړه پېښه یې د تور زړونو او منافقو امریکایانو د رسوایۍ لامل یاد کړه.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله خامنه يي د سې شنبې په ورځ په دې لیدنه کې، د شاهڅراغ (ع) پاک حرم ترهګریزه پېښه په زړونو کې د داغ جوړول خو د ایران په تاریخ کې تلپاتې یاده کړه او د دې خباثت ترشا د لاسونو یاني د داعش رامنځته کوونکو او کینه کښو امریکانو پر  رسوا کېدو یې ټنیګار وکړ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د زیارت کوونکو ترور له نورو ترهګریزو پېښو سره متفاوت او  د دښمن د رسوایۍ لامل یاد کړ وویل: د خیانتکاره ځاني ترسره کوونکو سربېره، د داعش اصلي  رامنځته کوونکي او ملاتړ کوونکي هم په دې جنایت کې شریک دي؛ دوی دومره دروغجن، تور زړه، رسوا او منافق دي، چې په خبره کې د بشرحقونو بیرغ اوچتوي، خو په عمل کې ګواښوونکې ترهګریزې ډلې رامنځته کوي.

د اکټوبر پر ۲۶مه  د ایران د فاس ولایت په مرکز په شېراز ښار کې د حضرت احمد بن موسی(ع) پر پاک حرم د داعش په ترهګریزه پېښه کې، د دوو ماشومانوپه ګډون ۱۳ کسان شهیدان او ۳۰ تنه زیارت کوونکي ټپیان شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې یوه ترټولو پیاوړې ډموکراسي لري او دا چې اروپا وغواړي له یوه اړخه مسائلو ته وګوري او خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړي، د منلو وړ نه دی.

«حسین امیرعبداللهیان» د پنجشنبې په ورځ د آسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، خوزه مانوئل آلبارس سره په ټلفوني خبرو کې د ښځې مقام په کمیسیون کې د ایران اسلامي جمهوریت د غړیتوب لغوه کولو په اړه د لوېدیځو هېوادونو پر ناسم ګام په نیوکې سره، دا ګام د خبرو فرصت له منځه وړلو لپاره د هڅو نښه یادوي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی او سفیر، د سوریې خلکو طبیعي سرچینو په ځانګړې توګه د بهرنیو نیواګرو تر ولکې لاندې په سیمو کې د نفتي توکو غلاکول غندي او ټینګار کوي: له ترهګرۍ سره جګړه باید د سوریې ارضي تمامیت او ملي حاکمیت کمزوري کولو لپاره پلمه نه وي.

«امیر سعید ایرواني» زیاته کړه: د نیواګرۍ پایته رسول او د سوریې ارضي تمامیت او ملي حاکمیت ته بشپړ درناوی درلودل، د سوریې ناورین لپاره د سیاسي حل لارې هرډول مخکین شرط دی؛ د سوریې په شمال کې سوله او امنیت یوازې د دې هېواد ارضي تمامیت او ملي حاکمیت ته په بشپړ درناوي سره لاسته راضي او د سوریې په شمال کې هرډول  پوځي ګام، انساني ناوړه وضعیت لاهم بدتره کوي.

د ایران  د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سې شنبې په ورځ د اردن په پلازمېنه امان کې د بغداد ۲ ناستې په څنډه کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مسئول، جوزپ بورل سره لیدنه او خبرې وکړې.

ده د ویانا خبرو جمع بندۍ لپاره د ایران اسلامي جمهوریت د چمتووالي اعلان ترڅنګ، چې د څو میاشتو د خبرو پایله ده، مقابل لورو ته سپارښتنه وکړه چې له سیاسي کړنو په ډډه کولو او په ريښتیني توګه، د هوکړې اعلان لپاره اړینې سیاسي پرېکړې وکړي.

جوزپ بورل هم په دې لیدنه کې په وروستیو میاشتو کې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د اروپايي ټولنې درېځونو په تشریح کولو سره، د برجام او اټومي خبرو موضوع له نورو موضوعاتو څخه بېله یاده کړه  او پایلو ته د ویانا خبرو رسولو لپاره د ټولنې پر هوډ یې ټینګار وکړ.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په اردن کې د بغداد ۲ کنفرانس په څنډه کې له خپلو سیالانو له هغې ډلې: د عمان، قطر، عراق، کوېټ او عربستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د سیمې او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.

د ایران دولت اقتصادي ویاند د دې هېواد د نفتي توکو د عوایدو د ۳۶۰ سلنې له ودې خبر ورکړ.

د ایران دولت اقتصادي ویاند او د اقتصاد او مالیې وزیر سید احسان خاندوزي د سې شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل: په تیرو آتو میاشتو کې د ایران د نفتي توکو او غازو کچه د تېر کال په پرتله، ۳۶۰ سلنه لوړه شوې ده.

خاندوزي زیاته کړه: دا کچه د ایران دولت د مالیاتو، ګمروکونو او نورو برخو کې هم ۶۷ سلنه وده ښيي.

ده په روان کال کې د دولت اقتصادي کریډیټونو په اړه وویل: د سږکال په اوړي کې د ایران اقتصاد د صنعت په برخه کې ۸.۷ سلنه، د کانونو په برخه کې ۷.۳ سلنه، نفتو ۱۰.۴ سلنه، چوپړتیاوو ۲.۴ سلنه او کرنې ۰.۸ سلنې وده کړې چې په تولیزه توګه د اوړي موسم اقتصادي وده ۳.۶ سلنې ته رسېږي.

د ایران اسلامي جمهوریت د ګاونډیتوب سیاست، د دوستۍ او اعتماد جوړونې لار موندنې تر سرلیک لاندې د تهران خبرو درېیمه مجمع(TDF ۲۰۲۲)  د دوشنبې په ورځ ترسره شوه. په دې مجمع کې له ۳۶ هېوادونو نږدې ۷۰ سیاسي چارواکو، د څېړنیزو مؤسسو او فکر خونو مدیرانو، پوهانو، او څېړونکو ګډون کړی وو.

له پرانیستې وروسته د دې مجمعې په څلورو ناستو کې، د لوېدیځې آسیا وروستي بدلونونه او په خلیج فارس کې امنیت، سیمه ایزې نښلونې او د انرژۍ امنیت، د اوکراین ناورین او د هغه سیمه ایزې او نړیوالې پایلې او په افغانستان کې ټولګډونه دولت او د سولې هیلې وڅېړل شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیرعبداللهیان په دې ناسته کې وویل: ایران په سیمه کې له خپلو ګاونډیو او د خلیج فارس په حوزه کې په ټولو برخو کې همکارۍ او اعتماد جوړونې ته چمتو دی ترڅو یوځلي بیا د سیمې له بهره د امنیت ټینګښت فکر  د تل لپاره له منځه ولاړ شي او د سیمې هېوادونو په همکارۍ سره په سیمه کې تلپاتې سوله او ټیکاو رامنځته شي.

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر د نیکاراګویه د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ټینګار وکړ: له همفکره هېوادونو سره د همکاریو پراخول د استکبار جبهې د فشارونو د شنډولو یوه لاره ده.

"سید ابراهیم رئیسي " د یکشنبې په ورځ په تهران کې د نیکاراګویه د بهرنیو چارو له وزیر دنیس مونکادا سره په لیدنه کې د ایران او نیکاراګویه دوه اړخیزو اړیکو او په نړیوالو سازمانونو او بنسټونو کې د دواړو هېوادونو مثبتو او رغنده همکاریو ته په نغوتې سره، د دښمنانو او د استکبار  په ځانګړې توګه د امریکا فشارونو پر وړاندې مقاومت د دواړو هېوادونو د همکاریو او ژورو اړیکو له امله یاد کړ.

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر همدرانګه: د مستقلو او مقاومو هېوادونو پر وړاندې له بشرحقونو څخه په استفادې د امریکا او لوېدیځووالو ناوړه ګټه اخیستنه وغندله. 

په دې لیدنه کې د نیکاراګویه د بهرنیو چارو وزیر دنیس مونکادا هم د امریکا د بندیزونو او فشارونو پر وړاندې د ایران مقاومت او ځواک ته په نغوتې سره، له ایران اسلامي جمهوریت سره د خپل هېواد د پراخو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د سند اجرا او لیکو ارزښت په اړه وویل او د دواوړ هېوادونو د اقتصادي همکاریو او سوداګریزو راکړو ورکړو پر ډېروالي یې ټینګار وکړ.

د ایران نانو ټکنالوژۍ د پراختیا ځانګړې کمېټې په یوه راپور کې اعلان کړی، په تېرکال کې د نانو ټکنالوژۍ په برخه کې فعالو شرکتونو، د ۶۲ میلیون ډالرو په ارزښت ۴۸ هېوادونو ته د دې ټکنالوژۍ صادارت درلودل.  

په تېرکال کې د مخکیني کال په پرتله، د ایران د نانو ټکنالوژۍ محصولاتو صادراتو، ۵۳ سلنه وده درلوده.

دا راپور زیاتوي، ترکیه او عراق د ایران د نانو ټکنالوژۍ د محصولاتو مهم کوربه هېوادونه دي او ایراني دانش بنیان شرکتونو دې هېوادونو ته له ۱۰ میلیون ډالرو ډېر صادرات درلودل. د دې محصولاتو نور پېرېدونکي روسیه، هند، قزاقستان، آمریکا، انگلیس، مغولستان او پاکستان دي.

ایران په نړیواله کچه د نانو ټکنالوژۍ په برخه کې د ملي برنډ او د نوموتو هېوادونو له ډلې څخه دی.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه