Jan 18, 2023 14:18 Asia/Kabul
  • د کرج ښار منظره
    د کرج ښار منظره

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران سیل له ننني (۱۲۸) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو  البرز ولایت ته د سفر او آشنايۍ په دوام سره، په ننۍ برنامه کې مو مناسبه وګڼله، چې د دې ولایت د مرکز کرج ښار د پېژندګلوۍ ترڅنګ، د دې ښار له ځينو مهمو تاریخي آثارو سره آشنا شو. تاسو ته بلنه درکوو چې له موږ سره و اوسئ.

د کرج ښار د بحر له سطحې څخه ۱۲۹۷ مترو په لوړوالي سره، د تهران شمال لوېدیځ په ۴۸ کیلو مترۍ کې پروت دی. دا ښار د مرکزي البرز غرونو په لمنه کې موقعیت لري.  په ۱۳۱۲ لمریز کال کې د تهران – کرج د لارې په رغولو سره د خزر(چالوس) سیند څنډو او همدارنګه د هېواد لوېدیځو (قزوین، همدان، تبریز، زنجان او ....) لارو په جوړولو سره، د کرج ښار په یو مهم ارتباطي ځای بدل شو. تهران ته د کرج نږدېوالی د تهران او قزوین( د کرج شمال لوېدیځ) پر لور د دې ښار پر لارې  د ډېرو صنعتي تاسیساتو او کارخونو په جوړېدو کې هم ګټور دی، او همدا کار ورځ تربلې د کرج د پرمختګ او ښېرازۍ لامل هم شوی دی، داسې چې نن ورځ کرج په ښوونیزو، علمي، روغتیايي، تفریحي او صنعتي پرمختګونو سره د یوه مشهور او نوموتي ښار څېره خپله کړې ده، تر دې اندازې چې د څو لسیزو وړاندې څېره یې د نن ورځې له کرج سره د پرتلې وړ نه ده.

د کرج ښار منظره

له تهران وروسته کرج د ایران ډېر ستر کډوال منونکی ښار دی او د هغه ځوان نفوس ته په کتو د ایران نورو سترو ښارونو په پرتله، د ایران د یوه نوي ستر ښار په توګه ګڼل کېږي، اوسمهال د تهران، مشهد او اصفهان له ښارونو وروسته د ایران څلورم ډېر نفوس لرونکی ښار دی. کرج او د هغه شاوخوا سیمې تل د ښه هوا درلودو له امله د ډېرو تهراني وګړو کوبه وو. د کرج سړه او ښکلې هوا د طبیعي ښکلاوو ترڅنګ، په دې ښار کې د ګرځندوی لپاره ښه موقعیت برابر کړی دی. له دې سربېره، تاریخي ارزښتناک آثار د دې ښار توریستي جاذبې ډېري کړي دي. په دې برنامه کې، د کرج ځیني تاریخي آثار تاسو ته درپېژنو.

په شاه عباسي مشهور تاریخي پل چې په ځینو متنونو کې د نجلۍ په پل باندې مشهور دی، د نږدې ۶۰ مترو په اوږدوالي او ۸ مترو په پلنوالي سره، د کرج ښار پر سیند باندې جوړ شوی دی. دا پل دوې خولې لري، چې پکې له قزاقي خښتو او ساروجي مصالحو څخه کار اخیستل شوی دی. د پل د دوو خولو په منځ کې هم یو ځای د قاجار په دوره کې د تفریح خونې او چایخونې په توګه په دوو پوړونو کې جوړ شوی دی. تاریخي اسناد او سفر لیکونه ښيي چې دې پل په بېلابېلو تاریخي دورو کې شتون درلود، خو د صفویه په دورې کې د ارتباطاتو د پراختیا له امله اوسنې څېره یې ځانته غوره کړي او البته په نورو پړاوونو کې هم په دې ځای کې بدلونونه رامنځته شوي دي. دا اثر په ۱۳۷۹ کال کې د ایران په ملي آثارو کې ثبت شوی دی. له ۱۳۳۰ کال وروسته پر دې پل باندې پر تګ راتګ بندیز ولګېد او ترڅنګ یې، د ایراني انجینیرانو له لوري بل ډبرین پل جوړ شو.  البته دا پل هم چې د ډبرو له اړخه ډېر کلک جوړ شوی دی د ایران په ملي آثارو کې ثبت شوی دی.

 په کرج کې د شاه عباسي پل

د شاه عباسي کاروانسرا د ډبرو او خښتو ودانۍ چې له ۳ زره متر مربع ډېر مساحت لري. دا کاروانسرا د صفویه دورې پوري اړه لري او د ۱۰۷۸ تر ۱۱۰۹ قمري کلونو ترمنځ د شاه سلیمان صفویه په وخت کې جوړ شوی دی. دا ودانۍ د کرج ښار په مرکز کې شتون لري. دا کاروانسرا په لومړیو کې د کاروانونو او د دوی د مرکبونو د استراحت ځای وو او د قاجاریه وخت په لومړیو کې هم د فلاحت په نوم د ښوونځي په توګه ترې کار اخیستل کېده.

د کاروانسرا په پیل کې هم ایوان شمالي دی. د کاروانسرا د حویلۍ منځنی مساحت ۹۰۰ متره مربع دی  او شاوخوا یې ۲۱ حجرې او برنډې د مسافرانو د استراحت او پنځه ځایونه د کالو او توکو د ساتلو او د کاروانونو د ساتونکو لپاره په پام کې نیول شوي وو، د دې ودانۍ په جوړلو کې، له ډبرو، خښتو، لرګیو او خټو څخه کار اخیستل شوی دی. د کرج د شاه عباسي کاروانسرا په ۱۳۵۶ لمریز کال کې د ایران ملي آثارو په لړلیک کې ثبت شوه.

په کرج کې د شاه عباسي کاروانسرا

د کرج د کرنې پوهنځی( د پردیس کرنې او د تهران پوهنتون طبیعي سرچینې) د ښوونې له ټولګې او د کرنې له لوړو علمي برخو څخه ګڼل کېږي، چې د کرج د طبیعي او تاریخي آثارو په توګه د ایران ملي آثارو په لړلیک کې ثبت شوي دي. د تهران پوهنتون د کرنې پوهنځي د رامنځته کېدو مخینه ۱۳۰۲ کال او د فلاحت عالي ښوونځي او د کرج کلیوالي صنایعو د رامنځته کېدو مهال ته رسېږي، دا ښوونځی په ۱۳۲۸ کال کې د تهران پوهنتون د یوه پوهنځي په توګه په رسمیت وپېژندل شو. د کرج د کرنې پوهنځی ډېرې برخې او له کویر سره د همپالنې نړیوال څېړنیز مرکز لري. تاریخي ځایونه او بېلابېل د ګرځندوی جاذبې له هغې ډلې د سلیمانیه ماڼۍ، د ژویو پېژندونکو موزیم او د ایران ځنګلونو د لومړني جوړښت بنسټګر مرحوم استاد کریم ساعي آرامځای په دې پوهنتون کې شتون لري.

د تهران پوهنتون د کرنې پردېس او طبیعي سرچینې

ښه ده چې د کرج له سلیمانیه ماڼۍ هم لیدنه وکړو. دا ماڼۍ هغه ودانۍ ده چې له خښتو جوړه شوې، متقارن او پلنه، په شیرواني سقف او د قاجار دورې د معمارۍ سبکونو ټولې ځانګړنې لري، چې کولای شو هغه د خپل وخت ترټولو ساده، ښکلې او احساسي ودانۍ یاده کړو. دا ودانۍ له خښتو او نورو توکو څخه جوړه شوې ده. تالارونه او دننه فضا یې له ګڼو تزئیناتو سره چې پکې ستر دیوالې انځورګرۍ او آینه کارۍ، د لرګي په سقف سره او همدارنګه ښکلې ګچکاریو سره تزئین شوی دی. د سلیمانیه ماڼۍ ودانۍ دوه پوړه ده. لومړی پوړ یې د ماڼۍ د ځینو چوپړتیاوو لپاره ترې کار اخیستل کېږي او دویم پوړ یې چې د ودانۍ دوو لورو ته د زینو په درلودو سره د استفاودې وړ دی، ستر مرکزي تالار او هغه خونې چې دواړو لورو ته یې شتون لري، چې د استراحت په موخه ترې کار اخیستل کېږي. د دې ودانۍ له جالبو برخو څخه دي، داسې چې د ودانۍ ډېرې سترې کړکۍ د دې لامل شوي، ترڅو له دوو اړخونو بهر ته د لیدو امکان وي او همدارنګه په ټولو ساعتونو کې پکې رڼايي وي،  چې دا د دې لامل شوی چې په دننه فضا کې ډېره رڼايي وي. د ودانۍ ټولې برخې او عناصر، فضا، جزرونه او زینې، د ودانۍ منځني محور په نسبت، متقارن دي او ډېر ساده جوړښت لري. د سلیمانیه ماڼۍ د قاجار دورې له ارزښتناکو آثارو کې څخه ده د تهران پلازمېنې توب ته په کتو د کرج ښار د پرمختګ او د پاملرنې وړ ځای ګڼل کېږي، داسې چې د قاجار دوران په وروستیو کې په کرج کې د فلاحت ښوونځي جوړېدل او له هغې وروسته د سلیمانیه ماڼۍ ترڅنګ د کرنې پوهنځي ابتدایه ودانۍ جوړېدل، چې اوسمال د کرنې پوهنځي ځانګړې تاکسیدرمي موزیم ودانۍ ده،  د دې ادعا ګواه ده.

سلیمانیه ماڼۍ

په کرج ښار او د هغه په شاوخوا سیمو کې ډېری زیارتونه شتون لري، چې هره ورځ د ائیمه اطهار(ع) او د مذهبي ځایونو د ګڼو مینوالو کوربه دي. امام زاده حسن هغه امام زاده دی چې د کرج ښار مرکز ته نږدې او د کرج د کرنې پوهنځي ترڅنګ شتون لري. په هغه کتیبه کې چې د بقعې ورتلو په سر کې شتون لري، د امام زاده حسن د ودانۍ تاریخ ۹۰۶ هجري قمري کال او د شاه طهماسب صفوي په فرمان سره ذکر شوی دی. د امام زاده حسن ودانۍ له دننه عبارت ده له سترې څلور کنجه فضا څخه چې په هرې ضلعې کې یوه طاقچه شتون لري. د ودانۍ په دننه کې کوم تزیین نشته او یوازې خښتې او په ځینو برخو کې سپین ګچ لیدل کېږي. د ودانۍ بهرنۍ برخه هم په څلور ضلعي او په ساده ډول جوړه شوې ده.

په کرج کې د امامزاده حسن(ع) حرم

د کرج امام زاده طاهر چې د ایران د ډېرو معاصرو هنرمندانو او شاعرانو د دفن ځای دی، چې د کرج ګرځندوی د تاریخي او کلتوري جاذبو څخه شمېرل کېږي، له هغې مجموعې سربېره، د امیر کبیر بند، د اوبو په وزرشي امکاناتو له هغې جملې په کښتۍ کې سپرېدل، پر اوبو اسکي، کب نیونه، پیست اسکي دیزین، پیست اسکي خور، د کرج د اورځای کلی، د تخت رستم اورځای، د شاهزاده سلمان آرامځای، د ګچسر لاله بڼ، ارنګه دره، واریان کلی، د کرج سیند، د یخ مراد سمڅه، د پل خواب دره، د وینه کلی، آدران آبشار، د ګلونو بڼ، د جهانشهر بڼونه، د ایران کوچک پارک او د کرج – چالوس لاره د کرج نورې توریستي جاذبې دي. ښه ده چې پوه  شئ البرز ولایت ډېری لاسي صنایع لري او د کرج ښار هم د لاسي صنایعو د تولید یو اصلي مرکز دی. ترټولو پخوانۍ لاسي صنایع چې د قاجار له دورې پرځای پاتې ده، پر چرم باندې نقاشي ده. د دې ولایت د نورو مهمو لاسي صنایعو څخه کولای شو شیشه ګرۍ، پر شیشې نقاشي او تراش کول، د لرګیو لاسي صنایع، خراطي، سبد اوبدنه،  زیلو اوبدنه، غالۍ اوبدنه، ګلیم اوبدنه، کولالي، خاتم کاري، مینا کاري او پر مس او برنج باندې قلم وهنو ته اشاره وکړو. غالۍ، گلیم، د لرګیو محصولات، خاتم او میناکاري هم د دې ولایت له سوغاتو څخه شمېرل کېږي.

په کرج کې د امامزاده طاهر(ع) حرم

ژباړه: زماني

ټیګونه