Jan 30, 2023 11:35 Asia/Kabul
  • لوېدیځه آسیا په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لوېدیځې آسیا په تېره اونۍ کې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په تېره اونۍ کې د جنین پر کمپ باندې د اسرائیلي پوځیانو برید او د دې جنایت په غبرګون کې د فلسطیني اتلانو عملیات د لوېدیځې آسیا ترټولو مهمې پېښې وې، چې په دې پروګرام کې څېړل کېږي.

د پنجشنبې په سهار د صهیونیستي رژیم پوځیانو د شاباک په مستقیم دخالت سره د جنین پر کمپ یرغل وکړ، چې د فلسطیني اتلانو له مقاومت سره مخ شول. د دې یرغل له امله ۱۱ فلسطینیان په شهادت ورسېدل او ۲۰ تنه نور هم ټپیان شول. دې جنایت پراخ غبرګونونه راوپارول.

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد النخاله وویل: د دې جنایتونو سربېره د فلسطین اتلان او مبارزین به په ډګر کې وي او له دښمن سره به مقابلې ته دوام ورکوي؛ زموږ بیرغونه به رپانده وي زموم وسله چمتو او د فلسطین له خلکو او د دوی د سپېڅلو موخو څخه دفاع به دوام ولري.

د حماس غورځنګ د رهبري پلاوي غړی هشام قاسم د فلسطین له پولو بهر اعلان وکړ: هغه خونړۍ جنایت چې صهیونیستي نیواګرو د جنین په کمپ کې ترسره کړ، د نوي افراطي ښې اړخي دولت د کړنو بېلګه ده چې  د دوی د امر له مخې د فلسطین ملت پر وړاندې صادر شوی دی.

د فلسطین کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس د جنین پر کمپ د صهیونیستي رژیم پوځیانو د یرغل په غبرګون کې په جنین کمپ کې، د اردن سیند لوېدیځو غاړو او په غزه کې درې ورځینی عمومي ویر اعلان کړ. محمود عباس همدارنګه د درې ورځو لپاره د فلسطین بیرغ نیم ځوړندولو امر ورکړ او د جنین په کمپ کې د صهیونیستي رژیم ګامونه یې د دې کمپ د اوسېدونکو پروړاندې جنایت یاد کړ.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو ویاند نبیل ابوردینه هم دې جنایت ته په غبرګون کې اعلان وکړ، چې له اسرائیلو سره ټولې امنیتي همکارۍ په بشپړه توګه بند کړي دي او په بېړه به د فلسطین ملت امنیت ساتلو لپاره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې اړین ګامونه ترسره کړي. ابوردینه زیاته کړه: د فلسطین دولت به له ټولو نړیوالو بنسټونو د مرستو غوښتنه وکړي او همدارنګه په جنین کې د اسرائیلو جنایتونو په اړه د جنایتونو نړیوالې محکمې ته شکایت کوو.

د جنین والي جنرال اکرم الرجوب هم د صهیونیستیانو دا ګام د نړیوالې ټولنې چوپتیا یادوي چې د تل ابیب رژیم په اړه په اړیکو کې دوه ډوله سیاست پر مخ بیايي. د جنین والي وویل: د نتانیاهو افراطي کابینه هڅه کوي د ښارګوټي جوړولو بهیر په ډېرولو او همدارنګه د فلسطین کورواکه تشکیلاتو له زیانه د ځان خلاصون لپاره، د فلسطین پر ملت فشار ډېر کړي.

د سیمې هېوادونو هم په جنین کې جنایتونو ته غبرګون ښودلی دی. د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوې ویناپاڼې کې په جنین کې د جنایتونو د غندلو ترڅنګ، اعلان وکړ: نیواګر اسرائیل له بل هروخت ډېر ډاډمن شوی چې پوښته به ترې ونه شي او له مجازاتو هم تښتي. همدا موضوع د دې لامل شوې ترڅو د فلسطیني ورونو پر وړاندې ډېری جنایتونه ترسره کړي او ملکیان په شهادت ورسوي.

د یمن ۷ ګوندونو هم په یوې ویناپاڼې کې په فلسطین کې د جنین پر کمپ باندې د صهیونیستي دښمن د پوځیانو یرغل او د دوی جنایتکارانه ګامونه غندلي او اعلان یې کړی چې  د فلسطین مظلوم ملت په حق کې د صهیونیستي دښمن دوامداره جنایتونه له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

د یمن انصار الله هم ټینګار وکړ: هغه خونړۍ جنایت چې دې رژیم د جنین په کمپ کې ترسره کړ، یوازې د فلسطین ملت اراده به کمزورې نه کړي،بلکې له دې رژیم سره د دوی مخامختیا ټینګار پیاوړی کوي.

د عراق د حکمت ملي بهیر مشر سیدعمار حکیم هم د دې سترو جنایتونو پر وړاندې، د فلسطین ملت ژغورنې لپاره د عربي او اسلامي او انساني مسئولانه دریځ او همدارنګه د فلسطین ملت حقونو سرغړونو بندولو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا اړ ایستلو غوښتنه وکړه.

فلسطینیانو چې خبرداری ورکړی وو، د جنین پر کمپ د صهیونیستي رژیم برید ته به پرېکنده ځواب ورکوي، ډېر ژر دا خبرداری پلی کړ. د جمعې په شپه د قدس ښار، د اردن سیند په  جنین ښار کې د صهیونیستیانو وروستي جنایت په ځواب کې د فلسطیني ځوان مبارز، خیري علقم د شهادت غوښتنې عملیاتو شاهد وو. د دې فلسطیني مبارز د عمیلیاتو په لړ کې، د صهیونیست ۱۰ ښارګوټي مېشتي په هلاکت ورسېدل او ۱۲ تنه نور هم ټپیان شول.

دا عملیات د اردن سیند په لوېدځو غاړو کې د اسرائیلي رژیم امنیتي برخو په بشپړو چمتووالي کې ترسره شول چې دقیق ځای یې د بیت المقدس په شمال کې بیت حنینا وو. د تېرې جمعې شپې برید داسې دردوونکی وو چې د اسرائیلو د جګړې وزیر چې امریکا ته یې سفر کړی وو اړ شو چې بېرته راوګرځي او نتانیاهو او د ملي امنیت وزیر بن غفیر خپله د عملیاتو ځای لیدو ته ورغلل. د دې عملیاتو مړینه د نیول شوي قدس په وروستیو ۲۰ کلونو کې بې سارې وه.  

بنیامین نتانیاهو په نیول شوي قدس کې د فلسطیني ځوان شهادت غوښتونکي عملیاتو په اړه په خپل لومړني غبرګون کې وویل: موږ په آرامښت سره یوې پرېکړې ته اړتیا لرو. پوځ، پولیس او امنیتي سرتېري به د کابینې امر له مخې ګام واخلي. د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر په همدې حال کې د قدس شهادت غوښتونکو علمیاتو اغېزمنتیا په یادونې سره وویل: په څو وروستیو کلونو کې ترټولو د ناوړه برید شاهدان یو.

د لبنان حزب الله هم په نیول شوي قدس کې د تېرې شپې عملیات، غوره علمیات یاد کړل او زیاته یې کړه: دې عملیاتو د صهیونیستیانو په زړونو کې لړزه واچوله او صهیونیستي ښارګوټي مېشتو د وېرې، وحشت او اندېښنې لامل شو. د لبنان حزب الله همدارنګه زیاته کړه: په قدس کې د شهادت غوښتنې عملیات هغه جنایت ته بېړنی او پرېکنده غبرګون دی چې صهیونیستیانو د جنین په کمپ کې ترسره کړ. دا عملیات د صهیونیستي رژیم افراطي پر کابینې د سختې څپېړې په معنی وو.

د عراق د کتائب حزب الله غورځنګ هم په یوې ویناپاڼې کې اعلان وکړ: د فلسطین په مقاومت کې خپلو وروڼو او د دې هېواد مجاهد ملت ته په قدس کې د سرښندنې عملیاتو مبارکي وایو. دې عملیاتو د جنین په کمپ کې د نیواګر رژیم پوځیانو هغه جنایت ته زړه ور ځواب ورکړ کوم چې د فلسطین یوشمېر اولادونه قرباني شول، دې زړه ور ځواب په کمپ کې وېر په خوشحالۍ بدل کړ. دې ډلې په دوام سره زیاته کړه: له دې مخې موږ د صهیونیستي – امریکايي دولتونو په ځانګړې توګه په سیمه کې د دوی ملګرو ته، له ټولو ملتونو سره د اسرائیلو د دښمنۍ یادونه کوو. د صهیونیستي جنایتونو پروړاندې چوپتیا او دوه ګونی درېځ یوازې د دوی پرمخ د ننګ داغ پاتي کېږي او د فلسطینیانو پر وړاندې د عملیاتو او د دوی د ژوند اخیستو د دوام زنګ دی.

حیرانوونکی ټکی دا دی چې د ترکیې او اماراتو بهرنیو چارو وزیرانو په بېلو ویناپاڼو کې د قدس په شمال کې د جمعې شپې استشهادي عملیات وغندل. د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ رسنیز دفتر مدیر داود شهاب په خبرو کې زیاته کړه: د قدس استشهادي عملیاتو په اړه د ترکیې او اماراتو د بهرنیو چارو وزارتونو د غندنې ویناپاڼې، له عربي او اسلامي درېځونو سره د مخالفت او د فلسطین له خلکو سره خیانت دی، چې هره ورځ د اسرائیلو ترهګرو له لوري وژل کېږي.

په همدې حال کې، صهیونیستي ښارګوټي میشتي د جمعې په شپه د دې رژیم د کورني امنیت پر وزیر ایتمار بن ګویر برید وکړ چې او دی یې د قدس استشهادي عملیاتو مسئول یاد کړ. د صهیونیستي رژیم ځینو رسنیو هم د دې رژیم د کورني امنیت پر وزیر په برید سره، د هغه پاروونکي ګامونه یې په فلسطین کې د ناندریو د ډېرېدو او په قدس کې د جمعې شپې د عملیاتو لامل یاد کړل.

ژباړه: زماني

ټیګونه