افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
د تهران راډیو مینه والو د افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې د لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې حاضر شوي یو. نن هم د دغو دواړو هیوادونو د تیرې یوې اونۍ مهمې پیښې او حالات څیړو
د پاکستان د تیرې اونۍ ترټولو مهمه او ترخه پیښه د پيښور د پولیس لاین په جومات کښې چاودنه وه چې پ کښې له سلو زیات کسان شهیدان او تقریباً هم دومره زخمیان شول. که څه هم وړومبې د پاکستان تحریکِ طالبان ډلې د دغې چاودنې پړه ومنله او ویې ویل چې دا یو غچ اخیستونکی حرکت و خو څو ورځې پس یې ادعا وکړه چې دغه بوږنونکې چاودنه د تحریکِ طالبان کار نه و.
د پولیسو تحقیقات هم ښودنه کوي چې ځانمرګی بریدګر د پولیسو په جعلي یونیفارم کښې جومات ته ننوتی و او د لمونځګزارو په وړومبي صف کښې ولاړ و. دغې زورورې چاودنې وښودله چې په پاکستان کښې ترهګرې ډلې لاهم فعالې دي او به مختلفو نومونو سره یا بې نامې، ترهګرې حملې ترسره کوي. دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان ځینو عالمانو په دې وروستیو کښې په مذهبي ځایونو او ملکي وګړو باندې حملې حرامې اعلان کړې دي.
د پاکستان د سیاسي چارو کارپوه منصور احمد خان په دې هکله وايي: که څه هم تحریکِ طالبانِ پاکستان په دې وروستیو کښې له علماؤ څخه د دغې ډلې د فعالیت د دوام د طریقې په هکله لارښوونه غوښتې وه او کابو ۱۴ عالمانو هم په ملکي وګړو باندې حمله حرامه اعلان کړه خو بیا هم د تحریک طالبان په شمول ترهګرې ډلې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي او دا ښودنه کوي چې هغوي د خلکو ژوند ته د هیڅ ارزښت قائل نه دي. د پاکستان خلک تمه لري چې علما د پیښور د چاودنې په غندلو سره ترهګرو ډلو ته وښايي چې د هغوي اقدامات غیرانساني او د اسلام د اصیلو تعلیماتو خلاف دي.
*/*/*/
دویم بدلون چې د پاکستان په رسنیو کښې یې ډیر انعکاس ومونده پاکستان ته د ایران د ګیس پایپ لاین د پروژې د اجرايي کولو په لړ کښې دغه هیواد ته د ایران د اسلامي جمهوریت خبرداری دی. ایران هم داشان په دې لړ کښې اسلام آباد ته د ۱۸ میلیارډ ډالري جرمانې د ترلاسه کولو په هکله خبرداری ورکړی دی. پاکستان ته د ایران د ګیس د انتقال د پایپ لاین د غزیدو د تړون له لاسلیکیدو کابو یوه لسیزه کیږي او ټاکل شوې وه چې دغه هیواد په خپله خاوره کښې نل لیکه وغزوي.
د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان تر سرحده پورې پایپ لاین جوړ کړی دی خو د دغه هیواد حکومت تراوسه د دې پروژې جوړولو ته هیڅ ګروهنه نه لري او دا موضوع د تهران د صبر د تمامیدو سبب شوې ده.
ایران د ښه ګاونډیتوب د حس له مخې په تیرې کابو یوې لسیزې کښې د پاکستان حکومتونو ته فرصت ورکړی دی چې په خپلې خاورې کښې د پایپ لاین کار بشپړ کړي. حقیقت دا دی چې د ایران اسلامي جمهرویت د صلحې د پایپ لاینه پّ نامه برصغیر ته د ګیس د انتقال د نل لیکې د طرحې په وړاندې کولو سره هڅه وکړه چې په پاکستان او هندوستان باندې د ګیس په پلورلو سره په دې سیمه کښې د پایدارې صلحې د ټینګښت لاره هواره کړي خو د نوي ډیلي او اسلام آباد حکومتونه په دې لړ کښې لیوالتیا نه څرګندوي.
*/*/*/*/*
تیره اونۍ د پاکستان یو بل مهم خبر، د تحریکِ انصاف ګوند د مشر او د پاکستان د تیر وزیراعظم عمران خان له خوا د عالي کمیټې په غونډه کښې د ګډون لپاره د اوسني وزیراعظم شهباز شریف د غوښتنې ردیدل وو. داسې ښکاري چې د پیښور د پولیسو په جومات کښې له خونړۍ چاودنې وروسته شهباز شریف د عالي کمیټې د جوړولو اقدام کړی و او په دغې غونډې کښې یې عمران خان ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه.
خو تحریکِ انصاف ګوند په دې استدلال سره چې د شهباز شریف له حکومت سره جدي اختلاف لري، د هغه غوښتنه ونه منله. دا ښودنه کوي چې په پاکستان کښې سیاسي اختلافات په ډیره لوړه سویه دوام لري او دا په داسې حال کښې دي چې دغه هیواد د پایدارې صلحې او امنیت ټینګښت ته له بل هر وخت نه زیات ضرورت لري.
عمران خان د عمومي انتخاباتو د وخت د ټاکل کیدو غوښتونکی دی خو شهباز شریف ورسره مخالف دی او تراوسه یې د خپلو اختلافاتو د هواري لپاره هیڅ دریڅه نه ده ښودلې. دا هغه حالت دی چې ښايي ترهګرې ډلې یې په پاکستان کښې له سیاسي اختلافاتو د استفادې لپاره لا سپین سترګې کړې دي او په هر ممکن شکل د پاکستان خلکو ته د زیان رسولو په تکل کښې دي. په دې وجه په دغه هیواد کښې د سیاسي ټولنو له نظره په پاکستان کښې د صلحې او امنیت د پياوړتیا لپاره وړومبنې ګام په ترټولو لوړه سیاسي او امنیتي سویه په دغه هیواد کښې د صلحې او امنیت د ستنو ټینګښت دی.
*/*/*/*/
تیره اونۍ افغانستان هم له مختلفو پيښو او بدلونونو سره مخامخ و چې ترټولو مهم په کښې د ایران اسلامي جمهوریت ته د سفر لپاره د افغانستان سوداګرو او تاجرانو ته د ویزې په ورکړې کښې اسانتیا ده. په افغانستان کښې د ایران سفیر کاظمي قمي وویل چې د شویو فیصلو له مخې، په افغانستان کښې د ایران په پنځوواړو نمایندګیو کښې د افغانستاني سوداګرو لپاره د شپږ میاشتنۍ او یو کلنې ویزې صادریدل اسانیږي. هغه په دې وروستیو کښې په افغانستان کښې د طالبانو له چارواکو سره د ایران او افغانستان په اقتصادي اړیکو کښې د تحرک لپاره په دغه هیواد کښې د طالبانو له چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
ایران او افغانستان د سوداګري او تجارتي ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره ډیر ظرفیتونه لري او هر څومره چې ایران ته د افغانستاني سوداګرو سفرونه زیات وي دومره به د دغو زمینو په پیژندلو او اصولي او منطقي حل لارو ته په رسیدو کښې ډیره اغیزه وشي. په هم دې وجه د ویزا د صادرولو د اسانتیا لپاره په افغانستان کښې د ایران سفارت او کنسولګریو اقدام یو مثبت حرکت دی.
*/*/*/
د افغانستان خلک په داسې حال کښې ژمی تیروي چې په ځينو سیمو کښې د تاودوخې درجه کابو -۳۴ درجو ته رسیدلې ده چې په تیرو لسو کالو کښې بې مخینې ده. د خبري رپورټونو له مخې، په افغانستان کښې د ساړه له امله کابو دوه سوه کسان مړه شوي دي. د ګرمایشي امکاناتو د نشتوالي ترڅنګ د بې وزلۍ پراختیا د افغانستان د خلکو ژوند سخت کړی دی او د هغوي ژوند په خطر کښې دی. په دې حالاتو کښې د یوکرین کړکیچ هم سبب شوی چې د نړیوالو په نظر کښې د افغانستان مسئله یوڅه هیره شي، په هم دې وجه د افغانستان له خلکو سره نړیوالې مرستې په دې وروستیو میاشتو کښې کمې شوې دي.
امریکې له افغانستانه په شرمناکې وتنې سره د دغه هیواد خلکو ته د رنځونو او کړاؤنو میراث پریښوده او په عمل کښې یې وښودله چې د افغانستان د خلکو د ژوند ورسره هیڅ اهمیت او ارزښت نشته او هم داشان یې د افغانستان د خلکو د نزدې اووه میلیارډ ډالره شتمنیو په نیولو سره، د هغوي د ژوند مسائلو لا یات کړل.
*/*/*
او د پيښور چاودنې ته د افغانستان د طالبانو غبرګون او په دې لړ کښې د پاکستاني چارواکو تورونه د پام او غور وړ دي. طالبانو د پيښور د پولیسو په جومات کښې د چاودنې په غندلو سره، د پاکستان د دفاع وزیر او د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې چې له طالبانو یې غوښتي وو په جدي توګه عمل وکړي، وویل چې د پکستان حکومت باید خپله له ترهګرۍ سره جدي چلند وکړي. د طالبانو د وینا له مخې، د پيښور د جومات چاودنه د هغې د ډول او په کښې د مړو د شمیر پراخوالي ته په پام سره، دا د یو کس کار نه شي کیدې بلکې له یوې فردي چاودنې ستره مسئله ده.
د پاکستان ترهګرې حملې په دې وروستیو میاشتو کښې د پاکستان او طالبانو په اړیکو منفي اغیزه کړې ده. پاکستان وايي چې د افغانستان طالبان لا هم د پاکستان له تحریکِ طالبان سره ګزاره کوي او لامل شوي چې ترهګر، د افغانستان په خاوره کښې په پلاننګ سره په پاکستان کښې یولړ اهداف په نښه کړي.
د سیاسي چارو کارپوه حسین حسیني مزاري په دې هکله وايي: د افغانستان طالبان، ترهګرې حملې د پاکستان کورنۍ مسئله ګڼي او په هم دې وجه په دې لړ کښې د دغه هیواد د چارواکو ادعاوې او تورونه ردوي. دا په دې معنا دي چې د پاکستان د تیرو تمو په اپوټه، طالبان په دغه هیواد کښې د ترهګرو بریدونو د سرچینې په هکله له پاکستاني چارواکو سره د نظر یووالی لري او دا موضوع په راتلونکي کښې هم د پکاستان او طالبانو اړیکو تر اغیزې لاندې راولي.
*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی